هندو فلسفه
هندو فلسفه د هندوییزم هغه فلسفې، نړۍلیدونه او ښوونې رانغاړي چې په لرغوني هند کې رامنځته شوې وې او شپږ نظامه (shad-darśana) پهکې شامل دي: سامخیا، یوګا، نیایا، وایشېشیکا، میمامسا او وېدانتا. په هندي دود کې، د فلسفې لپاره د «Darshana- درشن» ګړنه کارول کېږي او د لیدلوري یا لرلید په معنی دی، او ریښه یې د سانسکرېټ ګړنې «drish» ګړنې ته رسېږي چې د «لیدلو، ازمایلو» معنی ورکوي.[۱][۲][۳]
دغه دودونه د استیکا (خدایباوري) فلسفي دودونو په نوم هم یادېږي او وېدایان د پوهې د معتبرې او مهمې سرچینې په توګه مني. لرغونی او د منځنیو پېړیو هند د ګڼشمېر داسې فلسفي مکتبونو سرچینه وه چې په فلسفي مفهومونو کې سره موافق وو، خو وېدایان یې رد کړي دي، او دغه مکتبونه د ناستیکا هندي فلسفو (هترودوکس یا غیرارتودوکس) په نامه یادوي. په ناستیکا هندي فلسفو کې بودیزم، جاینیزم، چارواکا، آجیویکا او داسې نور شامل دي.[۴][۵]
لوېدیځ څېړونکي د استیکا فلسفو دننیو او له ناستیکا فلسفو سره د هغو د اړیکو او توپیرونو په هکله بحث کړی دی، چې د اتلسمې او نولسمې پېړیو د هندپېژندونکو او ختیځپېژندونکو له لیکنو سره پیلېږي، چې پهخپل وار سره له هندي محدودو ادبیاتو او د منځنیو پېړیو له دوکسوګرافیو څخه اخېستل شوې دي. په هندو فلسفه کې همتوکمه بېلابېل شامل دودونه متنوع دي، او د یوه ګډ تاریخ او مفهومونو، یوشان متني سرچینو، سره ورته خلقتپوهنیز او ټولنپوهنیز تمرکز او کیهانپوهنې لهلارې، سره یو شوي دي. په داسې حال کې چې د بودیزم او جاینیزم فلسفې او مذهبونه سره جلا ګڼل کېږي، یوشمېر هترودوکسي (ناستیکا) دودونه (لکه، چارواکا) په هندو فلسفه کې ډېري وخت د جلا مکتبونو په توګه پېژندل کېږي، ځکه چې د «هندو» وییکی یو پردی نوم دی او له تاریخي پلوه، قارهوزمه هند کې د مېشتو وګړو لپاره د یوه جغرافیایي او هڅوبي مشخصې په توګه کارول شوی دی.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
په هندو فلسفه کې څوګوني خدایباوره فرعي فلسفي مکتبونه شامل دي، چې د شپږو ارتودوکس فلسفو له شپږو مفکورو څخه دوه یا له هغو ډېرې مفکورې سره یوځای کوي، لکه: د نیایا واقعیتپالنه، د وایشېشیکا طبیعتپالنه، د سامخیا دوهګونپالنه، د ادویتا د خلاصون لپاره اړینه ځاني غیردوهګونپالنه او پوهنه، د یوګا اصول او ریاضت او د خدایباوري مفکورو اساسي عنصرونه. د دغو فلسفي مکتبونه بېلګې، پاشوپاتا شیوا، شیوا سیدهانتا، پراتیابهیجنا، رسېشوارا او ویشاناوا دي. ځیني فرعي فلسفي مکتبونه د هغو مفکورو سره چې له بودایي دودونو څخه جوتېږي، سره توافق لري. د دغو فرعي فلسفي مکتبونو مفکورې په پُرانا او اګاما کې د موندلو وړ دي.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]
د هندو فلسفې هر مکتب د پرامانشاسترا تر سرلیک لاندې د پوهنپوهنیز ادبیات او همدا راز د مېتافزیک، ارزښتپوهنې او نورو سکالوګانو په هکله تیوريګانې لري.[۱۸][۱۹][۲۰]
ډلبندي
[سمول]د هند د تاریخ په اوږدو کې، د عام پېر (CE) له پیل څخه دمخه، شپږ ارتودوکس فلسفي مکتبونه رامنځته شوي وو او ځینو مکتبونو په لوړ احتمال سره، آن له بودا څخه دمخه ظهور کړی دی. ځینو څېړونکو دغه پوښتنه مطرح کړې ده چې، «د هندي فلسفې په هر ستر مکتب کې د لیدلورو تنوع او تکامل ته په کتو سره، له ځینو فرعي مکتبونو سره چې هترودوکس او ارتودوکس لیدلوري سره یوځای کوي، ایا د هترودوکس او ارتودوکس مکتبونو ډلبندي بشپړه او دقیقه ده او که نه؟».[۲۱][۲۲]
له لرغوني پېر راهیسې، هندي فلسفه د استیکا او ناستیکا پر فکري مکتبونو باندې ډلبندي کېږي. د هندي فلسفې ارتودوکس مکتبونو ته «شاد درشن» («شپږ نظامونه») ویل کېږي. دغه شېما د دولسمې او شپاړلسمې پېړیو ترمنځ د وېدانتایانو لهخوا رامنځته شوې او وروسته بیا د لومړیو لوېدیځي هندپېژندونکو لهخوا منل شوې او د هندي فلسفې پر نومهالو پوهاویو باندې خپره شوې ده. [۲۳][۲۴][۲۵]
استیکا
[سمول]د استیکا (ارتودوکس) شپږ فکري مکتبونه شتون لري. هر یوه ته یې «درشن» ویل کېږي او هر درشن، وېدایانو ته د اقتدار په سترګه ګوري. د استیکا هر درشن، همدا راز دغه فرضیه مني چې آتمان (ابدي ژوند) شتون لري. د استیکا فلسفي مکتبونه په لاندې ډول دي: [۲۶][۲۷]
- سامخیا: د شعور او مادې په هکله یوه پیاوړې دوهګونپاله تیوریکي څرګندنه او د خدای یا خدایانو له شتون څخه منکره نظریه.
- یوګا: د توحید یو مکتب چې د سامخیا لهمنځه یې ظهور کړی او د سامخیا تیوري پر عملي کارونې باندې ټینګار لري: غور، تفکر او خلاصون.
- نیایا یا هندي منطق: د پوهنپوهنې مکتب چې د پوهې سرچینې راسپړي.
- وایشېشیکا: د اتومیزم یو تجربهپال مکتب.
- میمامسا: د ریاضت او عرفان یو مخالف ارتوپراکسي مکتب. دغه مکتب په وېدایانو کې د آیتونو له سم تفسیر سره سر او کار لري.
- وېدانتا: په وېدایانو کې د پوهې وروستۍ برخه، یا جناناکاڼاډا (د پوهې برخه). وېدانتا د اوتارا-میمامسا په نوم هم پېژندل کېږي. وېدانتا، له منځنیو پېړیو وروسته د هندوییزم په فلسفه کې برلاسی دی.
ناستیکا
[سمول]ناستیکا هغه فلسفي مکتبونه دي چې د وېدایانو اقتدار نهمني. د ناستیکا (هترودوکس) څلور ستر مکتبونه شتون لري:[۲۸]
- چارواکا: یو مادیتپال مکتب چې د ازادې ارادې شتون مني.[۲۹][۳۰]
- اجیویکا: یو مادیتپال مکتب چې د ازادې ارادې شتون ردوي.[۳۱][۳۲]
- بودیزم: یو فلسفي مکتب چې د آتمان (تلپاتي ژوند) شتون ردوي او د ګوتاما بودا د ښوونو او روښاندۍ پر بنسټ رامنځته شوی دی.[۳۳]
- جاینیزم: یو فلسفي مکتب چې د آتمان شتون مني او د «تېرتهنکر» په نامه د څلورویشت ښوونکو (چې لومړی یې ریشابها او څلورویشتم یې مهاویرا دی) د ښوونو او روښاندۍ پر بنسټ رامنځته شوی دی.[۳۴]
نور مکتبونه
[سمول]د سترو ارتودوکسي او غیرارتودوکسي مکتبونه ترڅنګ، فرعي ترکیبي مکتبونه هم شتون لري چې د مفکورو له یوځای کولو سره یې نوې مفکورې معرفي کړې دي. د منځنیو پېړیو پوهان مدهاواچاریا، چې ځینو ویدیارانیا هم نومولی، په خپل کتاب «سروا-درشن-سنګراها» کې، له بودیزم او جاینیزم سره یوځای لاندې مکتبونه د هندو فلسفې د فرعي مکتبونو په توګه یادوي:[۳۵][۳۶]
- پاشوپاتا شیویزم: چې د ناکولیسا لهخوا پنځېدلی دی.[۳۷]
- شیوا سیدهانتا: خدایباوره سامخیا مکتب.[۳۸][۳۹]
- پراتیابهیجنا: د کشمیر شیویزم، تریکا د پېژندنې مکتب.[۴۰][۴۱]
- رسیشوارا: د شیوا یو مکتب چې ازلي ژوند ته د رسېدلو لپاره، د «پارې-mercury» کارول تاییدوي.[۴۲]
- د رامانوجا مکتب[۴۳]
- د پُراناپرانجا (مدهواکاریا) مکتب[۴۴]
- د پاڼینیا مکتب[۴۵]
سرچينې
[سمول]- ↑ Soken Sanskrit, darzana
- ↑ Meaning of word Darshana
- ↑ Andrew Nicholson (2013), Unifying Hinduism: Philosophy and Identity in Indian Intellectual History, Columbia University Press, ISBN 978-0231149877, pages 2–5
- ↑ Klaus Klostermaier (2007), Hinduism: A Beginner's Guide, ISBN 978-1851685387, Chapter 2, page 26
- ↑ P Bilimoria (2000), Indian Philosophy (Editor: Roy Perrett), Routledge, ISBN 978-1135703226, page 88
- ↑ Frazier, Jessica (2011). The Continuum companion to Hindu studies. London: Continuum. pp. 1–15. ISBN 978-0-8264-9966-0.
- ↑ Carl Olson (2007), The Many Colors of Hinduism: A Thematic-historical Introduction, Rutgers University Press, ISBN 978-0813540689, pages 101-119
- ↑ Pennington, Brian K. (2005). Was Hinduism Invented?: Britons, Indians, and the Colonial Construction of Religion. Oxford university press. pp. 111–118. ISBN 978-0-19-803729-3.
- ↑ R Thomas (2014), Hindu Perspectives on Evolution: Darwin, Dharma, and Design. Sociology of Religion, Vol. 75, No. 1, pages 164–165, Quote: "some of the ancient Hindu traditions like Carvaka have a rich tradition of materialism, in general, other schools..."
- ↑ KN Tiwari (1998), Classical Indian Ethical Thought, Motilal Banarsidass, ISBN 978-8120816077, page 67; Quote: "Of the three heterodox systems, the remaining one, the Cārvāka system, is a Hindu system.";
- ↑ V.V. Raman (2012), Hinduism and Science: Some Reflections, Zygon – Journal of Religion and Science, 47(3): 549–574, Quote (page 557): "Aside from nontheistic schools like the Samkhya, there have also been explicitly atheistic schools in the Hindu tradition. One virulently anti-supernatural system is/was the so-called Carvaka school.", doi:10.1111/j.1467-9744.2012.01274.x Bill Cooke (2005), Dictionary of Atheism, Skepticism, and Humanism, ISBN 978-1591022992, page 84; For a general discussion of Cārvāka and other atheistic traditions within Hindu philosophy, see Jessica Frazier (2014), Hinduism in The Oxford Handbook of Atheism (Editors: Stephen Bullivant, Michael Ruse), Oxford University Press, ISBN 978-0199644650, pages 367–378
- ↑ Klaus K. Klostermaier (1984), Mythologies and Philosophies of Salvation in the Theistic Traditions of India, Wilfrid Laurier University Press, ISBN 978-0889201583, pages 124–134, 164–173, 242–265
- ↑ Flood 1996، مم. 132–136, 162–169, 231–232.
- ↑ Teun Goudriaan and Sanjukta Gupta (1981), Hindu Tantric and Śākta Literature, A History of Indian Literature, Volume 2, Otto Harrassowitz Verlag, ISBN 978-3447020916, pages 7–14
- ↑ Klaus K. Klostermaier (1984), Mythologies and Philosophies of Salvation in the Theistic Traditions of India, Wilfrid Laurier University Press, ISBN 978-0889201583, pages 28–35
- ↑ Jayandra Soni (1990), Philosophical Anthropology in Śaiva Siddhānta, Motilal Banarsidass Publishers, ISBN 978-8120806320, pages vii–xii
- ↑ Hilko Schomerus and Humphrey Palme (2000), Śaiva Siddhānta: An Indian School of Mystical Thought, Motilal Banarsidass Publishers, ISBN 978-8120815698, pages 13–19
- ↑ Karl H. Potter (1961), A Fresh Classification of India's Philosophical Systems, The Journal of Asian Studies, Vol. 21, No. 1, pages 25–32
- ↑ Guttorm Fløistad 1993، م. 137-154.
- ↑ Potter 1991، م. 172.
- ↑ Students' Britannica India (2000), Volume 4, Encyclopædia Britannica, ISBN 978-0852297605, page 316
- ↑ Potter 1991، م. 98-102.
- ↑ Nicholson, Andrew J. (2014). Unifying Hinduism: philosophy and identity in Indian intellectual history. New York: Columbia University Press. ISBN 9780231149877.
- ↑ Nicholson, Andrew J. (2014). Unifying Hinduism: philosophy and identity in Indian intellectual history. New York: Columbia University Press. ISBN 9780231149877.
- ↑ Nicholson 2010.
- ↑ Klaus Klostermaier (2007), Hinduism: A Beginner's Guide, ISBN 978-1851685387, Chapter 2, page 26
- ↑ John Plott, James Dolin and Russell Hatton (2000), Global History of Philosophy: The Axial Age, Volume 1, Motilal Banarsidass, ISBN 978-8120801585, pages 60–62
- ↑ P Bilimoria (2000), Indian Philosophy (Editor: Roy Perrett), Routledge, ISBN 978-1135703226, page 88
- ↑ R Bhattacharya (2011), Studies on the Carvaka/Lokayata, Anthem, ISBN 978-0857284334, pages 53, 94, 141–142
- ↑ >Johannes Bronkhorst (2012), Free will and Indian philosophy, Antiqvorvm Philosophia: An International Journal, Roma Italy, Volume 6, pages 19–30
- ↑ James Lochtefeld, "Ajivika", The Illustrated Encyclopedia of Hinduism, Vol. 1: A–M, Rosen Publishing. ISBN 978-0823931798, page 22
- ↑ AL Basham (2009), History and Doctrines of the Ajivikas – a Vanished Indian Religion, Motilal Banarsidass, ISBN 978-8120812048, Chapter 1
- ↑ Steven Collins (1994), Religion and Practical Reason (Editors: Frank Reynolds, David Tracy), State Univ of New York Press, ISBN 978-0791422175, page 64; Quote: "Central to Buddhist soteriology is the doctrine of not-self (Pali: anattā, Sanskrit: anātman, the opposed doctrine of ātman is central to Brahmanical thought). Put very briefly, this is the [Buddhist] doctrine that human beings have no soul, no self, no unchanging essence."; John C. Plott et al (2000), Global History of Philosophy: The Axial Age, Volume 1, Motilal Banarsidass, ISBN 978-8120801585, page 63, Quote: "The Buddhist schools reject any Ātman concept. As we have already observed, this is the basic and ineradicable distinction between Hinduism and Buddhism" KN Jayatilleke (2010), Early Buddhist Theory of Knowledge, ISBN 978-8120806191, pages 246–249, from note 385 onwards; Katie Javanaud (2013), Is The Buddhist 'No-Self' Doctrine Compatible With Pursuing Nirvana?, Philosophy Now (2013, Subscription Required);
- ↑ Paul Dundas (2002), The Jains, 2nd Edition, Routledge, ISBN 978-0415266055, pages 1–19, 40–44
- ↑ Cowell and Gough (1882, Translators), The Sarva-Darsana-Samgraha or Review of the Different Systems of Hindu Philosophy by Madhva Acharya, Trubner's Oriental Series, pages 12–35
- ↑ Cowell and Gough (1882, Translators), The Sarva-Darsana-Samgraha or Review of the Different Systems of Hindu Philosophy by Madhva Acharya, Trubner's Oriental Series, pages 36–63
- ↑ Cowell and Gough (1882, Translators), The Sarva-Darsana-Samgraha or Review of the Different Systems of Hindu Philosophy by Madhva Acharya, Trubner's Oriental Series, pages 103–111
- ↑ Cowell and Gough (1882, Translators), The Sarva-Darsana-Samgraha or Review of the Different Systems of Hindu Philosophy by Madhva Acharya, Trubner's Oriental Series, pages 112–127
- ↑ King 2007، م. 45.
- ↑ Cowell and Gough (1882, Translators), The Sarva-Darsana-Samgraha or Review of the Different Systems of Hindu Philosophy by Madhva Acharya, Trubner's Oriental Series, pages 128–136
- ↑ Carl Olson, The Many Colors of Hinduism, Rutgers University Press, 2007, page 237
- ↑ Cowell and Gough (1882, Translators), The Sarva-Darsana-Samgraha or Review of the Different Systems of Hindu Philosophy by Madhva Acharya, Trubner's Oriental Series, pages 137–144
- ↑ Cowell and Gough (1882, Translators), The Sarva-Darsana-Samgraha or Review of the Different Systems of Hindu Philosophy by Madhva Acharya, Trubner's Oriental Series, pages 64–86
- ↑ Cowell and Gough (1882, Translators), The Sarva-Darsana-Samgraha or Review of the Different Systems of Hindu Philosophy by Madhva Acharya, Trubner's Oriental Series, pages 87–102
- ↑ Cowell and Gough (1882, Translators), The Sarva-Darsana-Samgraha or Review of the Different Systems of Hindu Philosophy by Madhva Acharya, Trubner's Oriental Series, pages 203–220