هندو-ساکيان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

هندو-ساکيان (چې هندو-ساکایان هم بلل کېږي) د سکايي اصل ايراني کوچيانو يوه ډله خلک وو، څوک چې د دويمې مخزېږديزې له نيمايي څخه د څلورمې زېږديزې پېړۍ تر منځ موده کې، له مرکزي اسيا څخه سويل لور کې، اوسني افغانستان، پاکستان او سمهال ختيځ هندوستان ته کوچېدلي وو.

د هندوستان لومړی ساکا پاچا ماويس/موګا (لومړۍ مخزېږديزه پېړۍ) و، چا چې په ګندهارا، افغانستان، پاکستان، هندوستان او سند دره کې د ساکا ځواک رامنځ ته کړ. هندو-ساکيانو خپل واک په شمال لوېديځ هندوستان کې وغزولو، هندو-يونانيان او نورې سيمه ييزې پاچايۍ يې ونيولې. په څرګند ډول کوشاني سترواکۍ، هندو-ساکيان تر خپلې واکمنۍ لاندې راوستي وو، چې هغه کجولا کدفيسس يا کنشکا و. بيا هم ساکا د سرپرستانو په توګه واکمنۍ ته دوام ورکړ، شمالي او لوېديځې سرپرستې واکمنۍ يې جوړې کړې. په دويمه زېږديزه پېړۍ کې د ساتواهن سترواک «ګوتمي پتر ستکارني» له خوا د هندو-ساکيانو له ماتې وروسته د ساکا واکمنو ځواک مخ پر سقوط روان شو. په شمال لوېديځ هند نيمه لويه وچه کې د هندو-ساکايا واکمني هغه مهال ختمه شوه، کله چې وروستی لوېديځ سرپرست «رودراسمه III» په 395ز کال کې د ګپتا سترواک چندرګپت دويم له خوا ماتې وخوړه.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]

د هند نيمې لويې وچې په شمالي سيمو، د منځنۍ اسيا د ساکيانو د قبايلو بريدونو، د هند نيمې لويې وچې تر څنګ د نږدې هېوادونو په تاريخ کې مهمه ونډه درلودلې ده،کوم بريدونه چې عموماً د هندو-ساکيانو د بريدونو په توګه پېژندل کېږي. په حقيقت کې، هندو-ساکيانو جګړه د دې پېښو يوازې يو څپرکی دی، کوم چې په دويمه پېړۍ کې د (Xiongnu) په څېر قبايلو سره له شخړو، د منځنۍ اسيا اوسېدونکو د کوچ کولو څخه پيل شول، کومې کډوالۍ چې په باختر، کابل او هند نيمې لويې وچې، همدا راز تر لېرې بريده په لوېديځ کې تر روم، او ډېر نږدې په لوېديځ کې تر پارتيا (پارت) پورې، سيمو اوږدمهالې اغېزې درلودې.

لرغونو رومي تاريخ پوهانو، چې په هغوی کې (Arrian) او (Claudius Ptolemy) شامل دي، يادونه کړې چې لرغوني ساکان (سکايي) کوچيان وو.[۷][۸]

د هندو-ساکيانو د پاچايۍ لومړي واکمن، په شا او خوا 85–60 مخزېږدیز کې Maues، او په شا او خوا 75–65مخزېږديز کې Vonones و.[۹]

اصل او نسب[سمول]

د هندو-ساکايانو د نيکونو په اړه فکر کېږي چې ساکان (ساکيان) قبيلې وې.

"په هندو-اروپايي ژبه خبرې کونکو يوه ډله چې د سينکيانک پر سيمه په ابتدايي ډول راڅرګندېږي ساکا (Ch. Sai) دي. ساکا د کوم ټاکلي ايالت يا نسلي ډلې د نوم په پرتله تر ډېره بريده يوه عامه اصطلاح ده؛ ساکا قبيلې په ټوله سايبيريا او له سينکيانک څخه تر تور سمندرګي پورې د مرکزي يورواسيايي پراخو ځمکو کې د ابتدايي کوچيانو د يو کلتوري دوام برخه وې. د ساکيانو په څېر، څوک چې هيروډوټس د خپل تاريخ په څلورم کتاب کې تشریح کړي دي (ساکا د يوناني سکايتيس سره مترادف يو ايراني لفظ دی، او ډېر پوهان دې ته د ساکا-سکايان په توګه اشاره کوي)، ساکا په ايراني خبرې کونکي په اسونو سفر کونکي کوچيان وو، چا چې په جګړه کې دوه اربه يي بګۍ وکارولې، اسونه يې قرباني کړل، او خپل مړي يې د زنمبيل يا غونډيو په قبرونو کې خښ کړل، چې کورګان يې بلل". [۱۰]

د لوېديځ هندوستان ساکانو په ساکا ژبه خبرې کولې، کومه چې د «ختنيس» په نوم هم پېژندل کېږي، ځکه چې دا په تارم حوزه کې په لومړي ځل تاييد شوې وه. [۱۱]

هخامنشي پړاو (شپږمه-څلورمه مخزېږدېزه پېړۍ)[سمول]

د 515 مخزېږديز په شا اوخوا کې د هخامنشيانو له خوا د سند درې د نېواک پر مهال، هخامنشي پوځ په ځانګړي ډول په فارسي نه غږېدو، او شونې ده چې ساکانو پر شمال لوېديځ هندوستان بريد کې برخه اخيستې وي. هخامنشي پوځ له ډېرو مختلفو نسلونو جوړ و، کوم چې د پراخه هخامنشي سترواکۍ برخه وو. په پوځ کې باختريان، ساکان (ساکيان)، پارتيان، او سغديان شامل وو. هيروډوټس د هخامنشي پوځ د نسلونو بشپړ نوملړ ورکړی دی، په کومو کې چې لونيان (يونانيان) او ان حبشيان (د ايتوپيا خلک) هم شامل وو. شونې ده چې دا نسلونه پر هندوستان بريد کونکي هخامنشي پوځ کې شامل وو.[۱۲][۱۳][۱۴]

د (Michael Witzel) او (Christopher I. Beckwith) په ګډون ځينې پوهانو وړانديز کړی چې د تاريخي ګوتم بودا قبيله «شکيه» په اصل کې د منځنۍ اسيا سره اړيکه لرونکې ساکيان وو، او دا چې هندوستاني نسلي نوم (Śākya) د (Scythian) په څېر اصل لري، چې په هندوستان کې ورته ساکا ويل کېږي. دا په هندوستان کې د بودايي دين د عقيدې لپاره د ساکانو د پياوړي ملاتړ څرګندونه هم کوي.[۱۵][۱۶][۱۷]

شونې ده چې فارسيانو، ساکانو او يونانيانو وروسته په 320 مخزېږديز کې د «ماګدا» د تخت تر لاسه کولو لپاره د چندرګپت موريه په جګړو کې برخه اخيستې وي. (Mudrarakshasa) وايي چې د سکندر له مړينې وروسته، د "شک-يون-کمبوجا-پاسيکا-بهلیکا" يو اتحاد د چندرګپت موريه له خوا په مګدا کې د تخت تر لاسه کولو لپاره په خپله جګړه کې کارول شوی و، او د موريه سترواکۍ بنسټ يې کېښود. ساکان سيتياييان وو، ياون يونانيان وو، او پاراسيکايان فارسيان وو.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

Yuezhi پراختيا (دويمه مخزېږديزه پېړۍ)[سمول]

په دويمه مخزېږديزه پېړۍ کې، د منځنۍ اسيا په قبايلو کې يو نوی کوچی خوځښت پيل شو، کوم چې په اروپا کې د روم په تاريخ، په لوېدېځه اسيا کې په پارتيا او په ختيځه او سويلي اسيا کې په باختر، کابل او هندوستان تلپاتې اغېزې پرېښودې. د هان واکمنې کورنۍ په تاريخونو او نورو چينايي تاريخچو کې ثبت شوي چې دا ستر قبيلوي خوځښت هغه مهال پيل شو، کله چې يوژي قبيلې د (Xiongnu) له خوا ماتې شوې، هغوی له خپلې ماتې وروسته د لوېديځ پر لور وتښتېدل، او ځکه يې يو ټوليز اغېز پیدا کړ، چې دوی د خپلې لارې په اوږدو کې د مرکزي اسيا نورې قبيلې بې ځايه کړې (له خپلو سيمو وشړلې).[۲۳]

د دې لرغونو سرچينو سره سم د منګوليا د (Xiongnu) قبيلې (Modu Shanyu) په (Yuezhi) (شونې ده چې په ختيځ تارم حوضې په سيمه کې اوسېدونکو Tocharians سره اړيکه ولري) بريد کړی و، او د 175 مخزېږوديز په شا اوخوا کې (Qilian Shan) او (Dunhuang) تر منځ سيمو کې هغوی له خپل پلرني هېواد څخه وشړل. يو شمېر خپل وګړي يې تر شا پرېښودل، او ډېر نفوس يې د لوېديځ پر لور د «الي» سيند سیمې ته ولېږدېدل. په دې ځای کې، هغوی ساکيان د خپلو سيمو پرېښودو ته اړ کړل، چا چې بیا د سويل لور فرغانې او سغديانه ته کډه وکړه. د چينايي تاريخي نېټه ييزو پېښو سره سم (څوک چې ساکانو ته Sai وايي او په چينايي ژبه کې塞 لېکل کېږي): "[يوژي] د Sai پر پاچا بريد وکړ، څوک چې د سويل پر لور ډېر لېرې ولاړ او يوژي بيا د هغوی ځمکې ونيولې". [۲۴][۲۵][۲۶]

له 155 مخزېږديز څخه يو څه موده وروسته، يوژي يو ځل بیا د (Wusun) او (Xiongnu) د اتحاد له خوا ماتې وخوړه، او دوی يې د سويل لور ته تګ ته اړ کړل، چا چې یو ځل بيا ساکيان له خپلو سيمو وشړل، او هغوی د سويل لور باختر او اوسني افغانستان ته کوچ وکړ، او سويل لوېديځ لور ته د پارتيا سره نږدې سيمې ته ولاړل.

داسې برېښي چې ساکان د 145 مخزېږديز په شا او خوا کې يوناني-باختري پاچايۍ په سيمه کې داخل شوي وو، چېرته چې دوی د اکسوس (امو سيند) په سيمه کې يوناني ښار سکندريه وسوځاوه. يوژي د اکسوس په شمالي څنډه سوګديانا کې پاتې شول، خو دوی د باختريان په سيمه کې د ساکا لاندې راغلل، څه ډول چې چينايي سفير (Zhang Qian) روښانه کړې ده، چا چې د 126مخزېږديز په شا او خوا کې له دې سيمې لېدنه کړې وه.

سرچينې[سمول]

  1. India in a Globalised World, by Sagarika Dutt p.24
  2. Ancient India, by Ramesh Chandra Majumdar p. 234
  3. World history from early times to A D 2000 by B .V. Rao: p.97
  4. A Brief History of India, by Alain Daniélou p.136
  5. "The titles "Kshatrap" and "Mahakshatrapa" certainly show that the Western Kshatrapas were originally feudatories" in Rapson, "Coins of the British Museum", p.cv
  6. Kharapallana and Vanaspara are known from an inscription discovered in Sarnath, and dated to the 3rd year of Kanishka, in which they were paying allegiance to the Kushanas. Source: "A Catalogue of the Indian Coins in the British Museum. Andhras etc." Rapson, p ciii
  7. "Arrian: Anabasis Alexandri: Book VIII (Indica); Section V". Ancient History Sourcebooks. Fordham University. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جنوري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Ptolemy vi, xiii (1932), p. 143.
  9. Suchandra Ghosh (2016-01-11). "Indo-Scythian (Saka) Kingdom". In Nigel Dalziel, John M MacKenzie (المحرر). The Encyclopedia of Empire (په انګلیسي ژبه کي). Oxford, UK: John Wiley & Sons, Ltd. د کتاب پاڼې 1–2. doi:10.1002/9781118455074.wbeoe067. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-118-45507-4. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جنوري ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Millward (2007), p. 13.
  11. Diringer, David (1948). Alphabet A Key To The History Of Mankind. د کتاب پاڼې 350. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Beckwith, Christopher I. (2015). Greek Buddha: Pyrrho's Encounter with Early Buddhism in Central Asia (په انګلیسي ژبه کي). Princeton University Press. د کتاب پاڼې 5. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781400866328. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Herodotus VII 65
  14. Beckwith, Christopher I. (2015). Greek Buddha: Pyrrho's Encounter with Early Buddhism in Central Asia (په انګلیسي ژبه کي). Princeton University Press. د کتاب پاڼې 5. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781400866328. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Attwood, Jayarava. Possible Iranian Origins for the Śākyas and Aspects of Buddhism (په انګلیسي ژبه کي). د کتاب پاڼي 47–69. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Beckwith, Christopher I. (2015). Greek Buddha: Pyrrho's Encounter with Early Buddhism in Central Asia (په انګلیسي ژبه کي). Princeton University Press. د کتاب پاڼي 1–21. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781400866328. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Beckwith, Christopher I. (2015). Greek Buddha: Pyrrho's Encounter with Early Buddhism in Central Asia (په انګلیسي ژبه کي). Princeton University Press. د کتاب پاڼي 1–21. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781400866328. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Mookerji, Radhakumud (1966). Chandragupta Maurya and His Times (په انګلیسي ژبه کي). Motilal Banarsidass. د کتاب پاڼې 27. د کتاب نړيواله کره شمېره 9788120804050. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Mookerji, Radha Kumud (1957). "The Foundation of the Mauryan Empire". In K. A. Nilakanta Sastri (المحرر). A Comprehensive History of India, Volume 2: Mauryas and Satavahanas. Orient Longmans. د کتاب پاڼې 4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة): "The Mudrarakshasa further informs us that his Himalayan alliance gave Chandragupta a composite army ... Among these are mentioned the following : Sakas, Yavanas (probably Greeks), Kiratas, Kambojas, Parasikas and Bahlikas."
  19. Shashi, Shyam Singh (1999). Encyclopaedia Indica: Mauryas (په انګلیسي ژبه کي). Anmol Publications. د کتاب پاڼې 134. د کتاب نړيواله کره شمېره 9788170418597. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة): "Among those who helped Chandragupta in his struggle against the Nandas, were the Sakas (Scythians), Yavanas (Greeks), and Parasikas (Persians)"
  20. D. B. Spooner (1915). "The Zoroastrian Period of Indian History". Journal of the Royal Asiatic Society of Great Britain and Ireland. 47 (3): 416–417. doi:10.1017/S0035869X00048437. JSTOR 25189338. S2CID 162867863. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة): "After Alexander's death, when Chandragupta marched on Magada, it was with largely the Persian army that he won the throne of India. The testimony of the Mudrarakshasa is explicit on this point, and we have no reason to doubt its accuracy in matter[s] of this kind."
  21. Shashi, Shyam Singh (1999). Encyclopaedia Indica: Mauryas (په انګلیسي ژبه کي). Anmol Publications. د کتاب پاڼې 134. د کتاب نړيواله کره شمېره 9788170418597. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة): "Among those who helped Chandragupta in his struggle against the Nandas, were the Sakas (Scythians), Yavanas (Greeks), and Parasikas (Persians)"
  22. Mookerji, Radhakumud (1966). Chandragupta Maurya and His Times (په انګلیسي ژبه کي). Motilal Banarsidass. د کتاب پاڼې 210. د کتاب نړيواله کره شمېره 9788120804050. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Grousset, Rene (1970). The Empire of the Steppes. Rutgers University Press. د کتاب پاڼي 32. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8135-1304-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Shiji, chap. 123 translated in: Burton Watson (1993), p. 234.
  25. Han Shu 61 4B Original tex: 西擊塞王。塞王南走遠徙,月氏居其地。
  26. Craig Benjamin (October 2003). "The Yuezhi Migration and Sogdia". Transoxiana Webfestschrift Series I: Eran Ud Aneran. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)