همفري ډيوی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سر همفري ډيوی، لومړی بارون (17 ديسمبر 1778 – 29 مۍ 1829) یو برتانوی کيمياپوه او مخترع و، چا چې د ډيوی څراخ، او قوسي (غشی وزمه) څراغ لومړۍ بڼه اختراع کړې وه. په لومړی ځل د برېښنا په کارولو سره د يو شمېر عناصرو د جلا کولو له امله هم د هغه يادونه کېږي: په 1807ز کال کې پوټاشيم او سوډيم، او له دې وروسته کال کې کيلشيم، سټرونټيم، بيريم، ميګنيشيم او بوران، تر څنګ يې د کلورين او ايوډين د ابتدايي نوعيت د کشف له امله هم د هغه يادونه کېږي. ډيوی همدا راز په دې جلا والي کې ښکېل ځواکونه هم څېړلي و، او د اليکټروکميسټري نوې څانګه يې ايجاد کړې وه. ډيوی ته دا وياړ هم حاصل دی، چې لومړی هغه څوک و چې په خپل لابراتوار کې يې «کلاتريټ هايډريټس» کشف کړل.[۱]

په 1799ز کال کې هغه له «نايټرس اکسايډ» سره يوه تجربه وکړه او حيران شو چې څنګه دې تجربې هغه وخندولو، له همدې امله يې دې ته د "خندونکی ګاز" نوم ورکړ، او د جراحي عملياتو پر مهال د درد په کمولو کې د هغې د احتمالي بې هوښۍ د ځانګړتياوو په اړه يې لیکل وکړل.[۲]

ډیوی يو بارون، د شاهي ټولنې رئيس (PRS)، د شاهي ايرلينډي اکاډمۍ غړی (MRIA)، د جيولوژيکي ټولنی همکار (FGS)، او د امريکايي فلسفي ټولنې غړی (په 1810 کې ټاکل شوی و) و. برزيليس د برېښنا د ځينو کيمياوي ادارو په اړه د ډيوی د 1806ز کال «بيکرين ليکچر» "په غوره يادښتونو کې، چې تر اوسه يې د کيميا تيورۍ ته زياته پياوړتيا ورکړې ده" بللی و.[۳][۴][۵]

د ژوند لومړي کلونه: 1778-1798[سمول]

زده کړه، محصلي او شاعري[سمول]

ډيوی د 1778ز کال د ديسمبر په اولسمه نېټه د د لويې برتانيې د «کورنوال» په «پنزنس» کې زېږېدلی و، د لرګيو د توږونکي رابرډ ډيوي او د هغه د مېرمنې «ګريس مليټ» په پنځو بجيانو کې تر ټولو مشر و. د هغه د ورور او همکار کيميا پوه جان ډيوي په وينا، د دوی مورني ټاټوبي دا خصوصيت درلود چې "د منځنۍ کچې او لوړې طبقې خلکو په منځ کې د ماوراء الطبيعي او هيولايي شيانو درناوی کول موجود و، د ادب ذوق ډېر کم و، او ساينس لپاره له دې هم کم، ښکار، ويشتل، پهلواني، د چرګانو جنګول چې عموماً به د نشې په حالت پای ته رسېدل، ټول د دوی د خوشې کارونه وو".[۶][۷]

په شپږ کلنۍ کې، ډيوی په «پنزنس» کې ګرامر ښوونځي ته واستول شو. درې کاله وروسته، د هغه کورنۍ «لډګوان» ته نږدې «ورفيل» ته ولاړه، او له هغې وروسته بیا د ښوونځي پر مهال ډيوي د خپل مذهبي لارښود او وورسته د هغه سرپرست «جان ټونکن» سره ليليه شو. په 1793ز کال کې د ډيوي د ګرامر ښوونځي له پرېښودلو وروسته، ټونکن هغه ته لګښت ورکړ، تر څو د «Rev Dr Cardew» تر سرپرستۍ لاندې په «ټرورو» ګرامر ښوونځي کې خپلې زده کړې بشپړې کړې، چا چې «ډيوس ګلبرټ» ته په خپل لیکلي لیک کې په توندې لهجې سره وويل، "زه په هغو پوهنځیو پوه نه شوم، د کومو په مټ چې هغه وروسته ډېر نوميالی شو". ډيوي په ښوونځي کې د شاعرۍ په لیکلو، ولنټاينز په ليکلو، او يو زر او يوې شپې کيسو په ويلو سره د خپلو ملګرو ساعت تيراوه. خپلې مور ته په لیکلي ليک کې د خپل ښوونځي د ورځو په انځورولو سره، ډيوی وليکل، "په طبيعي ډول زده کړه خوشالي دي؛ خو دا څومره بدمرغي ده چې په ډېرو ښوونځيو کې دا يو درد ګرځي". هغه وړاندې لیکلي، "زه هغه څوک نېکمرغه بولم، ما په ماشومتوب کې د ځان لپاره ډېر څه پرېښي وو، او د زده کړې کومه ځانګړې طرحه مې نه درلوده... زه چې څه يم ما خپله ځان جوړ کړی". د هغه ورور ويلی چې ډيوی اصلي جذبه درلوده، "او د جنيس حقيقي معيار، يا د عقل هغه ځواک، کوم چې د هغې درلودونکی له يوې ډلې څخه راپورته کوي".[۸][۹][۱۰][۱۱]

په 1794ز کال کې د ډيوی د پلار له مړينې وروسته، ټنګن هغه له «جان بنګم بورليس» سره شاګرد کړ، هغه په «پينزنس» کې کار کونکی يو جراح و. کله چې هغه د درمل جوړولو په درملتون کې کيمياپوه و، هغه په خپل کور کې ابتدايي تجربې پيل کړې، له کومو چې د هغه ملګري او کورنۍ زيات خفه وو. د بېلګې په ډول، د هغه مشرې خور، شکايت وکړ چې د هغه خوړونکي مواد د هغې ټول کالي خرابوي، او لږ تر لږه يو ملګري يې فکر کړی و چې مکمنه ده نه رام کېدونکی ډيوی بالاخره موږ ټول په هوا کې والوزوي. [۱۲]

په 1797ز کال کې، کله چې هغه له يو کډوال پادري څخه ذ فرانسوي زده کړه، ډيوی د «Lavoisier» « Traité élémentaire de chimie» ولوست. دې کشف د هغه په راتلونکي کار اغېز وکړ، کوم چې د «Lavoisier» د کار او فرانسوي کيمياپوهانو د غلبې په وړاندې يو غبرګون بلل کېدای شي.

د يو شاعر په توګه، ډيوی له يو سل او شپېته څخه ډېر متني شعرونه ليکلي وو، چې ډيری يې د هغه په شخصي کتابچو کې موندل کېدای شي. د هغه ډېر لیکل شوي شعرونه نه و خپاره شوي، او هغه يو څو شعرونه له خپلو ملګرو سره شریک کړل. د هغه اته پېژندل شوي شعرونه خپاره شوي وو. د نوموړي شعرونه د هغه د مسلک او انساني ژوند د ځينو اړخونو دواړو په اړه د هغه تاثراتو په اړه د هغه د اندونو عکاسي کوي. نوموړي د انساني هڅو او د مرګ، مابعد الطبيعيات، ځمکپېژندنې، طبيعي الاهياتو او کيميا په څېر د ژوند په اړخونو لیکل وکړل.[۱۳]

«جان ايرټن پيرس» به خپله تبصره کې ويلی چې ځوان ډيوی لیکلي شعرونه "د هغه په لوړې ځيرکتيا مهر لګوي". د ډيوی د لومړی خوندي شعر عنوان "The Sons of Genius" د 1795ز کال د نېټې دی، او د ځوانۍ د معمول اوموالي (خامۍ) ښودنه کوي. نور شعرونه په راتلونکو کلونو کې ليکل شوي دي، په ځانګړي ډول د "On the Mount's Bay" او "St Michael's Mount" په عنوانونو شعرونه يې بياني بندونه دي.

د 1796ز کال له شا اوخوا څخه د ډيوي درې انځورونه په «پينزنس» کې د پينلي هاوس موزيم ته ډالۍ شوي دي. يو يې له ګوال له لوړې منظر دی، چې کليسا، ماونټ خليج او ماونټ پکې ښودل کېږي، داسې حال کې چې په دوه نورو کې په سکاټلینډ کې «لوچ لومنډ» انځور شوی دی.[۱۴][۱۵]

په اولس کلنۍ کې، نوموړي د خپل کواکر ملګري او سرپرست رابرټ ډنکن سره د تودوخې د ماديت د پوښتنې په اړه بحث وکړ. ډنکن په تبصره کې وويل: "زه تاته څه وايم، همفري، ته په دې شخړه کې تر ټولو زيات څنډې ته کېدونکی اړخ يې، له کوم سره چې زه په خپل ژوند کې نه يم مخ شوی". د ژمي په يوه ورځ کې هغه ډيوی لارګن سيند ته بوت، تر څو هغه ته وښيي چې د واورې د دوه تختو يو له بل سره په مږلو د هغې د ويلې کولو لپاره د خوځښت په مټ ډېره انرژي پیدا کېږي، او دا چې کله دا خوځښت ودرېږي، له هغې وورسته په ټوټه کېدو سره د يو پر بل تخته کولو سره بيا یوځای کېږ. دا د «رايل انسټيتيوشن» په درسي خونه کې د ډیوی له خوا ښودل شوې دې ته ورته تجربې يوه خامه بڼه وه، کومې چې ډېره توجه تر لاسه کړه. په رايل انسټيتيوشن کې د پروفيسر په توګه، ډيوی ډېرې ځېرکې تجربې وکړې، چې ده له ډنکن څخه زده کړې وې.[۱۶][۱۷]

سره له دې چې هغه په لومړيو کې په شعرونو لیکلو پيل وکړ، که څه هم په بې ترتيبه ډول وې، د خپل مسلک او عام ډول د خپل ژوند په اړه د خپلو اندونو د انځورګرۍ په توګه، د هغه ډېر وروستي شعرونه په ابديت او مړينه متمرکز و. دا له هغې وروسته و، چې د هغه روغتيا او مسلک دواړه د خرابۍ او زوال سره د مخ کېدو په حال کې وو.[۱۸]

سرچينې[سمول]

  1. David Knight (2004) "Davy, Sir Humphry, baronet (1778–1829)" in Oxford Dictionary of National Biography, Oxford University Press
  2. Hardman, Jonathan G. (2017). Oxford Textbook of Anaesthesia. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 529. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "APS Member History". search.amphilsoc.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "On Some Chemical Agencies of Electricity". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ اکتوبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مارچ ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Berzelius, J. J.; trans. A. Jourdan and M. Esslinger. Traité de chimie (په فرانسیسی ژبه کي). 1 (الطبعة trans., of experimental science). د کتاب پاڼې 169. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. David Knight (2004) "Davy, Sir Humphry, baronet (1778–1829)" in Oxford Dictionary of National Biography, Oxford University Press
  7. Davy, John (1836). Memoirs of the Life of Sir Humphry Davy. 1. London: Longman, Rees, Orme, Brown, Green, & Longman. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780608378510. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. David Knight (2004) "Davy, Sir Humphry, baronet (1778–1829)" in Oxford Dictionary of National Biography, Oxford University Press
  9. Knight, David (1992). Humphry Davy: Science and Power. Cambridge: Cambridge University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-631-16816-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. کينډۍ:Cite DNB
  11. Davy, John (1836). Memoirs of the Life of Sir Humphry Davy. 1. London: Longman, Rees, Orme, Brown, Green, & Longman. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780608378510. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. کينډۍ:Cite DNB
  13. Amin, Wahida (2013). The Poetry and Science of Humphry Davy (PDF) (Unpublished PhD thesis, University of Salford, UK). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په 22 September 2011 باندې). [{{{url}}} Davy paintings donated to museum].
  15. Davy's picture of Mounts Bay was included in the Penlee House exhibition "Penzance 400: A Celebration of the History of Penzance", 29 March – 7 June 2014
  16. The Larigan, or Laregan, river is a stream in Penzance.
  17. کينډۍ:Cite DNB
  18. Amin, Wahida (2013). The Poetry and Science of Humphry Davy (PDF) (Unpublished PhD thesis, University of Salford, UK). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)