هلک که انجلۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

هلک که انجلۍ؟

یو انسان ۴۶ کروموزومونه ( chromosome)او يا ۲۳ جوړې کروموزومنه لري. ۲۳ کروموزومونه د پلار له خوا څخه او ۲۳ د مور لخوا څخه. پدې ۲۳ جوړو کروموزومونو کې یې ۲۲ جوړې (يانې ۴۴ کروموزومونه) آوټوزوم(Autosome) کروموزومونه دي (یانې هر ۲۲ کروموزومونه یو شانته دي او یو ډول دنده لري) او ۲۳مه جوړه یې ګونوزوم/ جنسي کروموزومونه

دي یا(نې هر یو یې د خپل جوړې څخه توپير لري او بیله دنده لري) دا درویشتمه جوړه کروموزومونه یې په دوو نومو یادېږي. یو یې ،،ایکس،، (X) او بل یې د ،،وای،،(Y) په نوم یادېږي.

یوپه نوم انسان ښځه او که نارینه دی په دغه جوړه کروموزومونو کې لیدل کېږي. د ښځې ۲۳مه جوړه کروموزومونه يو شانته وي دواړه کروموزومونه یې ،،ایکس او ایکس،،(XX) وي او د نارینه ۲۳مه جوړه کروموزومونه ،،ایکس او واي،،(XY) وي.

کله چې یو ښځه او نر کوروالی سره وکړي، نو اولاد منځته راځي.پدې خو ټول پوهېږو، خو په اصل کې څه کېږي او څنګه هلک او يا انجلۍ منځته راځي؟

کله چې د نارینه مني (sperm) او د ښځې تخمه(هګۍ)(ovum ) سره یو ځای شي نو یوه نوې هجره (cell) چې د ( zygote) زایګوټ په نوم یادېږي رامنځته کېږي. د دغې نوې حجرې( zygote ) ۲۳ مه جوړه کروموزومونه که،،ایکس او ایکس،،(XX) وه نو دا راتلونکی ماشوم به انجلۍ وي.

او که ۲۳مه جوړه کروموزومونه یې ،،ایکس او وای،،(XY) وه نو دا راتلونکی ماشوم به هلک وي.

د ښځې تخمه ( ovum )۲۳م کروموزوم تل ،،ایکس،،(X) کروموزوم لري. او د نر مني (سپرم) چې په سوو میلیونو دي، نیم سپرم یې ،،ايکس،، (X) او نیم سپرم یې ،،وای،،(Y) دي.

لنډه دا چې که د نر د مني هغه حجره چې ۲۳م کروموزوم یې ،،ایکس کروموزوم(X chromosome) وي او د د ښځې د تخمې ( ovum) سره یوځای شي،نو دغه ماشوم به انجلۍ او که د نر د مني هغه هجره، چې ۲۳م کروموزوم یې،،وای،،(Y) وي او د ښځې د تخمې( ovum) سره یو ځای شي، نو راتلونکی ماشوم به هلک وي.

يانې د راتلونکي ماشوم جنس ( نر یا ښځه ) د سړي د مني پوري اړه لري.