هلينستي يونان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

هلنستي یونان له کلاسيکي يونان څخه وروسته په ۳۲۳ مخزېږديز کال کې د ستر سکندر د مړينې او د رومي جمهوريت پورې د کلاسيکي یونان د «اکين» تړون د مرکزي ځمکو د تړلو تر منځ، د دې هېواد يو تاريخي پړاو دی چې. دا په ۱۴۶مخزېږديز کې د «کورنيت» په جګړې سره پای ته ورسېده، کومه چې په «پيلوپونيس» کې د روم يوه سخته بريا وه، کومه چې د «کورنيت» د ويجاړۍ لامل وګرځېده اود رمي يونان پړاو پيل شو. د هلينستي يونان حتمي پای په ۳۱ مخزېږديز کې د «ايکټیم» جګړه وه، کله چې راتلونکي سترواک «اګسټس» يوناني بتلميوسي ملکې «اومې کليوپيترا» او «مارک انټوني» ته ماتې ورکړه، راتلونکی کال يې د يونان په وروستي ستر مرکز اسکندريې واک تر لاسه کړ.[۱]

هلينستي پړاو د «ډياډوچي» له جګړو سره پيل شو، کومې چې د ستر سکندر د پخوانيو قوماندانانو تر منځ په اروپا، اسيا، او شمالي افريقا کې د هغه د سترواکي د وېشلو لپاره وسله والې هڅې وې. دا جګړې تر ۲۷۵مخزېږديز پورې روانې وې، په کومو کې چې د مقدونيې د «ارګياډ» او «اڼټيپاټريډ» دواړه واکمنې کورنۍ د «انډيګونايډ» واکمنې کورنۍ په ګټه سقوط شوې. دا عصر د «ايټوليني» تړون، «اکيان» تړون او سپارټا د ښاري دولت پر ضد د مقدونيې د پاچايې او د هغې د متحدينو په پرله پسې جګړو سره هم شهرت لري.

د مقدون پنځم فلپ (۲۲۱ – ۱۷۹ مخزېږديز) د حکومت پر مهال، مقدونيايانو نه يواځې دا چې د «رهوډرز» په مشرۍ د اتحاد په وړاندې د د «کريټن» جګړه (۲۰۵-۲۰۰ مخزېږديز) وبايلله، بلکې د «کارتيج» د «هنيبيل» سره د هغوی پخواني اتحاد هم دوی له لرغوني روم سره په لومړۍ او دويمه مقدونيايي جګړه کې ښکېل کړل. د دې شخړو په پايله کې د مقدونيې ښکاره کمزورۍ د «سيليوسي» سترواکۍ «ستر درېيم انټيوکسس» د يونان په ځمکه بريد ته وهڅولو، بيا هم په ۱۹۱ مخزېږديز کې «ترموپلايي» او ۱۹۰مخزېږديز کې په «ميګنيشا» کې د روميانو له خوا د هغوی په ماتې سره روم د يو مهم پوځي ځواک په توګه په سیمه کې مخکښ ځای خپل کړ. په ۱۹۶۸ز کال کې د مقدونيې او په ۱۶۷مخزېږديز کې د «ايپريس» له نيولو وروسته په شا او خوا دوه لسيزو کې، روميانو بالاخره په ټول يونان قبضه وکړه.

د هلنستي پړاو پر مهال په هغه نړۍ کې د يونان اهميت په تېزۍ سره کم شو چې په يوناني ژبه يې خبرې کولې. د هلنستي کلتور ستر مرکزونه سکندريه او انتاکیه وو، کوم چې په ترتيب سره د بستلميوسي مصر او سيلوسايډ سوريې مرکزونه وو. د پرګيمون، ايفيسس، روډس او سيلوسيا په څېر ښارونه هم له اهميت څخه برخمن وو او د ختيځې مديترانې په چټکۍ سره ښاري کېدل د دې وخت يو خصوصيت و.

مقدون[سمول]

د سکندر هلو ځلو د يوناني ښاري دولتونو لپاره يو شمېر پايلې درلودې. دې هڅو د يونانيانو لمنې ډېرې پراخې کړې، په دې ډول چې په پنځمه او څلورمه مخزېږدېزه پېړۍ کې د ښارونو تر منځ نه ختمېدونکې جګړې يې کوچنۍ او بې اهميته وګرځولې. د دې په پايله کې په ختيځ کې د نويو یوناني پاچاييو پر لور په پرله پسې کډوالي پيل شوه، په ځانګړي ځوان او هيله مند قشر. ډېرو يونانيانو سکندريې او انتاکيې او ډېرو نورو نویو هلنستي ښارونو ته کوچ وکړ، کوم چې د سکندر پر مهال جوړ شوي وو، ان دومره لرې چېرته چې اوس افغانستان اوپاکستان دي، چېرته چې يوناني-باختري پاچايي او اندو-يوناني پاچايي تر لومړۍ مخزېږديزې پېړۍ پورې وپايېدلې.

د فيليپ او سکندر له خوا د يوناني ښارونو ماتې هم يونانيانو ته وښودله چې د هغوی ښاري دولتونه کله هم د بيا لپاره په خپل حق کې په ځواکونو نه شي بدلېدای او دا چې د مقدون او ځای ناستو دولتونو واکمني يې تر هغه وخته نه شي ننګولای، تر څو چې دا ښاري دولتونه سره متحد نه شي، يا لږ تر لږه فدراسيون جوړ کړي. يونانيانو د حقيقي اتحاد په نظر کې نيولو لپاره، خپلې سيمه ييزې خپلواکۍ ته زيات ارزښت ورکاوه، خو هغوی د فدراسيون جوړولو لپاره ډېرې هڅې وکړې، د کوم په مټ چې هغوی د خپلواکۍ د بيا تر لاسه کولو لپاره هيله درلوده.

د سکندر له مړينې وروسته د هغه د قوماندانانو تر منځ د واک تر لاسه کولو لپاره هلې ځلې پيل شوې، کومې چې د هغه د سترواکۍ د ماتې  او د يو شمېر نويو پاچاييو د جوړېدو لامل وګرځېدې. مقدون د سکندر د مخکښ قوماندان «انټيپيټر» زوی «کيسنډر» ونيو، چا چې له څو کلونو جګړو وروسته خپل ځان د يونان د پاتې ډېرې برخې مشر واکمن کړ. هغه په «تيسالونيکي» کې د مقدونيې لپاره د يوې نوې پلازمېنې بنسټ کېښود او عموماً هغه يو تعميري واکمن و.

د «اناتوليې» واکمن «انټيګنس» د «کينسډر» واک وننګاوه، چا چې له یوناني ښارونو سره ژمنه کړې وه چې که چېرې هغوی د ده ملاتړ وکړي، نو دا به يې خپلواکي بېرته ورکړي. دې چارې د «کيسنډر» د سیمه ييزو واکمنو په وړاندې يو بريالی بغاوت منځ ته راوړ. په ۳۰۷مخزېږديز کې، د «انټيګنس» زوی «ډيميټريو» د «اتن» ښار ونيو او د «اتن» دیموکرتيک نظام يې بيا پر ځای کړ، کوم چې د سکندر له خوا ځپل شوی و. خو په ۳۰۱مخزېږديز کې، د «کيسنډر» او د نورو هلنستي پاچايانو يو اتحاد د «ايپسس» په جګړه کې «انټيګنس» ته ماتې ورکړه او په دې ډول يې دا ګواښ پای ته ورساوه.

په هر حال، په ۲۹۸مخزېږديز کې د «کيسنډر» له مړينې وروسته، «ډيميټريس» د مقدونيې تخت ونيو او د يونان د ډېرې برخې واک يې تر لاسه کړ. نوموړي ته په ۲۸۵مخزېږديز کې د يو بل يوناني ايتلاف له خوا ماتې ورکړل شوه او د يونان مشري د «تريس» د پاچا «ليسيماچس» لاسو ته وغورځېده. په ۲۸۰مخزېږديز کې، «ليسيماچس» له ماتې سره مخ او ووژل شو. له دې وروسته د مقدونيې تخت د «ډيميټريس» زوی «دویم انټيګنس» لاس ته ورغی، چا چې پر يوناني ځمکو د «ګال» بريدونه هم له ماتې سره مخ کړل، څوک چې هغه مهال په بالکان کې اوسېدل. د «ګاليانو» په وړاندې جګړې د مقدون «انټيګونايډ» او د سيلوسايډ انټيوچ سره متحد کړل، دا يو داسې اتحاد و چې تر ټولو شتمن هلنستي ځواک، د مصر د بتليموس پر ضد جوړ شوی و.

دويم انټيګونس په ۲۳۹مخزېږديز کې تر خپلې مړينې واکمني وکړه او د هغه کورنۍ د مقدونيې تخت تر هغه وخته له ځانه سره وساته، تر څو په ۱۴۶مخزېږديز کې د روميانو له خوا نسکور کړای شو. په یوناني ښاري دولتونو د دوی واکمني وخت په وخت وه، په هر حال، له دې امله چې نور واکمن، په ځانګړي ډول بتليموس، په يونان کې مقدونيايي مخالف ګوندونو سره مرستې کولې، څو وکولای شي د انټيګونايډز ځواک کمزوری کړي. انټيګونس د يونان په ستراتيژيک مرکز «کورنت» کې يو لښکرګوټ جوړ کړ، خو اتن، رهوډز، پرګامم او نورو يوناني دولتونو د پام وړ خپلواکي له ځانه سره وساتله او د دې د دفاع لپاره يې ايټولين تړون جوړ کړ. سپارټا هم خپلواکه پاتې شوه، خو عموماً يې له هر اتحاد سره يوځای کېدل رد کړ.

په ۲۶۷مخزېږديز کې، دويم بتليموس یوناني ښارونه د انټيګونس په وړاندې بغاوت ته چمتو کړل، د کوم په پايله کې چې د «اتن» د يو مشر «کريمونايډز» څخه وروسته د «کرمونيډين» جګړه پېښه شوه. دې ښارونو ماتې وخوړه او اتن خپلواکي او خپلې دیموکراتېکې ادارې له لاسه ورکړې. د ايټولین تړون تر «پيلوپونيز» پورې محدود و. خو په ۲۴۵مخزېديز کې په «تبس» د واک تر لاسه کولو له اجازې سره د مقدونيې اتحادي وګرځېد. دا د يو سياسي فعال په توګه د اتن پای و، که څه هم په یونان کې تر ټولو ستر، شتمن او زيات کرنيز ښار پاتې و. په ۲۵۵ مخزېږديز کې، انټيګونس په «کاز» کې مصري سمندري ځواک ته ماتې ورکړه او له روډوس پرته ايجين ټاپوګان يې په خپله واکمنۍ کې داخل کړل.[۲]

سرچينې[سمول]

  1. Hellenistic Age. Encyclopædia Britannica, 2013. Retrieved 27 May 2013. Archived here.
  2. Sarah B. Pomeroy, Stanley M. Burstein, Walter Donlan, Jennifer Tolbert Roberts, and David Tandy, Ancient Greece: A Political, Social, and Cultural History, 2011, p. 476.