Jump to content

هلسينکي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
هلسينکي

هلسينکي د فينلينډ پلازمېنه او تر ټولو زيات نفوس لرونکی ښار دی. دا ښار د فينلينډ د خليج په څنډو موقعيت لري او په سويلی فينلينډ کې د Uusimaa سيمه له همدې ځايه اداره کېږي. د دې ښار په ښاري سیمو کې شا او خوا 675000 وګړي ژوند کوي، چې 1.25 ميليونه يې په مرکزي سيمه، او 1.58 ميلیونه وګړي يې په لويو ښارونو کې اوسېږي. په فينلينډ کې د تر ټولو ګڼ نفوسه ښاري سيمې په توګه، دا ښار د سياست، زده کړې، سوداګرۍ، کلتور او څېړنو لپاره د  دې هېواد تر ټولو مهم مرکز دی. هلسينکي د ايستونيا د ټالن شمال لور ته اتيا کيلو متره (50 ميله)، د ليتويا د ريګا شمال لور ته درې سوه او شپېته کيلو متره (220 ميله)، د سويډن د سټاکوهلم ختيځ لور ته څلور سوه کيلو متره (250 ميله)، او د روسيې د سينټ پيټرزبرګ لوېديځ لور ته درې سوه کيلو متره (190 ميله) لېرې موقعيت لري. هلسينکي له دې څلورو ښارونو سره د پام وړ تاريخي اړيکې لري.

د ايسپو، وانټا او کاونيانين له ښار -  او ختيځ لور ته د ګاونډۍ ښاري سیپو سيمې په ګډون اطرافي ښارګوټي – سره په شریکه هلسينکي ستر ښاريزه سیمه جوړوي. دا سيمه عموماً د فينلينډ يوازينۍ ستره ښاري سیمه بلل کېږي، او د نړۍ په لېرې شمال کې هم پرته ستره ښاري سيمه ده چې له يو ميليون زيات اوسېدونکي لري. سربېره پر دې، دا د اروپايي ټولنې د غړي هېواد په لېرې شمال کې پرته پلازمېنه ده. له سټاکوهلم او اوسلو څخه وروسته هلسينکي په نورډيک هېوادونو کې درېيم تر ټولو ستر ښار دی. د هلسينکي ښاري سيمه په نورډک هېوادونو کې له سټاکوهلم وروسته دويمه ستره ښاري سيمه لري. هلسينکي هوايي ډګر، چې د وانټا ښار په ګاونډ کې موقعيت لري، د اروپا، شمالي امريکا او اسيا ګڼو سیمو ته د هوايي الوتنو عامه لاره ده.[۱][۲]

په هلسينکي کې په دوه ژبو فينلينډي او سويډني خبرې کېږي، او دواړه يې رسمي ژبې دي. پنځه اويا سلنه وګړي يې په فينلينډي ژبه، پنځه سلنه په سويډني او شل سلنه وګړي يې په نورو ژبو غږېږي، چې دا د ملي اوسط څخه د پام وړ لوړه شمېره ده.

هلسينکي په 1952ز کال کې د سمر اولمپيک لوبو، په 1975ز کال کې د CSCE/OSCE د لومړۍ سرمشريزې، په 1983ز کال کې د اتلانتيک نړيوالو سیاليو د جام، په 2007ز کال کې د يوروويژن سندرو د دوه پنځوسمې سيالۍ کوربه ښار و، او دا ښار په 2012ز کال کې د نړيوالې طراحۍ پلازمېنه نومول شوی وی. [۳]

هلسينکي د نړۍ په کچه د ښاري ژوند تر ټولو لوړ معيارونه لري. په 2011ز کال کې، د Monocle په نوم برتانوۍ مجلۍ، د اوسېدو وړ ښارونو په خپل فهرست کې، هلسينکي ښار په نړۍ کې د اوسېدو لپاره تر ټولو وړ ښار په توګه ډلنبدي کړی و. د اکانومسټ څېړنيز واحد د 2016ز کال د اوسېدو د وړتيا په سروی کې، هلسينکي ته په 140 ښارونو کې نهمه درجه ورکړې وه. د 2021ز کال د جولای په مياشت کې، امریکايي مجلې ټايم هلسينکي په 2021ز کال کې د نړۍ د غوره سيمو څخه يوه نومولې وه، د داسې يو ښار په توګه چې په راتلونکي کې په يوه مخ پر وده کلتوري ځاله بدلېدای شي، او کوم چې له مخکې څخه په نړۍ کې د چاپېريال ساتنې د يو مخکښ په توګه پېژندل کېږي. د Boston Consulting Group او BCG Henderson Institute له خوا په 2021ز کال کې د خوښې وړ ښارونو په اړه يوه تر سره شوې ارزونه کې، هلسينکي د اوسېدو لپاره د نړۍ درېيم غوره ښار بلل شوی و، داسې حال کې چې لندن او نيويارک ښار په ترتيب سره لومړی او دويم وو. د Condé Nast Traveler مجلې د 2023ز کال د لوستونکو انتخاب جايزو کې، هلسينکي په اروپا کې د دوستانه ښارونو په لړ کې څلورم بللی و. په لاپلانډ کې د «Rovaniemi» سيمې تر څنګ، هلسينکي هم د فينلينډ د مهمو سياحتي ښارونو څخه يو دی. په کلني ډول د سمندر له لارې د راتلونکو مسافرو د زیات شمېر له امله، هلسينکي د ستر ساحلي ښار په توګه ډلبندي شوی دی، او په 2017ز کال کې، د مسافرو له پلوه تر ټولو بوختې بندرګاه درجه ورکړل شوې وه. [۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

لغتپوهنه (د نوم رېښې)

[سمول]

په 1630ز کلونو کې، د وړاندې شوې يو اند تر مخې، د سويډن له خوا د فينلينډ د ساحل د استعمار پر مهال، له هالسنکلینډ او مرکزي سويډن څخه مستعمرين هغه سيمې ته رسېدلي وو، کومه چې اوس د وانټا سيند په نوم يادېږي او دې سيمې ته يې د Helsingå (هيلسينګ سيند) نوم ورکړی و، چې له کبله يې په 1300ز کلونو کې د هيلسينګ د کلي او کليسا نومونه منځ ته راغلل. په دې نظريه له دې امله نيوکه کېدای شي، چې د لهجو څېړنو ښودلې په دې ځای کې مېشت شوي خلک له اپلينډ او د هغې له شا او خوا سیمو څخه راغلي وو. نور وړانديز کوي چې دا نوم د سويډني ټکي «helsing» څخه اخيستل شوی دی، کوم چې د hals ("neck") ټکي زړه بڼه ده، او د سيند تر ټولو تنګې برخې، يعنې هغه چې اوبه پکې په چړ روانېږي [چړ]، ته ويل کېږي. په همدا ډول جغرافيايي سيمو کې نورو سکنډنويايي ښارګوټو ته هم هغه مهال دې ته ورته نومونه ورکړل شوي وو، لکه په ډنمارک کې Helsingør او په سويډن کې Helsingborg.[۱۳][۱۴][۱۵]

کله چې په 1548ز کال کې د «فارسبي» (وروسته کوسکيلا وبلل شو) په کلي کې د يو ښارګوټي بنسټ کېښودل شو، د Helsinge fors "د هيلسنګ چړونه" نوم ورکړل شو. دا نوم د سيند په خوله کې، د Vanhankaupunginkoski د اوبو چړونو ته اشاره کوي. په عام ډول دا ښارګوتی د Helsinge يا Helsing په توګه پېژندل کېدو، له کومو ټکو څخه چې اوسنی فينلينډي نوم هم اخيستل شوی دی.[۱۶][۱۷]

په فينلينډي ژبو ورځپاڼو کې د فينلينډ رسمي اسنادو له 1819ز کال راهيسې د هلسينکي نوم کارولی دی، کله چې د فينلينډ د سنا مجلس د دې هېواد د پخوانۍ پلازمېنې «تورکو» څخه ياد ښار ته ولېږدېد. په هلسينکي کې صادرو شويو فرمانونو تاريخ کې د هيلسينکي نوم د صادرېدو د ځای په توګه ياد شوی دی. په دې ډول د هلسينکي بڼې استعمال په ليکنيزه فينلينډي ژبه کې پيل شو. کله چې فينلينډ په ستر ډيوک واکمن فينلينډ بدل شو، کوم چې د روسي سترواکۍ لاندې يو خپلواک دولت و، هلسينکي په روسيه کې د Gel'singfors  په نوم پېژندل کېدو، ځکه چې د دې ډيوک واکمنۍ مرکزي او دولتي ژبه سويډني وه.[۱۸]

په هلسينکي عاميانه ژبه کې، دې ښار ته د سټاډي (چې دا له سويډني سټاډ ټکي اخيستل شوی، او معنا يې ده ښار) نوم اخيستل کېږي. د هيسا «Hesa» مخفف يې هم په ورته توګه عام دی، خو استعمال يې تر ډېره بريده د کلیوال اصل لرونکي خلک کوي، او سيمه ييز خلک يې نه خوښوي. د هلسينکي شمالي سامي نوم Helsset  دی.[۱۹][۲۰]

تاریخ

[سمول]

ابتدايي تاريخ

[سمول]

د کنګليز پړاو له پای ته رسېدو او د واورو د څادر له منځه تلو وروسته، هلسينکي ته لومړي استوګن د 5000 مخزېږديز په شا او خوا کې رسېدلي دي. لرغونپوهانو په Vantaa، Pitäjänmäki او Kaarela کې د دوی شتون مستند کړی دی. د لومړۍ زېږديزې زرېزې تر پيل پورې، د وسپنې د زمانې په اوږدو کې، تر هغه وخته چې دا سیمه د «تيواستيانو» له خوا اباده شوه، دلته دايمي استوګنه نه ده روښانه شوې. دوی دا سیمه د کب نيولو او ښکار کولو لپاره کاروله، خو د لرغونو اثارو د کمښت له امله، ستونزمنه ده وويل چې د دوی ابادۍ څومره پراخې وې. د بوټو او ګلانو د ګردې له تحليل څخه روښانه شوې چې په لسمه پېړۍ کې دلته کرنيز کلي موجود وو، او د څوارلسمې پېړۍ د تاريخي اسنادو څېړنه په دې سيمه کې د «تيواستايي» کليو شتون روښانه کوي.[۲۱][۲۲]

سرچينې

[سمول]
  1. "Cities of Finland". Eurostat. Archived from the original on 18 May 2013. نه اخيستل شوی 10 February 2013.
  2. "Sipoo - kahden keskuksen kunta Helsingin tuntumassa". ta.fi. نه اخيستل شوی 9 November 2021.
  3. "Past capital: Helsinki". Worlddesigncapital.com. نه اخيستل شوی 19 May 2015.
  4. "Most liveable city: Helsinki — Monocle Film / Affairs". Monocle.com. نه اخيستل شوی 12 March 2013.
  5. "Global Liveability Ranking 2016". www.eiu.com.
  6. "Helsinki: The World's 100 Greatest Places of 2021". Time.com. نه اخيستل شوی 16 December 2021.
  7. "Helsinki comes in third in ranking of world's best cities to live". Helsinki Times. 14 July 2021. نه اخيستل شوی 15 August 2021.
  8. Ghouri, Farah (4 August 2021). "London hailed as world's 'city of choice' in quality of life report". City A.M. نه اخيستل شوی 15 August 2021.
  9. "The friendliest cities in Europe: 2023 Readers' Choice Awards". Condé Nast Traveler. 3 October 2023. نه اخيستل شوی 21 October 2023.
  10. Lapin Kansa: Rovaniemen ja Helsingin johtajat saivat ministeriltä tehtävän miettiä, miten matkailu nousee korona-ajan mentyä ohi – Rahaa on luvassa EU:n elpymispaketista (in Finnish)
  11. Roberts, Toby; Williams, Ian; Preston, John (2021). "The Southampton system: A new universal standard approach for port-city classification". Maritime Policy & Management. 48 (4): 530–542. doi:10.1080/03088839.2020.1802785. S2CID 225502755.
  12. "Helsinki becomes world's busiest passenger port". clickittefaq. نه اخيستل شوی 2024-02-11.
  13. Hellman, Sonja (7 June 2015). "Historiska fel upprättas i ny bok" [Historical misinformation corrected in new book]. Hufvudstadsbladet (په سویډني).
  14. Salminen, Tapio (2013). Vantaan ja Helsingin pitäjän keskiaika [The Middle-age in Vantaa and Helsinki] (په فينلينډي). Vantaa: Vantaan kaupunki. ISBN 978-952-443-455-3.
  15. "Utbildning & Vetenskap: Svenskfinland". Veta.yle.fi. Archived from the original on 12 May 2008. نه اخيستل شوی 8 July 2009.
  16. "Onko kosken alkuperäinen nimi Helsinginkoski vai Vanhankaupunginkoski?". Helsinginkoski. Archived from the original on 5 March 2016. نه اخيستل شوی 26 February 2016.
  17. Jäppinen, Jere (2007). "Helsingin nimi" (PDF). www.helsinginkaupunginmuseo.fi. Helsingin kaupunginmuseo. نه اخيستل شوی 26 February 2016.
  18. Jäppinen, Jere (15 November 2011). "Mistä Helsingin nimi on peräisin?". Helsingin Sanomat: D2. Archived from the original on 29 November 2014. نه اخيستل شوی 29 November 2013.
  19. Ristkari, Maiju: Heinäsorsat Helsingissä. Aku Ankka #44/2013, introduction on page 2.
  20. "Sami Grammar". uta.fi. Archived from the original on 21 December 2014. نه اخيستل شوی 2 January 2015.
  21. Kent, Neil (2004). Helsinki: A cultural and literary history. Oxford: Signal Books.
  22. V.-P. Suhonen and Janne Heinonen. "Helsingin keskiaikaiset ja uuden ajan alun kylänpaikat 2011, Inventointiraportti. Museovirasto, Arkeologiset kenttäpalvelut" (PDF).