هسټايډين
ښکارېدونکې بڼه
هستايډين يو ضروري امينواسيد ده چي د نوموړي جوړېدنه د انسان په بدن کي صورت نه نيسي او د ژونديو حيواناتو د انساجو د پروټينو په جوړښت کي ونډه لري. کارنوسين او انسيرين چي دواړه ډاى پيپټايډ دي او په عضلاتو کي شتون لري په خپل جوړښت کي هستايډين لري. هستايډين يو د هغو لسو امينو اسيدونو څخه ده چي شيدې خوړونکي ماشومان ورته اړتيا لري. هسټايډين د ځينو ناروغيو په درملنه کي مرسته کوي.