Jump to content

هستوي ژمی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

هستوي ژمی د نړیوال اقلیم د یخیدو یو شدید او اوږدمهاله اثر دی چې انګېرل کیږې چې له پراخو اوربلوونکوتوپانونو څخه وروسته چې لامل یې په لوړه کچه هستوي جګړه وي رامنځ ته شوې وي. دا فرضیه په دې حقیقت ولاړه ده چې دا ډول اورونه کولای شي داسې دودونه ستراتوسفېر ته ترزیق کړي چې کولای شي چې ځمکې ته د لمر د رڼا د رسېدو مخه ډب کړي. داسې انګیرل کیږي چې د یخنۍ لامل کېدل د حاصلاتو پراخ ځوړ او کاختۍ لامل کېږي. کله چې محققین د کميوتر مادل هستوي ژمې سناریو جوړوي، نوهغوی په دویمه نړیواله جګړه کې په هامبورګ بمباري او او دهیروشیمیا اور بلوونکې توپانونه د قضیو د یوه مثال په توګه کاروي چېرته چې ښایي طبیعي وحشي اورونه د توپانونو سره یوځای ستراتوسفېر ته ترزیق شوي وي.  [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

عمومیات

[سمول]

هستوي ژمۍ یا لکه څنګه چې ورته  هستوي تیاره او رڼا یا بین الطلوعین نوم  هم ورکول شوی دي، د ۱۹۸۰ په لسیزه کې  له هغه وروسته د یوې ساینسي مفکورې په توګه وپېژندل شوه چې دا واضحه شوه چې پخوانۍ نظریې چې ګویا شهاب یا آسماني ډبرې له خوا جوړ شوي دنایتروجن اکساید خروج به د اوزون قشر تخریب کړي خپل اعتبار له لاسه ورکاوه. دا نظریه د دې قرینې له امله وه چې له اورونو را ولاړشويو دودونو اقلیمي اثرات د اتومي جګړې د اقلیمي اثراتو یو نوی تمرکز کیږي. د دا ډول ماډل په سناریو ګانوکې، دا ډول فکر کېده چې د ډول ډول لوګیو ورېځې چې نامعلوم مقدار لوګی یې درلوده د ښارونو په سر د تېلو په تصفیه خانو او په کلیوالو سیمو کې د میزایلو په سیلوګانو کې جوړې شي. د هستوي ژمې اصطلاح یوه نوې اصطلاح ده چې ۱۹۸۳ ز کال کې د ریچارد پي تورکوRichard P. Turco له خوا د یوه بعدي کمپیوتر مادل په اړوند اختراع شوه چې د اتومي بین الطلوعین مفکوره وازمایي. دې مادل وړاندیز وکړ چې د غبار اودود لوی مقدار د هوا په سر د کلونو لپاره پاتې کیږي چې د سیارې په کچه د تودوخې د درجې د جدي ځوړ لامل کیږي.  [۹][۱۰][۱۱]

په کال ۱۹۹۱ کې د کوېټ د تېلو د اورونو د اثراتو په وړاندوېنه کې تر ناکامۍ وروسته چې د یوه اقلیم پېژندونکي ټیم له خوا تر سره شو تر څو له پورته نظریې دفاع وکړي، له یوې لسیزې څخه ډیر وخت بې له دې چې د موضوع په اړوند نوي اسناد خپاره شي تېر شو. ډیرو تازه وختو کې د همدغو لوړو ماډل جوړوونکو ټیم چې په ۱۹۸۰ لسیزو پورې اړوند و، یو ځل بیا د کمپیوتري مادل نتاېجو په خپرولو پېل وکړ. دا نوي مادلونه پخوانیو ته ورته عمومي موندنې تولیدوي په دې معنی چې د سلو اوربلونکو توپانونو اشتعال چې هر یوه یې په شدت کې له هغو سره چې په هیروشیمیا کې لیدل شوي و د پرتلې وړ و کولای شو چې یو وړوکی هستوي ژمی رامنځ ته کړي. دا اوربلوونکي توپانونه ځمکې ته  د لوګیو په تیره بیا د تور کاربن د ترزیق لامل کيږي  او د شنو خونو د ضد اثرتولیدوي چې د ځمکې د مخ د تودوخې د درجې د را لوېدولامل کیږي.  دیخنۍ داشدت د الن روباک Alan Robock په ماډل کې دا وړاندیزوي چې د دې سل اوربلوونکو توپانونو مجموعي تولیدات د نړۍ د تودوخې در جه ۱ سانتی ګراد یا ۱.۸ فارنهایت درجې ټيټوي او په پراخه پیمانه د انسان د فعالیت له امله د ځمکې تودېدنه په تقریبي توګه په راتلونکو دوه یا درې کلونو کې له منځه وړي. را باک  Robock دا نه  دي ماډل کړې خو هغه وړاندوېنه کړې چې د نړیوالې کرهنې زیانونه به يې پایلې وي. [۱۲][۱۳][۱۴]

اړینه نه ده چې یو هستوي مو جود یا آله د انفجار وکړي ترڅو د یوه اوربلوونکې توپان د اشتعال لامل شي، د هستوي ژمې اصطلاح یو غلط نوم دی.  دموضوع په اړوند خپاره شوي اسناد دا بیانوي چې له کیفي توجیه پرته هستوي چاودنې د مادل شویو اوریزو طوفانونو د اثراتولامل دي. یواځنۍ ښکارنده  یا پدیده چې د هستوي ژمي په اسنادو کې د کمپیوتر په واسطه مادل شوي دي هغه د اقلیم اغېزښندنې عامل  هغه تولید دی چې د بې شمېره وسایلو په واسطه جوړيدای شي او اشتعال کوي. که څه هم په نادره توګه دا بحث کیږي چې د پورته نظریې ملاتړي ووايي چې د همدې هستوي ژمي اغیزې به هغه وخت را منځ ته شي که چېرې ۱۰۰ ستر معمولي اوربلوونکې توپانونه ولګيږي.    [۱۵][۱۶]

د کمپیوتر د مادلرانو چې په ۱۹۸۰ کې یې دا اصطلاح ابداع کړه  لومړني انګېرنې دا وې چې ښایي یو زیات شمیر حتی د زرونوپه شمېر اوربلوونکې توپانونه شتون ولري. ګمان دا و اوربلوونکي توپانونه به د امریکا او شوروي په څواړخیزه جګړه کې په هوا کې د ارزښت ضد په هوا کې چاودېدونکې هستوي وسلو په پراخه کچه کارولو یوه ممکنه پایله وي. داسې ښودل کیږي چې په ډېر شمېر کې اوربلوونکې توپانونه چې پخپله مادل شوي نه دي، د هستوي ژمي شرایط برابروي چې لامل یې په مختلفو اقلیمي مادلونو کې د لوګي داخلیدل دي چې د یخنۍ شدت ژوروالی یې د لسیزو مودې لپاره دوام کوي. په دې موده کې د اروپا ،امریکا او چین په کرهنیزو سیمو کې  په دوبي کې د تودوخې د درجې ټيټیدل تر ۲۰ سانتي ګراد درجې یا ۳۶ فارنهایت وي او په روسیه کې ۳۵ سانتي ګراد یا ۶۳ فارنهایت درجې وي. دا یخني د سیارې مخ ته په لومړیو څوکلونو کې د طبیعي لمریز تشعشع په رسېدو کې د ۹۹٪ کمښت له امله وي او په څو لسیزو کې به په تدریجي ډول بېرته خپل حالت ته وګرځي. [۱۷][۱۸]

په اساسي ډول، د اوږدو وریځو د انځوریزو شواهدو د رامنځ ته کېدو را په دې خوا دا جوته شوه چې اوربلوونکي توپانونه کولای شی دود/ ایروسول ګاز ستراتوسفېر ته داخل کړي خو په هوا کې د ایروسول د پاتې کېدو موده نامعلومه ده. مایک فروم Mike Fromm چې د هغې مستقلې ډلې او ناول تحقیقي لابراتوارغړی دی او د هستوي ژمي ته اړوند د تیوریکي مادل په هکله خپرونو ته دوام ورکاوه په ۲۰۰۶ کې د تجربې له مخې وموندل چې د سترو طبیعي وحشي اوربلوونکو توپانونو پېښېدل چې په هیروشیما کې تر لیدل شوو اوربلوونکو توپانونو څو ځله ستر و کولای شي د هستوي ژمي وړوکي اثرات تولید کړي چې د لږ وخت لپاره لکه په تقریبي ډول د یوې میاشتې لپاره دوام کوي او د نیمې کرې د سطحې د تودوخې نه اندازه کېدونکې ښکته کېدو لامل ګرځي. دا حالت تر یو حده د اورغوځوونکو مکررو فورانونو سره د پرتلې وړ ده  چې سلفیټ سترا توسفېر ته داخلوي او د وړوکو حتې د جزیي اورغورځوونکي ژمي اثرات تولیدوي.   [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

د اوربلوونکو توپانونو د لوګې د څارنې  دآلاتو یوه ټولګه چې په ستلایت او الوتکه کې ځاي په ځای ده هغه مخکښه هڅه ده چې په دقیقه توګه د دې لوګې د ژوند اوږدوالی، مقدار، د ترزیق لوړوالی او بصری خاصیت ښیي. د دې ټولو خواصوپه اړه معلومات اړین دي تر څو په رښتیني ډول د اوربلوونکوتوپانونو د یخ کولو اثراتو شدت او اوږوالی ثابت کړی شي او دا ثابتول به د هستوي ژمي د کمپیتوری مادل له طرحې څخه مستقل وي. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

اوس مهال، د سټلایټ د څارنې له معلوماتو دا جوتیږي چې په ستراتوسفیر کې د لوګي اروسولونه aerosols له دوه میاشتو کمه موده کې تیت او پرک کیږي. د  سترا توسفېر په نوي حالت کې د اوج  د نقطې د موجودیت په اړه چې هلته اروسولونه په پورته موده کې نه لرې کیږي لا تر اوسه پرېکړه نه ده شوې. [۲۸]

میکانیزم

[سمول]

د هستوي ژمي سناریو دا انګیري چې سل ی سلو ډېر ښاري اوربلوونکي توپانونه د هستوي چاودنو له امله مشتعل کیږي او دا اوربلوونکي توپانونه لوی لوی تور لوګی پورتنې تروپوسفیر او ښکتني ستراتوسفېر ته د هغو ورېځو د سترو ټوټو د حرکت له لارې پورته کیږي چې د اوربلوونکو توپانونو په مهال جوړیږي. له ۱۰ تر ۱۵ کیلو مترو( ۶-۹ میلو) له ځمکې پورته واټن کې د لمر د وړانګو جذب کولای شي لوګی ته حرارت ورکړي چې یو څه یا ټول یې ستراتوسفېر ته پورته شي او هلته د باران په واسطه د نه مینځلو په صورت کې د کلونو لپاره پاتې شي. [۲۹][۳۰]

سرچينې

[سمول]
  1. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  2. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  3. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  4. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  5. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  6. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  7. Toon et al. 2007. "the injection height of the smoke is controlled by the energy release from the burning fuel not from the nuclear explosion.", "…smoke plumes deep within the stratosphere over Florida that had originated a few days earlier in Canadian fires, implying that the smoke particles had not been significantly depleted during injection into the stratosphere (or subsequent transport over thousands of kilometers in the stratosphere)."
  8. Goure 1985.
  9. On the 8th Day – Nuclear Winter Documentary Archived 2017-06-14 at the Wayback Machine. (1984) 21:40
  10. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  11. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  12. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  13. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  14. Toon او نور 2007.
  15. Toon et al. 2007, p. 1998. "...fires occurred within a few months of each other in 1945, the Hamburg mass fire occurred in 1943. These five fires potentially placed 5% as much smoke into the stratosphere as our hypothetical nuclear fires. The optical depth resulting from placing 5 Tg of soot into the global stratosphere is about 0.07, which would be easily observable even with techniques available in WWII."
  16. Badash 2009، مم. 242–244.
  17. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  18. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  19. London 1906, San Francisco Fire and others
  20. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  21. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  22. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  23. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  24. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  25. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  26. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  27. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  28. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  29. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil). "50 Hiroshima-size (15 kt) bombs could generate 1–5 Tg of black carbon aerosol particles in the upper troposphere, after an initial 20% removal in "black rains" induced by firestorms..." & "the 1 to 5 Tg soot source term derives from a thorough study of the smoke produced by firestorms..."
  30. Toon et al. 2007, p. 1994. "the injection height of the smoke is controlled by the energy release from the burning fuel not from the nuclear explosion."