هستوي ساتنه او خونديتوب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اتومي انرژۍ د نړيوالې ادارې (IAEA) له خوا هستوي ساتنه په دې ډول تعريف شوې چې "د مناسب فعاليت شرايطو تر لاسه کول، د پېښو مخنیوی يا د پېښو د پايلو کمول، د کوم په پايله کې چې د کارکونکو، عامو خلکو او چاپېريال ته د نا اړينو وړانګو له خطرونو څخه خونديتوب تر لاسه کېږي". IAEA هستوي امنيت په دې ډول تعريف کړی دی چې "د هستوي موادو، نورو راديو اکتيف موادو يا له دوی سره اړوندو تاسيساتو اړوند د غلا، ګډوډۍ، واک نه لرونکي لاسرسي، ناقانونه لېږدول يا نورو بد نيته کارونو موندل او هغې ته رسېدګي کول".[۱]

په دې کې هستوي بټۍ او نور ټول هستوي تاسيسات، د هستوي موادو لېږدول، او د طب، برېښنا، صنعت او پوځي استعمال لپاره د هستوي موادو استعمال يا زېرمه کول شامل دي.

د هستوي ځواک صنعت د ريکټورونو خونديتوب او فعاليت ته وده ورکړې ده، او د نوي او خوندي ريکټور ډيزاينونه يې وړانديز کړي دي. په هر حال، د بشپړ خونديتوب تضمين نه شي کېدای. د ستونزو په احتمالي سرچينو کې د انسان تېروتنې او بهرنۍ پېښې شاملې دي، کومې چې له تمې څخه زياتې اغېزې درلودلای شي: د جاپان په «فوکوشيما» کې د ريکټورونو جوړونکو دا اټکل نه و کړی چې له زلزلې څخه منځ ته راغلې سونامي به د بيک اپ سيستم (د شاتړ سيستم) غېر فعال کړي، د کوم په اړه چې دا فرض شوې وه چې له زلزلې وروسته به ريکټر باثباته کړي. د تروريستي بريدونو، جګړې، داخلي ګډوډۍ او سايبر بريدونو په څېر ويجاړونکې سناريوګانې هم د درک وړ دي.[۲][۳][۴][۵]

د هستوي وسلو خونديتوب او تر څنګ يې د هستوي موادو لرونکي پوځي څېړنه، عموماً د هغو ادارو له خوا سمبالېږي، کومې چې له هغو څخه مختلفې دي چې ملکي خونديتوب څخه څارنه کوي، لاملونه يې مختلف دي، چې محرميت هم پکې شامل دی. د تروريستي ډلو له خوا د هستوي بم د جوړولو د موادو تر لاسه کولو په اړه اندېښنې لا هم شته. [۶]

د هستوي پروسو او خونديتوب د چارو ارزونه[سمول]

تر 2011ز کال پورې، د هستوي خونديتوب ملاحظې په يو شمېر حالاتو کې منځ ته راځي، چې لاندې پکې شامل دي:

  • د هستوي ځواک په مرکزونو او د هستوي اوبتلونو او بېړيو کې استعمالېدونکي هستوي ماتېدنې (ټوټه کېدل/سوري کېدل) ځواک.
  • هستوي وسلې
  • ماتېدونکي سون توکي، لکه يورانيم-235 او پلاټونيم-239 او د دې اخراج، زېرمه کول او استعمال
  • راديواکتيف مواد چې د طبي، تشخيصي او څېړنزو موخو لپاره کارول کېږي، او په یو شمېر تشيالي پروژو کې د بېټريو لپاره،
  • هستوي فضله مواد، د هستوي موادو د راډيواکتيف فضله موادو پاتې شوني
  • د هستوي ګډېدنې (یوځای کېدل/همجوشي) ځواک، د اوږدمهاله پرمختګ لاندې يوه ټيکنالوژي
  • د ژونديو موجوداتو د زوند په چاپيريال او غذايي ځنځير (ژوندي بوټي، ژوي او انسانان) کې د هستوي مواد بې پلانه داخلېدل، که دا په ساه کې واخيستل شي او يا وخوړل شي
  • د يورانيمو د چمتو کولو دوام

د حرارتي هستوي وسلو او تجربوي او ګډېدنې د څېړنو په استثناء سره، د هستوي انزژۍ اړوند د خونديتابه ټول موضوعات د راديواکتيف ککړتيا له امله د تصادفي خوراک (راډيو اکيټيف موادو داخلېدل يا په ساه کې اخيستل) او بهرنيو وړانګو خوړل د بيالوژيکي استعمال د محدود کولو د اړتيا څخه منځ ته راځي.

له همدې امله هستوي خونديتوب لږ تر لږه لاندې مواردو ته پوښښ ورکوي:

  • د ماتېدو وړ موادو ايستل، لېږدول، زېرمه کول، پروسس کول او ضايع کول
  • د هستوي ځواک توليد کونکو خونديتوب
  • د هستوي وسلو، د وسلې په توګه د استعمال وړ هستوي موادو، او نورو راديواکتيف موادو کنترول او خوندي مديريت کول
  • په صنعتي، طبي او څېړنيزو برخو کې د خوندي سمبالښت، محاسبه او استعمال
  • د هستوي ضايعاتو ضايع کول
  • وړانګو ته د وړاندې کېدو محدوديتونه

مسئولې ادارې[سمول]

نړيوالې[سمول]

په نړيواله کچه د اتومي انرژۍ نړيواله اداره "د خوندي، محفوظو او سوله ييزو هستوي ټيکنالوژيو ته د ودې ورکولو لپاره په ټوله نړۍ کې د خپلو غړيو هېوادونو او ګڼو شریکانو سره يوځای کار کوي". يو شمېر ساينسپوهان وايي چې د 2011ز کال جاپاني هستوي پېښو روښانه کړه چې په هستوي صنعت کې د څارنې کمښت خورا زيات دی، د کوم په پايله کې چې د IAEA د اختيار له سره بيا تعريف کولو لپاره له نوي سر څخه غوښتنې وشوې، تر څو هغه په ټوله نړۍ کې د هستوي بټيو په ښه دول سره څارنه وکړای شي.[۷][۸]

د هستوي خونديتوب په اړه د IAEA کنوانسيون د 1994ز کال د جون په اولسمه نېټه په وينا کې جوړ شو، او د 1996ز کال د اکتوبر په څلور وېشتمه نېټه نافذ کړای شو. د دې کنوانسيون موخې په ټوله نړۍ کې په لوړه کچه د هستوي خونديتوب ساتل او تر لاسه کول، په هستوي تاسيساتو کې د احتمالي راديواکتیفي (وړانيګيزو) خطرونو پر ضد د اغېزناکې دفاع جوړول او ساتل، او د راديواکتيفي پايلو لرونکو پېښو مخنيوی کول دي.[۹]

دا کنوانسيون د 1992 څخه تر 1994ز کال پورې د پوهانو په کچه د ناستو په لړ کې د Three Mile Island او Chernobyl د پېښو په پايله کې جوړ شو، او دا د هېوادونو، او د دې هېوادونو د ملي مديريتي او هستوي خونديتوب ادارو، او د اتومي انرژۍ نړيوالې ادارې د پام وړ پايله وه، چې د اتومي انرژۍ نړيواله اداره يې د سرمنشي په توګه کار کوي.

په دې برخه کې د تړون کونکو اړخونو مسئولیتونه تر ډېره بريده د هستوي تاسيساتو لپاره د خونديتوب د اصولو پر پلې کولو ولاړ دي، کوم چې د 'د هستوي تاسيساتو خونديتوب' (د IAEA د خونديتوب لړۍ شمېره. 110. په 1993ز کال کې خپور شوی) په نوم د IAEA د خونديتوب د اصولو په سند کې موجود دي. دا مسئوليتونه قانون جوړولو او تنظيم کونکي چوکاټ، تنظيم کونکې هسته، او د دې اړوند تخنيمي خونديتوب مسئولیتونو ته پوښښ ورکوي، د بېلګې په ډول، ځای موندنه، ډيزاين کول، جوړول، فعاليت، د مناسبو مالي او بشري سرچينو شتون، د خونديتوب ارزونه او تاييد، د معيار ډاډمنتيا او بېړنی چمتوالی.

دا کنوانسيون د هستوي خونديتوب په اړه د ويانا د اعلاميې په توسط په 2014ز کال کې تعديل کړای شو. د دې په پايله کې لاندې اصول منځ ته راغلل:[۱۰]

  1. بايد نوي هستوي بټۍ ډيزاين، ځای يې تعين او له دې موخې سره سمې جوړې شي چې د کار کولو او فعاليت کې د پېښو مخنيوي سره سمون ولري، او که چېرې يوه پېښه منځ ته راځي، نو د هغوی راډيو نيوکلايډ (د راديواکتيف څخه منځ ته راغلي عناصر) احتمالي خپرېدل کم کړي، چې له دې سيمې څخه دباندې د اوږدمهالي ککړتيا لامل ګرځي، او له وخت مخکې د راډيواکتيف انتشار مخنيوی وشي، يا راډيواکتيف انتشار دومره زيات وي، چې د خونديتابه اوږدمهالو اقداماتو يا کارونو ته اړتيا لري.
  2. بايد د شته تاسيساتو، د هغوی د فعاليت په ټوله موده کې جامع او منظم د خونديتابه ارزونې وخت په وخت او په منظم ډول تر سره شي، تر څو د خونديتابه پرمختګونه په نښه کړای شي، کوم چې د پورته موخې سره د سمون لپاره وي. بايد مناسب د عمل وړ يا د تر لاسه کېدو وړ خونديتابه پرمختګونه وخت په وخت پلې کړای شي.
  3. د هستوي بټۍ د فعاليت په ټوله موده کې د دې موخې د تر لاسه کولو لپاره ملي شرايط او ضوابط دا دي چې د IAEA اړوند د خونديتابه معيارونه او څنګه چې مناسب وي، د CNS د ارزونې ناستو کې په ګوته شوي نورې ښې طريقې په پام کې ونیول شي.

IAEA له ګڼو ستونزو سره مخ دی، د سويلي کلفورنيا د پوهنتون نجم الدين مشکاتي په 2011ز کال کې ليکلي دي:

"دا د خونديتابه معيارونو سپارښتنه کوي، خو د غړيو هېوادونو څخه د هغې د پلې کولو غوښتنه نه ده شوې؛ دا هستوي انرژۍ ته وده ورکوي، خو همدا راز هستوي استعمال څارنه هم کوي؛ دا يوازينی نړيوال سازمان دی چې د هستوي انرژۍ له صنعت څخه څارنه کوي، بيا هم د هستوي نه خپرېدو تړون (NPT) د پلې کولو د کتنې سره د دې اهميت کمېږي".[۱۱]

ملي[سمول]

د هستوي انرژۍ کارونکي ډېر هېوادونه د هستوي خونديتابه د څارنې او د هغې د تنظم لپاره ډېرې متخصصې ادارې لري. په متحده ايالاتو کې د ملکي هستوي خونديتوب د هستوي مديريتي کميسيون (NRC) په مټ اداره کېږي. په هر حال، د هستوي صنعت نيوکه کونکي شکايت لري چې دا تنظيمونکې هستې خپله له دې صنعتونو سره دومره ډېر تړاو لري چې دا بې اغېزې کېږي. د بېلګې په ډول د «The Doomsday Machine» کتاب، د ملي مديريت کونکو د بېلګو يوه لړۍ وړاندې کوي، لکه چې دا "د نه تنظيم کونکو، يوازې ښودونکو' (په سترګو پټولو ملنډې) په توګه ښودل کېږي، تر څو دليل ورکړای شي چې د بېلګې په ډول په جاپان کې، "تنظيم کونکي او تنظيم شوي د اوږدې مودې لپاره ملګري دي، د هستوي بمونو د وېرې له امله منځ ته راتلونکو په اړه د ولس د شکونو د لېرې کولو لپاره په شریکه کار کوي".[۱۲][۱۳]

سرچينې[سمول]

  1. IAEA safety Glossary – Version 2.0 September 2006
  2. Phillip Lipscy, Kenji Kushida, and Trevor Incerti. 2013. "The Fukushima Disaster and Japan's Nuclear Plant Vulnerability in Comparative Perspective Archived 2013-10-29 at the Wayback Machine.." Environmental Science and Technology 47 (May), 6082–6088.
  3. Hugh Gusterson (16 March 2011). "The lessons of Fukushima". Bulletin of the Atomic Scientists. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ جون ۲۰۱۳ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Diaz Maurin, François (26 March 2011). "Fukushima: Consequences of Systemic Problems in Nuclear Plant Design". Economic & Political Weekly. 46 (13): 10–12. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ اگسټ ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ ډيسمبر ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Adam Piore (June 2011). "Nuclear energy: Planning for the Black Swan p.32". Scientific American. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مې ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Nuclear Terrorism: Frequently Asked Questions". Belfer Center for Science and International Affairs. September 26, 2007. د اصلي آرشيف څخه پر October 21, 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه December 20, 2023. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة)
  7. Stephen Kurczy (March 17, 2011). "Japan nuclear crisis sparks calls for IAEA reform". CSMonitor.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Vienna International Centre (March 30, 2011). "About IAEA: The "Atoms for Peace" Agency". iaea.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. IAEA Convention on Nuclear Safety
  10. "Vienna Declaration on Nuclear Safety" (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Stephen Kurczy (March 17, 2011). "Japan nuclear crisis sparks calls for IAEA reform". CSMonitor.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. The Doomsday Machine, by Martin Cohen and Andrew Mckillop, Palgrave 2012, page 74
  13. The Doomsday Machine, by Martin Cohen and Andrew Mckillop, Palgrave 2012, page 72