هستوي درملنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

هستوي درملنه يو روغتيايي تخصص دی چې د ناروغيو په درملنه او تشخيص کې له راډيواکتيف (د وړانګو انرژي) توکو څخه کار اخلي. له يو اړخه هستوي درملو انځورول «له داخل څخه ترسره شوې راډيولوژي» يا «ايندو رايديولوژي» ده، ځکه دا د ايکسری په څېر د بهرنيو سرچينو څخه تر لاسه شويو وړانګو پر ځای د بدن له دننه څخه وړانګې خپروي او ثبتوي. سربېره پر دې، روغتيايي هستوي سکين له راډيولوژي څخه توپير لري، ځکه چې د اناتومي په انځورونه تاکيد نه کوي، بلکې د هغې په کارونو تمرکز لري. له همدې امله، هغې ته د فيزيولوژيکي انځوراخستلو تګلارې نوم ورکول شوی دی. د يو فوتون خپراوي محاسبې ټوموګرافي (SPECT) او د پوسټرون خپراوي ټوموګرافي (PET) سکين کول، په هستوي درملنه کې د انځور اخستلو دوه ډېرې عامې نمونې دي.[۱]

تشخيصي روغتيايي انځور اخستل[سمول]

تشخيصي[سمول]

په هستوي درملنه کې«راډيو فارماسيوټيکلز» له داخلي لارې څخه اخستل کېږي، د بېلګې په ډول: د ساه په مټ، د رګونو په مټ يا د خولې له لارې. له دې وروسته بهرني موندونکي (ګاما کامرې) کمپيوټر او د «راډيو فارماسيوټيکلز» په مټ توليدېدونکو وړانګو په مټ د انځور اخستلو او جوړولو له لارې. دا پروسه د تشخيصيه ايکسری په څېر نه ده، په کومه کې چې بهرنۍ وړانګې د بدن له لارې تېرېږي، څو يو انځور جوړ کړي.

د تشخيصي هستوي درملنې ګڼې لارې شته.

  • 2D: ساينټيګرافي ("scint") د دوه بعديز انځور لپاره داخلي «راډينيوکليډونه» کاروي.[۲]
  • 3D: SPECT يو 3D توموګرافي طريقه ده، کومه چې د ډېرو اټکلونو په مټ د ګاما کامرو معلومات کاروي او شونې ده چې په بېلا بېلو سطحو بیا جوړ شي. د پوزيترون د توليد ټوموګرافي (PET) د انځور د عملياتي پروسو لپاره د تصادفي تشخيص څخه کار اخلي.


د هستوي درملنې معاينات د انځور اخستلو له نورو طريقو سره توپير لري، په دې کې تشخيصي معاينه په بنسټيز ډول د دوديزو اناتوميکي (بدني) انځور اخستلو لکه CT يا MRI د ارزونې نظام په خلاف د بدني فعاليت ښودنه کوي. د هستوي درملنې انځور اخستلو مطالعات عموماً تر ډېره بريده د غړي-نسج يا تر يوې ناروغۍ پورې ځانګړي وي (د بېلګې په ډول: د سږو سکين، د زړه سکين، د هډوکي سکين، د مازغو سکين، دانه، عفونيت، پارکينسن او داسې نور)، په پرتله د عادي راډيولوژۍ انځور اخستلو مطالعاتو، کوم چې د بدن په يوې ځانګړې برخې تمرکز لري (لکه: د سينې ايکسری، د ګېډې/خاسرې لګن سي ټي سکين، د سر سي ټي سکين او داسې نور). سربېره پر دې، داسې هستوي درملنې مطالعې شته، کومې چې د ټاکلو حجروي تر لاسه کونکو يا فعاليتونو پر بنسټ د ټول بدن انځور اخستلو سره مرسته کوي. په بېلګو کې يې د ټول بدن PET سکين کول يا PET/CT سکين کول، ګاليوم سکين، اينډيوم د وينې د سپينو حجرو سکين، MIBG  او اکټروټايډ سکين شامل دي.

که څه هم په ميتابوليزم کې د توپير له امله د ناروغۍ د پروسې انځور جوړولو لپاره هستوي بدلون وړتيا بې بېلګې ده، بیا هم دا بې سارې نه ده. ځينې ټاکلې طريقې لکه fMRI د وینې د جريان په مټ د نسج انځور اخستل (په ځانګړي ډول دماغي نسجونو) او په دې توګه د ميتابوليزم څرګندونه کوي. همدا راز په CT او MRI دواړو کې د توپير د زیاتولو طريقې د نسجونو هغه برخې ښيي، کومې چې د التهاب (سوځېدل) د يوې پروسې له امله له درملو سره په يوې جلا طريقې سره چلند کوي.

په هستوي درملنه کې تشخيصي معاينات له دې طريقې څخه کار اخلي چې کله ناروغي يا پتالوژي (د ناروغۍ لامل) موجود وي، نو بدن په جلا طريقې سره له موادو سره چلند کوي. بدن ته وړاندې شوي «راډيونیوکليد» ډېر ځله له کیمياوي اړخه له داسې يوې تولګې سره اړوندیږی چې په ځانګړي ډول په بدن کې عمل کوي؛ معمولاً دا د موندونکي (ناروغۍ/ستونزې معلومونکي) په نوم پېژندل کېږي. د ناروغۍ د شتون پر مهال، عموماً يو موندونکی په بدن کې خپرېږي او/يا په جلا طريقې سره په کار اچول کېږي. د بېلګې په ډول، «ليګانډ متيلين ډي فسفونات» (MDP) په غوره ډول سره د هډوکي په مټ اخستل کېږي. له MDP د technetium-99m په کيمياوي طريقې سره د نښلولو له لارې، شونې ده چې راډيواکټيويټي د انځورولو لپاره د «هايډروکيپټايټ» له لارې هډوکي ته ولېږدل شي او هلته ونښلول شي. په هر ډول فيزيالوژيکي (جسماني) عمل کې زياتوالی، لکه په هډوکي کې درز، به عموماً دا معنا ولي چې د موندونکي په تمرکز کې هم زياتوالی راشي. دا چاره عموماً د «ګرمې نقطې» د راڅرګندېدو لامل ګرځي، کوم څه چې د راډيو په راټولېدو کې مرکزي زياتېدل يا په ټول فيزيولوژيکي (جسماني) نظام کې د راډيو د راټولېدو د زياتېدو لامل ګرځي. د ځينو ناروغیو د پروسو په پايله کې موندونکی بهر کېږي چې په پايله کې يې «يخه نقطه» راڅرګنديږي. ډيری راټولېدونکي موندونکي د ډېرو بېلا بېل ډوله غړيو، غدو او فيزيولوژيکي پروسو د انځور جوړولو يا درملنې لپاره جوړ شوي دي.

د هايبريډ (ترکيبي) سکين لارې چارې[سمول]

په ځينو مرکزونو کې، د هستوي درملنو سکين کول، د سافټوير (پوستکالي) يا هايبريډ (ترکيبي) کامرو په کارولو سره، د بدن د هغو برخو د روښانه کولو په موخه د CT يا MRI په څېر بڼو د انځور لپاره کارول کېږي، په کوم کې چې «ريډيوفارماسيوټیکل» تمرکز لري. عموماً دې چارې ته د انځور د ترکيب يا د شریک ثبت نوم ورکول کېږي، د بېلګې په ډول SPECT/CT او PET/CT. په هستوي درملنه کې فيوژن انځور اخستلو طريقه د اناتومي او عمل په اړوند معلومات وړاندې کوي، کوم به چې په بل حال کې مهيا نه وي يا به زياتې سختې تګلارې يا جراحي عملياتو ته اړ وي.

په هستوي انځور اخستلو کې عملي اندېښنې[سمول]

که څه هم د کمې درجې «راډييشن» په وړاندې د څرګندېدو ګواښونه په سم ډول نه دي پېژندل شوي، خو په نړيواله کچه يوه محتاطانه طريقه غوره کړای شوې ده چې د ټولو انساني «راډيشين» څرګندېدو په وړاندې دومره کمه ساتل پکار دي، څومره چې عملي کوي، « ALARP» (په اصل کې دا د «دومره ښکته څومره چې په مناسب ډول د تر لاسه کېدو وړ وي» (ALARA) په توګه پېژندل شوې، خو دې ته د قانون په نويو مسودو کې بدلون ورکړل شوی دی، تر څو په «مناسب ډول» برخه لا زيات ټينګار وکړي، او «تر لاسه کېدو وړتيا» په برخه کم تمرکز ولري).

سرچينې[سمول]

  1. "Nuclear Medicine". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ فبروري ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اگسټ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. scintigraphy Citing: Dorland's Medical Dictionary for Health Consumers, 2007 by Saunders; Saunders Comprehensive Veterinary Dictionary, 3 ed. 2007; McGraw-Hill Concise Dictionary of Modern Medicine, 2002 by The McGraw-Hill Companies