هستولوژي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

هستولوژي د دوو يوناني کلمو نه اخستل شوي چي Histo د نسج او Logia د علم په معنا ده هستولوژي هغه علم ده چي د انسان د مختلفو انساجو مطالعه په بر کي نيسي. هستولوژي په حقيقت کي د اناتومي د علم څانګه ده اناتومي په دوو برخو ويشل شوي macroscopic anatomy او microscopic anatomyيا Histology هستولوژي په بدن کي کوچني جوړښتونه تر مطالعې لاندي نيسي لکه حجرات او بيا د حجراتو يوځاى کېدل او نسج جوړول ،دنسجونو يوځاى کېدل او غړى جوړول چي دا ټول د هستولوژي په مرسته مطالعه کېدلاى شي له اناتومي سره يې توپير په دې کي ده چي اناتومي هغه جوړښت مطالعه کوي چي په سترګو ليدل کېږي او هستولوژي هغه جوړښت مطالعه کوي چي په سترګو نه ليدل کېږي بلکي د ميکروسکوپ په واسطه د ليدلو وړ وي