هري ټایسون مور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
هري ټایسون مور
هري ټایسون مور
هري ټایسون مور

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۸ نومبر ۱۹۰۵[۱]
مړینه 25 ډيسمبر 1951 (46 کاله)[۱][۲]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

هري ټایسون مور (د ۱۹۰۵ ز کال د نومبر ۱۵مه – د ۱۹۵۱ ز کال د ډسمبر ۲۵مه) یو افریقايي‌الاصله امریکايی روزونکی، د مدني حقونو د غورځنګ سرلاری رهبر، د فلوریډا ایالت په بروارډ کې د رنګین‌پوستانو د پرمختګ ملي ټولنې (NAACP) د لومړۍ څانګې بنسټګر او د دغې ټولنې ایالتي مشر و.

«هري ټایسون مور» او مېرمن یې «هریټ مور» چې هغه هم روزونکې وه، د ۱۹۵۱ ز کال د کرېسمېس په شپه د فلوریډا په میمز کې په خپل کور کې د ځای پر ځای شوي ماین قرباني شول. دا چې په ټیټوسویل کې ځايي روغتون د تور پوستو درملنه نه کوله، هري ټایسون د فلوریډا د سنفورډ شمال لوېدیځ لوري ته په ۳۰ مایله واټن کې د تور پوستانو نږدې روغتون ته په لاره ساه ورکړه. مېرمن یې هم ۹ ورځې وروسته د ۱۹۵۲ ز کال د جنورۍ په درېیمه نېټه د ټپونو له امله په همدغه روغتون کې مړه شوه. [۳]

د دوی د وژنې دوسیه، په ۱۹۵۱ او ۱۹۵۲ ز کلونو کې د فدرالو څېړنو ادارې (FBI) وڅېړله، خو هېڅوک یې په تړاو محاکمه نه شول. په دې اړه په ۱۹۷۰یمو او ۱۹۹۰یمو ز کلونو کې دوې نورې څېړنې هم وشوې. په ۲۰۰۵ ز او ۲۰۰۶ ز کلونو کې د ایالتي او عدلي طب څېړنو د کو کلوس کلان [په امریکا متحدو ایالتونو کې د سپین‌ پوستو، یهود ضدو، نژاد پالو، کاتولیک ضدو، بنسټ ‌پالو او نژادي نفرت ملاتړي خوځښت] څلور غړي د دې پېښې احتمالي عاملین وبلل چې هغه وخت ټول مړه شوي وو. «هري ټایسون مور» د (NAACP) لومړنی غړی او چارواکی و چې د مدني حقونو د فعالیت له امله ترور شو. دغه ښځه او مېړه لومړنۍ جوړه وه چې د غورځنګ له امله ووژل شول. «مور» د مدني حقونو د غورځنګ د دغه پړاو، لومړنی قرباني بلل کېږي چې دغه غورځنګ بیا په ۱۹۶۰مه لسیزه کې پراخ شو.[۳][۴]

د ژوند لومړي وختونه او کورنۍ[سمول]

«هري ټایسون مور» د ۱۹۰۵ ز کال  د نومبر په ۱۸مه نېټه د فلوریډا په هوسټون کې وزیږېد. دی د «جاني» او «روزا مور» یوازنی زوی و. پلار یې د «سيبورډ ایرلاین رېلروډ» (Seaboard Air Line Railroad) د اوبو د ذخیرو ساتونکی و او د کور په مخ کې یې یو کوچنی دوکان درلود. ټایسون چې کله ۹ کلن و، پلار یې ناروغ شو او په ۱۹۱۴ ز کال کې مړ شو. د هغه کونډې مېرمنې هڅه وکړه چې په یوازې ځان هر څه مدیریت کړي، هغې د پنبې په کرونده کې کار کاوه او د اونۍ په پای کې یې کوچنی دکان هم چلاوه. [۵]

ټایسون په «جکسون ویل» کې تر اوسېدو درې کاله وروسته، په ۱۹۱۹ز کال کې په سوواني ښار کې خپل کور ته را وګرځېد او د فلوریډا په یوه کالج کې یې د لېسې په زده‌کړو کې نوم لیکنه وکړه. «مور» په وروستیو څلورو کلونو کې په خپلو زده‌کړو کې ډېر بریالی و او ټولګیوالو یې د «دوکتور» لقب ورکړ. د ۱۹۲۵ ز کال په مې میاشت کې د ۱۹ کلنۍ په عمر له دغه کالج نه په عادي سند (په ابتدايي ټولګیو کې د تدریس لپاره) فارغ شو او د فلوريډا د کوکاو په برورډ ښار کې یې د ښوونکي دنده واخیسته.

د دوو نورو کلونو لپاره یې په کوکاو کې د تور پوستو په یوازني ابتدايي ښوونځي کې څلورم ټولګی تدریساوه. په برورډ ښار کې د اوسېدو په لومړي کال له «هریټ ویډا سیمز» سره وپېژندل چې یوه جذابه ښځه وه (هغه ۲۳ کلنه وه او دی ایله ۲۰ کلن و). هغې په ښوونځي کې تدریس کړی و، خو له هغه وروسته یې «د اتلانتیا د بیمې شرکت» لپاره بیمې پلورلې او دا د تور پوستو یو لوی تجارت و. دوی دواړو یو کال وروسته د ۱۹۲۶ز کال د کرېسمېس په ورځ واده وکړ. [۶]

د مدني حقونو فعالیت[سمول]

دوی په ۱۹۳۴ ز کال کې د لوڼو تر زیږېدو لږ وروسته په برورډ ښار کې د رنګین‌پوستانو د پرمختګ ټولنې (NAACP) څانګه جوړه کړه. ده په ټول ایالت کې د (NAACP) ادارې له مدیریت سره مرسته وکړه. ده د نوم لیکنې د فعالیت له لارې د غړو شمېر ډېر کړ او د هستوګنځي او زده‌کړو په برخه کې یې کار وکړ. «ټایسون» د لېنچېنګ [په عام محضر کې د یوې ډلې له‌خوا د مړینې تر کچې وهلو ته ویل کېږي چې دغه کار د یوې ځانګړې ډلې له‌خوا کېږي] په اړه څېړنه وکړه، د رای ورکوونکو د نوم لیکنې د خنډونو او د سپین پوستانو د ابتدايي ټاکنو په اړه یې شکایت وکړ [چې یوازې سپین پوستانو د رایې ورکولو حق درلود] او په دولتي ښوونځيو کې یې د تور پوستو ښوونکو لپاره د برابرې تنخوا په برخه کې هڅې وکړې.

په ۱۹۴۶ ز کال کې ښځه او خاوند دواړه د دغو فعالیتونو له امله د ښوونکي له دندې واېستل شول. «هري مور» د برورډ ښار د جلا شویو ښوونځیو په سیستم کې د تور پوستانو د دولتي ښوونځیو ښوونکو ته د برابرې تنخوا د ترلاسه کولو لپاره کار کاوه. د دغه ډول اقتصادي غچ اخیستو کړنې په پراخه کچه په لوېدیځو ایالتونو کې د فعالیت د هڅولو لپاره کارول کېدې. هري مور له اقتصادي پلوه د ژوند لپاره په (NAACP) کې یو تنخوا لرونکی درېځ ومانه.  

«مور» د پرمختګ غوښتونکو رای ورکوونکو د ټولنې مشري هم وکړه. کله چې په ۱۹۴۴ ز کال کې د متحدو ایالتونو د سترې محکمې په حکم د سپین پوستانو ابتدايي ټاکنې د اساسي قانون خلاف وبلل شوې، «مور» د ۱۹۴۴ او ۱۹۵۰ ز کلونو تر منځ پر دې بریالی شو، چې په فلوریډا کې د رایې ورکولو پر شرایطو د برابرو تور پوستو د نوم لیکنې سلنه ۳۱ ته ورسوي چې دا شمېره تر بل هر لوېدیځ ایالت ډېره وه.

د ګرووېلنډ قضیه[سمول]

د ۱۹۴۹ ز کال په جولای میاشت کې د فلوریډا ایالت په ګرووېلنډ سیمه کې پر یوې سپین پوستې ښځې د تېري له امله څلور تور پوستان تورن وبلل شول. ارنسټ توماس له ښاره د تېښتې پر مهال د پولیسو پوستې ووېشت او ویې واژه، درې نور شکمن د تېښتې پر مهال ونیول شول چې په نیولو کې ووهل شول او دوه کسان یې اړ کړل چې اعتراف وکړي. [۷]

دغه درې ځوانان چې یو یې ۱۶ کلن او تر ټولو کشر و، د ټول سپین پوستي قضايي پلاوي له‌خوا مجرم وګڼل شول. قاضي ۱۶ کلن «چارلېز ګرنلي» په عمري بند محکوم کړ. سام شېفرډ او والټر اروین یې پر اعدام محکوم کړل. د فلوریډا د (NAACP)  اجرائيوي رئیس «هري ټایسون مور» د دغو درېیو کسانو د غلط محکومیت پر وړاندې یو کمپاین وچلاوه. د (NAACP) په مرسته یې د استناف غوښتنه وکړه. د ۱۹۵۱ ز کال په اپرېل میاشت کې د متحدو ایالتونو په ستره محکمه کې د «تورګورډ مارشال» په سرپرستۍ یوه حقوقي ټيم د «شېفرډ» او «اروین» د محکومیت په اړه د بیاکتنې غوښتنه وکړه او نوې محکمه وټاکل شوه.

د ۱۹۵۱ ز کال په نومبر میاشت کې د ښار حاکم «مک کال» نوې محکمې ته «شېفرډ» او «اروین» د لېږدولو مسؤل و. ده ادعا وکړه چې دغو دوو کسانو چې لاسونه یې تړلي وو، د تېښتې لپاره پر ده برید وکړ. ده پر دوی دواړو ډزې وکړې، شېفرډ یې وواژه او اروین ټپي شو. ده وروسته د (NAACP) او (FBI) چارواکو ته وویل چې: «مک کال» پر ده او شېفرډ په ارامۍ سره ډزې وکړې. «مور» د ښار حاکم «مک کال» ته د سزا غوښتنه وکړه او د فلوریډا له قوماندان «فولر وارن»  نه يې وغوښتل، چې د هغه دنده وځنډوي.  [۸]

د یووېشتمې پېړۍ څېړنه[سمول]

ځايي حکومت دوه ځله د «مور» د وژونکو قضیه وڅېړله، خو تورونه یې مطرح نه کړای شول، ځکه ډېری هغه کسان چې پر دغه جنایت شکمن بلل کېدل، مړه شوي وو.

په ۲۰۰۵ ز کال کې د فلوریډا لوی څارنوال «چارلي کرېسټ» د «هري» او «هریټ مور» د وژل کېدو په اړه ایالتي څېړنې بیا پیل کړې. د دوی یوازنۍ ژوندۍ پاتې شوې لور «جوانیتا اوانجلین مور» کرېسټ وهڅاوه، چې د مور او پلار قاتلین یې پيدا کړي. [۹][۱۰]

د عدلي طب ټيمونو د شواهدو لپاره د «مور» د اوسېدو پخوانی ځای وکوت (اوس دا ځای د یادګار په یوه پارک بدل شوی). د ۲۰۰۶ ز کال د اګست میاشتې په ۱۶مه نېټه، د مدني حقونو ایالتي ادارې او د فلوریډا د قانون پلي کولو ادارې د پلټنو پایلې خپرې کړې. د جنایت په اړه د ښار د حاکم «مک کال» او د هغه د پولیسو اړوندې اوازې ناسمې ثابتې شوې. د پراخو شواهدو له مخې ایالت دې پایلې ته ورسېد، چې هري ټایسون او مېرمن یې د «کو کلوس کلان» ډلې د غړو له‌خوا د یوې دسیسې ښکار شوي دي. [۱۱]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w63r1tck — subject named as: Harry T. Moore — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/6820079 — subject named as: Harry T. Moore — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ "PBS – Freedom Never Dies: The Story of Harry T. Moore". www.pbs.org. مؤرشف من الأصل في ۱۸ فبروري ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ فبروري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په August 16, 2006 باندې). Crist Announces Results of Harry T. Moore Murder Investigation.
  5. "PBS - Freedom Never Dies: The Story of Harry T. Moore - Harry T. Moore - Moore's Bio". PBS. مؤرشف من الأصل في ۲۷ اگسټ ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Ben Brotemarkle, "Florida Frontiers: Christmas 1951 and the bomb heard miles away" Archived 2019-03-31 at the Wayback Machine., Florida Today, 22 December 2014; accessed 12 October 2018
  7. "Devil in the Grove: Thurgood Marshall, the Groveland Boys, and the Dawn of a New America". The Barnes & Noble Review. مؤرشف من الأصل في ۰۴ جولای ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. . Book Revives Debate About Fatal Christmas 1951 Bombing. tribunedigital-orlandosentinel.
  9. Green, Ben (1999). Before His Time: The Untold Story of Harry T. Moore, America's First Civil Rights Martyr. New York: The Free Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. PBS (2000). Freedom Never Dies: The Legacy of Harry T. Moore. مؤرشف من الأصل في ۲۶ اپرېل ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Office of the Attorney General of Florida (2006). Results of Harry T. Moore murder investigation. Press release. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ جنوري ۲۰۰۷ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)