Jump to content

هدفمند تکامل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

هدفمند تکامل (Orthogenesis) چې د اورتوژنټیک تکامل، مخکې تلونکي تکامل، تکاملي پراختیا یا وده کولو (پراګریسونېزم) په نومونو هم پېژندل کېږي یوه منسوخ شوې بیولوژیکي فرضیه ده او پر دې بنسټ ولاړه ده چې ژوندي موجودات د خپل داخلي میکانېزم یا «محرکې قوې» پر بنسټ د یوې موخې په جهت کې وده کوي. د دغې نظریې له مخې په تکامل کې په لوی مقیاس بهیرونه یو مطلق هدف لکه د بیولوژیکي پیچلتیا د زیاتوالي موخه لري. په هغو مخکښو تاریخي څېرو کې چې د تکاملي پیشرفت له ډول څخه یې ملاتړ کړی کولای شو؛ ژان باپتیست لامارک، پیرټیلارډ دو شارډن او هنري برګسون ته اشاره وکړو. [۱][۲][۳]

د اورتوژنیسېز اصططلاح په ۱۸۹۳زکال کې د ویلهلم هاکه له خوا وړاندې شوه او پنځه کاله وروسته د تئودور ایمر له خوا دود شوه. د هدفمند تکامل د نظریې پلویانو په تکامل کې د طبیعي انتخاب نظریه په یو مستطیلي ماډل کې د جهت لرونکي تکامل له مخې رد کړه. د معاصر سنتز په رامنځته کېدو سره چې په کې ژنټیک له تکامل سره ادغام شو؛ اورتوژنیسېز او د داروین له خوا د هغو نور ځای نیونکي تر ډېره بریده د بیولوژي پوهانو له خوا له پامه وغورځول شو؛ خو دغه انګېرنه چې تکامل د پرمختګ څرګندونکی دی تر اوسه پورې په پراخه کچه خپل ځای لري چې په معاصرو ملاتړ کوونکو کې یې اي. او. ویلسون او سایمون کانوې موریش شامل دي. تکاملي بیولوژي پوه ارنست مایر دغه اصطلاح په ۱۹۴۸ زکال کې په نیچر مجله کې د دې په څرګندولو سره چې دا «د ماورا طبیعي قوې د برخې» په معنی ده په اغېزمنه توګه تابو (منع) کړه. د لرغوني ژوند امریکايي عالم جورج ګیلور سیمپسون (۱۹۵۳ زکال) په اورتوژنیسېز باندې برید وکړ او هغه یې د «داخلي پټې قوې» په توګه په توصیف کولو سره له ژوند پالنې سره اړونده وبلله. له دې سره د موزیمونو ډېری اثار او د ښوونیزو کتابونو انځورونه دا تصور رامنځته کوي چې تکامل هدایت شوې چاره ده. [۴][۵][۶][۷]

د بیولوژي په برخه کې فیلسوف مایکل روز څرګندوي چې په عامه کلتور کې تکامل او پرمختګ یو بل ته مترادف دی، په داسې حال کې چې د مارچ پراګریس (March of Progress) په نامه له ګمراه کوونکی انځور څخه چې له شادیانو څخه تر معاصرو انسانانو پورې د تکامل څرګندويي کوي په پراخه کچه تقلید شوی.

تاریخچه

[سمول]

منځنۍ پېړۍ

[سمول]

د منځنیو پېړیو پر مهال د هستۍ په لوی ځنځیر کې د پراختیا امکان د اشکالو د خطي توالي پر بنسټ له ټیټ څخه لوړ ته تعبیه شوی. دغه مفهوم په واقعیت کې له هغه حشراتو څخه چې یوازې یوه حشره یې تولید کوله، تر هغو کبانو پورې چې هګۍ یې اچولې او تر هغو حیواناتو پورې چې د وینې په لرلو سره یې زیږون کاوه؛ د ارسطو په ژوند پوهنه کې ریښه لري. [۸]

له داروینیت وړاندې

[سمول]

په ۱۹مه پېړۍ کې هغه مهال چې د لامارکېزم په څېر تکاملي میکانېزمونه مطرح شول د اورتوژنیسېز فرضیې پام وړ پلویان وموندل. فرانسوي ژوي پېژندونکي ژان باپتیست لامارک (۱۷۴۴ – ۱۸۲۹ زکال) په خپله دغه نظریه ومنله او دغې نظریې د اکتسابي ځانګړنو له مخې د هغه د وراثت په نظریه کې پام وړ اغېز درلود چې فرضي میکانېزم یې د اورتوژنیسېز «د داخلي پټې قوې» په څېر و. اورتوژینسېز په ځانګړې توګه د بیولوژي د هغو لرغون پوهانو په واسطه چې په خپلو فوسیلونو کې یې جهت لرونکی تغیر لیدلی و؛ ومنل شو او د غیرفقاریه ژوندیوموجوداتو لرغون پوهانو و انګېرله چې هغه تدریجي او ثابت د جهت بدلون لري. له دې سره هغو کسانو چې اورتوژنیسېز یې په دغه ډول منل و، دا یې نه منله چې یو هدفمند میکانېزم دې د اورتوژنیسېز لامل ګرځېدلی وي. خپله چارلز داروین په ډېره لږ کچه د «تکامل» له اصطلاح ګټنه کوله هغه چې نن ورځ په معمول ډول د نوموړي د نظریې د توصیف په موخه کارول کېږي، ځکه چې دغې اصطلاح په شدت سره اورتوژنیسېز سره اړیکه لرله، هماغه ډول چې په ۱۶۴۷ زکال کې کارول کېده. د هغه نیکه اراسموس داروین چې طبیب و او څو تخصصونه یې لرل؛ پرمختګ پال او ژوندان پال و چې «ټول کائناتو ته یې د داسې ژوندي موجود په سترګه کتل چې د خپلې یوې داخلي حیاتي قوې پر مټ د لا زیات کمال پر لور حرکت لري». رابرټ چمبرز په خپل مشهور کتاب Vestiges of the Natural History of Creation کې چې په غیر منتظره ډول په ۱۸۴۴ زکال کې خپور شو؛ د طبیعي خلقت تاریخي پاتې شوني یې د کیهاني بدلونونو د پراخه څرګندونکي په توګه وړاندې کړل چې د بشریت د تکامل پر مهال خپل اوج ته ورسېدل. چمبرز په خپل دغه اثر کې د فوسیلي سوابقو کره تجزیه او تحلیل وړاندې کړ. [۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د داروین پر مهال

[سمول]

روز ولیدل چې «پیشرفت/تکامل اساسا د ۱۹مې پېړۍ پر یو باور اوښتی. د هغو د پخوانیو بنسټونو په پاشل کېدو سره [د مالتوس د بدبینۍ او د فرانسې د انقلاب د شاک له امله] هغو ژوند ته معنی وروبخښه – الهام یې وربخښه». د بالتیک جرمني بیولوژي پوه کارل ارنست فون بائر (۱۷۹۲-۱۸۷۶ زکال) په طبیعت کې د یوې اورتوژنټیک قوې اړوند استدلال وکړ؛ هغه په ۱۸۵۹ زکال کې د ژوندیو موجوداتو د بنسټ اړوند د داروین د کتاب په بیاکتنه کې استدلال وکړ چې «هغه قوې چې هدایت کېدلای نه شي – چې ړندې قوې هم ورته ویل کېږي – هېڅکله نه شي کولای یوه سپارښتنه تولید کړي». په ۱۸۶۴ زکال کې سویسي اناتومي پوه البرټ فون کولیکر (۱۸۱۷-۱۹۰۵ زکال) خپله اورتوژنټیک نظریه، هټروژنیسېز، وړاندې کړه او په بشپړ ډول یې د هغو د نژاد د جلا کرښو اړوند د هغو د مشترکو اجدادو لرلو پرته استدلال وکړ. په ۱۸۸۴ زکال کې سویسي بوتانېست کارل ناګلي (۱۸۱۷-۱۸۹۱ زکال) د اورتوژنیسېز نسخه وړاندې کړه چې په کې «د داخلي کمال اصل» شتون درلود. ګریګور منډل همدغه کال ومړ؛ ناګلي چې وړاندیز یې وکړ یو «ایډیوپلازم» کولای شي ارثي ځانګړنې ولېږدوي، منډل یې د بوټو په ژنټیک باندې کار ته له دوام څخه منصرف کړ. د ناګلي په خبره ډېری تکاملي بدلونونه غیرانطباقي و او داخلي بدلونونه یې له وړاندې طراحي شوي و. چارلز داروین دغه چاره یوه جدي ستونزه بلله او ځواب یې ورکاوه چې «د هر فردي جزیي تفاوت لپاره باید یو موثر دلیل شتون ولري»، خو دغې پوښتنې ته د مشخص ځواب موندلو وړتیا یې نه لرله ځکه د ژنټیک اړوند پوهې ته یې اړتیا لرله. له دې سربېره داروین خپله په دغه برخه کې تر یوه بریده مخکښ و ځکه د بېلګې په توګه هغه باور دلود چې انسان له ټولو هغو ژوندیو موجوداتو لوړ ځایګی لري چې ده مطالعه کړي. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۲][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

په ۱۸۹۸ زکال کې تئودور ایمر (۱۸۴۳-۱۸۹۸ زکال) د شاپرکانو د رنګ اړوند په یوه څېړنې سره د اورتوژنیسېز اصطلاح په خپل کتاب On Orthogenesis: And the Impotence of Natural Selection in Species Formation (اورتوژنیسېز: او د ژوندیو موجوداتو په جوړېدو کې د طبیعي انتخاب ناتواني) کې چې په پراخه کچه لوستونکي یې لرل معرفي کړه. ایمر ادعا وکړ چې په تکامل کې یو شمېر بهیرونه د هغو له تطبیقي اهمیت پرته شتون لري چې د طبیعي انتخاب له مخې د هغو توضیح ستونزمنه چاره ده. د اورتوژنیسېز د پلویانو لپاره په یو شمېر مواردو کې دغه ژوندي موجودات کېدلای شول چې د دغه ډول بهیرنو پر بنسټ د انقراض لوري ته سوق شي. ایمر د ارګانیکې ودې د قوانینو پر بنسټ د وراثت د اکتسابی ځانګړنو د پایلې په توګه د ارګانیک تکامل پر نامه خپل کتاب کې چې په ۱۸۹۰ زکال کې خپور شو اورتوژنیسېز یې له نئولامارکېزم سره اړوند وباله. هغه له ګڼل شمېر بېلګو لکه د آسونو له تکامل څخه ګټنه وکړه او استدلال یې وکړ چې تکامل په یوه منفرد جهت کې مخکې ځي چې توضیح یې د تصادفي بدلونو له مخې ستونزمنه چاره وبلله. ګولډ، ایمر د یو ماتریالیست په توګه توصیف کړ چې هر ډول ژوند پالونکې او هدفمنده کړنلار یې ردوله او استدلال یې کاوه چې د طبیعي انتخاب اړوند د ایمر نقد د هغه د نسل د ډیری تکامل پلوو ترمنځ رایج و. هغوی د ځای نیونکو میکانېزمونو په لټه کې و ځکه دې باور ته رسېدلي و چې طبیعي انتخاب نشي کولای نوې نوعې رامنځته کړي. [۲۲][۲۳][۲۴]

۱۹مه او ۲۰ مه پېړۍ

[سمول]

د اورتوژنیسېز ګڼ شمېر نسخې وړاندې شوې. بحثونو پر دې تمرکز درلود چې آیا دغه ډول نظریات عملي دي او یا هم اورتوژنیسېز ذاتا حیاتي او یا هم الهیاتي بنسټ لري. د بېلګې په توګه بیولوژي پوهانو لکه مینارډ ام. میټکلپ (۱۹۱۴ زکال)، جان میرل کولټر (۱۹۱۵ زکال)، ډیوېډ سټار جورډن (۱۹۲۰ زکال) او چارلس بی. لیپمن (۱۹۲۲ زکال) ادعا وکړه چې د اورتوژنیسېز اړوند شواهد یې په باکتریاو، کبانو او بوټو کې موندلي دي. په ۱۹۵۰ زکال کې د ژوند پوهنې لرغون پېژندونکي اتو شیندولف استدلال وکړ چې تنوع په خپل وړاندې ټاکل شوي جهت کې حرکت لري. هغه باور درلود چې دا په بشپړ ډول میخانیکي چاره ده او له هر ډول ژوندپالنې څخه یې انکار کاوه. هغه څرګندوله چې تکامل د دوره یي څرخ له مخې د تکاملي بهیرنو له مخې رامنځته کېږي چې د ارګانېزم د داخلي عواملو پر مټ هڅول کېږي. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

سرچينې

[سمول]
  1. Mayr, Ernst (1988). Toward a New Philosophy of Biology: Observations of an Evolutionist. Harvard University Press. p. 499. ISBN 978-0-674-89666-6.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Bowler 1989، مم. 268–270.
  3. Ruse 1996، مم. 526–539.
  4. Ulett, Mark A. (2014). "Making the case for orthogenesis: The popularization of definitely directed evolution (1890–1926)". Studies in History and Philosophy of Biological and Biomedical Sciences. 45: 124–132. doi:10.1016/j.shpsc.2013.11.009. PMID 24368232.
  5. Letter from Ernst Mayr to R. H. Flower, Evolution papers, 23 January 1948
  6. Simpson, George Gaylord (1953). Life of the Past: An Introduction to Paleontology. Yale University Press. p. 125.
  7. Ruse 1996، م. 447.
  8. Ruse 1996، مم. 21–23.
  9. Gould, Stephen J. (2001). The lying stones of Marrakech : penultimate reflections in natural history. Vintage. pp. 119–121. ISBN 978-0-09-928583-0.
  10. Gould, Stephen Jay (1977). Darwin's Dilemma: The Odyssey of Evolution. Ever Since Darwin: Reflections in Natural History. W. W. Norton. ISBN 978-0-393-06425-4. Archived from the original on 2019-12-16. نه اخيستل شوی 2019-08-01.
  11. Daly, J. P. (4 March 2018). "The Botanic Universe: Generative Nature and Erasmus Darwin's Cosmic Transformism". Republics of Letters. 6: 1–57. Archived from the original on 1 July 2022. نه اخيستل شوی 20 August 2022. {{cite journal}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help)
  12. Bowler 1989، م. 134.
  13. Brown, Keven; Von Kitzing, Eberhard (2001). Evolution and Bahá'í Belief: ʻAbduʼl-Bahá's Response to Nineteenth-century Darwinism. Kalimat Press. p. 159. ISBN 978-1-890688-08-0.
  14. Barbieri, Marcello (2013). Biosemiotics: Information, Codes and Signs in Living Systems. Nova Science Publishers. p. 7. ISBN 978-1-60021-612-1.
  15. Jacobsen, Eric Paul (2005). From Cosmology to Ecology: The Monist World-view in Germany from 1770 to 1930. Peter Lang. p. 100. ISBN 978-0-8204-7231-7.
  16. Vucinich, Alexander (1988). Darwin in Russian Thought. University of California Press. p. 137. ISBN 978-0-520-06283-2.
  17. Mawer, Simon (2006). Gregor Mendel: planting the seeds of genetics. Harry N. Abrams. ISBN 978-0-8109-5748-0.
  18. Watson, Marc; Angle, Barbara (2017). Man's Selection: Charles Darwin's Theory of Creation, Evolution, And Intelligent Design. BookBaby. pp. 146–150. ISBN 978-1-936883-14-1.
  19. Darwin, Charles (1859). On the Origin of Species By Means of Natural Selection, or, the Preservation of Favoured Races in the Struggle for Life. Chapters 10, 14.
  20. Ruse 1996، مم. 154–155, 162.
  21. Ruse 1996، م. 29.
  22. Shanahan, Timothy (2004). The Evolution of Darwinism: Selection, Adaptation, and Progress in Evolutionary Biology. Cambridge University Press. p. 121. ISBN 978-0-521-54198-5.
  23. Sapp, Jan (2003). Genesis: The Evolution of Biology. Oxford University Press. pp. 69–70. ISBN 978-0-19-515619-5.
  24. Gould, Stephen Jay (2002). The Structure of Evolutionary Theory. Harvard University Press. pp. 355–364. ISBN 978-0-674-00613-3.
  25. Simpson, George Gaylord (1964). Evolutionary Theology: The New Mysticism. This View of Life: The World of an Evolutionist. Harcourt, Brace & World. pp. 213–233.
  26. Metcalf, Maynard M. (1913). "Adaptation Through Natural Selection and Orthogenesis". The American Naturalist. 47 (554): 65–71. doi:10.1086/279329. JSTOR 2455865.
  27. John Merle Coulter. (1915). A Suggested Explanation of 'Orthogenesis' in Plants Science, Vol. 42, No. 1094. pp. 859–863.
  28. Starr, Jordan David (1920). "Orthogenesis among Fishes". Science. 52 (1331): 13–14. Bibcode:1920Sci....52...13S. doi:10.1126/science.52.1331.13-a. JSTOR 1646251. PMID 17793787.
  29. Lipman, Charles B. (1922). "Orthogenesis in Bacteria". The American Naturalist. 56 (643): 105–115. doi:10.1086/279851. JSTOR 2456503. S2CID 85365933.
  30. Kwa, Chunglin (2011). Styles of Knowing: A New History of Science from Ancient Times to the Present. University of Pittsburgh Press. p. 237. ISBN 978-0-8229-6151-2.
  31. Dimichele, William A. (1995). "Basic Questions in Paleontology: Geologic Time, Organic Evolution, and Biological Systematics, by Otto H. Schindewolf" (PDF). Review of Palaeobotany and Palynology. 84 (3–4): 481–483. doi:10.1016/0034-6667(95)90007-1.[مړه لينکونه]
  32. Simpson, George Gaylord (1964). Evolutionary Theology: The New Mysticism. This View of Life: The World of an Evolutionist. Harcourt, Brace & World. pp. 213–233.