هاوارډ فلوري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

هاوارډ والټر فلوري، بارون فلوري (زوکړه: د ۱۸۹۸ زکال د سپټمبر ۲۴مه – مړینه: د ۱۹۶۸ زکال د فبروري ۲۱مه) اسټرالیايي درمل جوړونکی او پتالوژېست و چې په ۱۹۴۵ زکال کې یې له ارنست چین او الکساندر فلمېنګ سره یوځای د پنسلین په پراختیا کې د ونډې لرلو له امله د فزیولوژي یا طبابت په برخه کې د نوبل جایزه ترلاسه کړه.

په داسې حال کې چې د پنسلینو د اختراع ډیری اعتبار فلمېنګ ته رسېږي، خو دا فلوري او د هغه ډله وه چې په اکسفورډ پوهنتون کې یې وروسته له هغه په یوې ګټمنې او اغېزمنې دوا بدل کړل، چې اړوند یې فعالیتونه له لسو کالونو راهیسې په ټپه درېدلي و. هغوی د دغو درملو د ودې، خالص سازۍ او جوړولو په موخه داسې تخنیکونه وړاندې کړل چې د هغو کیمیاوي جوړښت یې وټاکه، د هغو کارکړنه یې کشف کړه، په حیواناتو باندې یې د هغو اغېز و ارزاوه او د لومړي ځل لپاره یې په انسانانو باندې د هغو کلنیکي ازموینه ترسره کړه. دوی له دغې مادې څخه په ۱۹۴۱ زکال کې د اکسفورډ د یوه ساتونکي پولیس په درملنه کې ګټنه وکړه. هغه مخ پر ښه کېدو شو، خو له دې امله ومړ چې هغه مهال فلوري ونشو کولای په کافي کچه دغه درمل تولید کړي. له دې وروسته په بریتانیا، متحده ایالاتو او شمالي افریقا کې د دغې مادې اړوند نورو ازموینو په لوړه کچه بریالیتوب له ځانه سره درلود.

فلوري له اډلاید پوهنتون څخه فارغ شو او په اکسفورډ پوهنتون کې یې د روډز سکالرشېپ او همدارنګه یې په متحده ایالاتو کې د راکفلر بنسټ د مالي ملاتړ په مرسته نورې لوړې زده کړې هم وکړې. نوموړی په ۱۹۳۵ زکال کې په اکسفورډ کې د پتالوژۍ برخې ته اړوند د ویلیام ډان کالج مشر وټاکل شو. هغه په پنسلین باندې له کار سربېره د لیزوزیم د انزایمونو، له امیدوارۍ څخه د مخه نیونکو درملو او سفالوسپورین په ګډون په ګڼ شمېر نورو موادو هم کار وکړ. نوموړي په کانبرا کې د اسټرالیا د ملي پوهنتون او د جان کریتین د طبي څېړنو د پوهنتون په تاسیس کې ونډه لرله او له ۱۹۶۵ زکال راهیسې یې په ۱۹۶۸ زکال کې د خپلې مړینې تر مهاله د اسټرالیا د ملي پوهنتون د مشر په توګه خدمت وکړ. نوموړی د سلطنتي ټولنې همکار غړی وټاکل شو او له ۱۹۶۰ زکال څخه یې تر ۱۹۶۵ زکال پورې د هغو مشري هم وکړه؛ دغه مهال نوموړي کارلتون هاوس تریس ماڼۍ ته د دغې ټولنې پر لېږد او همدارنګه له اروپايي بنسټونو سره د هغو د اړیکو په رامنځته کېدو نظارت درلود. په ۱۹۶۲ زکال کې نوموړی د اکسفورډ د کوینز کالج ناظم وټاکل شو.

اټکل کېږي چې د فلوري کشف له ۸۰ میلیونو څخه د زیاتو کسانو ژوند ژغورلی او له همدې امله د اسټرالیا علمي او طبي ټولنه هغه ته د یوې مخکښې څېرې په سترګه ګوري. د اسټرالیا لومړي وزیر رابرټ منزیس وویل: «د نړیوالې هوساینې له لید څخه، فلوري تر ټولو مهم هغه کس دی چې تر نن ورځې بل هغسې په اسټرالیا کې نه دی زیږېدلی». [۱]

لومړنی ژوند[سمول]

هوارډ والټر فلوري د ۱۸۹۸ زکال د سپټمبر په ۲۴مه د سویلي اسټرالیا د مرکزي ښار اډلاید سویل ته په مالورن ښار کې وزیږېد. د هغه د تخلص قافیه د «ساري یعنې وبخښه» له کلمې سره یو شان ده. نوموړی د انګلستان په اکسفورډ شایر کې د بوټ جوړونکي جوزف فلوري یوازنی زوی و چې په ماشومتوب کې لندن ته کډه شو، چېرې چې د هغه نیکه د بوټانو د جوړونې سوداګري پیل کړه. د جوزف فلوري لومړنۍ مېرمن شارلوټ ایمز وه چې له هغې یې دوه لوڼې لرلې؛ شارلوټ په ۱۸۸۰ زکال کې او آنی هم په ۱۸۸۲ زکال کې وزیږېده. وروسته له هغه چې مېرمن یې د سږو په سل ناروغۍ اخته شوه، کورنۍ یې سویلي اسټرالیا ته له دې امله کډه وکړه چې ګویا هلته هوا ښه ده. د هغې روغتیایي حالت ورځ تر بلې مخ پر خرابېدو روان و، تر هغه چې د ۱۸۸۶ زکال په اپریل کې مړه شوه. جوزف فلوري د بوټ جوړونې خپله سوداګري په اډلاید کې تاسیس کړه او د خپل کور د ساتونکي له لور برث مري والډهم سره یې واده وکړ. د دوی لومړنۍ ماشومه د هېلدا په نامه وه چې په ۱۸۹۱ زکال کې وزیږېده. هېلدا بیا وروسته د پتالوژۍ او مایکروسکوپي درملنې په برخه کې یو له مخکښانو څخه شوه. ورپسې یې د والټا په نامه بله لور په ۱۸۹۲ زکال کې وزیږېده. له همدې امله فلوري له ځانه څلور مشرې خویندې لرلې چې له دغو څخه دوه یې میرنۍ وې. [۲][۳][۴]

ویاړونه او جایزې[سمول]

فلوري په ۱۹۴۵ زکال کې د ایډنبورګ پوهنتون څخه د درمل جوړونې په برخه کې د کامرون جایزه او د جراحۍ په برخه کې یې د مرستو له امله د لیسټر مډال ترلاسه کړ. نوموړي د همدغه کال په وروستیو کې د لیسټر مډال د ورکړې په مراسمو کې د انګلېنډي جراحانو سلطنتي کالج ته خپله وینا «د درملیزو موخو لپاره د مایکرو ارګانېزمونو د ګټنې» تر عنوان لاندې وکړه. هغه له ګڼ شمېر بریتانوي او نور بهرنیو پوهنتونو څخه افتخاري درجې ترلاسه کړې دي چې په دغو کې د برازیل د سائوپائولو پوهنتون هم شامل دی. نوموړي په ۱۹۴۷زکال کې د طبي سلطنتي ټولنې د سرو زرو مډال ترلاسه کړ. سربېره پر دې یې په ۱۹۴۶ زکال کې د فرانسې تر ټولو لوړ افتخاري نښان لژیون دونور، په ۱۹۴۸ زکال کې یې د امریکا د شایستګۍ نښان او په ۱۹۶۵ زکال کې یې د سیمتسونین انستیتیوت څخه د جیمز سمیتسون مډال ترلاسه کړ. [۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۹]

فلوري په ۱۹۶۳ زکال کې د متحده ایالاتو د علومو د ملي اکاډمۍ او همدارنګه د امریکا د فلسفي ټولنې غړی وټاکل شو. راتلونکی کال نوموړی د امریکا د علومو او هنرونو د اکاډمۍ د غړي په توګه وټاکل شو. په ۱۹۶۱ زکال کې د جراحانو د سلطنتي کالج افتخاري غړی شو او په ۱۹۶۳ زکال کې د امریکا د علومو د ملي اکاډمۍ بهرنی همکار وبلل شو.

د ۱۹۶۵ زکال د فبروي په ۴مه فلوري ته د بریتانیا انتصابي اشرافیت ورکړل شو او په دې سره د اسټرالیا د ټولګټي هېواد او د سویلي اسټرالیا د اډلاید ښار او په اکسفورډ ښار کې د مرسټون، بارون فلوري وبلل شو. دا له هغه شوالیه نښان څخه لوړ افتخار و چې الکساندر فلمېنګ ته ورکړل شوی و؛ همدارنګه په دې سره د میلیونونو کسانو د ژوندانه د ژغورنې په موخه د پنسلینو په تولید کې د هغه لویه ونډه په رسمیت وپېژندل شوه. نوموړی په اپرېل میاشت کې د لارډ کوټسلو، د مارګاریت جیننګز وروڼو او په سلطنتي ټولنه کې د هغه د ځای ناستي لارډ ادریان په ملاتړ د لارډانو جرګې (د بریتانیا مشرانو جرګې) ته په رسمي توګه ور معرفي کړای شو چې په میراثي توګه د اشرافي کورنیو په واک کې وه. نوموړی د ۱۹۶۵ زکال د جولای په ۱۵مه د همګټو هېوادونو د شایستګۍ د نښان د ترلاسه کولو په موخه معرفی کړای شو چې د همګټو هېوادونو د مشترک پاچا له خوا ورکول کېده. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

سرچينې[سمول]

  1. Bickel 1995، ص. Back cover.
  2. کينډۍ:Cite AuDB
  3. "Gardner, Hilda Josephine (1890 –1953)". Encyclopedia of Australian Science. 
  4. Macfarlane 1979، صص. 30–31.
  5. "Sir Howard Florey, F.R.S.: Lister Medallist". Nature. 155 (3942): 601. 1945. Bibcode:1945Natur.155R.601.. doi:10.1038/155601b0. ISSN 0028-0836. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Florey, H. W. (1945). "Use of Micro-organisms for Therapeutic Purposes". BMJ. 2 (4427): 635–642. doi:10.1136/bmj.2.4427.635. PMC 2060276. PMID 20786386. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Honorary Doctorates between the decades of 1940s and 1950s from the University of Sao Paulo, Brazil" (PDF). Universidade de São Paulo. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جنوري ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Announcements". Nature. 160 (51): 51. 12 July 1947. Bibcode:1947Natur.160T..51.. doi:10.1038/160051d0. ISSN 0028-0836. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Abraham 1971، ص. 292.
  10. "The James Smithson Medal". Smithsonian Institution. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ مارچ ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Howard Florey". www.nasonline.org. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ نومبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "APS Member History". search.amphilsoc.org. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ نومبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Howard Walter Florey". American Academy of Arts & Sciences. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ نومبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. کينډۍ:London Gazette
  15. Williams 1984، صص. 362–363.
  16. کينډۍ:London Gazette
  17. Abraham 1971، صص. 282.