هالنډ په دویمه نړیواله جګړه کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د هالنډ له بې‌طرفۍ سره سره نازي المان د ۱۹۴۰ کال د مې په ۱۰مه د فال ګېلب (زېړې قضیې) د عملیاتي پلان د یوې برخې په توګه پر هالنډ یرغل وکړ. د ۱۹۴۰ کال د مې په ۱۵مه د روترډام تر بمبارۍ یوه ورځ وروسته هالنډي پوځیان تسلیم شول. د هالنډ دولت او سلطنتي کورنۍ لندن ته کډه وکړه، شهزادګۍ جولیانا او بچیانو یې د جګړې تر پای پورې د کاناډا په اوتاوا کې پناه واخیسته. [۱]

یرغلګرو هالڼد د المان په اشغال کې کړ چې په ځینې سیمو کې یې اشغال د ۱۹۴۵ کال په مې میاشت کې یې د المان د تسلیمېدو تر مهاله دوام وکړ. فعال مقاومت په لومړیو کې د یو اقلیت په‌واسطه ترسره شو، چې د اشغال په ترڅ کې یې وده وکړه. اشغالګرو د هېواد ډېری یهودیان د نازي د جبري کار کمپونو ته وشړل. [۲]

څېړونکو د هالنډ د سیمه‌یزو سیمو تر منځ د یهودي اوسیدونکو د ژوندي پاتې کېدولو په کچه کې د ډېر توپير له امله په ملي کچه د یوې واحدې تشرېح باور له پوښتنې سره مخ کړی. په یوه برخې کې د نفوس د ښه تنظیم شوي راجستر له امله د هېواد شاوخوا ۷۰ سلنه یهودي نفوس د دویمې نړیوالې جګړې په جریان کې وژل شوی- چې د بلجیم او یا فرانسې په پرتله ډېره لوړه سلنه ده. په پټو اسنادو کې راغلي چې المانيانو د هالنډ پولیسو او اداري چارواکو ته د یهودانو د موندلو او پیژندلو لپاره او دا چې د هغوی په نیولو کې مرسته وکړي انعام ورکړی و. کمونیستانو د المان د ټولو اشغال شویو سیمو ترمنځ په امستردام ښار او د هغه په شاوخوا کې د فبرورۍ اعتصاب تنظیم کړ- د یهودي ښاریانو د ځورونې پر وړاندې د لاریون لپاره عمومي اعتصاب (د ۱۹۴۱ کال فبروري).  [۳][۴]

دویمه نړیواله جګړه په هالنډ کې په درېیو بېلابېلو پړواوونو کې پېښه شوه:

  • د ۱۹۳۹ کال له سېپټمبر څخه د ۱۹۴۰ کال تر مې میاشتې: د جګړې تر پیل وروسته هالڼد د بې‌طرفۍ اعلان وکړ. وروسته دا هېواد پر لپسې ډول له یرغل سره مخ او اشغال شو.
  • د ۱۹۴۰ کال له مې میاشتې څخه د ۱۹۴۱ کال تر جون: د المان له سپارښتنو څخه رامنځته شوې اقتصادي وده چې د آرتورسیس-اینکوارت «بخملي دستکشو» له طریقې سره ترکیب شوې وه په نسبي ډول د یو ملایم کاروبار لامل شوه.
  • د ۱۹۴۱ کال له جون څخه د ۱۹۴۴ کال تر جون: د جګړې له شدت سره المان له اشغالي خاورو څخه د ډېرو مرستو غوښتونکی شو چې د ژوند د معیارونو د راټیټېدلو لامل شو. د یهودانو پر وړاندې زور زیاتی زیات شو او په زرګونه یهود د وژنې کمپونو ته ولېږل شول. د «بخملي دستکشو» کړنلاره پای ته ورسېده.
  • د ۱۹۴۴ کال له جون څخه د ۱۹۴۵ کال تر مې میاشتې پورې: شرایط لا ډېر سخت شول چې د لوږې او د تېلو د کموالي لامل شول. د المان اشغالي چارواکو په ورو ورو د وضعیت کنترول له لاسه ورکړ. نازیانو غوښتل وروستی دريځ خپل کړي او په ویجاړوونکو اقداماتو لاس پورې کړي. ځینو د وضعیت د کرارولو هڅه وکړه.

متحدینو د ۱۹۴۴ کال په دویمه نیمه برخه کې د هالنډ د سویل ډېره برخه آزاده کړه. د هېواد پاتې برخه په ځانګړي ډول لویدیځ او شمال د آلمان په ولکه کې پاتې شول او د ۱۹۴۴ کال په پای کې هېواد له قحطۍ سره مخامخ و چې د «لوږې د ژمي» په نوم پېژندل کیږي. د ۱۹۴۵ کال د مې په ۵مه په لونبورګ هېث کې د المان تسلیمېدل د ټول هېواد د ازادۍ لامل شول.

مخینه[سمول]

د ختيځ هند په څېر د هالنډ د هغه وخت مستعمرې د دې لامل شوې چې هالنډ د تېلو د تولید له پلوه د نړۍ په کچه پنځم غوره هېواد شي او په اینتربلوم (فوکر) کې د نړۍ تر ټولو ستره د الوتکو د جوړولو فابریکه ولري چې په لومړۍ نړیواله جګړه کې یې د هغوی د وسلوالو معاملاتو له بریالیتوب او د هالنډ له بې طرفۍ سره مرسته وکړه. دا هېواد د اروپا له تر ټولو شتمنو هېوادونو څخه یو و او په اسانۍ یې کولی شوی یو عصري ستر پوځ تامین کړي. د هالنډ دولتونه د ۱۹۲۹ او ۱۹۴۳ کلونو تر منځ د منځلارو ښي اړخه مسیحي ګوندونو په واک کې وو. هالنډ په ۱۹۳۳ کال کې له ستر اقتصادي کړکېچ څخه چې په ۱۹۲۹ کال کې پيل شوی و زیانمن شو. د هندیکوس کولیجن اوسني دولت د ګلیدر (د هالنډ پولي واحد) د ارزش ساتلو لپاره د کمولو پراخه برنامه وڅارله چې په امستردام کې د کاریګرانو د بلوا او د ۱۹۳۳ او ۱۹۳۴ کلونو تر منځ د سمندري ځواکونو د بلوا لامل شوه. په پای کې په ۱۹۳۶ کال کې دولت اړ شو د سرو زرو معیار پرېږدي او د پیسو ارزښت راکم کړي. [۵]

په هالنډ کې د ستر اقتصادي کړکېچ پر مهال بېلابېل فاشیستي غورځنګونه راڅرګند شول چې له ايټالیايي فاشیزم یا الماني نازیزم څخه يې الهام اخیستی و، خو هېڅ‌کله یې پر یو کتله‌یي غورځنګ د بدلېدو لپاره کافي غړي جذب نه شوی کړی. په ۱۹۳۵ کال کې په هالنډ کې ملي سوسیالیستي غورځنګ (Nationaal-Socialistische Beweging, NSB) د المان د کاریګرانو د سوسیالیست ګوند په ملاتړ چې په ۱۹۳۳ کال کې یې واک ترلاسه کړ د پراختیا لپاره هڅه وکړه. د نازي په سبک نژادي اېديالوژۍ په هالنډ کې محدوده غوښتنه لرله ځکه چې د تاوتريخوالي غوښتنه یې کول. NSB د دویمې نړیوالې جګړې په پیل کې له مخکې هم د غړو او هم د رایې ورکوونکو له پلوه له کمښت سره مخامخ وه. [۶]

دولت د دوو جګړو تر منځ دوره کې د زیدوزي کارونو (د بندونو، استنادي موانعو جوړولو، د ځمکې د بیا رغونې او اوبو ایستلو بشري سیستم، ژباړن) په ګډون د مدني بېخبنايي پروژو او د ځمکې رغونې په برخه کې کار وکړ. چې په پایله کې یې له سمندر څخه د پټمونو په‌واسطه بېله شوې د ویرینګرمیر ځمکه له اوبو څخه وچه او د افسلایټ بند بشپړ شو. [۷]

ناپېیلتوب/بې‌طرفي[سمول]

د لومړۍ نړیوالې جګړې په بهیر کې په لیندن کې د پیتر کورت ون په مشرۍ د هالنډ دولت په دې توانېدلی و چې خپله بې‌طرفي خوندي کړي. د جګړې تر منځ دوره کې او ان په ۱۹۳۳ کال کې د نازي ګوند د واک ته رسېدو تر مهاله خپلې «خپلواکې پالیسۍ» څارلو ته دوام ورکړ. د انقلاب ضد ګوند محافظه کار وزیر هندریکوس کولین چې له ۱۹۳۳ څخه تر ۱۹۳۹ کال پورې یې واک په لاس کې و، باوري و چې هالنډ هېڅ‌کله هم نه شي کولی د یو ستر قدرت د برید پر وړاندې مقاومت وکړي. دولت له عملي پلوه پوځ ته ډېر مصرف ونه کړ. که څه هم مالي لګښتونه د ۱۹۲۸ او ۱۹۳۹ کلونو تر منځ دوه چنده شوي و، د نړیوالو ترېنګلتیاو د زیاتېدو په موخه دغو لګښتونو د ۱۹۳۹ کال د ملي لګښتونو یوازې ۴ سلنه برخه جوړوله چې د نازې المان خلاف تقریباً ۲۵ سلنه وو. دولت د هېواد د دفاع لپاره په ځینې طرحو کار وکړ، چې د «هالنډ د اوبو نوې کرښه» په کې شامله وه، د امستردام په ختيځ کې یوه سیمه له سیلاب سره مخ شوه. له ۱۹۳۹ کال څخه د ګریبي او پیل -رام کرښو په کډون د ډورډریچټ، یوټریچټ، هارلیم او امستردام کلیدي ښارونو د خوندیتوب لپاره پیاوړې پوستې جوړې شوې او د هالنډ ویستینګ (یا «د هالنډ کلا») رامنځته شوه. [۸][۹][۱۰][۱۱]

د ۱۹۳۹ کال په وروستیو کې د بریتانیا، فرانسې او نازي المان سترواکیو تر منځ د جګړې له اعلان سره د المان دولت د هالنډ د ناپېیلتوب لپاره یو فرمان صادر کړ. دولت په ورو ورو د ۱۹۳۹ کال له اګست څخه پوځ بسیج کړ چې د ۱۹۴۰ کال تر اپرېل پورې خپل بشپړ واک ته ورسېد. [۱۲]

سرچينې[سمول]

  1. Werner Warmbrunn (1963). The Dutch Under German Occupation, 1940–1945. Stanford UP. د کتاب پاڼي 5–7. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780804701525. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Loyd E. Lee and Robin D. S. Higham, المحرر (1997). World War II in Europe, Africa, and the Americas, with General Sources: A Handbook of Literature and Research. Greenwood. د کتاب پاڼې 277. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780313293252. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Croes, Marnix (Winter 2006). "The Holocaust in the Netherlands and the Rate of Jewish Survival'" (PDF). Holocaust and Genocide Studies. Research and Documentation Center of the Netherlands Ministry of Justice. 20 (3): 474–499. doi:10.1093/hgs/dcl022. S2CID 37573804. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۶ سپټمبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ ډيسمبر ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Tim Cole, Review: Hitler's Bounty Hunters: The Betrayal of the Jews, English Historical Review, Volume CXXI, Issue 494, 1 December 2006, Pages 1562–1563, https://doi.org/10.1093/ehr/cel364
  5. "The Netherlands between the Wars, 1929–1940". History of the Netherlands. World History at KLMA. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جولای ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Hansen, Erik (1981). "Fascism and Nazism in the Netherlands, 1929–39". European Studies Review. 11 (3): 33–385. doi:10.1177/026569148101100304. S2CID 144805335. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "The Netherlands between the Wars, 1929–1940". History of the Netherlands. World History at KLMA. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جولای ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Abbenhuis, Maartje M. (2006). The Art of Staying Neutral: The Netherlands in the First World War, 1914–1918. Amsterdam: Amsterdam University Press. د کتاب پاڼي 13–21. د کتاب نړيواله کره شمېره 90-5356-818-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Hirschfeld, Gerhard (1988). Nazi Rule and Dutch Collaboration: The Netherlands under German Occupation, 1940–1945 (الطبعة 1st English). Oxford: Berg. د کتاب پاڼي 12–4. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-85496-146-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Wubs, Ben (2008). International Business and War Interests: Unilever between Reich and Empire, 1939–45. London: Routledge. د کتاب پاڼي 61–2. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-41667-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Dutch Army Strategy and Armament in WWII". Waroverholland.nl. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جولای ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Dutch Army Strategy and Armament in WWII". Waroverholland.nl. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جولای ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)