هارپي
ونگبڼه
| Harpia harpyja هارپي | |
|---|---|
| مملکه | ژوی |
| عمومي بڼې | Chordata |
| ځانتياوي بڼې | شمزۍ لرونکي ژوي |
| طبقه | مرغان |
| څېرمه طبقه | الوتونکی مرغان |
| طایفه | باز ډوله مرغان |
| کورنۍ | شکری ډوله مرغان |
| جنس | هارپي |
هارپي (په لاتين: Harpia harpyja) د غوښه خوړونکو مرغانو څخه دي چې د شکری ډوله مرغانو په کورنۍ او د هارپي په جنس پورې اړه لري. نوموړي مرغه په سهيلي امريکا کې ژوند کوي.
توصیف
[سمول]هارپي په سهيلی امريکا کی تر ټولو ستره څيرونکي مرغه دي چی په ۱۷۵۸ کال کی د طبیعت سامانه په کتاب کی د کارل فون لینې لخوا توصیف شو. نوموړي مرغه په ځانگړي ډول بيزوگان،طوطيگان او د نورو جنگلي ژویو ښکار کوي. د هارپي وزن ۹ کیلوگرامه دي ، د الوتنې سرعت یی ۸۰ کیلومتره په ساعت کی دی او د وزرونو پلنوالي یی د ۱،۷۶ مترو څخه تر ۲،۲ مترو پورې دي.