نېشن آف اسلام (بنسټ)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

نېشن آف اسلام یا د اسلامي امت بنسټ (NOI) هغه سیاسي او مذهبي بنسټ دی چې په ۱۹۳۰ زکال کې د والاس فرد محمد له خوا په متحده ایالاتو کې تاسیس شو. د ملت پاله تور پوستو د دغه بنسټ هڅې په افریقايي ډیاسپورا، په ځانګړې توګه په افریقايي الاصله امریکایانو تمرکز لري. په داسې حال کې چې دغه بنسټ خپل ځان د اسلام ترویج کوونکی بولي، خو باورونه یې په بشپړه توګه له اسلامي اصولو سره په ټکر کې دي. دیني عالمان هغه د یو نوي مذهبي خوځښت په توګه یادوي. دغه بنسټ د یو متمرکز او د مراتبو د سلسله لرونکي جوړښت په توګه خپلې چارې مخته وړي.

د دغه بنسټ په لارښوونو کې راځي چې څو فاني خدایانو شتون لرلی؛ هر یو یې د الله په نوم تور پوستی و (العیاذ بالله)، چې فرد محمد د هغوی تر ټولو وروستی دی. دوی ادعا کوي چې لومړني خدای انسانان خلق کړي، هغه عربي ژب ویونکې تور پوستې شباز قبیله چې هر غړی یې باطني الوهیت لرلی او ټولو رنګین پوستانو له هغو سرچینه اخیستې. دوی په دې باور دي چې وروسته د یعقوب په نامه کس سپین پوستی نژاد رامنځته کړی. د دوی پر باور سپین پوستي د باطني الوهیت نه لرونکي او ذاتا ظالمان دي . هغوی د شباز قبیله له منځه یووړه او پر نړۍ واکمن شول. دغه بنسټ چې ځان په متحده ایالاتو کې د سپین پوستې واکمنې ټولنې له مخالفینو ګڼي د یوه خپلواک افریقايي – امریکايي دولت یا ملت د جوړولو لپاره مبارزه کوي او له افریقايي الاصله امریکایانو غواړي چې له اقتصادي پلوه پر ځان بسیا او جلا غوښتونکي واوسي. د دغې ډلې د لرغوني (هزاره پالونکي) باور له مخې فرد محمد به ډېر ژر د یوې فضايي بېړۍ په مرسته چې ورته «د الوتکو مور» یا «د بېړیو مور» ویل کېږي را کښته شي، سپین نژاد به له منځه یوسي او یوه فاضله مدینه به رامنځته کړي. د دغه بنسټ غړي د جوماتونو یا معابدو په څېر ودانیو کې عبادت کوي. دوی له خپلو عبادت کوونکو غواړي چې ډېر زیات منظم واوسي او د کالیو اغوستنې له سخت دریځه ډول، ځانګړي غذايي رژیم او له مردسالاره جنسیتي رول څخه پیروي وکړي.

والاس فرد محمد دغه بنسټ په ډیټرویټ کې تاسیس کړ. نوموړي د دغه بنسټ د باورونو لپاره ګڼ شمېر منابع چې د نوبل دروعلي له خوا افریقايي الاصله امریکایانو ته اړوند علمي معبد، د ګارویزم په څېر د تور پوستو لپاره ملت پالونکي باورونه او د فراماسونری تور پالونکي ډولونه په کې شاملېږي، رامنځته کړل. په ۱۹۳۴ زکال کې د فرد محمد له ورک کېدو وروسته د دغه بنسټ مشري الایجا محمد پر غاړه واخیسته. هغه د NOI لارښوونو ته پراختیا ورکړه او څرګنده یې کړه چې فرد محمد د دوی وروستی خدای دی. نوموړي د ۱۹۵۰مې لسیزې په وروستیو او ۱۹۶۰مه لسیزه کې په پام وړ توګه پام ځانته راجلب کړ او د خپلو مخکښو غړو لکه د تورپوستي ملت پال مالکوم اېکس او بوکسر محمد علي (وروسته یې د دوی له باورنو مخ واړوه او سم مسلمان شو) په مرسته یې د NOI شهرت ته پراختیا ورکړه.

د متحده ایالاتو د فدرال څېړنو ادارې (FBI) دغه بنسټ د متحده ایالاتو داخلي امنیت ته ګواښ وباله او د هغو کمزوري کولو ته یې کار وکړ. په ۱۹۷۵ زکال کې د الایجا محمد له مړینې وروسته د هغه زوی وارث دین محمد د دغې بنسټ واګې پر خپل واک کې واخیستي او دغه بنسټ یې د اسلام په سني باورونو برابر کړ او د هغو نوم یې په لویدیځ کې نړیوالې اسلامي ټولنې (World Community of Islam in the West) ته بدل کړ. د دغه بنسټ هغه غړي چې د الایجا محمد د لارښوونو د ساتنې په لټه کې و په ۱۹۷۷ زکال کې یې د لوئیس فراخان په رهبرۍ بیاځلي د امت اسلامي په نوم بنسټ رامنځته کړ. فراخان د دیانتیک او د دغه بنسټ د کرهنیزو او اقتصادي چارو په یوځای کولو سره د دغه بنسټ باورونو ته پراختیا ورکړه.

د دغه بنسټ اصلي مرکز په متحده ایالاتو کې دی، خو د نړۍ په یو شمېر نورو هېوادونو کې هم مرکزونه لري چې په دغه بهرنیو مرکزونو کې یې یوازې رنګین پوستان غړیتوب ترلاسه کولای شي. په ۲۰۰۷ زکال کې په اټکلي ډول وښوول شوه چې کېدای شي دغه بنسټ ۵۰ زره غړي ولري. دغه بنسټ څرګنده کړې چې په ځانګړې توګه د بندیانو د تبادلې په برخه کې کامیاب پاتې شوی. د سویلي بېوزلۍ حقوقي دفتر (Southern Poverty Law Center) او افترا ضد اتحادیې (Anti-Defamation League) دغه بنسټ تورن کړی چی د تورپوستو په برتري غوښتنې نفرت پارونکی بنسټ دی چې د سپین پوستو پر وړاندې نژادي تبعیض، یهودیزم ضد مخالفتونه او د همجنسګرایانو پر ضد ناوړه افکار ترویج کوي. مسلمان منتقدین بیا دغه بنسټ د داسې باورونو په ترویج کې ښکېل بولي چې په مطلق ډول له اسلام سره په ټکر کې دي.

تعریف[سمول]

نېشن آف اسلام یا امت اسلامي یو نوی مذهبي، «قومي – مذهبي» او ټولنیز خوځښت دی. دیني عالمان هغه د الوتونکي قاب (بشقاب پرنده) باورونو په لړ کې طبقه بندي کوي چې د دغه باورونو له مخې په راتلونکي کې د نړۍ د پای اړوند وړاندوینې شوې دي. په داسې حال کې چې د دغه نوم د دوه جلا بنسټونو استازولي کوي چې یو یې په ۱۹۳۰ زکال کې د والاس فرد محمد له خوا تاسیس شوی او تر ۱۹۷۵ زکال پورې یې دوام موندلی او دویم یې بیا د ۱۹۷۰ مې لسیزې په وروستیو کې د لوئیس فراخان له خوا تاسیس شو. [۱][۲][۳][۴]

دغه بنسټ د دوی پر خپل باور په پراخه کچه له عیسوي او اسلامي باورونو ګټنه کوي، په داسې حال کې چې دوی د عیسویانو سپېڅلی کتاب انجیل او د مسلمانانو سپېڅلی کتاب قران مجید د نورو عیسویانو او مسلمانانو څخه په توپیر تفسیر کوي. تور پوستو په ځانګړې توګه افریقايي الاصله امریکایانو ته اړوند دغه ملت پاله مذهبي بنسټ هڅه کوي څو خپل باورونه د افریقايي الاصله امریکايي اسلامي هویت په اډانه کې وړاندې کړي. د دغه بنسټ غړي «تور پوستي مسلمانان» ګڼل کېږي (په داسې حال کې چې مسلمانان نه دي) او د هغو دویم مشر الایجا محمد څرګندوي چې «اسلام د تورپوستو طبیعي دین دی». [۵][۶][۷][۸][۵][۹]

دغه بنسټ د خپلو غړو باور «فردي اسلام» «غیرسنتي اسلام» او «شبه اسلامي» بولي. په داسې حال کې چې ځانونه د اسلامي نړۍ برخه بولي خو باورونه یې د اسلام له اصلي باورونو سره هېڅ ورته والی نه لري. [۸][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

سرچينې[سمول]

  1. Barker, Eileen (2015). "New Religious Movements". The Blackwell Encyclopedia of Sociology (په انګلیسي ژبه کي). Wiley. doi:10.1002/9781405165518.wbeosn020. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4051-6551-8: "... although there were NRMs that attracted converts with different demographic profiles, such as the young black males who joined the Rastafarians or the Nation of Islam." الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Austin 2003، ص. 55.
  3. Wojcik 2003، ص. 280.
  4. Curtis IV 2016، ص. 7.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Berg 2005، ص. 686.
  6. Curtis IV 2016، صص. 8–9.
  7. Soumahoro 2007، ص. 42.
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Austin 2003، ص. 59.
  9. McCutcheon 2013b، ص. 573.
  10. Berg 2005، ص. 700.
  11. Tinaz 2000، ص. 50.
  12. Akom 2003، صص. 307, 308.
  13. Tsoukalas 2004، ص. 456.