نیکولا فاثیو دو دویلیه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

نیکولا فاثیو دو دویلیه (زوکړه: د ۱۶۶۴ زکال د فبروري ۱۶مه – مړینه: د ۱۷۵۳ زکال د مۍ ۱۰مه) ریاضي پوه، طبیعي فیلسوف، ستور پوه، مخترع او مذهبي مبلغ و. فاثیو د سویس په بازل کې وزیږېد او وړاندې له دې چې انګلستان او هالنډ ته ولاړ شي د خپل ژوند ډېر وخت یې د جینوا په خپلواک جمهوریت کې تېر کړ ځکه چې د همدغه ځای تابعیت یې درلود. فاثیو د کاذب سحر د ښکارندې د سمې توضېح په برخه کې له جیوواني ډومنیکو کاسیني سره د همکارۍ، په جاذبوي نظریې کې د «فشار» یا «سیوري» د ابداع، له کریسټیان هویګنس او ایزاک نیوټن سره د نږدې اړیکو او د لیبنیز – نیوټن په محاسبوي مناقشه کې د ونډې لرلو له امله شهرت لري. نوموړي همدارنګه د میخانیکي او نورو ساعتونو لپاره د جواهراتو څخه جوړېدونکی ماشین طراحي او هغو ته یې پراختیا ورکړه. [۱]

فاثیو د ۲۴ کلنۍ په عمر د لندن د سلطنتي ټولنې غړیتوب ترلاسه کړ، خو هېڅکله یې هم هغه ځایګي او شهرت ته لاسرسی وه نه موند چې په پیل کې ورته ژمنه ورکړل شوې وه. نوموړی په ۱۷۰۶ زکال کې د زریزې پالونکو (millenarian) په نامه مذهبي ډلې سره چې په لندن کې یې د «فرانسوي پیغمبرانو» په نوم شهرت درلود، مل شو. راتلونکی کال د دغې ډلې د مشر الي ماریون د وړاندینو په خپرولو کې د ونډې لرلو له امله د فتنې په جوړولو تورن شو. فاثیو له دغې ډلې سره په تبلیغي سفرونو کې ونډه واخیسته او په ۱۷۱۳ زکال کې هالنډ ته د راګرځېدو تر مهاله آن تر سمورنا وړاندې ولاړ، خو بالاخره نوموړی په انګلستان کې استوګن شو. افراطي مذهبي لیدلورو یې فکري اعتبار ته زیان واړوه، خو فاثیو د ۸۹ کلنۍ په عمر د خپلې مړینې تر مهاله د تکنالوژۍ، علومو او الهیاتو په برخو کې څېړنو ته دوام ورکړ.

لومړنی ژوند[سمول]

کورنۍ مخینه[سمول]

نیکولا فاثیو په ۱۶۶۴ زکال کې د سویس په بازل کې وزیږېد. هغه یوې ایټالوي الاصله کورنۍ ته اړوند و چې له پروتستانت اصلاحاتو وروسته سویس ته کډه شوې وه. د هغه د تره زوی پیر فاثیو په جنیوا کې سیاسي اصلاحات غوښتونکی و. نیکولا، د ژان باپتیست او کاترین فاثیو باربد له نهو ماشومانو (دوه وروڼه او اووه خویندې) څخه اووم و. ژان باپتیست ته په پام وړ کچه شتمني په میراث پاتې شوې وه ځکه چې پلار یې د وسپنې او سپینو زرو د کانونو ویستونکی و او له هغو سره یې پریمانه لېوالتیا لرله. د دوی کورنۍ په ۱۶۷۲ زکال کې د جینوا ښار په شل کیلومترۍ کې دویلیه ته کډه وکړه او هلته یې ځان ته کور وپېره. ژان باپتیست چې پرهېزګاره کالوینېست و، تمه یې لرله چې زوی یې نیکولا باید کشیش شي، په داسې حال کې چې لوتري مور یې بیا غوښتنل نوموړی د یو جرمني پروتستانت شهزاده په دربار کې ځانته ځای ومومي، خو خپله ځوان نیکولا بیا هڅه کوله یو علم زده کړي. [۲]

د نیکولا مشر ورور، ژان کریسټف فاثیو د ۱۷۰۶ زکال د اپرېل په ۳مه د سلطنتي ټولنې غړی وټاکل شو. ژان کریسټف د فلسفي معاملاتو (Philosophical Transactions) په نامه خپل اثر کې د کسوف اړوند شرحه وړاندې کړه چې د همدغه کال د مۍ په ۱۲مه یې په جینوا کې ولید. نوموړی د ۱۷۲۰ زکال د اکتوبر په ۱۸مه نېټه په جینوا کې ومړ. ژان کریسټف په ۱۷۰۹ زکال کې په پروېنس کې د فورکالکویر څخه د ژان ګسانډ له لور کاترین سره واده وکړ. خو نیکولا بیا هېڅکله هم واده وه نه کړ. [۳][۴]

زده کړې او ملاتړیزې چارې[سمول]

نیکولا فاثیو خپلې لومړنۍ زده کړې د جینوا په کالج کې وکړې او په ۱۶۷۸ زکال کې د جینوا اکاډمۍ (اوس مهال د جینوا پوهنتون) ته ولاړ او تر ۱۶۸۰ زکال پورې هلته پاتې شو. په دغې اکاډمۍ کې نوموړی د خپل لارښود ژان رابرټ شویت تر اغېز لاندې راغی چې یو مخکښ ډکارټ پالونکی و. نوموړي له اتلس کلنۍ وړاندې د پاریس د رصد خانې مدیر او ستورپوه جوواني ډومنیکو کاسیني ته لیک ولیکه چې په هغو کې یې له ځمکې څخه د لمر او سپوږمۍ د فاصلې ټاکلو نوې کړنلار او همدارنګه د زحل سیارې د مدارونو توضېحي شکل وړاندې کړ. د شویت په ملاتړ، فاثیو د ۱۶۸۲ زکال په پسرلي کې پاریس ته سفر وکړ او د کاسیني له ګرم هرکلي سره مخ شو. [۵][۶]

همدغه کال کاسیني د کاذب سحر د نجومي ښکارندې اړوندې خپلې موندنې وړاندې کړې. فاثیو په ۱۶۸۴ زکال کې همدغه موندنې په جینوا کې تکرار کړې او په ۱۶۸۵ زکال کې یې د کاسیني په نظریې کې خپل مهم پرمختګ وړاندې کړ چې د شویت له خوا د لیکونو د جمهوریت د خبرونو  (Nouvelles de la république des lettres) په نامه مجلې د ۱۶۸۵ زکال د مارچ میاشتې په ګڼه کې خپور شو. فاثیو، کاسیني ته د «هغه خارق العاده نور چې له کلونو راهیسې په اسمان کې څرګندېږي» تر عنوان لاندې لیک ولیکه چې د ۱۶۸۶ زکال پر مهال په امستردام کې خپور شو. فاثیو کاذب سحر د لمر د هغې رڼا په توګه په غوره بڼه توضېح کړ چې د سیاروي ګرد (زودیاک ورېځ) په څېر خپرېږي او د البروج په دایره کې موقعیت لري. [۷]

له دې وروسته فاثیو د سترګې د ګاټي په اتساع او انقباض باندې څېړنه پیل کړه. هغه د عروقي لایې او مشیمیې فایبرونه، ادم ماریوټ ته د ۱۶۸۴ زکال د اپرېل په ۱۳مه تشرېح کړل. همدغه کال نوموړي د تلسکوپونو لپاره د غوره عدسیو د جوړونې د څرنګوالي اړونده یوه مقاله د پوهو کسانو په نامه مجلې (Journal des sçavans) کې خپره کړه. [۸]

فاثیو همدارنګه په ۱۶۸۴ زکال کې له فنیل پیډمونټي سره وکتل، چې د ساوي د دوک او د فرانسې د پاچا د ځورونې له امله یې په الزاس کې د هغه د مورني نیکه کور او وروسته دویلیه ته پناه وړې وه. فنیل د هالنډي شهزاده ویلیام اورنج د تښتولو په موخه په شوونیګن ساحل باندې د خپل برید طرحه فاثیو ته څرګنده کړه. فنیل د فرانسې د بهرنیو چارو د وزیر مارکي دو لووا لیک فاثیو ته وښود چې په هغو کې یې د تښتونې اړوند د ده پلان تائید کړی و او څرګنده کړې یې وه چې د دغو عملیاتو په بریالي کېدو سره به د پاچا عفو ترلاسه او همدارنګه به پیسې هم ترلاسه کړي. فاثیو د فینل دغه نقشه ګیلبرټ برنېټ ته څرګنده کړه او له هغه سره یې خیانت وکړ، ګیلبرټ په ۱۶۸۶ زکال هالنډ ته د هغه د سفر ملتیا وکړه څو شهزاده ویلیام له دغې چارې خبر کړي. [۹][۱۰]

په هالنډ او انګستان کې چارې[سمول]

فاثیو په هالنډ کې له کریسټیان هویګنس سره وکتل او له هغه سره یې د بې نهایت کوچني حساب په اړوندو ریاضیکي مسایلو کې په همکارۍ پیل وکړ. فاثیو د هویګنس په هڅونې سره د مشتقاتو په برخه کې د ارنفریډ والټر فون چیرنهاوس د خپرو شوو اثارو اړوند د سمونونو نوملړ جوړ کړ. هالنډي چارواکو لیوالتیا لره چې فاثیو ته د ښوونکي د دندې په ورکولو له هغه ستاینه وکړي ځکه چې هویګنس د هغه وړتیاوې تائید کړې وې. له دې امله چې دغه پلانونه وځنډېدل، فاثیو اجازه ترلاسه کړه چې د ۱۶۸۷ زکال په پسرلي کې انګلستان ته سفر وکړي. [۱۱][۱۲]

فاثیو د ۱۶۸۷ زکال په جون میاشت کې انګلستان ته ورسېد او دا باور یې له ځانه سره یووړ چې رابرټ بویل «د ځمکنیو اجسامو د جزیاتو اړوند د خپلو ازموینو له امله» او کریسټیان هویګنس «په ټولیزه توګه د فزیک او هغو برخو اړوند چې له ریاضیاتو سر کار لري»؛ په نړۍ کې د طبیعي فلسفې مخکښ فیلسوفان دي. فاثیو هیله لرله چې د بویل ملاتړ به ترلاسه کړي او په دې سره به وکولای شي چې وېګ ګوند ته د نورو اړوندو اشخاصو په منځ کې به د جان والیس، جان لاک، ریچارډ همپډن او د هغه د زوی جان همپډن ځای ونیسي. [۱۳]

فاثیو د «معکوس مماس د مسئلې» لپاره د معمولي ډیفرانشیل معادلو د حل لارو په ګډون؛ نوې حل لارې وړاندې کړې او د هنري جاسټل له خوا سلطنتي ټولنې ته ور وپېژندل شو. نوموړي د همدغه کال په جون میاشت کې د دغې ټولنې په غونډو کې ګډون ته مخه کړه او په دې سره د نیوټن د اصولو (Principia) په نامه د کتاب له خپرېدو خبر شو. فاثیو د ۱۶۸۷ زکال په مني کې اکسفورډ پوهنتون ته ولاړ او هلته یې د لرغونې نړۍ د اندازه کولو د واحدونو د څېړنې په برخه کې د ستورپوهنې د برخې له ساویلي ښوونکي اډوارډ برنارډ سره همکاري وکړه. [۱۴][۱۵]

سرچينې[سمول]

  1. Iliffe, Rob (2012). "Servant of Two Masters: Fatio de Duillier between Christiaan Huygens and Isaac Newton". In Jorink, Eric; Maas, Ad (المحررون). Newton and the Netherlands: How Isaac Newton was Fashioned in the Dutch Republic. Amsterdam: Leiden University Press. د کتاب پاڼي 67–92. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-8728-137-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Mandelbrote, Scott (2005). "The Heterodox Career of Nicolas Fatio de Duillier". In Brooke, John; MacLean, Ian (المحررون). Heterodoxy in Early Modern Science and Religion. Oxford and New York: Oxford University Press. د کتاب پاڼي 263–296. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-19-926897-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. کينډۍ:Cite ODNB
  4. Registered in P. C. C. 64, Bettesworth
  5. کينډۍ:Cite ODNB
  6. Iliffe, Rob (2012). "Servant of Two Masters: Fatio de Duillier between Christiaan Huygens and Isaac Newton". In Jorink, Eric; Maas, Ad (المحررون). Newton and the Netherlands: How Isaac Newton was Fashioned in the Dutch Republic. Amsterdam: Leiden University Press. د کتاب پاڼي 67–92. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-8728-137-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Iliffe, Rob (2012). "Servant of Two Masters: Fatio de Duillier between Christiaan Huygens and Isaac Newton". In Jorink, Eric; Maas, Ad (المحررون). Newton and the Netherlands: How Isaac Newton was Fashioned in the Dutch Republic. Amsterdam: Leiden University Press. د کتاب پاڼي 67–92. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-8728-137-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Gagnebin, Bernard (1949). "Introduction". Notes and Records of the Royal Society. 6 (2): 105. doi:10.1098/rsnr.1949.0017. S2CID 189616407. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Iliffe, Rob (2012). "Servant of Two Masters: Fatio de Duillier between Christiaan Huygens and Isaac Newton". In Jorink, Eric; Maas, Ad (المحررون). Newton and the Netherlands: How Isaac Newton was Fashioned in the Dutch Republic. Amsterdam: Leiden University Press. د کتاب پاڼي 67–92. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-8728-137-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. کينډۍ:Cite ODNB
  11. Mandelbrote, Scott (2005). "The Heterodox Career of Nicolas Fatio de Duillier". In Brooke, John; MacLean, Ian (المحررون). Heterodoxy in Early Modern Science and Religion. Oxford and New York: Oxford University Press. د کتاب پاڼي 263–296. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-19-926897-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Iliffe, Rob (2012). "Servant of Two Masters: Fatio de Duillier between Christiaan Huygens and Isaac Newton". In Jorink, Eric; Maas, Ad (المحررون). Newton and the Netherlands: How Isaac Newton was Fashioned in the Dutch Republic. Amsterdam: Leiden University Press. د کتاب پاڼي 67–92. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-8728-137-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Feingold, Mordechai (2004). The Newtonian Moment: Isaac Newton and the Making of Modern Culture. New York and Oxford: New York Public Library and Oxford University Press. د کتاب پاڼې 35. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-19-517735-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Mandelbrote, Scott (2005). "The Heterodox Career of Nicolas Fatio de Duillier". In Brooke, John; MacLean, Ian (المحررون). Heterodoxy in Early Modern Science and Religion. Oxford and New York: Oxford University Press. د کتاب پاڼي 263–296. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-19-926897-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. کينډۍ:Cite ODNB