Jump to content

نیکولای ایورګا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

نیکولای ایورګا (زوکړه د ۱۸۷۱ کال د جنوري ۱۷ – مړینه د ۱۹۴۰ کال د نومبر ۲۷) یو رومانیايي تاریخ پوه، سیاستوال، ادبي منتقد، خاطره لیکونکی، البان پېژندونکی، شاعر او ډرامه لیکونکی و. هغه په ۱۹۱۰ کال کې د دیموکراتیک نشنلیست ګوند (PND) یو بنسټګر و، نوموړي د پارلمان د وکیل، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د مشر، د کابینې د وزیر او د لنډ وخت لپاره (۱۹۳۱-۱۹۳۲) د لومړي وزیر په توګه خدمت کړی دی. نوموړی چې کله ماشوم و یو حیرانونکی انسان، پر هر څه پوه او پر ګڼو ژبو یې خبرې کولې، چې په پراخه کچه یې زیات شمېر علمي اثار ولیکل او نړیوال شهرت یې وموند او خپل ځان یې د منځنۍ پېړۍ، بیزانس، لاتیني، اسلاویک، هنري مورخ او د تاریخ د فیلسوف په توګه تثبت کړ. ایورګا د بخارست په پوهنتون، پاریس پوهنتون او ګڼو نورو علمي ادارو کې د تدریس تر څنګ، د بیزانس د څېړنو د نړیوالې کنګرې او د سویل ختیځې اروپا د څېړنو د انستیتوت (ISSEE) بنسټګر هم و. د هغه په فعالیتونه پر کلتوري او علمي مرکز باندې د والیني ډي مونټي (Vălenii de Munte) ښار بدلول هم شاملیږي.

نیکولای ایورګا د خپلو علمي مرستو تر څنګ، یو ښی-مرکزي نوموتی فعال هم وه، چې سیاسي نظریې یې محافظه کاري، رومانیايي ملتپالنه او بزګري توب یې سره یو ځای کړل. هغه چې لومړی یې مارکسیسټي افکار درلودل، خپله لاره یې بدله کړه او د Junimea د تحریک لاروی شو. ایورګا وروسته په Sămănătorul کې، چې د پوپولیستي تمایلاتو په لرلو سره یوه اغېزناکه ادبي مجله وه، په رهبري کوونکې څېرې باندې بدل شو او په لیګ کې یې د ټولو رومانیایانو د کلتوري یووالي لپاره وجنګیده او محافظه کاره خپرونې یې را منځته کړې لکه Drum Drept، Cuget Clar او Floareauri. د اطریش-هنګري په سترواکۍ کې د رومانیايي قوم له ارمانونو څخه د هغه ملاتړ هغه په لومړۍ نړیواله جګړه کې د انتانټ پلوو په کمپ کې پر یوه نوموتي څېرې باندې بدل کړ او د دوو نړیوالو جګړو ترمنځ کلونو کې یې د سترې رومانیا لپاره هغه ته یو ځانګړی سیاسي رول تضمین کړ. د رومانیايي کلتور پر وړاندې د پرتو ګواښونو لپاره یې ستر کمپاینونه پیل کړل او د یهودو پر خلاف خبرو له امله یې زیاتره جنجالونه رامنځته کړل او د زیات وخت لپاره د ښي افراطي نظریه ورکوونکي A. C. Cuza ملګری و. هغه د حاکم ملي لیبرالانو مخالف و، چې بیا وروسته له مخالف رومانیايي ملي ګوند سره یو ځای شو.

ایورګا د خپل ژوند په وروستیو کې له راډیکال فاشیست اوسپنیز ګارډ سره مخالف وکړ او له زیاتو ښکتو پورته نه وروسته یې له خپل سیال، پاچا دویم کارول څخه یې ملاتړ وکړ. ایورګا چې د ګارډ له مشر Corneliu Zelea Codreanu سره یې شخصي اختلاف درلوده او په غیر مستقیم ډول یې د هغه په وژنه کې برخه لرله، بیا هم د کارول په شرکتی او اقتدارخوښوونکي ګوند، د ملي رنسانس په جبهه کې یو له مشهورو څېرو څخه و. کله چې ګارډ خپل ملي لژیونري ډیکتاتوري پیل کړ، هغه بیا هم یو خپلواک مخالف کس پاتې شو، خو بالاخره د ګارډ د یوه کماندو له خوا ووژل شو.

ژوندلیک

[سمول]

نیکولای ایورګا په اصل کې بوتوساني و او په یوه یوناني الاصله کورنۍ کې زېږیدلی و. د هغه پلار، نیکو ایورګا یو مدافع وکیل و چې په ۱۸مه پېړۍ کې یې پنځه پشته وړاندې یې پلرونه چې یوناني سوداګران ول په بوټوساني کې مېشت شوي وو. د هغه مور، زولنیا لورګا د یونان د فاناریوټي یوه ښځه وه. ایورګا ادعا کړې چې د هغه مستقیم نسب د ماوروکورداټوس او اګیروس اشراف کورنیو ته رسیږي. هغه د خپل پلار له خوا د تر لاسه شوي نسب او د خپلې مور له خوا تر لاسه شوی نسب د خپل سیاسي ژوند پایله بلله. د هغه دا ادعا چې د کانتاکوزینوګانو او کرایووستي ګانو په څېر اشراف کورنیو سره یې خپلوي درلوده، د څېړونو له خوا ورته د شک په سترګه کتل کېږي. خو په عمومي توګه باور دا دی چې ایورګا د ۱۸۷۱ کال د جنوري په ۱۷ مه نړۍ ته سترګې غړولې دي (که څه هم د هغه د زوکړې تصدیق د جون ۶ دی).[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

په ۱۸۷۶ کال کې، یعنې کله چې هغه اووه دیرش یا اته دیرش کلن و، د هغه پلار د یوې ناپېژاندې ناروغۍ له امله ومړ او نیکولا او د هغه کوچنی ورور، جورج یتیمان پاتې شول، چې دا پېښه د هغه په لیکنو کې هم راغلې ده. په ۱۸۷۸ کال کې، هغه د مرچین فولیسکو ښوونځي کې شامل شو، او لکه څرنګه چې به یې په دې اړه تل ویاړ کاوه، هغه په زیاترو ډګرونو کې ډېر تکړه و او له فکري فعالیتونو سره یې مینه کشف کړه او په ۹ کلنۍ کې یې ان ښوونکو هغه ته اجازه ورکوله چې په ښوونځي کې خپلو ټولګیوالو ته د رومانیا تاریخ تدریس کړي. د هغه د تاریخ ښوونکی، چې یو پولنډی کډوال و، د هغه په مادام العمر څېړنه او پولونوفیلي کې یې د هغه لېوالتیا را وپاروله.[۱۴][۱۵][۱۶]

معلم تاریخ او، یک لهستانی پناهنده، علاقه او را به تحقیق و پولونوفیلی مادام العمر او برانگیخت. ایورگا همچنین این اولین دوره شکل‌گیری را به دلیل شکل‌دهی دیدگاه‌های مادام‌العمر خود درباره زبان رومانیایی و فرهنگ محلی می‌داند: «من رومانیایی را یاد گرفتم... همانطور که در آن روزها صحبت می‌شد: واضح، زیبا و مهمتر از همه قاطعانه و رنگارنگ، بدون دخالت‌های زبان رومانیایی. روزنامه ها و کتاب های پرفروش». او به میخائیل کوگالنیچانو، شاعر قرن نوزدهم، که اولین بار در کودکی آثارش را خوانده بود، این ترجیح ادبی را شکل داده است.[۱۷]

ایورګا چې د بوتسواني د A. T. Laurian په جمنازیوم او لېسه کې له ۱۸۸۱ کال وروسته زده کوونکی و، نو لوړ اعزازونه یې تر لاسه کړل او د ۱۸۸۳ کال په پیل سره یې د خپلو ځینو همکارانو لپاره خصوصي تدریس هم پیل کړ تر څو د خپلې کورنۍ له عاید سره مرسته وکړي (د ایورګا په وینا چې دا یو بدبخته تقاعد و). کله چې ایورګا دیارلس کلن شو، په داسې حال کې چې له خپلې مورنۍ ترور امانویل ارګیروپول سره یې اوږد ملاقات درلود، نو خپل لومړنی رسنیز کار یې  د رومانول ارګیروپل له ورځپاڼې سره د شوو مرستو په مټ پیل کړ، چې له هغې ډلې به یې د اروپا د سیاست په اړه حکایتونه، مقالې او سرمقالې لیکلي. ۱۸۸۶ کال د ایورګا له خوا «په بوټسواني کې د هغه د ښوونځي د ژوند د فاجعې» په نوم توصیف شو: هغه دا چې له ښوونکي سره یې روغ جوړ نه و کړی نو د لنډمهال لپاره له ښوونځي منع شو. دلته ایورګا تصمیم ونیو چې دا ښار پریږدي او د ایاشي د ملي لېسې لپاره یې غوښتنلیک وسپاره او هلته یې سکالرشیپ تر لاسه کړ او د خپل نوي مدیر، فیلولوژیست Vasile Burlă له خوا یې ستاینه وشوه. دې تنکي ځوان په دغه عمر کې کولای شول چې په فرانسوي، ایټالوژي، لاتیني او یوناني روانې خبرې وکړي، چې بیا یې وروسته یوناني څېړنو ته د «انساني استدلال د تر ټولو تصفیه شوې بڼې» په توګه اشاره کړې وه. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

په اووه لس کلنۍ کې ایورګا ډېر زیات یاغي شو. دا هغه وخت چې هغه د لومړي ځل لپاره په سیاسي فعالیتونو کې لېوالتیا ومونده، خو داسې اعتقادونه یې درلودل چې وروسته یې په کلکه سره هغه انکارول: یو داسې مارکسیست چې پر خپل ځان یې اعتراف کړی، ایورګا د Viața Socială کېڼ اړخه مجله پر مخ یوړله او د Das Kapital په اړه یې وینا وکړه. هغه چې خپل ځان د ملي کالج په چوکاټ کې ځان بندي محسوس کړ، نو د هغه له قوانینو یې سرغړونه وکړه او د دویم ځل لپاره یې د سکالرشیپ امتیازونه د تعلیق په حالت کې راغلل او د سکالرشیپ امتیازونه یې له لاسه ورکړل. وړاندې تر دې چې بیا په دغه ښوونځي کې شامل شي، هغه تصمیم ونیو چې نه باید د خپلې کورنۍ له مالي ملاتړ نه شاته پاته شي، نو پر ځای یې نورو خلکو ته خصوصي تدریس پیل کړ. دلته یو ځل بیا له ښوونځي څخه په دې خاطر واېستل شو چې د ښوونکي د درس پر مهال یې بل کتاب لوست. خو بیا هم ایورګا په غوره نمرو «لومړۍ درجه» (د ۹.۲۴ په اوسط سره) فارغ التحصیل شو او خپل د لیسانس سند یې په ممتاز ډول تر لاسه کړ.[۲۲][۲۳][۲۴]

سرچينې

[سمول]
  1. Karpat, Kemal H. (2002). Studies on Ottoman Social and Political History: Selected Articles and Essays (in انګليسي). BRILL. p. 2. ISBN 978-90-04-12101-0. ...for instance the historian-Ottomanist Nicolae Iorga of Greek origin.
  2. Pandrea, Petre (2001). Garda de fier: jurnal de filosofie politică : memorii penitenciare (in رومانیایی). Editura Vremea. p. 176. ISBN 978-973-9423-99-1. Nu are nici o picătură de sânge românesc în vine. Pe Iorga îl cheamă Arghiropol. Acesta este numele său adevărat, tatăl era avocat grec la Botoşani.
  3. Boia, Lucian (2015). Cum sa romanizat România (in انګليسي). Bucureşti: Humanitas. p. 34. ISBN 978-973-50-4875-4. Iar Nicolae Iorga, recunoscut drept cel mai de seamă istoric român, se trage, pe linie paternă, dintrun grec stabilit în Moldova în secolul al XVIIIlea
  4. Iorga, Nicolae (1988). Istoria românilor: Reformatorii (in رومانیایی). Editura Științifică și Enciclopedică. pp. 285, n. 2. ISBN 978-973-45-0402-2. [Editor's note:] Istoricul era descendent la a cincea generație din Iorga galiongiul, negustor grec stabilit la Botoșani,
  5. Djuvara, Neagu (9 December 2016). Thocomerius–Negru Voda: Un voivod de origine cumana la inceputurile Tarii Romanesti. Raspuns criticilor mei si neprietenilor lui Negru Vodă (in انګليسي). Humanitas SA. p. 11. ISBN 978-973-50-5553-0. Cât despre Iorga, străstrăbunicul său a fost grec, fost marinar. Mama istoricului era de origine greacă fanariotă, Arghiropol
  6. Rădulescu, Mihai Sorin (1998). Elita liberală românească, 1866-1900 (in رومانیایی). Ed. All. p. 43. ISBN 978-973-9392-93-8.
  7. Pandrea, Petre (2001). Garda de fier: jurnal de filosofie politică : memorii penitenciare (in رومانیایی). Editura Vremea. p. 176. ISBN 978-973-9423-99-1.
  8. Ioanid, Radu (1992). "Nicolae Iorga and Fascism". Journal of Contemporary History. 27 (3): 467–492. doi:10.1177/002200949202700305. ISSN 0022-0094. JSTOR 260901. S2CID 159706943.
  9. Rădulescu, p. 344
  10. Treptow, Kurt W. (1994). "Procesul" lui Corneliu Zelea Codreanu: mai, 1938 (in رومانیایی). S.C. "Dosoftei" S.A. p. 138.
  11. Rădulescu, pp. 344, 351
  12. Nastasă (2003), p. 62
  13. Iova, p. xxvii. See also Nastasă (2003), p. 61
  14. Iova, pp. xxvii–xxviii. See also Nastasă (2003), pp. 61–62, 66, 74–75
  15. Iova, pp. xxviii–xxix
  16. (په رومانيايي) Nicolae Mareș, "Nicolae Iorga despre Polonia", in România Literară, Nr. 35/2009
  17. Iova, p. xxviii
  18. Iova, pp. xxix–xxx
  19. Iova, p. xxix
  20. Iova, pp. xxix–xxxi
  21. Iova, p. xxx
  22. Iova, p. xxxi
  23. Iova, p. xxxi. See also Nastasă (2003), p. 61
  24. Iova, p. xxx