ژباړه: او له سره ګومان مه كوﺉ ( اى محمده يا اى اوريدونكيه ) پر هغو كسانو چې وژل شوي دي په لاره د الله جل جلا له ( جهاد او طاعت ) كې د مړو ( مړه نه دي) بلكې ژوندي دي په نزد د رب خپل رزق وركولى شي ( د جنت له خوړو او څښو څخه ) پداسې حا ل كې چې خوشحاله دي دوى په هغه شي باندې چې وركړي دي دوى ته الله جل جلا له له فضله خپله او خوشحالیږي دوى ( په راتلو د) هغو كسانو باندې چې لا نه دي رسيدلي دوى، تر هغو پورې وروسته ددوى نه ،په دې شان سره چې نه به وي. داهغه نیکه پایله ده چی دالله جل جلاله دکلمی پورته کولو په خاطر خپل ځان یی له لاسه ورکړی.اودهغی په عوض کی خدای جل جلاله ورته دجنت وعده ورکوی اوچاته چی په دنیا کی دجنت وعده وکړی شو دانسان نیک بخته او ښه پای لرونکی انسان دی نو ویلای شوچی څوک دخدای جل جلاله دکلمی اچتولو په خاطر خپل ځان یی له لاسه ورکړ دا انسان دښه پای لرونکی انسانانو له جملی څخه دی.
ژباړه : دحضرت ام المؤمنین عائشی رضی الله عنها څخه روایت دا وائی : رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی چی : چاچی دالله جل جلاله ملاقات خوښاوه نو الله جل جلاله هم ددغه ملاقات خوښوی ، او چاچی دالله جل جلاله ملاقات ناخوښ باله الله جل جلاله هم ددغه شخص ملاقات نه خوښوی ، حضرت عائشه وائی ماورته وویل : ای دالله نبی ! آیا دمرګ د ویری له امله ؟ موږ ټول مرګ نه خوښوو پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل : داسی نده ، کله چی مومن ته دالله جل جلاله درحمت ، رضامندی ، او جنت ته داخلیدو زیری ورکړل شی نو دالله جل جلاله ملاقات ورته خوښ شی شوق اورغبت ئی ورته پیدا شی ، او کله چی کافرته دالله جل جلاله دعذاب او قهر زیری ورکړل شی نودالله جل جلاله ملاقات بد وبولی او الله جل جلاله هم ددغه شخص ملاقات بدوبولی .ددغه مبارک حدیث شریف په هکله امام أبوعبید القاسم بن سلام ویلی دی چی : زما په نظر دمرګ بدګڼل او سختی تری مطلب ندی ځکه ددی څخه هیڅوک هم نه خلاصیږی ، بلکی بد او ناوړه کار دادی چی دنیا ته غوره والی ورکړی او اخرت ته ورتګ بد وبولی ، داځکه چی الله جل جلاله هغه خلک بد ګڼلی دی چی د ژوند سره مینه لری لکه چی فرمایی: {إِنَّ الَّذِينَ لَا يَرْجُونَ لِقَاءَنَا وَرَضُوا بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَاطْمَأَنُّوا بِهَا وَالَّذِينَ هُمْ عَنْ آَيَاتِنَا غَافِلُونَ}يونس: ۷ آیت .
اول صفت دایمان : چی الله جل جلاله او رسول صلی الله علیه وسلم ورته ډیر زیات ګران اومحبوب وی دهرچا نه او دهرڅه نه . دوهم صفت دایمان دادی : چی مینه اومحبت دچا سره نه کوی مګر د الله جل جلاله لپاره . دریم صفت دایمان دادی : چی بد وګڼی اوریدل کفر اوهری بی دینی ته وروسته دهغی نه لکه څنګه چی دا خبره بده ګڼي چی اورته وغورځول شی ( یعنی پخپل ایمان ډیر کلک وی لکه څنګه چی په اورکی غورځیدل ورته سخت تمامیږی ) .دادری نښی چی په کوم انسان موجود وی دا انسان مسلمان شمیرل کیږی او دده دښه پایله نښه اوعلامه دی.
په یو حدیث کی دی "من قُتِلَ فِى سَبِيلِ اللَّهِ فَهُوَ شَهِيدٌ"[5] ژباړه: څوك چې د الله جل جلا له په لار كې ووژلى شي شهيد دى او څوك چې دالله جل جلا له په لار كې وتلى وي او بيا په خپل مرګ مړ شي شهيد دى. ددی حدیث شریف څخه معلومیږی چی هرهغه څوک چی دالله جل جلاله په لاره وتلی وی ولو چی دهرنیک عمل په مقابل کی وتلی وی که هغه جهاد دالله جل جلاله په لاره کی وی یا دعوت په لاره کی وی ولو چی هره شعبه کی وی.
هغه شیان چې د اسلام مبارك دين د هغې ساتل په هر چا لازم كړيدي دادي: دين، نفس (ځان). مال، ناموس، او عقل دى .سعيد بن زيد رضى الله عنه د پيغمبر صلى الله عليهوسلم څخه روايت كړيدى هغه مبارك وفرمايل او داسې ارشاد يې وكړ:" عن سعيد بن زيدٍ، عن النبي- صلى الله عليه وسلم- قال: "مَنْ. قُتِلَ دونَ ماله فهو شهيد، ومَنْ قُتِلَ دون أهلِه أو دون دَمِه أو دون دِينِه فهو شهيدٌ"[8] ژباړه: دحضرت سعید بن زید رضی الله عنه څخه روایت دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم چی فرمایلی ئی دی : څوك چې د خپل مال نه ددفاع په خاطر ووژل شي شهيد دى، او څوك چې دخپل ناموس نه ددفاع په سبب ووژل شى شهيد دى، او څوك چي دخپل دين د ساتنې په خاطر ووژل شي شهيد دى، او څوك چې دخپل ځان د ساتنې او حفاظت له وجې ووژل شي شهيد دى.
حضرت انس رضى الله عنه راويت كړيدى دى وايي چې پيغمبر صلى الله عليه وسلم وفرمايل: "الطَّاعُونُ شَهَادَةٌ لِكُلِّ مُسْلِمٍ"[9] ژباړه: طاعون د هر مسلمان لپاره شهادت دى ( څوك چې په طاعون مرض مړ شي هغه شهيد دى .نوڅوک چی شهید شی دینه غوره اوبهتره پایله په دنیا کی نیشته.
حضرت ابو هريره رضى الله عنه روايت كړى وايي چې :پيغمبر صلى الله عليه وسلم وفرمايل:"وَمَنْ مَاتَ فِى الْبَطْنِ فَهُوَ شَهِيدٌ "[11] ژباړه: ځوك چې د ګیډې (نس) په مرض مړ شو شهيد دى.
دانسان د څنګ داخلي پرده پړسیږي چې دنفس تنګي، تبه ،ټوخى اودتشي درد ترې پيداكيږي. جابر بن عتيك د پيغمبر صلى الله عليه وسلم څخه روايت كړيدى چى ده مبارك فرمايلي:" وصاحب ذات الجنب شهيد"چې وروسته به پوره بيان كړى شي. ژباړه: د تشي (څنګ ) په مرض اخته شوی چې مړ شي شهيد دى.
حضرت عباده بن صامت رضى الله عنه له پيغمبر صلى الله عليه وسلم څخه روايت كړيدى چى فرمايي: " وَالْمَرْأَةُ يَقْتُلُهَا وَلَدُهَا جَمْعَاءَ شَهَادَةٌ يجُرها ولدها بسررهِ إلى الجنةِ "[12] ژباړه: كومه ښځه چې د مــــاشوم د زيږيدو له امله مړه شي شهيده ده او خپل ماشوم يې د په وسيله جنت لوري ته كشوي.
له حضرت ابو هريره رضى الله عنه څخه روايت شوى دى وايي چې پيغمبر صلى الله عليه وسلم وفرمايل: " «الشُّهَدَاءُ خَمْسَةٌ، الْمَطْعُونُ وَالْمَبْطُونُ، وَالْغَرِقُ، وَصَاحِبُ الْهَدْمِ » "[13]
عبدالله بن عمرو رضې الله عنهما د پيغمبر صلى الله عليه وسلم څخه روايت كړيدی چې فرمايي:" ما منْ مسلمٍ يموتُ يومَ الجمعةِ أو ليلةَ الجمعةِ إلا وقاهُ اللهُ فتنةَ القبرِ".[15]ژباړه: كوم مسلمان چې د جمعې په ورځ او يايې په شپه مړ شي الله جل جلا له به يې د قبر له عذابه وساتي.ساتل دیوانسان دقبر له عذابه څخه لویه نیک بختی دی انسان لپاره اویو ښه پایله بلل کیږی انسان لپاره.
امام حاكم د حضرت معاذ بن جبل رضى الله عنه څخه روايت كړيدى او ويلي يې دي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: « مَنْ كَانَ آخِرُ كَلاَمِهِ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ دَخَلَ الْجَنَّةَ »[16]ژباړه: څوك چې د ژوند په آخري لحظه كې د( لا اله الا الله) مباركه كليمه ووايي جنت ته به ننوزي.ن
۱ـ متفق عليه امام بخاری په خپل صحیح کی په " (6507)، نمبر او امام مسلم په (6508)، (2683 - 2686)، نمبرونو روایت کړی دی اامام بخاري په كتاب الرقاق،ا و امام مسلم په كتاب الذكر والدعاء، دواړو په باب: من أحب ..... کی روایت کړی دی . [1]
2- متفق علیه :امام بخاري په كتاب المظالم، باب من قتل دون ماله، حديث نمبر (2480).او امام مسلم (141) نمبر كتاب الإيمان، باب: هدر دم من قصد أخذ مال غيره بغير حق كان القاصد مهدر الدم، نمبردحدیث 141. . روایت کړی دی .
۲ـ امام احمد بن حنبل مسند احمد بن حنبل ج ۵ ص ۳۹۱ روایت کړی امام البانی وائی صحیح دی اوامام منذری وائی : باک پری نشته (لا بأس به .) کتاب "صحيح"، الترغيب والترهيب (985)، سلسلة الاحادیث الصحيحة (1645).
۱ ـ امام أبو داود په (2 / 275) مخ اوامام النسائي اوامام ترمذي په (2 / 316) مخ روایت کړی دی اوصحیح ئی بللی دی ، اوامام أحمد په (1652) 1653) نمبرد حضرت سعيد بن زيد څخه روایت کړی. ،اوسند ئی صحيح دی .احکام الجنائز للالبانی ج ۱ ص ۴۲ ، اوهمدارنګه شعیب ارنوؤط دسنن ابی داؤد په حاشیة کی دشیخ البانی حکم ذکر کړی اود حدیث ټول طرق ئی ډیر په تفصیل سره بیان کړی اوصحیح ئی بللی دی .
۲- امام احمد په (4 / 201 - 5 / 323) او امام دارمي په (2 / 208) او امام طيالسي په (582) روایت کړی امام البانی وائی إسنادئی صحيح دی احکام الجنائز ج ۱ ص ۳۹ ، اما م هیثمی په مجمع الزوائد ج ۱۲ص ۱۱۶ کی لیکی : امام طبرانی په معجم اوسط کی روایت کړی راویان ئی د صحیح راویان دی .
[14] ـ امام مالك په موطأ، په كتاب الجنائز، باب النهي عن البكاء على الميت: 1/234. اوامام نسائي، په كتاب الجنائز، باب النهي عن البكاء على الميت، نمبر 1846. امام أبو داود، په كتاب الجنائز، باب فضل من مات في الطاعون، نمبر 311. اوامام أحمد په الفتح الرباني: 14/39. امام نووي ویلی دی : دغه حدیث پرته له خلافه صحیح دی ، اګرکه امام بخاری او امام مسلم دغه حدیث ندی روایت کړی . شرح صحيح مسلم: 13/62. امام ألباني وائی : زه ددی حدسث دمتن په صحت کی شک نلرم ځکه چی شواهد ئی ډیر دی ". أحكام الجنائز، ص40.
۲ـ امام أبو داود په ج ۳ ص ۴۸۶ (3116)او امام حاكم په مستدرك 1/351 کی روایت کړی او صحیح ئي بللی دی اوامام ذهبي ورسره موافق دی ، او ألباني په صحيح الجامع (6479) نمبر صحیح کړی دی .