نیوهورایزنز
و اصلی برخی ته ورشی
د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
د نیوهورایزنز (په انگرېزي: New Horizons) د ناسا دا تشیالبېړۍ (فضايي بېړۍ) د ۲۰۰۶ د جنوري پر ۱۹مه له ځمکې څخه وتوغول شوه او لس کاله وروسته د ۲۰۱۵ د جولایي پر ۱۴مه پلوټو ته ورسېده, په داسې حال کې چې سرعت یې په یوه ساعت کې ۵۸۵۰۰ کیلو مټره ته رسېدلی وو.
د نیوهورایزنز په نامه د ناسا تشیالبېړۍ د جولایي پر ۱۴مه پلوټو ته ورسېده، او له هغه ځایه څخه یې د پلوټو (Pluto) دا انځور را لېږلی وو. په دې رنگین انځور کې تاسې د پلوټو غرنۍ او کنگلنۍ سیمې وینئ. ناسا (NASA) وايي چې دا انځور به له ساینسپوهانو سره د پلوټو په ځمکپېژندنې (geology) کې ډېره مرسته وکړي. يوه خبره په یاد لرئ!