نيابتي جگړه
ونگبڼه
(له نیابتي جګړه نه مخ گرځېدلی)
په يوه هېواد يا سيمه کې د يوې ډلې يا ټبر له خوا د بل هېواد، سيمې يا ټبر په گټه هر ډول وسلهوالې، فکري، ژبنيزې، کلتوري او معنوي هڅې او مبارزه نيابتي جگړه بلل کېږي.
نيابتي جگړه
د شوروي پوځي مشاورین د انګولا د کورنۍ جګړې (1975-2002) په جریان کي د عملیاتو پلان ترسره کوي، یوه داسي نیابتي شخړه چې د شوروي اتحاد سوسیالیستي جمهوریتونه او متحده ایالات پکښي ښکیل وه.
| بلننوم |
د استازولۍ جگړه |
|---|
| عمومي مالومات |
جگړه |
|---|---|
| ځانګړې وېشنيزه |
په سیاسي علومو کي نیابتي جګړه یوه وسله واله جګړه ده چي د دوو جنګیالیو ډلو ترمنځ پیښیږي. په دې جګړه کي یوه ډله غیر دولتي لوبغاړی دی چي په اصل کي د بهرنۍ دریمي ډلي لخوا څخه تمویل کیږي. د نیابتي جګړې د اصطلاح له مخي که څه هم یوازي غیر دولتي لوبغاړی پراکسي یا نیابتي ګڼل کیږي، خو ددې سره سره په نیابتي جګړه کي دواړه ډلي هم د نیابتي په توګه بلل کېدای سي، او دا هغه وخت کله چي دواړه اړخونه د درېم هېواد څخه بهرنۍ نظامي مرستي ترلاسه کړي.