نکاح کې د جينۍ ليدل اړين دي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

3f "د نکاح په نیت د ښځې لیدل یوه ضروری خبره ده"

اسلام مقدس دین چې د #ښځو د اجباری #نکاح څخه منع کړیدی په دی کې د مسلمانانو د دنیا او اخرت کامیابی او سعادت او خوشحالی موجوده ده او دا ځکه چې کوم #واده د #انجلۍ او هلک په خوښه نه وی شوی نو د هغوې په مینځ کې به محبت نه وی او همیشه به د هغوې په کور کې د نفرت او لری والی فضا مسلط وی او د دواړو ژوند به همیشه بی خونده وی او په کور کې يې ګډوډی او بی نظمي او خفګان وی چې د هغې تاثیر د هغوې په اولادونو باندې هم واقع کیږي او اولادونه يې د سالمی تربیې څخه محرومیږی. دا خبره هم باید په دغه ځاې کې وشی چې که یو سړی غواړی د یوی #ښځې سره نکاح وکړی نو باید هغه پخپلو سترګو ووینی ځکه چې رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایي : ((اذا خطب احدکم المراة فان استطاع ان ينظر الی ما يدعوه الی نکاحها فليفعل )) ژباړه : کله چې په تاسو کې څوک وغواړی په یوه #ښځه باندې مرکه وکړی نو کولاې شی چې د هغې هغه ظاهری اندامونه وګوری چې د هغې نکاح ته تشویقوی. همدارنګې جلیل القدر صحابی مغیرة بن شعبة رضی الله عنه داسې روایت کوی: (( خطبت امراة فقال لی رسول الله صلی الله عليه و سلم هل نظرت اليها؟ قلت لا : قال فانظر اليها فانه احری ان يؤدم بينکما )) #ژباړه: ما په یوه ښځه باندې مرکه وکړله نو رسول الله صلی الله علیه و سلم راته وفرمایل : آیا تا هغې ته کتلی دی ؟ نو ما وویل چې نه، نو رسول الله صلی الله علیه و سلم وفرمایل : هغې ته وګوره ځکه چې لیدل د هغې ستاسو ترمینځ د مینې او محبت د پیدا کولو یوه ښه لاره ده. همدارنګه جلیل القدر صحابی ابو هریرة رضی الله عن داسې روایت کوی : (( جاء رجل الی النبی صلی الله عليه و سلم فقال انی تزوجت امراة من الانصار قال فانظر اليها )

ژباړه : یو سړی رسول الله صلی الله علیه و سلم ته راغی او وی ویلی چې زه غواړم یوه انصاری ښځه په نکاح کړم نو رسول الله صلی الله علیه و سلم وفرمایل چې هغه وګوره.

نو ددغو ټولو احادیثو څخه معلومه شوه چې د نکاح په نیت د ښځې لیدل یوه ضروری خبره ده او کوم بدکار نه دی بلکې په راتلونکی کې د ښځې او میړه ترمینځ د مینې او محبت یوه ښه وسیله ده او باید د انجلۍ مور او پلار مرکه کوونکی ته دا زمینه مساعده کړی چې هغه انجلۍ وګوری لیکن متاسفانه چې زمونږه په ټولنه کې د شریعت دغه امر د غیرت تر نامه لا ندی تر خپو لاندې شویدی او خلک يې خیال نه ساتی ځکه خو زمونږ ټولنې ژوند ورځ په ورځ خرابیږی. د یادولو وړ ده چې سړی هم د خپلې ښځې په انتخاب کې واک او اختیار لری او مور او پلار يې د مداخلت یا ممانعت حق نه لری.