نړیوال امنیت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

نړیوال امنیت، چې د جهاني امنیت په نوم هم یادېږي، هغه اصطلاح ده چې د دولتونو او نړیوالو بنسټونو، لکه: ملګرو ملتونو، اروپایي اتحادیې او نورو په هغو کړنو او ګامونو دلالت کوي چې د ګډ پاېښت او خوندیتوب د ضمانت لپاره اخستل کېږي. دا کړنې نظامي ګامونه او دیپلوماتیکې هوکړې، لکه: تړونونه او کنوانسیونونه تر پوښښ لاندې راولي. هېوادنی او نړیوال امنیت، له یو بل سره تل تړلي دي. نړیوال امنیت، په حقیقت کې هېوادنی امنیت یا په نړیوال ډګر کې دولتي امنیت دی.

د دویمي نړیوالې جګړې په پای سره، د علمي څېړنو یو نوی مضمون را څرګند شو، چې نړیوال امنیت یې تر غور لاندې نیولی و. دا موضوع د یوې خپلواکې څېړنیزې برخې په توګه پیل شوه، خو د نړیوالو اړیکو د فرعي برخې په توګه جذب شوه. د نړیوال امنیت څېړنه، چې په ۱۹۵۰ز لسیزه کې را منځ ته شوه، اوسمهال د نړیوالو اړیکو د مطالعاتو د زړه په توګه انګېرل کېږي. دا بحث "امنیتي مطالعات"، "ستراتیژیک مطالعات"، "د سولې مطالعات" او داسې نور موضوعات تر پوښښ لاندې راولي.  [۱][۲]

د "امنیت" د اصطلاح مفهوم، ډېری د یوې عامې اجماع د اصطلاح په توګه کارول کېږي ،چې " د اجماع له تایید پرته" هم د پوهېدو وړ ده. د کلونو په اوږدوکې د نړیوال امنیت محتوا پراخه شوې ده. په نړۍ کې دا موضوع نن ورځ له یو بل سره بېلابېل تړلي مسایل تر پوښښ لاندې راولي، چې د نړۍ پایښت تر اغېز لاندې راشي. دا مسایل د نظامي ځواک له دودیزو تګلارو، د دولتونو ترمنځ د جګړې د لاملونو او پایلو او اقتصادي ځواکمنتیا نه نیولې تر قومي، دیني او ایډیالوژیکو شخړو، سوداګرۍ او اقتصادي شخړو، د انرژۍ عرضې، ساینس او ​​ټیکنالوژۍ، خوړو او د چاپېریال له تخریب، ساري ناروغیو، د اقلیم له بدلون او د غیر دولتي سکتورونو له فعالیتونو نه انساني خوندیتوب او دولتي ثبات تر ګواښونو پورې تر پوښښ لاندې نیسي.  [۳][۴]

په داسې حال کې چې د نړیوال امنیت پراخ لیدلوری هر څه د امنیتي مسایلو په توګه انګېري، خو دودیز درېځ په اساسي توګه یوازې نظامي اندېښنې تر پوښښ لاندې راولي.  [۱]

په نړیوال ډګر کې د امنیت مفاهیم[سمول]

اډوارډ کولودزیج نړیوال امنیت د بابل له برج سره پرتله کړی دی او رولانډ پاریس (۲۰۰۴ز) نړیوال امنیت، "د لیدونکي له لیدلوري سره سم" په نظرکې نیسي. امنیت په پراخه کچه "د تېرو پنځوسو کلونو په اوږدو کې د مدني آزادیو د ځنډ، د جګړو په لاره اچولو او په پراخه کچه د سرچینو د بیا وېش د توجیه کولو" لپاره کارول شوی دی. [۵][۶][۷]

والټر لیپمن (۱۹۴۴ز) امنیت، د یوه هېواد د هغې وړتیا په توګه انګیري، چې پر مټ یې له خپلو اساسي ارزښتونو نه ساتنه وکړي، په داسې ډول چې یو دولت د جګړې په مخنیوي کې اساسي ارزښتونه قرباني نه کړي او هم یې د جګړې په ګټلو وساتي. ډیوېډ بالډوین (۱۹۹۷ز) استدلال کوي چې، د امنیت ټینګښت ځینې وختونه د نورو ارزښتونو، لکه: د نهایي ارزښتونو او اساسي ارزښتونو قربانۍ ته اړتیا لري. ریچارډ اولمن (۱۹۸۳ز) وایي چې: د زیانمننې د کچې را ټیټول د امنیت په معنا دی. [۸][۹]

آرنولد وولفرز (۱۹۵۲ز) استدلال کوي چې: "امنیت" په عمومي توګه یوه اساسي اصطلاح ده. دا اصطلاح د ملتونو له خوا "د دې لپاره کارول کېږې، چې یا مصلحت راوړونکې وې  یعنې د منل شوې پایلې لپاره منطقي لاره یا هم اخلاقي وي، یعنې د ډېرغور یا لږ بد عمل په نظر کې ونیول شي".  دا چې خلک خطر او ګواښونه په بېلابېل ډول په نظر کې نیسي، وولفرز استدلال کوي چې، بېلابېل ملتونه هم د امنیت په اړه بېلابېلې تمې لري. په دې ځای کې نه يوازې د ګواښونو د زغملو تر منځ توپير شته، بلکې بېلابېل هېوادونه هم د خپل ځانګړي جغرافيايي، اقتصادي، ايکولوژيکي او سياسي چاپېريال له امله د بېلابېلو کچو له ګواښونو سره مخامخ دي. [۱۰]

بېري بوزان (۲۰۰۰) د ګواښونو د مطالعې په پرتله، د نړیوال امنیت مطالعه پراخه ګني او دا هم مطالعه کوي چې، کوم ګواښونه د زغملو وړ دي، د کومو په وړاندې باید سملاسي ګام پورته شي. هغه د امنیت مفهوم د ځواک یا سولې په توګه نه، بلکې د دې دوړاو تر منځ د یو څه په توګه ویني. [۱۱][۱۲]

د نړیوال امنیت ممثل مفهوم، د۱۹۹۰ ز لسیزې را په دې خوا، له هېوادونو نه را نیولې تر ډلو، وګړو، نړیوالو نظامونو او غیر دولتي بنسټونو او سیمه ییزو حکومتونو پورې په ټولو برخو کې پراخ شوی دی.[۱۳]

د څو اړخیزه امنیت اصل[سمول]

د نړیوال امنیت په اړه دودیز درېځ په عمومي توګه د هېوادني امنیت د ساتلو لپاره د دولت په وڼده (دولت د ممثل په توګه) او د هغې په نظامي وړتیا باندې تمرکز کوي، خو په تېرو لسیزو کې د امنیت تعریف، د ۲۱مې پېړۍ د جهاني شوې نړیوالې ټولنې، د هغې د ګړندیو ټیکنالوژیکي پرمختګونو او له نړیوالو ګواښونو سره چې د دې بهیر په پایله کې را منځ ته شوي دي، د سیالۍ لپاره پراخ شوی دی. په دې ډول یو جامع تعریف د نایف الرودان له خوا وړاندې شوی دی. هغه څه چې نوموړی يې "د څو اړخیز امنیت اصل" په نوم یادوي، د داسې فرضیې پر مټ ولاړ دی چې، "په جهاني شوې نړۍ کې، امنیت نور د صفري ـ مجموع د لوبې (تاوان او ګټه برابر) په توګه نه انګېرل کېږي، چې یوازې دولتونه په کې ښکېل وي. د هغه پرځای، نړیوال امنیت پنځه اړخونه لري او هغه بشري، چاپېریالي، ملي، نړیوال او کلتوري امنیت دي. له همدې امله، نړیوال امنیت او  دولتي یا کلتوري امنیت، په ټولو کچو کې د ښې حکومتولۍ پرته، لاس ته نه راځي چې ټولو وګړو، دولتونو او دودونو ته د عدالت له لارې د امنیت ضمانت کړي."[۱۴]

له دې پنځو اړخونو نه هر یو تر خپل عنوان لاندې ډول ډول نورې فرعي ټولګې لري. لومړی اړخ چې د انسان امنیت،  تر بحث لاندې نیسي، یو داسې مفهوم چې د یوه وګړي امنیت ته راجع کېږي، نه د دولت امنیت ته. دویم اړخ چاپېریالي امنیت دی او د اقلیم بدلون، د نړۍ تودوخه او سرچینو ته د لاسرسي اندېښنې تر بحث لاندې نیسي. درېیم اړخ ملي امنیت تر پوښښ لاندې نیسي، چې په یوه ټاکل شوې سیمه کې د ځواک په کارولو کې د دولت له انحصار سره تړاو لري او د امنیت په پوځي او پولیسي برخو ټینګار کوي. څلورم اړخ، نړیوال ګواښونه، سازمان شوي جرمونه، تروریزم او انساني قاچاق تر بحث لاندې نیسي. په پای کې، د ډول ډول کلتورونو او تمدنونو بشپړتیا د دودیزو اړیکو د امنیت اندېښنې تر بحث لاندې نیسي. د دې څو اړخیز امنیتي چوکاټ پر بنسټ، باید د امنیت ټول پنځه اړخونه په پام کې ونیول شي، ترڅو یو عادلانه او پر له پسې نړیوال امنیت را منځ ته کړي. له همدې امله، دا موضوع د دولتونو ترمنځ د مرستې متقابلو ګامونو او د دودیزو ډلو او تمدنونو ترمنځ سوله ییز چاپېریال ته اړتیا لري.  [۱۵]

دودیز امنیت[سمول]

د امنیت دودیزه بڼه، د امنیت په حقيقت پلوه جوړښت دلالت کوي چې په کې د امنیت اصلي موخه دولت دی. د سړې جګړې پر مهال دا تیوري، ترټولو برلاسې وه. د نږدې نیمې پېړۍ لپاره، د نړۍ لویو ځواکونو د خپلو هېوادونو امنیت د دولتونو ترمنځ د ځواک د توازن په توګه لیده. په دې مفهوم کې نړیوال ثبات، په دې فرضیه تکیه کوي چې که چېرې دولتي امنیت را منځ ته شي، نو په پایله کې یې د اتباعو امنیت هرومرو منځ ته راځي. دودیز امنیت د متحده ایالاتو او شوروي اتحاد (دوو زبرځواکونو) تر منځ د قدرت په انارشيستي انډول، پوځي جوړښت او د ملي دولت په مطلق حاکمیت باندې تکیه کوله. دولتونه د منطقي بنسټونو په توګه لیدل کېدل، ملي ګټې او پالیسي د مطلق واک د هیلو پر مټ ترلاسه کېدې. امنیت له یرغل نه د خوندیتوب په توګه انګیرل کېده، چې د نیابتي جګړو په ترڅ کې د تخنیکي او نظامي وړتیاوو په کارولو سره ترسره کېده. [۱۶][۱۷]

کله چې د سړې جګړې کړکېچ کم شو، دا څرګنده شوه چې د اتباعو امنیت د کورنیو دولتي کړنو او د بهرنیو یرغلګرو له خوا له سختو کړاوونو او ګواښونو سره لاس او ګریوان دي. کورنۍ جګړې په پرله پسې توګه زیاتې شوې دي چې، شته بېوزلي، ناروغۍ، لوږه، تاوتریخوالی او د بشري حقونو سرغړونې یې څو چنده کړې دي. دودیزو امنیتي کړنلارو د دولتي امنیت په څېره کې دا اساسي بشري اړتیاوې په بشپړه توګه پټې کړې. ملتونه خپلو اساسي اجزاوو ته په نه پاملرنې سره په خپلو بنسټیزو هدفونو کې پاتې راغلل.  [۱۸]

د ملي امنیت د ټینګښت د څرنګوالي په اړه په تاریخي بحث کې، لیکوالانو، لکه: هوبس، مکیاویلی او روسو د دولتي حاکمیت د پایلو په اړه یو بدلیدونکی انځور وړاندې کړ. نړیوال نظام د یوه ظالمانه ډګر په توګه انګیرل کېده، چې په کې دولتونه د خپلو ګاونډیانو په زیان د خپل امنیت د ټینګښت په لټه کې وو. د دولتونو ترمنځ اړیکې واک ته د رسېدو په توګه کارول کېدې، چې دولتونو په پرله پسې  توګه هڅه کوله، چې له یو بل نه ګټه پورته کړي. د دې لیدلوري پر بنسټ، د دايمي سولې ټینګښت ناشونی و. دولتونو خپلې ټولې هڅې د واک د انډول په موخه په کار اچولې، ترڅو د خپل سیال د ټولیزې برلاسۍ مخه ونیسي. دا لیدلوري  د لیکوالانو، لکه: اي اچ کار او هانس مورجینتاو له خوا وړاندې شو. [۱۹]

په دې وروستیو کې، د امنیت دولت پلوه دودیز مفهوم، د هر اړخیزو لیدلورو پر مټ تر ګواښ لاندې راغلی دی. د دې لیدلورو تر منځ چې د بشري خوندیتوب په وړاندې د دې بنسټیزو ګواښونو د تایید او حل هڅه کوي، هغه بېلګې تر بحث لاندې نیسيو چې په کې همکاري، هراړخیز او ډله ییز ګامونه ګډون لري او موخه یې د فرد او په پایله کې د دولتي امنیت ټینګښت دی. [۲۰]

د ترهګرۍ او سازمان شوو جرمونو له لوري د ممکنه ګواښونو په وړاندې د نړیوال امنیت د ټینګښت لپاره، په نړیوالو همکاریو کې زیاتوالی را منځ ته شوی دی، چې په پایله کې یې نړیوال پولیس منځ ته راغلي دي. نړیوال پولیس یا انټرپول د نړیوالو پولو په اوږدو کې له یو بل سره معلومات شریکوي او د انټرنیټ په پراختیا او په ټوله نړۍ کې د سندونو، فلمونو او عکسونو د سملاسي لېږد له امله، دا همکاري لا نوره هم پراخه شوې ده.  [۲۱]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Buzan, B. and L. Hansen (2009). The Evolution of International Security Studies. Cambridge, Cambridge University Press.
  2. Sheehan, M. (2005). International Security: An Analytical Survey. London, Lynne Rienner Publishers.
  3. Sheehan, M. (2005), International Security: and Analytical Survey, London, Lynne Rienner Publishers
  4. Buzen, B., O. Wæver, et al. (1998). Security: A new frame work for Analysis. Boulder, CO, Lynne Rienner Publishers.; Doty, P., A. Carnesale, et al. (1976). "Foreword." International Security 1(1).
  5. Kolodziej, E. (2005). Security and International Relations. Cambridge, Cambridge University Press, p.11.
  6. Paris, R. (2004). "Still and Inscrutable Concept", Security Dialogue 35: 370–372.
  7. Baldwin, D. (1997). "The Concept of Security." Review of International studies 23: 5–26
  8. Lippmann, W. (1944). U.S. Foreign Policy. London, Hamish Hamilton
  9. Ullman, R. (1983). "Redefining Security." International Security 8(1): 129–153
  10. Wolfers, A. (1952). ""National Security" as an Ambiguous Symbol." Political Science Quarterly 67(4): 481–502.
  11. Buzan, B. (2007). People, States & Fear. Colchester, ECPR.
  12. Buzan, B. (2000). 'Change and Insecurity' reconsidered. Critical Reflection on Security and Change. S. Croft and T. Terriff. Oxen, Frank Cass Publishers.
  13. Rothschild, E. (1995). "What is Security." Dædalus 124(3): 53–98.
  14. Al-Rodhan, Nayef R.F. (2007). "The Five Dimensions of Global Security: Proposal for a Multi-sum Security Principle", Berlin: LIT Verlag. کينډۍ:ISBN.
  15. "GCSP". Gcsp.ch. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ مارچ ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جولای ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Bajpai, K. (2000). "Human Security: Concept and Measurement" (PDF). University of Notre Dame, Kroc Institute Occasional Paper no. 19. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۸ جون ۲۰۱۲ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Owen, T. (2004), "Challenges and opportunities for defining and measuring human security", Human Rights, Human Security and Disarmament, Disarmament Forum. 3, 15–24
  18. J. Baylis, (1997). "International Security in the Post-Cold War Era", in John Baylis and Steve Smith (eds), The Globalization of World Politics, Oxford, Oxford University Press.
  19. Baylis, John (2011). The Globalization of World Politics (الطبعة fifth). New York: Oxford University Press Inc. د کتاب پاڼې 234. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-956909-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Strategy and Ethnic Conflict (کينډۍ:ISBN) and Path to Peace (کينډۍ:ISBN) among many others)
  21. Arcudi, G. (2004). "Forces de police et forces armées, sécurité et défense: où sont les frontières?", Cahier du GIPRI (2): 17–64.