نړیوالې اړیکې (۱۸۱۴-۱۹۱۹ ز کال)
دغه مقاله په نړیواله کچه دیپلوماسي او په ټولیز ډول د لویو ځواکونو ترمنځ له ۱۸۱۴- ۱۹۱۹ ز کال پورې نړیوالې اړیکې رانغاړي. د کوچنیو هېوادونو نړیوالې اړیکې د هغوی د تاریخ په مقالو کې راغلي. په دغه دوره کې د ناپیلیوني جګړو او د ویانا د کنفرانس (۱۸۱۴-۱۵ز) له پای نه د لومړۍ نړیوالې جګړې او د پاریس د سولې کنفرانس تر پایه مهال شاملېږي.
د دغې دورې په موضوعاتو کې د لویې بریتانیا، متحده ایالاتو، فرانسې، پروس، جرمني او په وروستیو کې د ایټالیا او جاپان چټک صنعتي کېدل او د ځواک وده شاملېږي. دغه موضوعات په نړۍ باندې د واک لرلو په موخه د امپریالیستي او استعماري سیالیو لامل وګرځېدل چې تر ټولو مشهوره یې له ۱۸۸۰ مې لسیزې نه تر ۱۸۹۰ مې لسیزې پورې افریقا ته د لاسرسي پر لرلو سیالي وه. بریتانیا یوه غیر رسمي اقتصادي شبکه رامنځته کړه چې د خپلو مستعمرو او شاهي ځواکونو په مرسته تر هغه مهاله په یو واک غوښتونکي هېواد واوښت، کله چې د متحد جرمني له خوا وګواښول شو. دا په پراخه کچه سوله يیزه پېړۍ وه ، چې یوازې له ۱۸۵۴ تر ۱۸۷۱ ز کال پورې مودې او د روسیې او عثماني سترواکۍ ترمنځ له یو لړ جګړو پرته، د لویو ځواکونو ترمنځ هېڅ جګړه په کې رامنځته نه شوه. له ۱۹۰۰ ز کال وروسته په بالکان سیمه کې یو لړ جګړې رامنځته شوې چې له کنټرول نه له وتو وروسته په لومړۍ نړیواله جګړه (۱۹۱۴- ۱۹۱۸ ز کال) واوښتې – هغه ویجاړونکې جګړه چې د وخت، اوږدوالي د مودې، زیانونونو او اوږد مهالو اغېزو له مخې ترې دومره تمه نه کېدله.
په ۱۸۱۴ ز کال کې دیپلماتانو پنځه لوی ځواکونه په رسمیت وپېژندل: فرانسه، بریتانیا، روسیه، اطریش ( له ۱۸۶۷- ۱۹۱۸ زکال، اطریش- هنګري) او پروس (په ۱۸۷۱ ز کال کې د جرمني سترواکي). ایټالیا هم په ۱۸۶۰ ز کال کې د ایټالیا له یووالي ("Risorgimento") وروسته په دغه ډله کې شامله شوه. په ۱۹۱۴ ز کال کې د لومړۍ نړیوالې جګړې د لړۍ پر مهال په اروپا کې دوه لویو بلاکونو شتون درلود: د فرانسې، بریتانیا او روسیې درې ګونی اتحاد او د جرمني، اطریش-هنګري او ایټالیا درې ګونی اتحاد. ایټالیا په ۱۹۱۵ ز کال کې له تزلزل سره مخامخ شوه او خپل لوری یې بدل کړ. عثماني سترواکي هم له مرکزي ځواکونو سره مل شوه. بلجیم، هالنډ، لوکزامبورګ، ډنمارک، سویډن، ناروې، یونان، پرتګال، هسپانیا او سویس د بې پلویتوب سیاست غوره کړ. رومانیا، بلغاریا، صربستان، مونتینګرو او البانیا د خپلواکو لاس پوڅو په توګه عمل کاوه ، ځکه له ۱۹۰۸- ۱۹۱۲ ز کلونو پورې تر هغه مهاله چې خپلواکي یې واخیسته، لا هم په قانوني ډول د مخ پر زوال عثماني سترواکۍ برخه ګڼل کېدل. تر ۱۹۰۵ ز کال پورې دوه چټک وده کوونکي غیر اروپايي هېوادونه؛ جاپان او متحده ایالات له لویو ځواکونو سره یوځای شول.[۱]
دغې لویې جګړې په غیرمنتظره ډول د لویو ځواکونو، پوځي، دیپلماتیکي، ټولنیزې او اقتصادي وړتیاوې له منځه تلو سره مخامخ کړې. جرمني، اطریش- هنګری او عثماني سترواکۍ ماته وخوړه، آلمان خپل لوی ځایګی له لاسه ورکړ او پاتې نور وویشل شول. د جګړې ګټونکي بریتانیا، فرانسه، ایټالیا او جاپان د ملتونو د ټولنې د مخته وړونکې شورا دایمي څوکۍ ترلاسه کړې. متحده ایالات چې په پام کې و د دغې ټولنې پنځم دایمي غړی شي، پرېکړه یې وکړه چې په خپلواک ډول به عمل وکړي او هېڅکله له دغې ټولنې سره یوځای نه شو.
د بریتانیا- جرمني سمندري سیالي
[سمول]له ۱۸۰۵ ز کال وروسته د بریتانیا شاهي سلطنتي ځواکونو سیال نه درلود؛ په ۱۸۹۰ مه لسیزه کې جرمني پرېکړه وکړه چې ورسره سیال شي. مارشال/ګرنډ اډمیرال الفرد ون ټریپیټز (۱۸۴۹- ۱۹۳۰ ز کال) له ۱۸۹۷ ز کال نه تر ۱۹۱۶ ز کال پورې د آلمان په سمندریز سیاست واک درلود. وړاندې له دې چې په ۱۸۷۱ ز کال کې د جرمني سترواکي رامنځته شي، پروس او همدارنګه د جرمني نورو ایالتونو هېڅ سمندریز ځواک نه درلود. ټریپیټز خپلې کوچنۍ جنګي بېړۍ په نړیواله کچه ځواک واړولې چې کولای یې شو د بریتانیا شاهي سمندریز ځواک تهدید کړي. بریتانویانو هغو ته په نوې تکنالوژي سره چې د ډریډناټ انقلاب بېلګه وه ځواب ورکړ او خپل مخکښ ځایګی یې وساته.[۲][۳][۴]
لویه جګړه
[سمول]لومړۍ نړیواله جګړه یونړیوال کړکېچ و چې له ۱۹۱۴ ز کال نه یې تر ۱۹۱۸ ز کال پورې دوام وکړ. په دغه جګړه کې مرکزي ځواکونو (جرمني او اطریش – هنګري، وروسته ورسره عثماني سترواکي او بلغاریا هم مل شوه) د بریتانیا، روسیې او فرانسې په مشرۍ متفقینو ځواکونو سره چې په ۱۹۱۵ ز کال کې ایټالیا او په ۱۹۱۶ ز کال کې رومانیا هم ورسره مل شول؛ له ۱۹۱۴ ز کال وروسته جګړه وکړه. متحده ایالات په پیل کې بې پلوه وو او هڅه یې وکړه چې منځګړیتوب وکړي، خو د ۱۹۱۷ ز کال په اپرېل میاشت کې یې له جرمني سره جګړه اعلان کړه. متحده ایالاتو له متفقینو سره مرسته وکړه خو هیڅکله په رسمي ډول ورسره یوځای نه شوه او په جلا توګه یې د سولې لپاره مذاکرات ترسره کړل. په ۱۹۱۶ ز کال کې د رومانیا په نیولو (په داسې حال کې چې رومانیا د ۱۹۱۸ ز کال تر مۍ جګړه وکړه او وروسته بیا د ۱۹۱۸ په نومبر میاشت کې یې په جګړه کې ونډه واخیسته) او همدارنګه د ۱۹۱۸ ز کال په مارچ کې د روسیې په نیولو سربېره مرکزي ځواکونه د ۱۹۱۸ ز کال په نومبر میاشت کې له ماتې سره مخامخ شول او آلمان هغه «اوربند» ومانه چې په عمل کې د بشپړ تسلیم کېدو په معنا وو. [۵][۶]
د پیاوړو ځواکمنو هېوادونو ډېرۍ دیپلماتیکو هڅو د پراخه ځمکنیو انعامونو د ژمنو په ورکولو سره د جګړې په لورو کې د بې پلوه هېوادونو په راجلبولو تمرکز درلود. بریتانیا، متحده ایالاتو او جرمني په خپلو متحدینو ډېر زیات لګښت وکړ. په کور کې د ننه د مورال لوړولو او د دښمن په سنګرونو په ځانګړې توګه د لږکیو ترمنځ د مورال غورځولو په موخه پروپاګند د لویو ځواکونو په لومړیتوب کې ځای درلود. دوی همدارنګه له هغو سیاسي ډلو سره چې د دښمن د سیاسي رژیم د چپه کولو په برخه کې یې هڅې کولې مالي مرستې کولې، لکه څرنګه چې په ۱۹۱۷ ز کال بلشویکانو په روسیه کې دغه کار ترسره کړ. دواړو لورو له بې پلوه هېوادونو سره پټ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل څو په جګړه کې ونډه واخلي او د بریا په حالت کې به د دښمن د قلمرونو یوه برخه ترلاسه کړي. ان د یو شمېر سیمو ژمنه په یو مهال کې له څو هېوادونو سره شوې وه، له همدې امله باید په ځینو ژمنو سترګې پټې شوې وای. همدغه ژمنو تریخ دایمي میراث په ځانګړې توګه په ایټالیا کې له ځانه پرېښود. ولسمشر ویلسون د جګړې پر مهال د پټو هوکړو کولو په غندلو سره د سولې لپاره د خپلو څوارلس ګونو اصولو په ترڅ کې د «ښکاره او پرانستو هوکړو» غوښتنه وکړه.[۷][۸]
۱۹۱۹: د پاریس د سولې کنفرانس او د وارسا تړون
[سمول]نړیواله جګړه په ۱۹۱۹ ز کال کې د بریالیو هېوادونو له خوا د پاریس د سولې په کنفرانس سره پای ته ورسېده. ۲۷ هېوادونو دغه کنفرانس ته استازي لېږلي و او ګڼ شمېر نا دولتي ډلوهم په کې ګډون درلود، خو له ماتو ځواکونو نه هېڅوک هم نه وو رابلل شوي.[۹][۱۰]
په «څلورو لویو» ګډون کوونکو کې د متحده ایالاتو ولسمشر ووډرو وېلسون، د لویې بریتانیا لومړی وزیر ډېوېډ لویډ، د فرانسې لومړی وزیر جورج کلمانسو او د ایټالیا لومړی وزیر ویټوریو اورلانډو وو. دوی په غیر رسمي ډول ۱۴۵ ځله له یو بل سره ولیدل او ټولې مهمې پرېکړې یې وکړې چې بیا په نوبت سره د نورو له خوا تائید شوې.[۱۱]
په مهمو پرېکړو کې یې د ملتونو د ټولنې (League of Nations) جوړول، له ماتې خوړلو دښمنانو سره د سولې پنځه هوکړې (د پام وړ یې له جرمني سره د وارسا هوکړه)، په آلمان د درانه تاوان تحمیل کول، له هېواده بهر د جرمني او عثماني سترواکي د قلمرونو سپارل تر ډېره بریتانیا او فرانسې ته او د نوو ملي پولو ترسیم (ځینې مهال په ټول پوښتنو سره) د ملت پالنې د غوره څرګندولو په موخه په کې شاملېږي. [۱۲][۱۳]
سرچینې
[سمول]- ↑ Carlton J. H. Hayes, A Generation of Materialism: 1871–1900 (1941) pp. 16–17.
- ↑ Michael Epkenhans, Tirpitz: Architect of the German High Seas Fleet (2008) excerpt and text search, pp 23-62
- ↑ Margaret Macmillan, The War That Ended Peace: The Road to 1914 (2013) ch 5
- ↑ Brandenburg, From Bismarck to the World War: A History of German Foreign Policy 1870–1914 (1927) pp 266=99, 394-417.
- ↑ John Horne, ed. A Companion to World War I (2012)
- ↑ David Stevenson, The First World War and International Politics (1988).
- ↑ J.A.S. Grenville, ed., The Major International Treaties of the Twentieth Century: A History and Guide with Texts, Vol. 1 (Taylor & Francis, 2001) p. 61.
- ↑ Norman Rich, Great Power Diplomacy: Since 1914 (2002) pp 12-20.
- ↑ Margaret Macmillan, Peacemakers: The Paris Peace Conference of 1919 and Its Attempt to End War (2002)
- ↑ Robert O. Paxton, and Julie Hessler. Europe in the Twentieth Century (2011) pp 141-78 excerpt and text search
- ↑ by Rene Albrecht-Carrie, Diplomatic History of Europe Since the Congress of Vienna (1958) p 363
- ↑ Sally Marks, The Illusion of Peace: International Relations in Europe 1918–1933 (2nd ed. 2003)
- ↑ Zara Steiner, The Lights that Failed: European International History 1919–1933 (2007)