نړیواله سوله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

نړیواله سوله یا په ځمکه کې سوله، د ځمکې په سیاره کې  د ټولو ملتونو او خلکو تر منځ د خوښۍ، خپلواکۍ او سولې د یوه اېډیال حالت مفهوم وړاندې کوي. د نړۍ په دې نظریه کې له تاوتریخوالي سره مخالفت د خلکو او ملتونو لپاره یوه انګیزه ده، چې په داوطلبانه ډول یا د حکومت‌ولۍ د سیستم په واسطه یادو موخو ته د رسېدو لپاره په خپله خوښه همکارۍ ته تیاروي. بېلابېل کلتورونه، مذهبونه، فلسفې او سازمانونه د دې ډول حالت د رامنځته کېدلو د څرنګوالي په اړه بېلابېل مفهومونه لري.  

بېلابېل مذهبي او سيکولر سازمانونه، د نړیوالې سولې حالت ته د رسېدلو په موخه انساني حقونو، تیکنالوژي، زده‌کړې، انجنیري، طبابت یا دیپلوماسي د شخړو د ټولو ډولونو د پای ته رسولو لپاره کاروي. د ۱۹۴۵ز کال راهیسې ملګري ملتونه او د امنیت شورا پنځه دایمي غړي (چین، فرانسه، روسیه، بریتانیا او امریکا) له شخړې یا د جنګ له اعلان نه پرته د مناقشاتو د حل په موخه فعالیت کوي. له دې سره، له هغه مهال راهیسې تر نن پورې ډېری هېوادونه په بېلابېلو نظامي لانجو کې ښکېل شوي دي.

نړیوالې سولې ته د لاسرسي لپاره ډېری تيورۍ وړاندې شوې دي. له دې تیوریو نه څو لاندې لېست شوې دي:

سوله د ځواک له لارې[سمول]

دا اصطلاح له میلاد نه مخکې د ۱۱۷-۱۳۸ کلونو تر منځ واکمنۍ د روم سترواکي هارډیان ته ورګرځي،خو مفهوم یې د تاریخي ریکارډونو په اندازه لرغونی دی. د هند په رامیانه حماسه کې چې ۷۰۰۰ کاله لرغونتوب لري، د راما رب النوع نه رانقل شوې چې وایي: «باهي بېن هويي نا پریت» په دې معنا چې: که د سولې لپاره دعا ماته وخوري، ښايي د سولې د ټېنګښت لپاره د وېرې تلقین ته اړتیا وي. په ۱۹۴۳ز کال کې د دویمې نړیوالې جګړې په اوج کې د پان‌اېروپین (Paneuropean) اتحادیې بنسټ اېښودونکي رېچارډ فون کودنهو کالرګي استدلال وکړ چې، تر جنګ وروسته متحده ایالتونه اړ دي، د تلپاتې

پرله پسې سولې د ضمانت لپاره «د اسمانونو قومانده» په لاس کې واخلي:

خو د سولې د داسې شاندارې پېړۍ د پيل لپاره اړتیا ده، د سولې پخواني ټول مفاهیم له پامه وغورځول شي. د سولې نوې ملایکه نوره نه باید د یوې زړه راښکونکې، خو ناهیلې مېرمنې په توګه چې د زیتون یوه څانګه په لاس کې لري، انځور شي، بلکې باید د خدایي عدالت په څېر وي، چې ښي لاس کې توره او په کیڼ لاس کې تله لري؛ یا د آرکېنګ‌جېل ميچل (Archangel Michael) په څېر چې د فولادو وزرونه او د اور توره لري او له شیطان سره جګره کوي، تر څو له جنت نه بېرته سوله راوګرځوي او خوندي يې کړي. [۱]

په حقیقت کې د هوايي ځواکونو د اوفوټ (Offutt) هوايي ډګر د SCA داخلي دروازې ته نږدې یوه لویه تابلو د SCA له نښان سره ولاړه ده چې شعار يې دی: «سوله زموږ کسب دی». شعار په بشپړ ډول کوټلی او یو حیرانوونکی پاراډوکس - paradox  (هغه وینا چې ظاهراً ناسمه برېښي، خو ښايي سمه وي) و. د کانويېر بي- ۳۶ (Convair B-36) په نوم د ستراتيژيکې هوايي قوماندې (SCA) یو بم غورځوونکي او د ال جي اېم (LGM-118) په نوم یو اېنټرکانتنېنټال- د قارو تر منځ توغندي ته سوله ساتي ویل کېږي.   [۲]

په ۲۰۱۶ز کال کې د متحده ایالتونو د دفاع پخوانې وزیر اش کارتر (Ash Carter) وړاندوينه وکړه چې، د اسیا او ارام سمندر تر منځ بیاځلي تعادل به په سیمه کې د ځواک له لارې سوله ټينګه کړي. تاسو او ستاسو تر قومانده لاندې سرتېري، بېړۍ چلوونکي، هوايي ځواکونه او سمندري ځواکونه به بیا تعادل ټینګ کړي، تاسو به دا شبکه کار کولو ته مجبوره کړئ او تاسو به د اسیا ارام سمندر سره مرسته وکړئ، تر څو په ریښتیا یوه سوکاله، سوله‌ييزه او اصولي راتلونکې ولري او هغه رول ولوبوئ، چې یوازې امریکا یې لوبولی شي. تاسو به له ځواک سره دا چاره ترسره کړئ. [۳]

په ۲۰۱۸ ز کال کې د متحده ایالتونو د ملي امنیت او دفاعي ستراتیژۍ په پيلامه کې راغلي دي چې: له متحدینو سره د متحده ایالتونو د ځواک دریځ به د ځواک له لارې سوله ساتي. دا سند د ځواک له لارې سولې ته رسېدلو ټولې اړتیاوې له تفصیل سره وړاندې کوي. [۴]

د ځواک د مفاهیمو ګټه د ځواک د تعادل پر وړاندې، د هېموجنیک ثبات نظریه، یو قطبي ثبات او سترواکي سوله (رومي سوله/ Pax Romana، بريتانوي سوله/ Pax Romana، امریکايي سوله/ Pax Americana) د ځواک له لارې له سولې سره په اړیکه کې دي. 

مارکسیزم: نړیواله سوله د نړیوال انقلاب له لارې[سمول]

د کارل مارکس د مادیاتي عامیانه تیوري (dialectic materialist theory) له مخې: په  کپيتالیزم(پانګوالۍ) کې بشریت یوازې په دوو ډلو وېشل کېږي: کاریګري ډله- پرولتاریا- هغه چې د تولید وسایلو ته لا‌سرسی نه لري او پانګواله طبقه(بورژوازي) چې د تولید لپاره وسایل لري. یو ځل چې کمونیستي انقلاب پېښ شي او په پایله کې یې تولیدي ابزار د شخصي ملکیت په توګه منسوخ کړل شي. بشریت به نه وېشل کېږي او د دې دواړو طبقو تر منځ رامنځته شوی کړکېچ به ودرول شي. د سوسیالیزم په نوم دوره به د پرولتاریا (کاریګرډله) د واکمنۍ له لارې د پانګوالۍ وروستۍ نښې له منځه یوسي او په ټوله نړۍ کې به د انقلاب په رامنځته کولو کې مرسته وکړي. کله چې شخصي ملکیت په ټوله نړۍ کې لغوه شي، بیا به د تاوتریخوالي پر وړاندې انحصاري کړنو ته اړتیا ونه لري او په دې توګه به ورک شي. کاریګري سازمانونه به د هغوی ځای ونیسي او د توکو د تولید مدیریت به په غاړه واخلي، خو هېڅ یو سازمان به نظامي ځواک، د پولیسو ځواکونه او زندانونه ونه لري.

د مارکس د تیورۍ اصلي اصل دا دی چې: مادي شرایط معنوي شرایط محدودوي. باید د دوی مادي شرایط ورته اجازه ورکړي. خلک به په ټوله نړۍ کې له تاوتریخوالي سره مخامخ نه وي، بلکې سوله‌ییز، د درناوي‌وړ او التریوستیک- altruistic (خپل همنوعه خوښوونکي) به وي. په یوه کمونیستي حالت کې به هغوی یوازې د پایښت لپاره ژوند ته اړتیا ونه لري، بلکې د خپلې معنوي روحي بشپړتیا لپاره به ژوند کوي.   [۵]

د لیون تروسکي (Leon Trotsky) د استدلال پر بنسټ: د پرولتاریا نړیوال انقلاب به د نړیوالې سولې لامل شي. [۶]

د دیموکراتیکې سولې تیوري[سمول]

د سولې د دیموکراتیکې تیورۍ پلویان ادعا کوي چې، د تجربو پر بنسټ پیاوړي شواهد شته چې، دیموکراسۍ هېڅکله هم له یو بل سره جګړه نه کوي یا یې په ندرت کوي. پر دې سربېره، له تاریخي پلوه د دیموکراسیو تر منځ څوګونې جګړې پېښې شوې دي. [۷][۸][۹][۱۰]

د پانګوالۍ (کپيتالیزم) د سولې تیوري[سمول]

ایان رانډ (Ayn Rand ) د جګړې رېښې په نوم په خپله مقاله کې لیکي چې: لویې تاریخي جګړې د وخت د کنترول شوو اقتصادونو له خوا د آزادو اقتصادونو پر وړاندې پيل شوې او پانګوالۍ د بشر په تاریخ کې بشر ته تر ټولو اوږدمهاله د سولې دوره ورپه برخه کړه، یوه دوره چې په ترڅ کې یې د ناپيلوني جګړو تر پای وروسته (۱۸۱۵ز) او په ۱۹۱۴ ز کې د لومړۍ نړیوالې جګړې تر پيل پورې، په ۱۹۷۰ ز کې د فرانسې او پروس، په ۱۸۹۸ زکې د هسپانيې او امریکا او له ۱۸۶۵-۱۸۶۱ ز پورې د امریکا له داخلي جګړو پرته، په ټوله متمدنه نړۍ کې هېڅ جګړه پېښه نه شوه.  

کوبدینیزم[سمول]

د کوبدینیزم (یوه اقتصادي ایډیالوژي) پلویان ادعا کوي چې: د تعرفو په له منځ وړلو او د آزادې نړیوالې سوداګرۍ په رامنځته کولو سره جګړه ناممکنه کېږي، ځکه چې سوداکري د یو ملت د ځان‌بسیا کېدو مخه نیسي، چې دا د اوږد مهاله جګړو اړتیا ده.   

که څه هم آزاده سوداګري، د جګړې پر مهال د لنډمهالې ځان‌بسیا کېدو لپاره د یوه ملت د ځینې بېړنیو پلانونو مخه نه نیسي او یا دا چې په اسانۍ سره وکولی شي، خپل د اړتیا وړ توکي له بېلابېلو ملتونو نه تر لاسه کړي، د دې یو ښه مثال د لومړۍ نړیوالې جګړې په ترڅ کې تر یوې کچې د جرمني او بریتانیا په ځان بسیا کېدل دي. دا چاره په ځانګړي ډول اړینه ده، ځکه جرمني د اقتصادي جګړې د رامنځته کولو لپاره هېڅ کوم پلان نه درلود.   [۱۱][۱۲]

سرچینې[سمول]

  1. Crusade for Pan-Europe, (New York: G. P. Putnam's Sons, 1943), p 299, 305.
  2. Phillip S. Meilinger, Bomber: The Formation and Early History of Strategic Air Command, (Alabama: Air University Press, 2012), p XVIII.
  3. ""The Future of the Rebalance: Enabling Security in the Vital & Dynamic Asia-Pacific", Secretary of Defense Speech, September 29, 2016, Washington: Department of Defense". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Summary of the 2018 National Defense Strategy of the United States of America" (PDF). د لاسرسي‌نېټه ۲۲ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Tyagi, Abhishek. "Peace". Inner Peace Zone. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Trotsky, Leon (1914), War and the International, Marxists الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  7. "Ray", International relations, USA: M Tholyoke, د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ فبروري ۲۰۰۸ باندې الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  8. Smith, "Democracy & peace", Politics (PDF), USA: New York University الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  9. کينډۍ:Cite conference
  10. Owen, John M, IV (1 November 2005), "Fareview essay", ForeignAffairs.org, Iraq and the democratic peace, د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ ډيسمبر ۲۰۰۵ باندې الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  11. "Mutual Assured Destruction", Strategy, Nuclear files, د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ جنوري ۲۰۱۸ باندې, د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جنوري ۲۰۲۲ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  12. Parrington, Col. Alan J (Winter 1997), "Mutually Assured Destruction Revisited, Strategic Doctrine in Question", Airpower Journal, USA: Air Force, د اصلي آرشيف څخه پر 20 جون 2015 باندې الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).