Jump to content

نړیوالتوب (سیاست)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

نړیوالتوب یو سیاسي اصل دی، چې د دولتونو او ملتونو ترمنځ د لازیاتې سیاسي او اقتصادي همکارۍ پلوي کوي. له نورو سیاسي حرکتونو او ایډیالوژیو سره تړاو لري، خو په خپل ځان کې یومکتب، عقیدوي سیسټم یا حرکت منعکسولای شي.[۱][۲]

د نړیوالتوب ملاتړي، د نړیوالتوب په نوم پېژندل کېږي او عموماً په دې باور دي، چې انسانان باید د ملي، سیاسي، کلتوري، نژادي او طبقاتي سرحدونو په اوږدو کې د خپلو ګډوګټو د پرمختګ لپاره سره یوموټی شي یا دا چې حکومتونه باید همکاري وکړي؛ ځکه چې د دوی متقابلې اوږدمهاله ګټې د دوی د لنډمهاله شخړو په پرتله خورا مهمې دي. [۳]

نړیوالتوب څو تعبیرونه او معناوې لري، خو معمولاً له ملتپالنې او ګوښه پالنې سره د مخالفت په معنا ده. د نړیوالو بنسټونو ملاتړ، لکه: ملګري ملتونه او یو کاسموپولیټان لید، چې نورو کلتورونو او دودونو ته وده ورکوياو درناوییې کوي.[۴]

دا اصطلاح ورته ده، خو له نړیوالتوب او کاسموپولیټانیزم نه جلا ده.

په ۱۹مه پېړۍ کې په لویه بریتانیا کې د سیاسي فکر یو لیبرال نړیوالتوب موجود و، چې د ریچارډ کوبډن او جان برایټ له خواڅرګند شوی و. کوبډن او برایټ د کارن د محافظه کاره قوانینو خلاف وو او د کوبډن د ۱۸۴۳ز کال د سپټمبر په ۲۸مه په کووینټګارډن کې په یوه وینا کې د نړیوالتوب خپل یوټوپیايي برانډ په ګوته کړ:

آزاده سوداګري څه ده؟ هغه خنډونه ولې ماتوي، چې ملتونه جلا کوي، هغه خنډونه چې تر شا یې د غرور، غچ اخیستنې، کرکې او د کینې احساسات ځای پر ځای دي، چې هر وخت خپل سرحدونه ماتوي او ټول هېوادونه په وینو لړي.[۵]

کوبډن باور درلود چې: آزاده سوداګري به له یو بل سره د انحصار له لارې نړۍ ارامه کړي، دا نظر د ادم سمیټ له خوا د هغه په ملتونو شتمنۍ کې څرګند شوی او د هغه وخت ډېری لیبرالانو ته عام دی. د اخلاقي قانون په مفکوره باور او د انسان په طبیعت کې یوې اصلي نېکمرغۍ هم په نړیوالتوب کې د دوی باور هڅولی.

په هغه وخت کې د نړیوالتوب په لیبرال مفکورو د سوسیالیستانو او راډیکالوله خوا سختې نیوکې وشوې، چې د نړیوالې اقتصادي سیالۍ او امپریالیزم ترمنځ یې اړیکې په ګوته کړې او دا سیالۍ به د نړۍ د جګړې د اصلي لامل په توګهپېژني. په نړۍ کې د کارګرانو نړیواله ټولنهد لومړنیو نړیوالو سازمانونو له ډلې وه، چېپه ۱۸۶۴ز کال په لندن کې د کارګرې طبقېد سوسیالیستو او کمونیستو سیاسي فعالینو (د کارل مارکس په ګډون) له خوا جوړه شوه. د لومړي نړیوال سازمان په توګهپېژندل شوی، دا سازمان د ملي سرحدونو په اوږدو کې د کارګرې طبقې سیاسي ګټو ته د ودې ورکولو لپاره وقف شوی و او د لیبرال نړیوالیزم له فشارونو سره د مستقیمې ایډیالوژیکي مخالف و، چې د آزادې سوداګرۍ او پانګوالیزم ملاتړیې د نړۍ سولې او یو بل ته د رسېدو د وسیلې په توګه و.

په نورو نړیوالو سازمانونو کې بین الپارلماني اتحادیه شامله ده، چېپه ۱۸۸۹ز کال کې د فرانسې د فریدریک پاسي او د انګلستاند ویلیم رانډال کریمرله خوارامنځته شوه او د ملتونو لیګ، چې له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته رامنځته شوی و. تېر وخت د سیاسي هر اړخیزه خبرو اترو لپاره د خپلواک چوکاټ په توګه تصور شوی و، په داسې حال کې چې وروسته یې د نړیوال منځګړيتوب او خبرو اترو په وسیله د نړۍ د امنیتي ستونزو د حل هڅه کړې وه.

J.A  هابسنیو ګلیډ سټونین لیبرال، چې له لویې جګړې وروسته سوسیالیست شو، چې په خپل کتاب امپریالیزم (۱۹۰۲ز کال) کې یې د نړیوالو محکمو او کانګریسونو د ودې وړاندوینه کړې، چې تمه ده د ملتونو تر منځ نړیوالې شخړې په سوله ییزه توګه حل کړي. سر نارمن انګیل په خپل کتاب لوی خیال (۱۹۱۰ز کال) کې ادعا وکړه، چې نړۍ د سوداګرۍ، مالیې، صنعت او مخابراتو له لارې متحده ده او له همدې امله ملتپالنه یو انکرونیزم دی او دا جګړه به د هېچا په ګټه نه وي، خو پایله به یې یوازې بربادي وي.

لارډ لوتیانیو نړیوالپال او امپریالیست و، چې د ډسمبر په  ۱۹۱۴ز کال کې« دآزادو متمدنو هېوادونو داوطلبانه فدراسیون ته سترګې په لار و، چې په پای کې به د سیالي وسلو خیال له منځه یوسي او انسانانو ته به تلپاتې سوله ورکړي».[۶]

د ۱۹۱۵ز کال په سپتمبرکې هغه فکر کاوه، چې بریتانوي سترواکي« د نړۍ د عامو ګټو یوه غوره نمونه ده».[۷]

نړیوالتوب، په انګلستان کې د ګیلبرټ موري په څېر خلکو له خوا د ملګرو ملتونو د لیګ د تایید له لارې څرګند شو. لیبرال ګوند او کارګرګوند د کارګر لومړي وزیر رامسي مکډونالډ په شان نامتو نړیوال شخصیتونه لرل او په دې باور وو چې: « زموږرښتینی ملیت انسانیت دی».[۸]

سوسیالیزم

[سمول]

نړیوالتوب د سوسیالیستي سیاسي تیوري یوه مهمه برخه ده، د دې اصولو پر بنسټ چې د ټولو هېوادونو کارګره طبقه وګړي، باید د ملي سرحدونو په اوږدو کې سره یو موټی شي او د پانګوالۍ د رانسکورولو لپاره په فعاله توګه د ملتپالنې او جګړې مخالفت وکړي. په دې معنا د نړیوالیزم سوسیالیستي پوهه، د نړیوال یووالي له مفهوم سره نږدې تړاو لري.[۹][۱۰][۱۱]

سوسیالیست مفکرین، لکه: کارل مارکس، فریدریک انګلز او ولادیمیر لینین استدلال کوي چې: اقتصادي طبقه، د قومیت، نژادی یاکلتور پر ځای (یا سره تړلي) اصلي ځواک دی، چې خلک په ټولنه کېوېشي او دا ملتپاله ایډیالوژي د یوې ټولنې د برلاسې اقتصادي طبقې د تبلیغاتو وسیله ده. له دې نظره په یوه ټولنه کې په لوبه کې د موروثي طبقې د شخړو د پټولو لپاره ملتپالنې ته وده ورکول، د حاکمې طبقې په ګټه ده چې (لکه د ګټې لپاره د پانګوالوله خوا د کارګرانو استحصال). له همدې امله، سوسیالیست ملتپالنه د ایډیالوژیکي کنټرول د یوې بڼې په توګه ګوري، چې د یوې ټولنې له خوا د اقتصادي تولید له طریقې رامنځته کېږي (برلاسې نظریه وګورئ).

له۱۹مې پېړۍ راهیسې د نړۍ د صنعتي کارګرانو په څېر سوسیالیستي سیاسي سازمانونو او د بنسټپالو سوداګریزو اتحادیو نړیوالو نظریاتو وده کړې او هڅه یې کړې، چې د ملي سرحدونو په اوږدو کې کارګران تنظیم کړي، څو د کار شرایطو ته وده ورکړي او د صنعتي ډیموکراسۍ بېلابېل ډولونه پرمخ بوځي. لومړی،دویم، درېیم او څلورم نړیوال سوسیالیستي سیاسي ګروپونه وو، چې په ټوله نړۍ کې یې د کارګرانو انقلاب ته وده ورکوله او نړیوال سوسیالیزم ته یې د رسېدو هڅه کوله (د نړۍ انقلاب وګورئ).

سوسیالیستي نړیوالتوب د امپریالیزم ضد دی او له همدې امله د ټولو ډولونو له استعمار او بهرني تسلط نه د خلکو د خلاصون او د ملتونو د خپلواکۍ د حق ملاتړ کوي. له همدې امله، سوسیالیستانو تر ډېره ځانونه په سیاسي توګه د خپلواکۍ له استعمار ضد خوځښتونو سره یوځای کړي او په فعاله توګه د یوه هېواد له خوا د بل هېواد د استحصال مخالفت کوي.[۱۲]

دا چې په سوسیالیستي تیورۍ کې جګړه د اقتصادي سیالۍ د قوانینو عمومي محصول ګڼل کېږي، چې له پانګوالۍ سره تړاو لري(د بېلګې په توګه: د طبیعي زېرمو او اقتصادي واکمنۍ لپاره د پانګوالو او د دوی د اړوندو ملي دولتونو ترمنځ سیالي)، لیبرال ایډیالوژي چې نړیوال پانګوالې ته وده ورکوي او «آزادې سوداګري» ان که دوی کله ناکله د نړیوالې همکارۍ په اړه په مثبتو شرایطو کې خبرې وکړي، د سوسیالیست له نظره، په اقتصادي ځواکونو کې رېښې لري، چې نړیوالې شخړې رامنځته کوي. په سوسیالیستي تیوري کې د نړۍ سوله یوازې هغه وخت راتلای شي، چې اقتصادي سیالي او په ټولنه کې طبقاتي وېش پای ته ورسېږي. دا مفکوره په ۱۸۴۸ز کال کې د کارل مارکس او فریدریک انګلزله خواپه کمونیست منشور کې څرګنده شوې ده:

دا چې د یوه کس له خوا د بل کس زبېښاک هم پای ته رسېږي، د یوه ملت له خوا د بل ملت استحصال به هم پای ته ورسېږي. څومره چې په ملت کې د طبقو ترمنځ دښمني له منځه ځي،همدومره به د یوه ملت ترمنځ دښمني پای ته ورسېږي.[۱۳]

سرچينې

[سمول]
  1. "Internationalism is... described as the theory and practice of transnational or global cooperation. As a political ideal, it is based on the belief that nationalism should be transcended because the ties that bind people of different nations are stronger than those that separate them." N. D. Arora, Political Science, McGraw-Hill Education. ISBN 0-07-107478-3, (p.2).
  2. Warren F. Kuehl, Concepts of Internationalism in History, July 1986.
  3. Fred Halliday, Three concepts of internationalism, International Affairs, Volume 64, Issue 2, Spring 1988, Pages 187–198.
  4. Warren F. Kuehl, Concepts of Internationalism in History, July 1986.
  5. "Peace and Free Trade".
  6. J.R.M. Butler, Lord Lothian 1882-1940 (Macmillan, 1960), p. 56.
  7. J.R.M. Butler, Lord Lothian 1882-1940 (Macmillan, 1960), p. 57.
  8. Lord Vansittart, The Mist Procession, p. 373
  9. "Internationalism is the bedrock of socialism, not simply or mainly for sentimental reasons but because capitalism has created a world economy that can be transformed only on a world scale." - Duncan Hallas. The Comintern: "Introduction to the 1985 Edition". Bookmarks. 1985.
  10. "The international character of the socialist revolution [...] flows from the present state of the economy and the social structure of humanity. Internationalism is no abstract principle but a theoretical and political reflection of the character of world economy, of the world development of productive forces, and of the world scale of the class struggle." - Leon Trotsky.The Permanent Revolution. 1931.
  11. "The Communists are further reproached with desiring to abolish countries and nationality. The working men have no country. We cannot take from them what they have not got.... United [worker's] action, of the leading civilized countries at least, is one of the first conditions for the emancipation of the proletariat." - Karl Marx and Friedrich Engels. The Communist Manifesto. Chapter 2: Proletarians and Communists
  12. "National self-determination is the same as the struggle for complete national liberation, for complete independence, against annexation, and socialists cannot—without ceasing to be socialists—reject such a struggle in whatever form, right down to an uprising or war." - V.I. Lenin. A Caricature of Marxism and Imperialist Economism. 1916. Marxists Internet Archive.
  13. Marx, Karl; Engels, Friedrich. "The Communist Manifesto: Proletarians and Communists". Marxists Internet Archive.