نړيوالي جګړې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
  1. لومړی سوال ؟

نړيوالي_جګړي_کله_اوڅنګه_پيښي_سوي ؟ تر لومړۍ نړيوالي جګړي مخکي اروپا شاوخوا دوې پيړۍ د جګړو مرکز ګرځيدلي وه المان ، فرانس ، انګليس پکښي مهم ځاى خپل کړى وواو کله ناکله نور هيوادونه هم ددوى له اړودوړ څخه هم متاثره کيدل لومړۍ نړيوالي جګړي ته هغه وخت لاره هواره سوه چه جرمني خپل فوځونه المغرب ته د مسلمانانو د ملاتړ ترشعار لاندي د فرانسي پر ضد ننه ايستل

دا مهال د استريا اوسنى اتريش د امپراطور وليعهد او وراره ارشيدوک فريناند د خپلي ميرمني سره يوځاى د يو ګوسلاوى غورځنګ د يو غړى لخوا د بوسني په پايتخت سرايو کښي د موتر د تيريدو پر مهال په ډزو سره مړه سول اودا پړه پرسربيا واچوله د اسټريا امپراطور داکړنه دځان سپکاوى وګاڼه جرمني هم جګړي ته يو پلمه لټوله اتريش يې وهڅاوه ترڅو دسربيا پر ضد د جګړي اعلان وکړي او ډاډ يې ورکړ چه که روس دسربيا ملاتړ وکړ موږ به د اسټريا ملاتړ وکړو دجرمني په دي کار سره روس ، سربيا فرانسه وروسته بيا بيلجم ، جاپان ، انګليستان او ايټاليا په پاى کښي امريکا د جرمني پر ضد سره متحد سول جرمنى اسټريا ، ترکيه او بلغاريه د محوري هيوادونو تر نوم لاندي څلور کاله او دري مياشتي له 1914-1918 پوري د جګړو شاهدان وو لومړى جرمني عسکرو انګريزان او فرانسويان د مارين ترسينده وځغلول وروسته يې دوى پرشاکړل پدى جنګ کي دوه ميلونه انسانان ووژل سول
ترکانو د المان سره د نږدي اړيکو درلودلو په خاطر جګړي ته داخل سو دا مهال د حجاز (مکه اومدينه شريفه ،طايف ،بيت المقدس، عراق او سوريه) مقدس ځايونو والي حسين شريف د عثماني خلافت څخه بغاوت وکړ او نوموړي سيمي يې د انګريزانو او فرانسويانو په ذمه ورکړي امريکا په  1917م کي د خپل قوت ښودلو د هدف سره تردي شعار لاندى چه د ازادو ملتونو حقوق ساتي د يو ميليون په عصري سمبال فوځ فرانسي ته راداخله سوه او د متحدو قواوو قوماندان يې فرانسوى مارشال فوس وټاکه جرمنيانو په هغسى ځواکمن نيت حملي شروع کړى امريکا سخت ګذارونه ورکړل او جرمنيان يې له فرانسي او بلجيم په زوره وايستل ، 

په 1918 کښي المان او ملګرو يې خپله ماته ومنله او په فرانس کښي د سولي کنفرانس جوړ سو په دي کنفرانس د جګړه ګټونکو ايټاليا ، فرانس ، انګلستان او امريکا خبرى چليدي پر المان يې نه مننونکى بارونه کښيښودل المان کوښښ کاوه چه نرمي ورسره وسي خو د امريکا پرته نورو سرټمبګي کوله المان مجبور سو چه دا تړون مات کړى او دوهمي نړيوالى جګړى ته لار پرانيستل سي

په نومړى کنفرانس کښي لاندى قيودات او پورونه پر المان ايښودل سوى وو . 1-دالمان فوځ يو لک ته راکښته سو او افسران يې 4000ته راکښته سو. 2-جنګي جهازونه يې نه جوړولاى او نه رانيولاى سي 3-نظامي تربيه به هيڅ الماني ته نه ورکول کيږي 4-اوبتلونه به نه کاروى او بحرى قوتونه به هم راکموى . 5- د جګړي زيان به جبرانوي

پداسى حال کي چه ددي حساب کول لا ګرانه مسله وه چه څومره تاوان رسيدلى دى تنها 9 ميليونه فوځيان وژل سوى وو او 15ميليونه ټپيان سوى وو ښارونه دخاورو سره برابر سوى وو او ځيني بنديزونه چه هټلر او المان ته د قبول وړ نه وو او دوهمى جګړي ځيني نور عوامل هم درلودل لکه دځينو هيوادونو يرغلونه پر نورو هيوادونو دوهمه جګړه کښي د ملتونو ټولنه له منځه ولاړه او د ملګرو ملتونو سازمان دګټونکو متحدينو هيوادونو لخوا ايجاد سو 

دوهمه جګړه تر 6 کلن دوام وروسته په 1944 کښي د امريکا په بريا هغه مهال پاى ته ورسيده چه پرچاپان اټومي سلاح وکارول سوه او دي جګړي هم ميليونونه ککرۍ ترخاورو لاندي کړي چه ددواړو جګړو ملکي تلفات 60 ميليونه اونظامي تلفات 15 ميليونونه انسانان ته ورسيدل تردي وروسته د روس او امريکا سيالو هيوادونو شاوخوا 50کاله سړه جګړه جارى وساتل سوه اونړۍ يې دوه قطبي وساتله چه بياهم د امريکا په ګټه تمامه سوه او اوس نوي هيوادونه په اقتصادى او سياسي پرمختګونو کښي دنوى سياست هڅي پيلوى