نوې یهود دښمني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د نوې یهود دښمني مفکوره چې د یهود دښمنۍ نوې بڼه ده، د ۲۰ مې پیړۍ په وروستیو او د ۲۱مې پیړۍ په لومړیو کې رامنځته شوې، د صهیونیزم د مخالف او د اسرائیلو حکومت باندې د نیوکې په توګه ځان څرګندوي. په دې مفکورې کې د یهود دښمنۍ تعریفونه، لکه: د یهود دښمنۍ کاري تعریف او د یهود دښمني 3D ازموینه شاملې دي.[۱]

دا مفهوم په عمومي توګه داسې انګېرل کېږي چې، د شلمې پېړۍ په وروستیو او د یووېشتمې پېړۍ په لومړیو کې ډېری هغه موارد چې ادعا یې  کېږي، له اسرائیلو نه د ګوتنیونې په توګه مطرح کېږي، په حقیقت کې له شیطان جوړونې سره مساوي دي او د یهودانو پر وړاندې د یهود دښمني نړیوال بریدونه، د یهودانو سپکاوی، سمبولونه او یهودیت، له عام وژنې ډډه کول او په عمومي او انلاین خبرو اترو کې د یهود دښمنۍ عقایدو او کرکو زیاتوالی، دا ډول شیطان جوړونه د یهود دښمنۍ عقایدو په بڼه کې د تدریجي ودې استازیتوب کوي.[۲][۳]

ددې مفکورې پلویان استدلال کوي چې، د صهیونیزم ضد او د اسرائیلو شیطان جوړوونې، او یا د دوی په چلند کې د دوه ګونو معیارونو پلي کېدل (چې په ځینو پلویانو کې یې د امریکا ضد، د نړیوالتوب ضد او درېیمه نړۍ هم شاملېږي) کېدای شي، د یهود دښمنۍ سره تړاو لري، یا د یهود دښمنۍ بله بڼه جوړه کړي. په ځانګړې توګه، کله چې په یوه وخت کې د کیڼ اړخ له اسلامپالنې او ښي اړخ څخه راپورته کېږي.[۴][۵][۶]

د مفکورې تاریخچه[سمول]

۱۹۶۰مه لسیزه: سرچینې[سمول]

فرانسوي فیلسوف پییر انډري تاګیوف استدلال کوي چې د « la nouvelle judéophobie» لومړۍ څپې د ۱۹۶۷ز له شپږ ورځنۍ جګړې وروسته په عربي-اسلامي نړۍ او د شوروي په سیمو کې راپورته شوي. هغه د جاک ګیویټ (۱۹۶۸ز) او تاریخ لیکونکي لیون پولیاکوف (۱۹۶۹ز) هغو مقالو ته اشاره کوي، چې د نوې یهود دښمنۍ مفکورې په اړه چې په صهیونیزم کې يې رېښه درلوده، بحث کوي.[۷][۸]

۱۹۸۰لسیزه تر ننه: د بحث دوام[سمول]

د اسرائیلو ولسمشر چیم هرزوګ استدلال وکړ چې: د صهیونیزم پر ضد د یهود دښمني یوه نوې بڼه رامنځته شوې، چې د صهیونیزم معادلې ځانګړتیاوې له نازیزم سره او دا باور چې صهیونیستانو د دویمې نړیوالې جګړې په ترڅ کې له نازیانو سره په فعاله توګه مرسته کړې وه، په ډاګه کړه.[۹][۱۰][۱۱]

یهود دښمني، خو یوه نوې ښکارنده نه ده[سمول]

یهودا بائر،د بیت المقدس په عبري پوهنتون کې د هولوکاسټ مطالعاتو پروفیسور د «نوې یهود دښمنۍ» مفکوره غلطه ګڼي، دا پدیده د زړې او پټې یهود دښمنۍ په توګه تشرېح کوي چې د بیا پيلېدو په وخت کې تکرارېږي. د هغه په اند: دا د اسرائیلو د اوسني حالت محرک دی و که چېرې یو جوړجاړی ترسره شي، یهود دښمني به کمه شي، خو له منځه نه ځي.   [۱۲][۱۳]

د صهیونیزم ضد یهود دښمني[سمول]

پوهانو د ورنو برګمن، سیمون شاما، الن جانسن، ډیویډ هیرش او انتوني جولیوس په ګډون د یوویشتمې پېړۍ د صهیونیزم ضد یهود دښمني ځانګړې بڼه بیان کړې چې د کیڼ اړخې دښمنۍ له پلوه له یهودانو سره ورته ده.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

نړیوال لیدونه[سمول]

اروپا[سمول]

د توکم پالنې او پردو وېرې په اړه د اروپا د څارنې مرکز (EUMC)  چې (په ۲۰۰۷ ز کال کې د بنسټیزو حقونو د ادارې له خوا رامنځته شوی) په فرانسې، المان، اطریش، سویډن، انګلستان، بلجیم او هالنډ کې د ۲۰۰۳ ز کال د جولای نه تر د ۲۰۰۴ تر ډسمبر میاشتې په اوږدو کې د یهود دښمنۍ د پېښو زیاتوالي یادونه کړې ده. د ۲۰۰۴ ز په سپټمبر میاشت کې، د توکم پالنې او نه زغمنې پر وړاندې د اروپا کمیسیون، د اروپا د شورا یوه برخه، له خپلو غړو هېوادونو یې وغوښتل، ترڅو چې ډاډ ترلاسه کړي چې د توکم پالنې ضد جرمي قوانین د یهود دښمنۍ په اړه پوښښ لري.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

انګلستان[سمول]

د ۲۰۱۱ ز کال په جون میاشت کې، د انګلستان مشر رئيس جوناتن ساکس (لارډ ساکس) وویل چې: د نوې یهود دښمنۍ بنسټ په ۲۰۰۱ ز کال کې د ډاربن کنفرانس و. ربي ساکس دا هم وویل چې نوې یهود دښمني «راډیکال اسلامپال د بشري حقونو نادولتي مؤسسوـ ښي اړخ او کیڼ اړخ- د اسرائیلو د دولت د یوه ګډ دښمن پر وړاندې سره یوځای کوي».[۲۳]

ملګري ملتونه[سمول]

یو شمېر مبصرین استدلال کوي چې، ملګري ملتونه د یهود دښمني عمل غندي. لارنس سمرز، د هارورډ پوهنتون د هغه وخت رئیس لیکلي چې: د توکم پالنې په اړه د ملګرو ملتونو نړیوال کنفرانس په چین، روانډا یا د عربي نړۍ په هر ځای کې د بشري حقونو د سرغړونو په غندلو کې پاتې راغلی، په داسې حال کې چې د اسرائیلو د توکمیز پاکولو او د انسانیت پر وړاندې د جرمونو غږ پورته کوي.[۲۴][۲۵]

متحده ایالات[سمول]

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۰۴ ز کال راپور چې د نړیوالې یهود دښمنۍ په اړه و، د یهود دښمنۍ څلور اصلي سرچینې، په ځانګړې توګه په اروپا کې په ګوته کړي:

  • «د یهودو ضد دودیز تعصب ... چې په دې کې افراطي ملتپالان او ځینې نور شامل دي. دوی ادعا کوي چې د یهودي ټولنه حکومتونه، رسنۍ، نړیواله سوداګرۍ او مالي نړۍ کنټرولوي».
  • «د اسرائیلو ضد پیاوړي احساسات، چې د عیني نیوکو له کرښې د اسرائیلو او یهود دښمنۍ له سیاستونو څخه تېرېږي».
  • «د یهودو پر ضد احساسات چې د اروپا د یوشمېر مخ پر ودې مسلمان نفوس له خوا څرګند شوي، د اسرائیلو او یهودانو پر وړاندې د اوږدې مودې راهیسې ضد چلند او همدارنګه د مسلمانانو مخالفت د اسرائیلو او اشغال شویو سیمو کې د پرمختګونو پر وړاندې او په دې وروستیو کې د عراق حالت یې لاملونه دي».
  • «له متحده ایالاتو او نړیوال کېدو دواړو څخه نیوکه، چې له اسرائیل او په ځانګړې توګه له یهودیانو سره یو دی».[۲۶]

د نړیوالتوب ضد غورځنګ[سمول]

د ۱۹۹۰ ز لسیزې په ورستیو کې او د ۲۰۰۰ لسیزې لومړیو کې د نړیوالتوب ضد غورځنګ د لیکوالانو او څېړونکو لکه: والټر لاکور، پاول برمن او مارک سټراس له خوا د نوې یهود دښمنۍ د عناصرو په ښودلو تورن شو. د دې نظر منتقدین استدلال کوي چې: دا تور یا بې بنسټه ده او یا هم مبالغه ده، چې موخه یې د نړیوالتوب پر وړاندې د مشروع نیوکو او د آزادې سوداګرۍ اقتصادي سیاستونو بې اعتباره کول دي.

د مارک سټراوس ادعاوې[سمول]

مارک سټراوس، د بهرني سیاست په هکله استدلال کوي چې چې نړیوال کېدو د «بهرنیو ځواکونو» په اړه اندېښنې راپارولي دي او دا چې هغه لیکي چې: هغه څه چې دي، «د نړیوالتوب په هکله غبرګون» ګڼي، بېلابېل سیاسي عناصر یې سره یوځای کړي، چې له کیڼ اړخ څخه ښۍ خواته، د یوه ګد لامل له لارې چې دې کار«یو ګډ دښمن ته وده ورکړې».[۲۷]

د نړیوالتوب، یهودیانو او اسرائیلو اړیکه[سمول]

د یروشلیم په عبراني پوهنتون کې د اروپا او یهودو د تاریخ پروفیسور رابرټ ویسټریچ، مانفرډ ګیرسټینفیلډ ته وویل چې: نړیوالتوب د نړیوال کېدو کیڼ اړخ ته وده ورکړې ده چې «په ښکاره توګه د امریکا ضد، د پانګوالۍ ضد او د نړۍ له یهودانو سره دښمني ده». هغه استدلال کوي: کومه لسیزه چې د اوسنۍ  یهود دښمنۍ له ډېروالي څخه دمخه وه، هغه لسیزه وه چې په چټکه توګه د نړۍ د اقتصاد د نړیوال کېدو شاهده وه او داسې یوه مرحله چې بایلونکي یې عرب او اسلامي نړۍ وه. [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

د فرانسې غورځنګ دننه د یهود دښمنۍ پر سر جنجال[سمول]

د یهود دښمني د مطالعاتو لپاره د سټیفن روټ انسټيټیوټ د راپور له مخې: په فرانسې کې د نړیوالتوب ضد غورځنګ لپاره مهمه پېښه د ۲۰۰۳ ز کال د نومبر په میاشت په پاریس کې د اروپا ټولنیزه ناسته(ESF)  وه.  چې تنظیموونکي یې د ادعا په توګه یو شمېر اسلامي ډلې، لکه: Présence Musulmane, Secours Islamique, and Collectif des Musulmans de France دي. د مصر د اخوان المسلمین بنسټ ایښودونکي د حسن البنا لمسي، طارق رمضان هم په دې غونډو کې ګډون درلود. [۳۲]

سرچینې[سمول]

  1. Fastenbauer, Raimund (2020). "Islamic Antisemitism: Jews in the Qur'an, Reflections of European Antisemitism, Political Anti-Zionism: Common Codes and Differences". In Lange, Armin; Mayerhofer, Kerstin; Porat, Dina; Schiffman, Lawrence H. (المحررون). An End to Antisemitism! – Volume 2: Confronting Antisemitism from the Perspectives of Christianity, Islam, and Judaism. Berlin and Boston: De Gruyter. د کتاب پاڼي 279–300. doi:10.1515/9783110671773-018. د کتاب نړيواله کره شمېره 9783110671773. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "USCIRF 2020 Annual Report: "Rising Anti-Semitism in Europe and Elsewhere"" (PDF). Uscirf.gov. Washington, D.C.: United States Commission on International Religious Freedom. April 2020. د کتاب پاڼي 87–88. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۸ اپرېل ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Manfred Gerstenfeld, The Deep Roots of Anti-Semitism in European Society. Jewish Political Studies Review 17:1–2 Spring 2005
  4. Taguieff, Pierre-André. Rising From the Muck: The New Anti-Semitism in Europe. Ivan R. Dee, 2004.
  5. Cohen, Florette (September 2011). The New Anti-Semitism Israel Model: Empirical Tests. BiblioBazaar. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-243-56139-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Klug, Brian. The Myth of the New Anti-Semitism. The Nation, posted January 15, 2004 (February 2, 2004 issue), accessed January 9, 2006; and Lerner, Michael. There Is No New Anti-Semitism, posted February 5, 2007, accessed February 6, 2007.
  7. Taguieff, Pierre André. Rising from the Muck: The New Anti-Semitism in Europe. Ivan R. Dee, 2004, p. 62.
  8. Pierre-André Taguieff cites the following early works on the new antisemitism: Jacques Givet, La Gauche contre Israel? Essai sur le néo-antisémitisme, Paris 1968; idem, "Contre une certain gauche," Les Nouveaux Cahiers, No. 13-14, Spring-Summer 1968, pp. 116–119; Léon Poliakov, De l'antisionisme a l'antisémitisme, Paris 1969; Shmuel Ettinger, "Le caractère de l'antisémitisme contemporain," Dispersion et Unité, No. 14, 1975, pp. 141–157; and Michael Curtis, ed., Antisemitism in the Modern World, Boulder, 1986. All cited in Pierre-André Taguieff. Rising from the Muck: The New Anti-Semitism in Europe. Ivan R. Dee, 2004, p. 159-160, footnote 1.
  9. Congress Bi-weekly, American Jewish Congress, Vol. 40, Issues 2-14, 1973, p. xxv
  10. Wistrich, Robert. "Anti-zionism as an Expression of Anti-Semitism in Recent Years" Archived 2017-05-12 at the Wayback Machine., lecture delivered to the Study Circle on World Jewry in the home of the President of Israel, December 10, 1984.
  11. Chomsky, Noam. "TRANSCRIPT of Amy Goodman interview of Noam Chomsky". Democracy Now!. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Tzvi Fleischer (May 2007). "Hate's Revival". Australia/Israel Review. AIJAC. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Fulford, Robert (2009-08-15). "When criticizing Israel becomes ritual". nationalpost.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ سپټمبر ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اگسټ ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Pelinka, Anton; et al. (2009). Handbook of Prejudice. Chapter on Anti-Semitism by Werner Bergmann. Cambria Press. د کتاب پاڼې 56. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-60497-627-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. (په 19 February 2016 باندې). The left's problem with Jews has a long and miserable history. Financial Times.
  16. (په 30 November 2006 باندې). Openly Embraing Prejudice. The Guardian.
  17. Julius, Anthony (2010). Trials of the Diaspora: A History of Anti-Semitism in England. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 476. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-929705-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. (په Fall 2015 باندې). The Left and the Jews: Time for a Rethink. Fathom.
  19. "(U.S.) State Department report on Anti-Semitism: Europe and Eurasia" excerpted from a longer piece, and covering the period of July 1, 2003 – December 15, 2004.
  20. Whine, Michael. "Progress in the Struggle Against Anti-Semitism in Europe: The Berlin Declaration and the European Union Monitoring Centre on Racism and Xenophobia's Working Definition of Anti-Semitism", Post-Holocaust and Anti-Semitism, Jerusalem Center for Public Affairs, February 1, 2006.
  21. tp://eumc.eu.int/eumc/material/pub/AS/AS-WorkingDefinition-draft.pdf "Working definition of antisemitism" Archived 2011-01-25 at the Wayback Machine., EUMC.
  22. "Working Definition of Antisemitism" (PDF). European Union Agency for Fundamental Rights. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۵ جنوري ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جولای ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "UK Chief Rabbi Jonathan Sacks: "The New Anti-Semitism is a Virus"". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Anti-Semitism in the United Nations", UN Watch, February 1998 (originally published December 1997), accessed March 6, 2005.
  25. Summers, Lawrence H. Address at morning prayers Archived 2004-10-10 at the Wayback Machine., September 17, 2002. On the site of Harvard University, accessed January 9, 2006.
  26. "(U.S.) State Department report on Anti-Semitism: Europe and Eurasia" excerpted from a longer piece, and covering the period of July 1, 2003 – December 15, 2004.
  27. Strauss, Mark. "Antiglobalism's Jewish Problem", Foreign Policy, November 12, 2003.
  28. Gerstenfeld, Manfred. "Something is Rotten in the State of Europe": Anti-Semitism as a Civilizational Pathology. An Interview with Robert Wistrich" Archived 2011-11-28 at the Wayback Machine., Post-Holocaust and Anti-Semitism, Institute for Global Jewish Affairs Archived 2021-02-11 at the Wayback Machine. at the Jerusalem Center for Public Affairs, October 1, 2004.
  29. "France" Archived 2012-11-19 at the Wayback Machine., The Stephen Roth Institute for the Study of Antisemitism and Racism, Tel Aviv University, 2003.
  30. Joffe, Josef. "Nations we love to hate: Israel, America and the New Anti-Semitism" Archived 2006-09-09 at the Wayback Machine., Posen Papers in Contemporary Antisemitism, No.1, Vidal Sassoon Center for the Study of Antisemitism, Hebrew University of Jerusalem, 2004, p.12.
  31. Joffe, Josef. "Nations we love to hate: Israel, America and the New Anti-Semitism" Archived 2006-09-09 at the Wayback Machine., Posen Papers in Contemporary Antisemitism, No.1, Vidal Sassoon Center for the Study of Antisemitism, Hebrew University of Jerusalem, 2004, p.9.
  32. "France" Archived 2012-11-19 at the Wayback Machine., The Stephen Roth Institute for the Study of Antisemitism and Racism, Tel Aviv University, 2003.