Jump to content

نوې محافظه کاري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

نوې محافظه کاري یو سیاسي خوځښت دی چې په ۱۹۶۰مه ز لسیزه کې په آمریکا کې د لېبرالي بازانو ترمنځ وزېږېد، چې د ډېموکراسۍ سوله غوښتونکې مخ په زیاتېدو بهرنۍ پالیسي او په ځانګړې توګه په ۱۹۶۰م کال کې د ویټنام پاڅونونو د نوي کین اړخه او فرهنګ ضد پالیسي ګانو څخه ناراضه وو. ځینو بیا په دې پیل وکړ چې د داخلي سیاستونو په اړه خپل لېبرالي باورونه تر پوښتنې لاندې راولي، لکه لویه ټولنه. نوي محافظه کاران عموماً د ډیموکراسۍ له دودېدو او په نړیوالو چارو کې د مداخلې، لکه د ځواک له لارې سوله، څخه ملاتړ کوي او د کمونیزم او سیاسي راډیکالیزم د ملاتړو په توګه هم پېژندل کېږي. [۱][۲]

د جورج ډبلیو بوش په دولت کې نامتو نوي محافظه کاران عبارت وو له پال ولفوویتز، الیوت آبرامز، ریچارډ پرل او پاول برېمر. لوړپوړو چارواکو لکه د ولسمشر مرستیال ډېک چیني او د دفاع وزیر ډونالډ رامسفلډ، په داسې حال کې چې د نوي محافظه کارانو په توګه نه پېژندل کېدل، د نوي محافظه کارانو مشاورینو ته یې د بهرني سیاست په اړه، په ځانګړې توګه له اسرائیل څخه د دفاع او په منځني ختیځ کې د آمریکا د اغیزې په هکله، له نږدې څخه غوږ ونیو. د دې نظریې دېری پلویان د ۱۹۷۰ز، ۱۹۸۰ز، ۱۹۹۰ز او ۲۰۰۰ز کال جمهوري غوښتونکو په جمهوري دولتونو کې ډېر سیاسي نفوذ پیدا کړ، او د جورج ډبلیو بوش په دولت کې دا نفوذ خپل اوج ته ورسېد، کله چې دوی په ۲۰۰۱م کې په افغانستان د برید او په ۲۰۰۳ز کې په عراق د برید په پلان جوړونې او هڅونې کې رغنده رول ولوبوه.[۳]

د نوې محافظه کارۍ منتقدین له دې اصطلاح څخه د بهرني سیاست او جګړه مارانو د توصیف لپاره ګټه اخلي چې له یرغلګرې ملیشې یا نوي – امپریالیزم څخه ملاتړ کوي. له تاریخي پلوه، د نوې محافظه کارۍ اصطلاح هغو کسانو پورې تړل کېده چې د ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰مو ز لسیزو په لړ کې یې خپل آیډیولوژیک سفر له کین اړخي استالینیسټي ضد څخه د آمریکایي محافظه کارۍ نظریې ته واړوه. دې حرکت په Commentary مجله کې خپلې ریښې لرلې، چې د نورمن پودهورټز لخوا مدیریت کېده. هغوی د نوي کین اړخو خلاف خبرې وکړې او له دې لارې یې د خپل حرکت د تعریفولو هڅه وکړه.[۴][۵][۶][۷]

اصطلاح پېژنونه

[سمول]

د نوې محافظه کاري اصطلاح د ۱۹۷۳ز کال په اوږدو کې د سوسیالیسټ رهبر مایکل هرینګټون له خوا نامتو شوه، چا چې له دې اصطلاح څخه د ډانیل بېل، ډانیل پاټرېک مونیهال او ایروینګ کریسټول د تعریفولو لپاره کار واخیست، ځکه د هغوی نظریې د هرینګټون له نظریې څخه توپیر درلود.[۸]

د نوې محافظه کارۍ اصطلاح ایروینګ کریستول په ۱۹۷۹ز کال کې «د یوه واقعي او په خپله ژبه اعتراف کوونکي محافظه کار د اعتراف» تر سرلیک لاندې په خپله مقاله کې وکاروله. د هغه نظرونه له ۱۹۵۰مې ز لسیزې څخه اغیزمن وو، کله چې هغه د Encounter مجله مدیریت او په ګډه تاسیس کړه.[۹][۱۰]

بله سرچینه له ۱۹۶۰ز  تر ۱۹۹۵ز کال پورې د Commentary مجلې مدیر، نورمن پودهورتز وو. په ۱۹۸۲م کال کې، پودهورتز د نیویارک ټایمز مجله کې «د رېګان د بهرني سیاست له امله د نوي محافظه کارانو ځورونه» تر سرلیک لاندې مقاله کې، خپل ځان یو نوی محافظه کار ګڼي.[۱۱][۱۲]

د اې جې ډیوني (E. J. Dionne) په وینا: د ۱۹۷۰مې ز لسېزې په وروستیو او د ۱۹۸۰مې  ز لسیزې په لومړیو کې، نوي محافظه کارانو فکر کاوه چې لېبرالیزم ماته خوړلې او «نور نه پوهېږي چې هغه د څه په اړه بحث کوي».[۱۳]

سیمور لېپست ادعا کوي چې د نوې محافظه کارۍ اصطلاح په لومړیو کې د سوسیالیسټانو لخوا د آمریکا متحده ایالتونو د سوسیال یا ټولنیزو ډیموکراټانو (SDUSA) په سیاست باندې د نیوکې لپاره وکارول شوه. جونا ګولډبرګ استدلال کوي چې دا اصطلاح د آمریکایي عصري لېبرالیزم د ملاتړو په وړاندې یوه آیډیولوژیکه نیوکه ده چې لږ څه محافظه کاره شوي وو (دواړه لیپست او ګولډبرګ په مکرر ډول د نوو محافظه کارانو په توګه بیان شوي). تاریخ لیکونکي جاسټین وایس د هاروارډ پوهنتون د انتشاراتو لپاره په یوې اوږدې مطالعې کې لیکي چې، لیپست او ګولډبرګ تېروتي دي، ځکه چې سوسیالیسټ مایکل هرینګټون د «نوي محافظه کار» اصطلاح د هغو درې کسانو د توصیف لپاره– چې پورته ذکر شوي دي – وکاروله چې په SDUSA کې نه وو او نوې محافظه کاري د تعریف وړ یو سیاسي خوځښت دی.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د «نوې محافظه کاري» اصطلاح د جورج ډبلیو بوش ولسمشرۍ په دوره کې د رسنیو لخوا تر ډېر پوښښ لاندې راغلې موضوع وه، او د بوش ډاکټرین د برخې په توګه، د آمریکا پر بهرني سیاست باندې د نوې محافظه کارۍ د درک شوې اغیزې پرسر ځانګړی ټینګار کېده.[۱۸][۱۹][۲۰]

تاریخچه

[سمول]

د ۱۹۵۰مې ز لسیزې په لړ کې او د ۱۹۶۰مې ز لسیزې په لومړیو کې، راتلونکو نویو محافظه کارانو د مدني حقونو خوځښت، نژادي ادغام او مارټین لوتر کینګ جونیور تایید کړل. له ۱۹۵۰مې تر ۱۹۶۰مې لسیزې، لېبرالانو عموماً په ویټنام کې د کمونیستانو د بریا د مخنیوي لپاره د پوځي اقدام څخه ملاتړ کړی.[۲۱][۲۲]

نوې محافظه کاري د سړې جګړې څخه په انکار او د امریکایي کین اړخي «نوي سیاست» سره پیل شوه، چې نورمان پودهورتز وویل چې د فرهنګ ضد سره یې ډېره خواخوږي لرله او د نفوذ له ډېری برخې څخه بېګانه وه. د تور ځواک پلویانو، چې سپین پوستي لېبرالان او شمالي یهودیان یې ادغام کې په منافقت تورنول او همدارنګه هغوی یې د اسرائیل او فلسطین په جګړه کې د استعماري استبدادکوونکو په ملاتړ، او «د کمونیزم ضد»، چې د ۱۹۶۰مې ز لسیزې په وروستیو کې د مارکسیستي – لنینیسټی سیاست له تایید څخه برخمن وو، تورنول. ډېری نوي محافظه کاران له هغه څخه وېره درلودله چې دوی فکر کاوه د تور ځواک د پلویانو یهودستیزي احساسات دي. ایروینګ کریستول The Public Interest (1965-2005) مجله مدیریت کړه چې په کې اقتصادپوهان او د سیاسي علومو کارپوهانو حضور درلود او په هغه لارو یې ټینګار درلود چې په لېبرال دولت کې د حکومت پلان جوړونې غیر ارادي زیانمنې پایلې رامینځته کړې. د لومړنيو نوي محافظه کارانو ډېری سیاسي څېرې، سیاستوال او روڼ آنده ډېموکراټ کسان مایوسه شوي وو، لکه دانیل پاتریک مونیهان، چې د نیکسون او فورډ ادارو کې یې خدمت کړی وو او جین کیرک پاترېک، چې د رېګان دولت کې یې په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالتونو د سفیر په توګه خدمت کاوه. ډېری کین اړخه علمي شخصیتونه لکه فرانک مایر او جیمز برنهام په دې وخت کې بلآخره د محافظه کار خوځښت سره وتړل شول.[۲۳][۲۴][۲۵]

د نوي محافظه کارانو ډېری شمېره په اصل کې معتدل سوسیالیستان وو چې په اصل کې د آمریکا سوسیالیست ګوند (SP) او د هغه ګوند ځای ناستي، د امریکا متحده ایالتونو ډېموکراټو سوسیالانو (SDUSA)، پورې تړلي وو. ماکس شاختمن، یو پخوانی تروتسکېسټ نظر ورکوونکی چې د نویو کین اړخو په ضد یې جدي احساس درلود، د (SDUSA) په مېنځ کې ډېر شمېر پلویان لرل چې د جورج میاني له AFL-CIO سره یې هم پیاوړی تړاو درلود. له شاختمن او میاني وروسته دې ډلې، د SP یا «د آمریکا سوسیالیست» ګوند د ویټنام له جګړې څخه د سمدستي وتلو مخالفت او د ډېموکراتیکو لومړنیو سیالیو آن په عمومي ټاکنو کې، د جورج مک ګارون مخالفت ته وهڅوه. هغوی همدارنګه پرېکړه وکړه چې خپله ګوند جوړونه ودروي او په ډېموکراټ ګوند کې په کار کولو باندې متمرکز شول او په پایله کې یې د ډېموکراټیکې رهبرۍ شورا لخوا پرې اغیزه وغورځوله. له همدې کبله سوسیالیسټ ګوند په ۱۹۷۲ز کال کې له منځه ولاړ او په هماغه کال کې SDUSA راڅرګند شو. (د ګوند ډېری کین اړخو کسانو د مایکل هرینګټون په مشرۍ سمدستي ګوند پرېښود). د SDUSA مشران چې له نوې محافظه کارۍ سره تړلي دي عبارت دي له: کارل ګېرشمن، پېن کمبل، جوشوا موراوچېک او بایارد رسټېن.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

د نورمان پودهورتز Commentary مجله، چې په اصل کې یوه لېبرالیسمه مجله وه، د ۱۹۷۰مې ز لسیزې په لړ کې د نوي محافظه کارانو لپاره په یوې اصلي خپرندویه مجله بدله شوه. Commentary مجلې د جین کرېک پاترېک یوه مقاله، چې یو لومړنی او اصلي نوی محافظه کار وو، البته هغه یو نېویارکی نه وو، خپره کړه.

سرچينې

[سمول]
  1. Dagger, Richard. "Neoconservatism". Encyclopædia Britannica. نه اخيستل شوی 16 May 2016.
  2. "Neoconservative". Merriam-Webster Dictionary. نه اخيستل شوی 11 November 2012.
  3. Record, Jeffrey (2010). Wanting War: Why the Bush Administration Invaded Iraq. Potomac Books, Inc. pp. 47–50. ISBN 9781597975902. نه اخيستل شوی 12 June 2016.
  4. Vaïsse, Justin (2010). Neoconservatism: The biography of a movement. Harvard University Press. pp. 6–11.
  5. Balint, Benjamin (2010). "Running Commentary: The Contentious Magazine that Transformed the Jewish Left Into the Neoconservative Right". PublicAffairs.
  6. Beckerman, Gal (6 January 2006). "The Neoconservatism Persuasion". The Forward.
  7. Friedman, Murray (2005). The Neoconservative Revolution Jewish Intellectuals and the Shaping of Public Policy. Cambridge, UK: Cambridge University Press.
  8. Harrington, Michael (Fall 1973). "The Welfare State and Its Neoconservative Critics". Dissent. 20. Cited in: Isserman, Maurice (2000). The Other American: the life of Michael Harrington. New York: PublicAffairs. ISBN 978-1-891620-30-0. Archived from the original on 19 June 2009. نه اخيستل شوی 17 December 2019. ... reprinted as chapter 11 in Harrington's 1976 book The Twilight of Capitalism, pp. 165–272. Earlier during 1973, he had described some of the same ideas in a brief contribution to a symposium on welfare sponsored by Commentary, ""Nixon, the Great Society, and the Future of Social Policy", Commentary 55 (May 1973), p. 39 {{cite book}}: External link in |quote= (help)
  9. Goldberg, Jonah (20 May 2003). "The Neoconservative Invention". National Review. Archived from the original on 14 November 2012. نه اخيستل شوی 2 March 2014.
  10. Kristol, Irving (1999). Neoconservatism: The Autobiography of an Idea. Ivan R. Dee. ISBN 978-1-56663-228-7.
  11. Gerson, Mark (Fall 1995). "Norman's Conquest". Policy Review. Archived from the original on 20 March 2008. نه اخيستل شوی 31 March 2008.
  12. Podhoretz, Norman (2 May 1982). "The Neoconservative Anguish over Reagan's Foreign Policy". The New York Times Magazine. نه اخيستل شوی 30 March 2008.
  13. Dionne, E.J. (1991). Why Americans Hate Politics. New York: Simon & Schuster. pp. 55–61. ISBN 978-0-671-68255-2.
  14. Goldberg, Jonah (20 May 2003). "The Neoconservative Invention". National Review. Archived from the original on 14 November 2012. نه اخيستل شوی 2 March 2014.
  15. Kinsley, Michael (17 April 2005). "The Neocons' Unabashed Reversal". The Washington Post. p. B07. نه اخيستل شوی 30 March 2008.
  16. (Lipset 1988، م. 39)
  17. "Leave No War Behind". The New York Times. 13 June 2010.
  18. Marshall, J.M. "Remaking the World: Bush and the Neoconservatives" Archived 11 December 2008 at the Wayback Machine.. From Foreign Affairs, November/December 2003. Retrieved 1 December 2008.
  19. Fukuyama, F. (19 February 2006). After Neoconservatism. The New York Times Magazine. Retrieved 1 December 2008.
  20. see "Administration of George W. Bush".
  21. Nuechterlein, James (May 1996). "The End of Neoconservatism". First Things. 63: 14–15. نه اخيستل شوی 31 March 2008. Neoconservatives differed with traditional conservatives on a number of issues, of which the three most important, in my view, were the New Deal, civil rights, and the nature of the Communist threat ... On civil rights, all neocons were enthusiastic supporters of Martin Luther King, Jr. and the Civil Rights Acts of 1964 and 1965."
  22. Robert R. Tomes, Apocalypse Then: American Intellectuals and the Vietnam War, 1954–1975 (2000), p. 112.
  23. Balint, Benjamin (1 June 2010). Benjamin Balint, Running Commentary: The Contentious Magazine That Transformed the Jewish Left Into the Neoconservative Right (2010), pp. 100–18. ISBN 9781586488604. نه اخيستل شوی 12 June 2016.
  24. Irving Kristol, "Forty good years," Public Interest, Spring 2005, Issue 159, pp. 5–11 is Kristol's retrospective in the final issue.
  25. Gottfried, Paul, ed. (2020-07-15). The Vanishing Tradition. doi:10.7591/cornell/9781501749858.001.0001. ISBN 9781501749858. S2CID 242603258.
  26. Vaïsse, Justin (2010). Justin Vaïsse, Neoconservatism: The Biography of a Movement (Harvard University Press, 2010), pp. 71–75. ISBN 9780674050518. نه اخيستل شوی 12 June 2016.
  27. Jack Ross, The Socialist Party of America: A Complete History (University of Nebraska Press, 2015), the entire Chapter 17 entitled "Social Democrats USA and the Rise of Neoconservatism"
  28. Matthews, Dylan (28 August 2013). "Dylan Matthews, "Meet Bayard Rustin" Washingtonpost.com, 28 August 2013". Washingtonpost.com. نه اخيستل شوی 12 June 2016.
  29. ""Table: The three ages of neoconservatism" Neoconservatism: Biography of Movement by Justin Vaisse-official website". Neoconservatism.vaisse.net. Archived from the original on 20 March 2016. نه اخيستل شوی 12 June 2016.
  30. Justin Vaïsse, Neoconservatism: The Biography of a Movement (Harvard University Press, 2010), pp. 214–19
  31. Martin Duberman (2013). A Saving Remnant: The Radical Lives of Barbara Deming and David McReynolds. The New Press. ISBN 9781595586971. نه اخيستل شوی 12 June 2016.
  32. Maurice Isserman (2001) [8 December 1972]. The Other American: The Life of Michael Harrington. Public Affairs. p. 300 of 290–304. ISBN 9780786752805. نه اخيستل شوی 12 June 2016.