نوې آشوري سترواکي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

نوې آشوري سترواکي د آشوري لرغوني تاریخ څلورم او ما قبل آخر پړاو د یوه مستقل دولت په توګه د آشیریا وروستی او ستر پړاو دی.  سترواکي په ۹۱۱ م ز کال د اداد نیراری Adad-nirari II له پاچا کیدو سره رامنځ ته شوه او په اتمه او اومه له میلاد مخکې پېړیو کې هومره پراخه شوه چې نژدې ختیځ یې تر ادارې لاندې راووست او په هغه وخت کې د تاریخ خورا لویه سترواکي شوه. د دې سترواکۍ جيوپولیتیکی نفوذ او په نړۍ د غلبې کولو د مفکورې ددرلودلو له امله، ډیری څېړونکي دا سترواکي د نړۍ لومړۍ سترواکي بولي. دا ستر واکي د خپل اوج په وخت کې په نړۍ کې خورا غښتلی نظامی قدرت و او په ټول بین النهرین، لوانت Levant ( سوریه، لبنان، اسراییل او د ترکیې ځینې برخې)، مصر، د اناتولیا ځینې برخې، عربیه ( سعودی عربستان، بحرین، یمن، عمان، کوېټ، قطر او متحده عربي امارات) اوسني ایران او ارمنیا باندې حکومت کاوه. [۱][۲][۳][۴] [۵] [۶]

د نوي آشوري سترواکۍ پاچاهان په ټولیزه توګه د شمالی بین النهرین او د سوریې د سیمو د بېرته لاس ته راوړلو په فکر کې وه ځکه د پخوانۍ منځنۍ آشوري سترواکۍ مهمې برخې د دې سترواکۍ په اوږدمهاله ځوړ کې د دې سترواکۍ له لاسه وتلې وې. د دوهم آشیورناسیرپال Ashurnasirpal II ( دواکمنۍ دوره ۸۵۹-۸۸۳ م ز) په وخت کې آشوري سترواکي یوځل بیا په نژدې ختیځ مسلطه شوه او شمال یې هم پرته له کومې ستونځې اداره کړ. د دې پاچا مبارزې تر مدیترانې ورسېدې او د آشورAssur له لرغونې ښار څخه نیمرود Nimrud ته  چې په ډیره مرکزي برخه کې پروت وه  د سترواکۍ د مرکزلېږد وڅاره. دا سترواکي د دویم آشور ناسیرپال Ashurnasirpal II د ځای ناستي دریم آشورناسیرپال Shalmaneser III ( د واکمنۍ دوره ۸۵۹- ۸۲۴) په وخت کې نوره هم پراخه شوه که څه هم دا سترواکي د ده له مرګ وروسته د رکود دورې ته داخله شوه چې دې دورې ته یې د مخورو عصر وایه . په دې دوره کې د سیاسي قدرت چلوونکي جنرالان او چار واکي و او مرکزي کنترول په ټولیزه توګه کمزوری و. د دریم تیګلات پیلیسر Tiglath-Pileser III ( دواکمنۍ دوره ۷۲۷-۷۴۵ م ز) په واکمنېدو سره دا دوره پای ته ورسېده او هغه د آشور شاهي قدرت اعاده کړ او د سترواکۍ پراخوالی یې د پراخو فتوحاتو له لارې دوه برابره کړ. دهغه د یادونې وړ فتوحات په جنوب کې بابل اود لوینت Leyant  ( سوریه، لبنان، اسراییل او د ترکېې ځينې برخې ) پراخې برخې وې. د سارګونید د پاچاهۍ د سلسلې پاچا  سینا چریب Sennacherib ( دواکمنۍ دوره ۷۰۵-۶۸۱ م ز ) په وخت کې د سترواکۍ مرکز ناینوه Nineveh ته ولېږدول شو او ددې دورې د بل پاچا  ایسارهادون Esarhaddon ( دواکمنۍ دوره ۶۸۱-۶۶۹ م ز )  په وخت کې د مصر په نیولو سره دا سترواکې نوره هم پراخه شوه. که څه هم دا سترواکي د خپل قدرت په اوج کې وه خو د اومې م ز پېړې په پاي کې یې چټک او سخت ځوړ تجربه کړ د دې ځوړ لاملونه د بابلیانو پاڅون او د ماد Medes خلکو له خوا یرغلونه و. دا چې ولې د آشوریانو سترواکي په چټکۍ سره له منځه لاړه تراوسه د پوهانو ترمنځ د بحث وړ موضوع ده.   

د نوې آشوري سترواکۍ بې ساري بریالیتوبونه یوازې په دې کې نه وه چې د واکمنۍ د پراخولو وړتیا یې درلوده بلکه له دې مهمه دا وه چې دې سترواکۍ داوړتیا درلوده چې نیول شوې ځمکې په خپل اداري سیستم کې په اغېزمنه توګه داخلې  کړي. د خپلې کچې د لومړۍ سترواکۍ په توګه، نوې آشوري سترواکۍ په ډیرو نظامي، ښاري او ادارې نوښتونو لاس پورې کړ. په نظامې برخه کې د دې سترواکې مهم نوښتونه په جګړه کې د ډېرو سپروعسکرو او محاصرې ډیرو تخنیکونو کارول شامل و. هغه تخنیکونه چې د آشوري اردو له خوا کارول کیدل په ورستیو جګړو کې د زرونو کلونو لپاره وکارول شول. ددې لپاره چې په پراخو واټنونو کې دارتباط ستونځه حل وي، نوې آشوري سترواکۍ  دلېږد د ستشن او ښو ساتل شوو سړکونو د کارونې له لارې  دولتي پرمختللی ارتباطي سیستم جوړ کړ . په نوې آشوري سترواکۍ کې د رسمې پیغامونو د رسولوچټکوالی په منځني ختیځ کې تر نولسمې م ز پېړۍ پورې وړاندې تېر نه شو. نوې آشوري سترواکۍ د بیا ځای ځای په کولو پالیسي هم په لاره واچوله چې د دې پالیسۍ له مخې د نیول شوو سیمو وګړي د دې سترواکۍ په مرکزې سیمو او لږ پرمختللو ولایتونو کې ځای په ځای کیدل. له دې پالیسۍ د محلي هویتونو تیت وپرک کولو ( چې د محلي سیمو د بغاوت احتمال کموي) او د سترواکۍ ټولو برخو ته د آشوري پرمختللو کرنیزو تخنیکونو معرفي لپاره کار اخیستل کیده. د دې پایله د نژدې ختیځ د کلتورونو د تنوع انحلال، د سیمې د وګړ- ژبپوهنیز ترکیب دایمي تغیرول، د ګډې ژبې په توګه د آرامی ژبې د پرمختګ تسهیلول وه چې دې ژبې دا موقف تر څوارلسمی میلادي پېړۍ پورې وساته . [۷][۸][۹][۱۰]

نوې آشوري سترواکۍ ډیر مهم کلتوری میراث په ځای پرېښود او د دې سترواکۍ له لوري تأسیس شوي سیاسي جوړښتونه او  د هغو سترواکیو لپاره چې وروسته د دې سترواکۍ ځای ناستي شول نمونه وګرځیدل. په نړۍ د واکمن کیدومفکوره د نوي آشورې پاچاهانو له خوا دواکمنۍ لید د مفکورې له لارې ترویج شوه دا مفکوره په نړۍ د واکمن کیدو د حق لرو له مفکورې سره چې دنورو سترواکیو اوحتی اوسنۍ دورې له مفکورې سره ورته ده. د نوې آشور سترواکي په شمالی بین النهرین کې د راتلونکی سترواکۍ اوتر هغې وروسته د وروستي فولکلور اوادبي روایاتو یوه مهمه برخه شوه. یهودیت او په خپل وار اسلام اوعیسویت په ژوره توګه د آشور له سترواکۍ د واکمنۍ له دورې څخه اغیزمن شول، په مقدس کتاب بورې اړونده ډیرې کیسې د پخوانۍ آشوري افسانه پوهنه او تاریخ کې لیدل کیدې او په پخواني یهودیت د د آشوري سترواکۍ اغیزه ژوره وه. که څه هم په ښکاره ډول اوس نوې آشور سترواکي د دې سترواکۍ د پوځ د فرضي بې حده بېرحمی له امله یادیږي خو آشوریان د هغوی د وخت د نوروتمدنونو او د بشر په تاریخ کې د نورو تمدنونوپه پرتله بې رحمه نه و. [۵][۱۱][۱۲]

مخینه[سمول]

امبریالیزم او نړیوالې او ټولشموله سترواکۍ د جوړولو هیله د نوې آشوري سترواکۍ له پورته کیدو د مخه په لرغونې نژدې ختیځ کې د شاهی ایدیالوژۍ یوه له پخوا جوړه شوې جنبه وه. د بین النهرین د پاچاهۍ د لړۍ پخوانۍ دوره ( شاوخوا ۲۹۰۰-۲۳۵۰ م زکې) کې د مختلفو ښاري دولتونو سومري واکمانانو ( چې مهم یې Ur, Uruk, Lagash, Umma  Kish ) و په خپل منځ کې وجنګېدل ترڅو وړې او تسلط درلودونکې سترواکۍ جوړې کړي او د نورو ښاري دولتونو په پرتله لوړ دریځ لاس ته راوړي. په پای کې دا واړه جنګونه د نړیوال تسلط لاس ته راوړلوله پاره د عمومي هیلې لامل شول. د نړیوال تسلط موقف ته رسیدل  په دې وخت کې په تمامه معنی ناشوني کار نه وځکه باور دا و چې  پین النهرین له ټولې نړۍ سره برابر دی.  د بین النهرین له پخوانیونړیوالو فاتحینو له ډلې یو هم  د اروک Uruk پاچا لوګالزګسی Lugalzaggesi وچې په څلوویشتمه م ز پیړۍ کې یې د بین النهرین ټوله ښکتنۍ برخه فتح کړه. عمومی باور دادی چې د بین النهرین لومړۍ لویه سترواکي به د اکادیاني Akkadian سترواکي وي چې بنسټ یې شا اوخوا په ۲۳۳۴ م ز کال کې د اکاد د لړۍ د سرګن نومي پاچا له خوا کېښول شو. [۱۳][۱۴][۱۵]

د اکادیاني سترواکۍ څخه وروسته  بین النهرین او د نژدې ختیځ په پاتې برخه کې ګڼ شمیر امپریالیستي دولتونه رامنځ ته شول او له منځه لاړل. د اکادیانو د سترواکۍ په ګډون ډېری لرغونې سترواکۍ او پاچاهۍ په مرکزي هېوادونو پورې محدودې وې چې دهغوی اتباعو یوازې په نامه باندې د مرکزي حکومت اقتدار به رسمیت پېژانده، خولاهم د نړېوال تسلط لاس ته راوړلو لپاره عمومي هيلې د بین النهرین د پاچاهانو په  شاهی ایدیولوژۍ باندی دزرهاوو کلونو لپاره تسلط درلود چې دې هیلې د اکادیاني سترواکۍ له خاطرې او د "  دنړۍ پاچا "    یا   "    د نړۍ دڅلورو ګوټونو پاچا " د لقبونو له درلودلو څخه نشأت کړی و. دا هیله په آشوري پاچاهانو کې چې یووخت یې د اکادیاني سترواکۍ په شمالي برخوتسلط درلود هم راښکاره شوه. آشور هیواد د خپل لومړي تسلط دوره هغه وخت تجربه کړه چې منځنۍ آشورې سترواکي رامنځ ته شو،  پخوا له دې نوموړی هېواد یو ښاري دولت وه چې د آشور په ښار کې یې مرکزیت درلود. د آشوري پاچا اومړي اداد نیراری Adad-nirari I ( دواکمنۍ دوره شا اوخوا ۱۳۰۵- ۱۲۷۴ م ز) له وخت څخه رادېخوا آشور د لرغوني نژدې ختیځ خورا ستر قدرت و چې او د  لومړي توکولتي نینورتا Tukulti-Ninurta I ( دواکمنۍ دوره شا اوخوا ۱۲۴۳- ۱۲۰۷ م ز)  په وخت کې د سترواکي پراخوالی خپل لوړ حد ته ورسید او په بین النهرین کې یوِواکمن ځواک شو چې تر یووخت پورې یې په سویل کې بابل هم تر خپل تسلط لاندې راووست. د توکولتي نینورتا Tukulti-Ninurta I له وژل کیدو وروسته، د منځني آشور سترواکي له یو اوږد مهاله ځوړ سره مخ شوه چې پراختیا یې په اشوری مرکزي سیمومحدوده شوه. که څه هم د ځوړ دا دوره د لومړي تیکلات پیلیسر Tiglath-Pileser I  ( دواکمنۍ دوره ۱۱۱۴- ۱۰۷۶ م ز) له خوا له منځه لاړه  او هغه یوځل بیا د آشور قدرت ته پراختیا ورکړه او دهغه فتوحات له آشور څخه ها خوا وغزیدل خو دهغه ځای ناستو ونشو کولای دا فتوحات وساتي. د ځوړ دا بهیر په اساسي توګه یوازې د  آشوري منځنۍ سترواکۍ پاچا دویم آشور دان  Ashur-dan II  ( دواکمنۍ دوره ۹۳۴-۹۱۲ م ز) د واکمنۍ په مهال چې شمال ختیخ او شمال لودیځ کې یې په مبارزو لاس پورې کړ بدلون وموند. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

تاریخ[سمول]

د آشوری قدرت بیرته ژوندي کول[سمول]

د څولسیزو نظامي سوبو په ترڅ کې د نوې آشوري سترواکۍ پاچاهانو د آشوریانو اوږدمهاله ځوړ د بدلولو او د خپلې سترواکې د پخوانیو ځمکو بیرته لاس ته راوړلو لپاره کار وکړ. که څه هم نوې آشورسترواکي کله نا کله په تېر وخت کې یوه بشپړه نوې ښکارنده بلل شوې چې له پخواني آشوري تاریخ سره په شلیدلې توګه نښتې وه خو ځینو شواهدو ته لکه شاهی ډبرلیکې او د تر سره شوو مبارزو پراختیا او طبعیت ته پام دا احتمال ډیر دی چې پخواني آشوري پاچاهان په عمده توګه په دې لټه کې و چې د آشور موقف د منځنۍ آشور سترواکۍ د عروج په مهال بیا ورغوي. [۳][۱][۲۳]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Düring 2020، ص. 133.
  2. Liverani 2017، ص. 536.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Frahm 2017، ص. 161.
  4. Elayi 2017، ص. 2.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Aberbach 2003، ص. 4.
  6. Merrill، Rooker او Grisanti 2011، ص. 30.
  7. Radner 2012، Making speed.
  8. Frahm 2017، صص. 177–178.
  9. Filoni 2017، ص. 37.
  10. Radner 2015b، ص. 64.
  11. Bagg 2016، صص. 58, 71.
  12. Frahm 2017، ص. 196.
  13. Levin 2002، ص. 360.
  14. Liverani 2013، ص. 120.
  15. Liverani 2013، صص. 120–121.
  16. Jakob 2017، ص. 136.
  17. Frahm 2017، ص. 167.
  18. Düring 2020، ص. 46.
  19. Düring 2020، ص. 45.
  20. Jakob 2017، ص. 125.
  21. Düring 2020، ص. 43.
  22. Elayi 2017، ص. 1.
  23. Düring 2020، ص. 136.