نوی نظم (نازیزم/نازي پالنه)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اروپا نوی نظم (په الماني ژبه: Neuordnun) یو سیاسي او ټولنیز سیستم و چې نازي المان غوښتل د اروپا پر هغو سیمو يې وتپي چې دوی فتحه کړي وو.  د Neuordnung  لپاره پلان جوړونه په ۱۹۳۹ کال کې د دویمې نړیوالې جګړې تر پیل مخکې پیل شوې وه، خو هېټلر د ۱۹۴۱ کال د جنوري په ۳۰مه په علني ډول یو «نوی اروپایي نظم اعلان کړ»: زما په باور به ۱۹۴۱ کال د نوي لوی اروپايي نظم لپاره یو تاریخي کال وي![۱]

نوي نظم د نورو شیانو په منځ کې د یو توکميز پان - جرمن دولت د جوړولو فکر کړی و، چې د نازي اېډیالوژیو په اساس جوړو و، تر څو اریايي-نورودیک د غوره نژاد له موجودیت څخه ډاډ ترلاسه کړي او په دې توګه د جرمني اوسېدونکو په‌واسطه د استعمار له طریقه په مرکز او ختيځه اروپا کې پراخه ځمکنۍ پراختیا ټینګه کړي، تر څو په فزیکي ډول د یهودو او سلاویانو (په ځانګړي ډول پولنډيانو او روسانو)، روما («جپسيان») او ګڼ نور کسان چې «د ژوند نه‌وړ» بلل کېدل په له‌منځه وړلو برلاسی ومومي او همدرانګه د ډېری سلایانو او هغو افرادو له‌منځه وړل یا اخراج چې د نازیانو اېډیالوژي يې «له توکمي/نژادي پلوه سپکه بلله»، د خاورې د پراختيا (لبنسراوم) لپاره د المان یرغلګر تمایل د دویمي نړيوالې جګړې د لاملونو په درجه‌بندۍ کې د جګړې په اصلي لاملونو کې راځي.[۲][۳]

تاریخ پوهان د نوي نظم د نهايي موخو په اړه ویشلي نظریات لري- ځینې په دې باور دې چې نوی نظم یواځې پر اروپا د نازي پر تسلط محدود و، په داسې حال کې چې ځینې نور یې د نړۍ د نهايي فتحې او د المان په ولکه کې نړیوال دولت د رامنځته کولو لپاره د الوت یوه تخته بولي. [۴]

فوهر خپل دا نه ماتېدونکی باور څرګند کړ چې رایخ به د ټولې اروپا ارباب وي. موږ لا باید په ډېرو جګړو کې برخه واخلو، خو دا به په پای کې د ډېرو غوره بریاوو لامل شي. له هغه ځایه پر نړۍ د ولکې لار په عملي ډول حتمي ده. هر څوک چې پر اروپا مسلط شي هغه به د نړۍ مشري پر غاړه واخلي.

د دې اصطلاح سرچينه[سمول]

د Neuordnung  اصطلاح معنا په لومړیو کې د هغه څه په پرتله محدود وه چې وروسته په کې شامل وو. معمولاً د «نوي نظم» په معنا ژباړل کېږي، خو سمه ژباړه يې تر ډېره «نوي سازمانولو» ته ورته ده. کله چې په المان کې د درېیم رایخ د واکمنۍ پر مهال وکارول شوه، په ځانګړي ډول په اروپا کې د دولتي سرحدونو بیا کښلو ته د نازیانو تمایل ته کارېدله چې په پایله کې يې جيوپلیتیک شته جوړښتونه بدل کړل. په ورته معنا، دا اصطلاح اوس او پخوا په ۱۶۴۸ کال کې د وستفالي د سولې تړون، په ۱۸۱۵ کال کې د وین کنګرې او په ۱۹۴۵ کال کې د متحدینو تر بريا وروسته د ورته نړیوال سیاسي نظم  بیا تنظیم ته په اشاره کارول کېده. بشپړ عبارت یې چې د نازي تاسیساتو کارولی die Neuordnung Europas (د اروپا نوی نظم) و، چې Neuordnung  یواځې په اختصاري ډول ورته کارېده. (له اروپايي نیوفاشیستي نظم (چې په ۱۹۵۱ کال کې رامنځته شوی) څخه د «نوی نظم» د بېلوونکي په توګه «د تور پوست نړیوال» ادعايي نظم رامنځته شو.)  [۵][۶]

د نازي دولت په وینا المان دا اصل د یوې نوې او له اقتصادي پلوه متحدې اروپا په ګټه په عادلانه ډول د  خاورې د بیا تنظیمولو د تضمین لپاره څاره، چې د نازي په اصطلاح له اسیايي «شوروي اتحاد پرته» نوره ټوله خاوره د اروپا د لویې وچې په معنا وه. د نازي نژادي دولت د شوروي د دولت «یهودي بلشویستي» (د کمونیزم او یهود وژنې خلاف شعار، ژباړن) هم یو مجرم بنسټ او داسې وحشي هېڅ فرهنګ نه لرونکی ځای باله چې باید له‌منځه وړل شوی وی او «اروپايي» شخصیت ورکړل شوی وی. په دې توګه Neuordnung په نادر ډول شوري روسیې ته په اشاره کارول کېده، ځکه نازیان باوري وو چې هېڅ داسې عنصر نه‌شته چې دوی يې په ملي سوسیالیتي کرښو کې بیاځلي سازمان کړی شي.  [۷][۸][۹]

موخه تر جګړې وروسته په ټول براعظم د نازي المان د بشپړ تسلط تضمین و. دا موخه باید خپله د المان دولت له ارضي پراختیا او له المان سره د اروپا د پاتې برخو د سیاسي او اقتصادي الحاق له لارې ترلاسه شوې وی. د راتلونکې دورې لپاره په کومه کې چې المان خپل نه ننګوونکی کنټرول پر براعظم تضمیناوه، له اروپا لرې سیمو ته او همدارنګه په نړیواله کچه د پروژې د احتمالي پراختيا وړاندوینه کېده، خو Neuordnung هغه مهال خپله له اروپا څخه بهر معنا له ځان سره نه لرله.  [۱۰]

دا عبارت د نازې په پروپاګانډا/ تبلیغاتو کې په پراخ ډول وکارول شو او په چټکۍ يې په لویديځو رسنیو کې انګازه وکړه. په ځانګړي ډول يې په انګلیسي ژبو علمي کړيو کې ډېر جامع تعریف ورکړ او په زیاتېدونکي ډول يې د نازي دولت او د هغه د ديکتاتور مشر ادولف هېټلر داخلي او خارجي پالیسیو او جنګي موخو ته په اشاره وکاروله. په دې توګه په دغې عبارت کې تقریباً ټول هغه مفاهیم شامل و چې په جاپاني کړیو کې د مشترکې -هوساینې ډګر اصطلاح د هغوی د پلان شوې سترواکۍ سیمې ته په اشاره لرل. اوس مهال په عمومي توګه تر جګړې وروسته د اروپا په داخل او خارج کې ټولو هغو برنامو او پالیسیو ته چې نازیانو تمه لرله د هغوي تر وړاندوینې شوې بریا وروسته یې المان او نور محوري ځواکونه د دویمې نړویوالې جګړې په بهیر کې پلي کړي کارول کېږي.  

ايډیولوژیکه مخینه[سمول]

نژاد پاله دوکتورین/ اوصول[سمول]

نازیانو ادعا لرله چې د انساني نژاد د مراتبو کره سلسله په علمي ډول اندازه کوي. ویل یې چې «غوره نژاد» د اریايي نژاد تر ټولو خالص موجودات دي، چې نازیان يې کټ مټ نوردیک نژاد تعریفوي او د نورو فرعي اریايي نژادونو په‌واسطه څارل کېږي. نازیانو ویل دا چې لویدیځ تمدن تر ډېره د نوردیک نژاد رامنځته کړی او خوندي کړی، څرګنده ده چې له نورو تمدونونو څخه غوره دی، «نوردیک» خلک له نورو ټولو نژادونو څخه غوره و او په نړۍ د واکمنۍ حقدار وو، دا هغه مفهوم دی چې د نورودیکیزم په نوم یادیږي. [۱۱][۱۲]

جغرافیايي ستراتيژي[سمول]

د ختيځ لور ته د پراختيا اړوند د هېټلر نظریې چې په Mein Kampf (زما جګړه) کې خپرې شوې، تر ډېره په ۱۹۲۴ کال کې د هغه له جیوپلتیکي لارښود کارل هاوشوفر سره د اړیکو تر اغېز لاندې دي. د هاوشوفر له لومړنيو جیوپلیتيکي مفاهیمو څخه یو دا و چې المان باید د اوراسیا خاورې کنترول خپل کړي تر څو وکولی شي نهايي نړیوال تلسط ته ورسېږي. دا لیدلوری همدارنګه له دې نظریې سره مل و چې له ايټالیا او جاپان سره یووالی پر اوراسیا د المان ستراتیژیک کنترول زیاتوي. او د سمندري وسلو په توګه د دې هېوادونو بدلول چې د المان د ناقطبي موقیعت ساتنه وکړي. [۱۳][۱۴][۱۵]

زما په جګړه (د هېټلر اثر) کې هغه له ايټاليا او بريتانیا سره یوه اتحادیه په پام کې نیولې وه او المان باید خپل موقف د یو ستر قدرت په توګه اخیستي وی چې د فرانسې ځای ناستی شوی وی. تر هغې وروسته به هغه ځان په ختيځ کې د الماني مېشت ځايونو ډېرولو ته وقف کړی و. غوښتل يې چې د ۱۹۱۴ کال له سرحدونو څخه اوښتی د ټولو المانیانو رایخ (د نازي المان د سیاسي رسمي بنسټ نوم، ژباړن) په مرکزي اروپا کې جوړ کړي. هېټلر په ۱۹۳۴ کال کې له اتریش، چکسلواکيا او لويديځ پولنډ څخه رامنځته شوې یوې « پولادې هستې» په اړه خبرې وکړې. هغه همدارنګه څو بلوکونه رامنځته کړل چې په رسمي ډول سره متحد وو خو سره برابر نه وو. هغه د ختيځ کنفېدراسیون (بالتیک هېوادونه، بالکان، ولګا او جورجيا)، لویدیځ کنفېدراسیون (هالنډو فلاندر او شمالي فرانسه) او شمالي کنفېدراسیون (ډېنمارک، سویډن او ناروې) ونومول. [۱۶]

سرچينې[سمول]

  1. Adolf Hitler speech at Berlin Sportpalast. [۱]
  2. Yoder, Fred Roy (1944). Introductory Sociology. State College of Washington. د کتاب پاڼې 248. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اگسټ ۲۰۲۳. [...] expansion policies and practices of Germany in southeastern Europe and Japan in Asia were likewise a major cause of World War II. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Gumkowski, Janusz; Leszczyński, Kazimierz (1961). Poland Under Nazi Occupation. Polonia Pub. House. [۲]
  4. Lee, Stephen J. (1987). The European Dictatorships, 1918–1945, p. 196. Cambridge University Press.
  5. Farrell, Joseph P. (23 March 2011). "An International Terrorists' Summit". Nazi International: The Nazis' Postwar Plan to Control Finance, Conflict, Physics and Space. SCB Distributors. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781935487593. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ فبروري ۲۰۲۳. The Black International, which operated under the name of the European New Order, held a summit at Barcelona on behalf of the Palestinians. The organization was composed of various Nazis and fascists from Nazi Germany, Vichy France, Franco's Spain, Salazar's Portugal, Mussolini's Italy, and the Greek colonels' military junta. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Compare: Camus, Jean-Yves (2000). "Nostalgia and Political Impotence: Neo-Nazi and Extreme-Right Movements in France, 1944-1964". In Arnold, Edward J. (المحرر). The Developing of the Radical Rights in France: From Boulanger to Le Pen. تُرجم بواسطة Arnold, Edward J. Basingstoke: Springer. د کتاب پاڼې 196. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780333981153. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ فبروري ۲۰۲۳. [...] the misguided belief in the existence of an international conspiracy often referred to as the 'black international' which allegedly co-ordinated neo-Nazi activity on a world-wide scale. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Spielvogel, Jackson J. (2006). Western Civilization Since 1789, Volume 3. Clark Baxter, p. 855. [۳]
  8. Martin Bormann's Minutes of a Meeting at Hitler's Headquarters (July 16, 1941). German History in Documents and Images. Retrieved 5 June 2011. Quoting Hitler: The Führer emphasized that we had to understand that the Europe of today was nothing but a geographical term; in reality Asia extended up to our frontiers.
  9. Rich, Norman (1972). Hitler's War Aims: Ideology, the Nazi State and the Course of Expansion, p. 212.
  10. Haffner, Sebastian (1979). The Meaning of Hitler. Macmillan Publishing Company Inc., p. 100. [۴]
  11. Hitler, Adolf Mein Kampf
  12. Rosenberg, Alfred Der Mythus des 20. Jahrhunderts, 1930 ("The Myth of the 20th Century")
  13. Walsh, p9.
  14. Derwent, Whittlesey German Strategy for World Conquest New York:1942 Farrar and Rinehart
  15. Geopolitics and Globalization in the Twentieth Century By Brian W. Blouet (2001):
  16. Ensor, R. C. K. (1939). ""Mein Kampf" and Europe". International Affairs. 18 (4): 478–496. doi:10.2307/3019298. JSTOR 3019298. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)