Jump to content

نوی لیکنه اچول

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دانفلاسيون  پيژندنه

[سمول]

انفلاسيون په عمومي سطحه  دقيمتونو دلوړوالي په حيث تعريف شوي  چي دا لوړ تيا بايد دوامداره   وي چي په يو ځل او ناځاپي  توګه دقيمتونو لوړوالي ته انفلاسيون نشو ويلي  .

ديوه داس مهمه مسله ده چي له ډيري مودي راهيسي  ورسره وګړي لاس او ګريوان دي

دانفلاسيون په و جه ډير عام  وګړي ځپل کيږي  ځکه  چي پدي سره دوي داجناسو داخستني  قدرت اوتوان له لاسه ورکوي .

انفلاسيونپه خاص ډول سره په قرض ورکونکو باندي ډير بد اثر غورضوي ځکه کله چي ددوي حپل قرض پيسي بيرته ترلاسه کوي  نوپه هغو سره خپل لومړني ارزښت په اندازه داخستني قدرت نلري .

همدارنګه  ځيني اقتصاد پوهانو انفلاسيون په لاندي ډول تعريف  کړيدي .

(( کرودر )) انفلاسيون داسي تعريفوي : انفلاسيون هغه حالت دي چي  دپيسي ارزښت پکي کم شي ، اويا هم  په بل عبارت  داجناسو قيمتونو لوړشي  .

د کلبورن په نظر انفلاسيون هغه حالت دي چي د ډيرو پيسو پواسط لږ اجناس خريداري کيږي . په خلص ډول دانفلاسيون لنډ مفهوم په لاندي ډول بيانولي  شو .

١-  دقيمتونو په سطحه کي زياتوالي دانفلاسيون په نامه ياديږي که د ځينو اجناسو قيمتونه ديو ځل لپاره  لوړشي او دالوړوالي په مسلسل ډول  سره نوي  نوانفلاسيون  نه ګڼل کيږي .

٢-  دقيمتونو په سطحه کي  مسلسل زياتوالي دمجموعي تقاضا دزياتوالي په نتيجه کي رامينځته کيږي .

٣- دقيمتونو په سطحه کي لوړوالي دعرضي دمقدار دکموالي له امله رامينځته کيږي .

مأخذونه

[سمول]

لوی اقتصاد: لیکوال حمدالله نظامي د ننګرهار پوهنتون استاد