نوملنیسون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له نوملیسون نه مخ گرځېدلی)

توملینسون په ۱۹۴۱ ز کې زیږیدلی او په دټیکنالوژۍ دنوموتي انسټیټوټ مساچوټس څخه فارغ شوی و، نوموړي لومړنی برېښنالیک په ۱۹۷۱ز کې لیکلی و. توملینسون لومړی دڅیړونکو او نظامیانو لپاره دا پروگرام جوړ کړی و، چې په لږ وخت کې ډیر پیغامونه ولیږي، وروسته بیا دهمدې اړتیا له مخې انټرنېټ هم رامنځته شو. امریکايي شرکت ریټیون په خپله خبرپاڼه کې لیکي: ری په رښتیني مانا د ټیکنالوژۍ سرخیل دی، دکمپیوټر راپیدا کېدو سره سم یې برېښنالیک رامنځته کړ، دنوموړي دې اختراع دنړۍ په کچه داړیکو بڼه بدله کړه ، د دومره ستر بریالیتوب او لاسته راوړنې سره هم ډېر عاجز و، نرم و، بله ځانگړنه یې سخا وو، هر چا سره به یې خپل مهارتونه شریکول... دبرېښنالیک دبنسټگر دا وینا به دتاریخ برخه وي: هرڅه، چې په انترنټ خپریږي، باور پرې مه کوئ، دا په یاد ولرئ، چې ددې پاڼو تر شا انسانان دي او هغوي تیروځي.

تړلې لیکنې[سمول]

سرچینې[سمول]