نورگل حمزه خيل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ارواښاد پوهاند ډاکټر نورکل حمزه خیل د زراعت یو مخکښ او وتلی استاد وو. هغه ډېری ليکنې او څېړنې کړی وې او تر نن ورځې د افغانستان په ښونیز او تحصلی نصاب کی ورڅخه استفاده کیږی.

مخينه

ارواښاد نورگل حمزه خيل د محمد وزير زوي په ۱۳۱۷ ل كال كې د ننگرهار ولايت د شينوارو د هسكې مينې په ولسوالۍ كې زيږيدلى دى. لومړنۍ او منځنۍ زده كړې يې د رحمان با با په ليسه كې پاى ته رسولې دي.

زده کړی

په ۱۳۴۰ ل كال كې د كابل پوهنتون د كرنې په پوهنځي كې شامل شو. په ۱۳۴۳ كال كې يې دغه پوهنځى پاى ته ورساوه او ورسره سم په همدې پوهنځي كې استاد شو په ۱۳۴۴ كال كې بيروت ته لاړ او په ۱۳۴۶كال كې يې د بيروت د امريكائي پوهنتون د كرنيزو علومو په څانگه كې ما سټري تر لاسه كړه. د بيروت څخه د راستنېدو سر سم يو ځل بيا د كرنې په پوهنځي كې استاد شو.

په ۱۳۵۱ ل كال كې د ډوكټورا د اخيستلو له پاره د امريكا متحده ايالتو ته لاړ او په ۱۳۵۴ ل كال يې د امريكا د اوهايو په پوهنتون كې ډوكټورا ترلاسه كړه. د ۱۳۵۴ كال نه د مرگ تر شيبې پورې د كابل پوهنتتون د كرنې په پوهنځي كې استاد و. د پوهاندۍ علمي رتبه يې په ۱۳۵۸ ل كال كې تر لاسه كړه.

علمی آثار

پوهاند ډاکټر حمزه خېل د خپل ژوند په دغه دوران كې يو شمېر علمي او څيړنيز كارونه ترسره كړي دي چې د يو څو چاپ شوو اثارو نومونه يې دادي:

  1. د نباتاتو د تكثير لارې _ د پوهننتون په مطبعه كې چاپ شوى دى.
  2. د سبو روزنه_ د ننگرهار پوهنتون د كرنې د پوهنځي د محصلينو له پاره ليكل شوى دى.

پوهاند حمزه خېل پرسېره پر دې آثارو يو شمېر نور چاپ شوي اثار هم لري خو اوس زما په واك كې نشته همدارنگه يو شمير زياتې علمي او تحقيقي مقالې يې د كرنې او نباتاتو په هكله ليكلې چې د هيواد په مطبوعاتو كې چاپ شوي دي.

سرچينې

http://www.baheer.com/baher/modules.php?name=News&file=print&sid=748