نورالبشر نويد
اوږده ليکنه |
---|
نورالبشر نويد (زوکړه د ۱۹۵۶ زږېديز کال د فبرورۍ ۱۲) د پښتونخوا يو پښتو ژبی ليکوال او ژورنالسټ دی. مخينهنورالبشر نويد د ۱۹۵۶ زېږيز کال د فبرورۍ پر ۱۲ د رشيد آباد ترو په کلي کې نړۍ ته راغلی. ده خپلې لومړنۍ زده کړې په همدې کلي کې ترسره کړي. له ماشومتوب څخه يې د پښتو ژبې سره يوه خاصه مينه درلوده. د دې تر څنگ يې د پښتنو د ويښولو په موخه د سياست ډگر ته هم ورودانگل، خو د سياست په ډگر کې يې له قلم نه کار واخيست. دندېنوموړی يو بريالی ډرامه نگار، د کالمونو ليکوال، شاعر او يو فعال ژورناليست دی. ښاغلی نويد له پېښور څخه خپرېدونکې مجلې «ليکوال» مشر او چلوونکی هم دی. د هغه ليکنې په وحدت ورځپاڼه کې خپريږي، چې د ماته غوږ شه د سرليک تر نامه د ورځنيو چارو سره سره سياسي، علمي او فني شننې، گروهې او نيوکې پکې وي.
چاپي آثار
ناچاپه آثارد شعر بېلگهدا زما په سر کښې د پښتو نشه کهٔ کفر دی دا پښتون تندی به ستا جنت کښې ماتؤمه زهٔ ـــــــــــــــ ما د تیارو دښمني داسې ؤکړه زهٔ خپل احساس سوزؤم اور کؤم مرگیه! تهٔ مې هم وژلی نهٔ شې زهٔ د ملگرو خلو کښې شور کؤم |