نه کمېدونکې پېچلتيا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


نه کمېدونکې پېچلتيا څرګندوي، چې ځيني بيولوژيکي سيستمونه د طبيعي ټاکنې له لارې، د وار له مخه شته وظيفوي سيستمونو ته د پرله پسې کوچنيو بدلونونو په واسطه وده ځکه نه شي کولی، چې لږ پېچلی سيستم ښايي هيڅ دنده تر سره نه کړي. نه کمېدونکې پېچلتيا د ځيرک جوړونکي د تخليفي مفکورې په مرکزي برخه بدل شوی دی، مګر پوهنيزه ټولنه د ځېرکتيا پلان يا طرحه د رښتيني پوهې په توګه په پام کې نيسي او د نه کمېدونکې پېچلتيا مفکوره نه مني. نه کمېدونکې پېچلتيا يو له هغو دوه اصلي دلايلو څخه دي، چې د ځيرک ډيزاين د پلويانو له لورې د ځانګړې پېچلتيا تر څنګ کارول کېږي. [۱][۲][۳]

د تخليق پوهې له ډيزاين څخه په دې ادعاوو سره ديني استدلال وړاندې کړ، چې تکامل پېچلي ماليکولي مېکانيزمونه نه شول روښانه کولی او په ۱۹۹۳ زکال کې مايکل بيهي “Michael Behe” چې په ليهېګ پوهنتون “Lehigh University” کې د کيميا پروفيسور دی، د “Of Pandas and People” تر سرليک لاندې د ښوونځي د درسي کتاب په کره نسخه کې دا دلايل وړاندې کړل. نوموړي د «د ډاروين تور صندوق: “Darwin’s Black Box” په نوم د خپل ۱۹۹۶ز کال کتاب کې، دې مفکورې ته نه کمېدونکې پېچلتيا وويله او ويې ويل، چې نه کمېدونکې پېچلتيا ارث کې د ناټاکلو بدلونونو د طبيعي ټاکنې له لارې، تکامل ناشونی کړی دی. دا د هغه ناسمې انګېرنې پر بنسټ وه، چې تکامل د شته دندو پر پرمختګ باندې تکيه کوي، چې په دې برخه کې يې دنده کې له بدلونونو څخه د سمونونو د رامنځته کېدلو د پېچلتيا څرنګوالی له پامه غورځوري او خپره شوې څېړنه هم په پام کې نه نيسي. تکاملي بيولوژي پوهانو د دې مفکورې خلاف ځوابونه خپاره کړي دي، چې څرګندوي چې د بيهي له لورې تر بحث لاندې سيستمونه څنګه تکامل کولی شي او د پرتليز جينوميک له لارې مستندې بېلګې ښيي، چې پېچلي ماليکولي سيستمونه لکه څرنګه چې د هغوی د پروټينونو د بېلابېلو لنډمهالو ريښو له له مخې څرګندېږي؛ د جوړښتي برخو د ورزياتولو په واسطه جوړېږي. [۴][۵][۶][۷][۸][۹]

په ۲۰۰۵ زکال د «Kitzmiller v. Dover Area School District» محاکمه کې، بيهي د نه کمېدونکې پېچلتيا په اړه ګواهي ورکړه. محکمې وموندل چې «د موضوعپ په اړه د پروفيسور بيهي ادعا د کره کتل شوې څېړنې په پاڼو کې درواغ ثابته شوې ده او په لويه کچه د پوهنيزې ټولنې له لورې رد شوې ده». [۱۰]

پېژندنې[سمول]

مايکل بيهي د خپل ۱۹۹۶ز کال کتاب «د ډاروين تور صندوق» کې د طبيعي ټاکنې برخه کې نه کمېدونکې پېچلتيا راپېژندلې ده:

... يو سيستم چې يو له بل سره د ښه پرتله کېدونکو بېلابېلو غبرګون کونکو برخو څخه جوړ شوی وي او هره جوړښتي برخه يې د بنسټېزې دندې په تر سره کولو کې مرسته کوي او د هرې يوې برخې لرې کول د دې لامل کېږي، چې د سيستم فعاليت په اغېزناک ډول بند شي. [۱۱]

د بيهي له لورې دويمه پېژندنه، چې په ۲۰۰۰ز کال کې يې (په خپله «تکاملي پېژندنه» کې) وړاندې کړه، بيانوي چې:

د نه کمېدونکې پېچلتيا تکاملي لاره هغه ده، چې يو يا زيات ناټاکل شوي پړاوونه لري (يو يا زيات يې اړين، مګر ناټاکل شوي بدلونونه دي). د نه کمېدونکې پېچلتيا درجه په دې لاره کې د ناټاکل شوي، پړاوونو له ګڼې سره برابره ده. [۱۲]

د ځيرک ډيزاين پلوي ويليم ای ډيمبسکي “William A Dembski” د خپل ۲۰۰۲زکال پېژندنه يا تعريف کې يوه «اصلي دنده» په پام کې ونيوله او نه کمېدونکې بېچلتيا يې په لاندې ډول راوپېژندله:

يو سيستم چې ټاکلې بنسټيزه دنده تر سره کوي، هغه وخت نه کمېدونکې پېچلی وي، چې په ښه ډول پرتله شويو، په دوه اړخيز ډول غبرګون کونکو او په نا خپل چاري ډول د داسې بېلابېلو برخو يوه ټولګه راونغاړي، چې هره برخه په کې د سيستم د بنسټيزې او له دې امله د اصلي دندې په پام کې نيولو ته اړ وي. د دې اړينو (لازمي) برخو ټولګه د سيستم د نه کمېدونکې هستې په توګه پېژندل کېږي. [۱۳]

تاريخچه[سمول]

مخکښان[سمول]

د نه کمېدونکې پېچلتيا استدلال د خدای په اړه د ديني استدلال (د ډيزاين يا پېچلتيا استدلال) له اصل څخه دی. دا څرګندوي چې په طبيعي نړۍ کې پېچلی فعاليت، چې پلان يا ډيزاين کړای شوی څرګندېږي؛ د يو ځيرک يا هوښيار پېداکونکي ثبوت دی. ويليم پېلي د خپل ۱۸۰۲ز کال «ساعت جوړونکي قياس» کې په څرګند ډول استدلال وکړ، چې لکه څرنګه چې د يو ساعت شتون د هغه د جوړونکي په معنا سره دی، په ورټه ډول طبيعت کې پېچلتيا د خدای د شتون معنا لري. دا استدلال اوږده تاريخچه لري او کولی شي نېټه يې لږ تر لږه د سيسرو )ډي ناټيورا ډيوريوم «De Natura Deorum ii.34» نومي کتاب ته رسېدلی شي، چې په ۴۵ مخزېږديز کال کې ليکل شوی دی. [۱۴][۱۵][۱۶]

تر اتلسمې پېړۍ پورې[سمول]

ګالين (لومړۍ او دويمه زيږديز پېړۍ) د بدن د لوی شمېر برخو او د هغوی تر منځ د اړيکو په اړه وليکل، چې کتنه يا مشاهده يې د پيدايښت د ثبوت په توګه ياد شوی و. هغه نظريه چې د برخو تر منځ يو پر بل تکيه به د ژونديو څيزونو د اصليتونو معناګانې ولري، د پيري ګاسينډي “Pierre Gassendi” او جان وېلکېنس “John Wilkins” (۱۶۱۴ – ۱۶۷۲زکال) نومي ليکوالانو له لورې راپورته شوه، چې پيل يې د ۱۷ پېړۍ نيمايي کې ګاسيندي وکړ او د ګالين په يادولو سره يې وليکل، چې: «اوس دا تصور کول چې ټول څيزونه د هغوی د بېلابېلو ډولونو له مخې، دې منظم چوکاټ او ترتيب ته راوړل کېدلی شي، چې د ځيني پوه يا عاقل عامل له پلان څخه پرته دومره بې شمېره ارادو ته اړتيا لري؛ بايد په تر ټولو لوړه درجه کې غير منطقي اوسېدلو ته اړتيا لري. د ۱۷ پېړۍ په وروستيو کې توماس برنيټ د ژوند د ابديت پر وړاندې د استدلال کولو په موخه، «په مناسب ډول د يو ځای شويو ټوټو يوې ډلې يا ټولګې» ته اشاره وکړه. د ۱۸ پېړۍ په لومړيو کې نيکولاس ماليبرانچ وليکل، چې: «يو منظم بدن بې شمېره برخې لري، چې د ځانګړې پايلو اړوند، په دوه اړخيز ډول يو پر بل تکيه کوي او د ټوليز کار کولو په موخه يې ټول بايد په رښتيني ډول جوړ شي»؛ نوموړی په دې وينا سره د فرد د اپيجنيزز په پرتله د هغه مخکيني [وار له مخه رامنځته شوي] جوړښت په پلوۍ استدلال کوي او د فرد د اصليتونو په اړه يو ورته استدلال د ۱۸ پېړۍ د طبیعي تاريخ د نورو زده کونکو له لورې وړاندې شوی و. د ګوير له لورې د کانټ «د قضاوت نيوکه» تر سرليک لاندې د ۱۷۹۰ز کال کتاب په اړه ويل کېږي، چې کانټ استدلال کوي، چې «موږ تصور نه شو کولی، چې څنګه يو جسم سره له دې، چې له خپلو برخو څخه په وار وار [تدريجي ډول] رامنځته کېږي، بيا هم د دې برخو د ځآنګړتياوو لامل کېدلی شي». [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

نولسمه پېړۍ[سمول]

د پالي د طبيعي دينپوهنې پينځه لسم څپرکی د هغه څه په اړه بحث کوي، چې نوموړي د ژونديو شيانو د ډيزاين د شاخص په توګه د هغوی د برخو «اړيکې» ونومولې. [۲۷]

جورجيس کويير “Georges Cuvier” له برخو برخو څخه د يو ژوي د شته کېدلو د روښانولو په موخه، «د برخو اړيکه» په نوم خپل اصل څخه کار واخېست. د نوموړي لپاره دا «د شتون حالتونه» تر سرليک لاندې د هغه په يو بل اصل پورې اړه درلوده، چې د نوعو د ترانس ارثي بدلون شونتيا يې له پامه غورځولې ده. [۲۸]

چارلېس ډاروين که څه هم ياده اصطلاح نه ده رامنځته کړې، مګر استدلال يې په پيل کې د تکاملي نظريې د اټکل ناسم ثابتولو په موخه، د يوې شونې لارې په توګه مشخص کړ. نوموړي په خپل «د نوعو اصليت» (۱۸۵۹ز) کې وليکل، چې «که چېرې ثابته شي، چې هر هغه پېچلی غړی شته، چې د بې شمېره، پرله پسې او او لږو بدلونونو په واسطه ښايي نه شو جوړېدلی؛ نو زما نظريه به په بشپړ ډول له منځه ولاړه شي. مګر زه داسې کوم حالت نه شم موندلی». د ډاروين د تکامل نظریه د طبيعي ټاکنې له مخې د تکامل په نوم د ځيرک جوړونکي په اړه د بديلې تشرېح د ګڼلو له مخې ديني استدلال ننګوي. په دې ښودلو سره چې څرنګه ساده ځواکونه کولی شي، د باندې ډيزاين څخه د مرستې غوښتلو پرته د خورا ځانګړې [فوق العاده] پېچلتيا ډيزاينونه رامنځته کړي، ډاروين په ډاګه کړه، چې يو ځيرک جوړونکی طبيعت کې له پېچلتيا څخه د تر لاسه کېدلو اړينه پايله نه وه. د نه کمېدونکې پېچلتيا استدلال د دې څرګندولو هڅه کوي، چې ځانګړې بېولوژيکې بڼې [جسمونه] يوازې د ډارويني تکامل توليد نه شي کېدلی. [۲۹][۳۰]

سرچينې[سمول]

  1. "We therefore find that Professor Behe's claim for irreducible complexity has been refuted in peer-reviewed research papers and has been rejected by the scientific community at large." Ruling, Judge John E. Jones III, Kitzmiller v. Dover Area School District
  2. "True in this latest creationist variant, advocates of so-called intelligent design ... use more slick, pseudoscientific language. They talk about things like "irreducible complexity" Shulman, Seth (2006). Undermining science: suppression and distortion in the Bush Administration. Berkeley: University of California Press. د کتاب پاڼې 13. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-520-24702-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) "for most members of the mainstream scientific community, ID is not a scientific theory, but a creationist pseudoscience." Mu, David (Fall 2005). "Trojan Horse or Legitimate Science: Deconstructing the Debate over Intelligent Design" (PDF). Harvard Science Review. 19 (1). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۴ جولای ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة) Perakh, M (Summer 2005). "Why Intelligent Design Isn't Intelligent — Review of: Unintelligent Design". Cell Biol. Educ. 4 (2): 121–2. doi:10.1187/cbe.05-02-0071. PMC 1103713. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)Mark D. Decker. College of Biological Sciences, General Biology Program, University of Minnesota Frequently Asked Questions About the Texas Science Textbook Adoption Controversy Archived 2010-09-30 at the Wayback Machine. "The Discovery Institute and ID proponents have a number of goals that they hope to achieve using disingenuous and mendacious methods of marketing, publicity, and political persuasion. They do not practice real science because that takes too long, but mainly because this method requires that one have actual evidence and logical reasons for one's conclusions, and the ID proponents just don't have those. If they had such resources, they would use them, and not the disreputable methods they actually use." See also list of scientific societies explicitly rejecting intelligent design
  3. Than, Ker (September 23, 2005). "Why scientists dismiss 'intelligent design' - LiveScience". NBC News. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ مې ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Scott EC, Matzke NJ (May 2007). "Biological design in science classrooms". Proc Natl Acad Sci USA. 104 (suppl_1): 8669–76, See page 8672. Bibcode:2007PNAS..104.8669S. doi:10.1073/pnas.0701505104. PMC 1876445. PMID 17494747. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Behe, Michael J. (1996). Darwin's Black Box: The Biochemical Challenge to Evolution (الطبعة 10th Anniversary). Simon and Schuster (نشر 2001). د کتاب نړيواله کره شمېره 9780743214858. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Bridgham JT, Carroll SM, Thornton JW (April 2006). "Evolution of hormone-receptor complexity by molecular exploitation". Science. 312 (5770): 97–101. Bibcode:2006Sci...312...97B. doi:10.1126/science.1123348. PMID 16601189. S2CID 9662677. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Shanks, Niall; Joplin, Karl H. (1999). "Redundant Complexity: A Critical Analysis of Intelligent Design in Biochemistry". Philosophy of Science. 66 (2, June): 268–282. doi:10.1086/392687. JSTOR 188646. S2CID 62198290. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Finnigan, Gregory C.; Hanson-Smith, Victor; Stevens, Tom H.; Thornton, Joseph W. (2012). "Evolution of increased complexity in a molecular machine". Nature. 481 (7381): 360–364. Bibcode:2012Natur.481..360F. doi:10.1038/nature10724. PMC 3979732. PMID 22230956. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Del Bem, Luiz Eduardo V.; Vincentz, Michel GA (5 November 2010). "Evolution of xyloglucan-related genes in green plants". BMC Evolutionary Biology. 10: 341. doi:10.1186/1471-2148-10-341. PMC 3087550. PMID 21054875. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "We therefore find that Professor Behe's claim for irreducible complexity has been refuted in peer-reviewed research papers and has been rejected by the scientific community at large." Ruling, Judge John E. Jones III, Kitzmiller v. Dover Area School District
  11. Darwin's Black Box page 39 in the 2006 edition
  12. In Defense of the Irreducibility of the Blood Clotting Cascade: Response to Russell Doolittle, Ken Miller and Keith Robison, July 31, 2000, Discovery Institute article Archived 2015-09-06 at the Wayback Machine.
  13. Dembski, William A. (2002). No Free Lunch: Why Specified Complexity Cannot Be Purchased Without Intelligence. Lanham, Maryland: Rowman & Littlefield (نشر 2006). د کتاب پاڼې 285. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780742558106. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ نومبر ۲۰۲۰. A system performing a given basic function is irreducibly complex if it includes a set of well-matched, mutually interacting, nonarbitrarily individuated parts such that each part in the set is indispensable to maintaining the system's basic, and therefore original, function. The set of these indispensable parts is known as the irreducible core of the system. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. William Paley:Natural Theology; or, Evidences of the Existence and Attributes of the Deity. Collected from the Appearances of Nature 12th edition, 1809 Archived 2008-04-30 at the Wayback Machine.
  15. On the Nature of the Gods, translated by Francis Brooks, London: Methuen, 1896.
  16. See Henry Hallam Introduction to the Literature of Europe in the Fifteenth, Sixteenth, and Seventeenth Centuries Boston: Little, Brown and Company, 1854 volume 2 page 385 part iii chapter iii section i paragraph 26 footnote u
  17. De Formatione Foetus=The Construction of the Embryo, chapter 11 in Galen: Selected Works, translated by P. N. Singer, The World's Classics, Oxford, Oxford University Press, 1997 کينډۍ:ISBN. One 18th-century reference to Galen is David Hume Dialogues Concerning Natural Religion, 1779, Part 12 "آرشیف کاپي". Archived from the original on ۲۲ نومبر ۲۰۰۵. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: BOT: original-url status unknown (link), § 3, page 215. Also see Galen's De Usu Partium=On the Usefulness of the Parts of the Body, translated and edited by Margaret Tallmadge May, Ithaca, New York, Cornell University Press, 1968, especially book XVII. For a relevant discussion of Galen and other ancients see pages 121-122, Goodman, Lenn Evan (2010). Creation and evolution. Milton Park, Abingdon, Oxon and New York: Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-91380-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. De Generatione Animalium, chapter III. Partial translation in: Howard B. Adelmann, Marcello Malpighi and the Evolution of Embryology Ithaca, New York, Cornell University Press, 1966, volume 2, pages 811-812.
  19. John Wilkins,Of the Principles and Duties of Natural Religion, London, 1675, book I, chapter 6, page 82 Early English Books Online
  20. "The appeal to irreducible complexity goes back more than three centuries. To quote John Wilkins ...", Paul Braterman "Darwin Does Devolve. Sometimes. So What?" 3 Quarks Daily February 25, 2019
  21. The Sacred Theory of the Earth Archived 2007-10-20 at the Wayback Machine., 2nd edition, London: Walter Kettilby, 1691. Book I Chapter IV page 43
  22. Malebranche, Nicolas (1712). De la recherche de la verité: où l'on traite de la nature de l'esprit de l'homme, & de l'usage qu'il en doit faire pour éviter l'erreur dans les sciences (الطبعة 6ième). Paris: Chez Michel David. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Livre 6ième, 2ième partie, chapître 4; English translation: Malebranche, Nicholas (1997). Thomas M. Lennon; Paul J. Olscamp (المحررون). The Search After Truth: With Elucidations of The Search After Truth. Cambridge: Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 465. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-58004-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Second paragraph from the end of the chapter, on page 465.
  23. Pages 202-204 of Pyle, Andrew (2006). "Malebranche on Animal Generation: Preexistence and the Microscope". In Smith JH (المحرر). The problem of animal generation in early modern philosophy. Cambridge, UK: Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 194–214. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-84077-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "The Chicken or the Egg". talkreason.org. مؤرشف من الأصل في ۲۹ اپرېل ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. This is Guyer's exposition on page 22 of Guyer, Paul (1992). "Introduction". In Paul Guyer (المحرر). The Cambridge Companion to Kant. Cambridge: Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 1–25. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-36768-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Guyer adds this parenthetical comment: "(here is where the theory of natural selection removes the difficulty)". See Kant's discussion in section IX of the "First Introduction" to the Critique of Judgment and in §§61, 64 (where he uses the expression wechselsweise abhängt="reciprocally dependent"), and §66 of "Part Two, First Division". For example, Kant, Immanuel (2000). "§64". In Paul Guyer; Eric Matthews (المحررون). Critique of the power of judgment. Cambridge: Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 243–244. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-34447-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) German original Kritik der Urtheilskraft. 5 (الطبعة Königlich Preußischen Akademie der Wissenschaften). Berlin: Georg Reimer. 1913. د کتاب پاڼې 371. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-11-001438-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. See also Kant, Imanuel (1993). Eckart Förster (المحرر). Opus Postumum. تُرجم بواسطة Eckart Förster; Michael Rosen. Cambridge: Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 64. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-521-31928-5. The definition of an organic body is that it is a body, every part of which is there for the sake of the other (reciprocally as end and, at the same time, means). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)German original Kritik der Urtheilskraft. 21 (الطبعة Königlich Preußischen Akademie der Wissenschaften). Berlin: Georg Reimer. February 1971. د کتاب پاڼې 210. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-11-090167-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. William Paley:Natural Theology; or, Evidences of the Existence and Attributes of the Deity. Collected from the Appearances of Nature 12th edition, 1809 Archived 2008-04-30 at the Wayback Machine.
  28. See especially chapters VI and VII of Coleman, William (1964). Georges Cuvier, Zoologist: A Study in the History of Evolution Theory. Cambridge, Massachusetts: Harvard University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) See also the discussion of these principles in the Wikipedia article on Cuvier.
  29. Darwin, Charles (1859). On the Origin of Species. London: John Murray. page 189, Chapter VI Archived 2007-09-30 at the Wayback Machine.
  30. See for example, Rogers, Alan R. (2011). The Evidence for Evolution. Chicago: University of Chicago Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-226-72382-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) in pages 37–38, 48–49 citing Joseph John Murphy accepting natural selection within limits, excepting "the eye" with its multiple parts. (په November 19, 1866 باندې). Presidential Address to the Belfast Natural History and Philosophical Society. and in page 48 citing Pritchard, C. (1866). "Appendix Note A On the Origin of Species by Natural Selection". The Continuity of the Schemes of Nature and Revelation: A Sermon Preached, by request, on the occasion of the meeting of the British Association at Nottingham. With remarks on some relations of modern knowledge to theology. London: Bell and Daldy. د کتاب پاڼي 31–37. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة), especially page 33