Jump to content

نه نوې کېدونکې سرچینې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

یوه نه نوې کېدونکې سرچینه (چې محدوده سرچینه هم بلل کېږي) هغه طبیعي سرچینه ده چې په طبیعي ډول له هغې چټکتیا سره نه‌شي برابرېدای چې له مصرفېدو سره یې برابره وي. یوه بېلګه یې کاربني فوسیلي سون‌توکي دي. لومړنۍ یا اصلي عضوي ماده د تودوخې او فشار په مرسته پر سون‌توکو لکه تېلو یا ګاز بدلېږي. د ځمکې منرالونه او کاني ډبرې، فوسیلي سون‌توکي (د ډبرو سکاره، تېل، طبیعي ګاز) او په ځینو ځانګړو لایو کې ځمک‌لاندې اوبه نه نوې کېدونکې سرچینې بلل کېږي.[۱]

د دې په مقابل کې ځینې سرچینې لکه لرګی (چې په پایدار ډول تولیدېږي) او باد (چې د انرژۍ بدلوونکو سیستمونو لپاره کارېږي) نوې کېدونکې سرچینې بلل کېږي، ځکه چې له مصرفېدو وروسته یې بېرته ژر ځای ډکېدای شي

فوسیلي سون‌توکي[سمول]

طبیعي سرچینې لکه د ډبرو سکاره، تېل (خام تېل) او طبیعي ګاز زرګونه کاله وخت نیسي تر څو په طبیعي ډول جوړ شي، په هغه چټکتیا سره یې ځای نه‌شي ډکېدای څومره چې مصرفېږي. فکر کېږي چې د فوسیلي سرچینو د کارولو لګښت به ډېر لوړ شي او بشریت باید د انرژۍ پر نورو سرچینو لکه لمریزه او بادي انرژۍ تکیه وکړي.

دا مهال د انرژۍ هغه اصلي سرچینه چې انسان یې کاروي، نه نوي کېدونکي فوسیلي سون‌توکي دي. کله چې په نولسمه پېړۍ کې د داخلي احتراق د انجن ټېکنالوژي رامنځته شوه، تر هغه را وروسته د تېلو او نورو فوسیلي سون‌توکو لپاره تقاضا هماغسې دوامداره پاتې ده. په پایله کې یې هغه دودیزې زېربناوې او د لېږد رالېږد سیستمونه په ټوله نړۍ کې برجسته دي چې احتراقي انجنونه لري. [۲]

د اوسنیو فوسیلي سون‌توکو پر اقتصاد له دې امله پراخې نیوکې شوې دي چې د نوي کېدو وړ نه دی او په اقلیمي بدلونونو کې ونډه لري.[۳]

اتومي سون‌توکي[سمول]

په ۱۹۸۷ زکال کې د ژواک چاپېریال او پراختیا نړیوال کمیسیون هغه فیژن ریاکټورونه (fission reactors) چې د مصرف په نسبت ډېر بېلېدونکي یا فیژن اتومي سون‌توکي تولیدوي (یعنې تولیدوونکي یا بریډر ریاکټورونه دي) د انرژۍ د دودیزو سرچینو لکه لمر او هايډرو پاور له ډلې وبلل. د امریکا د پټرولیم انستېتیوت هم دودیز اتومي فیژن نوی کېدونکی نه بولي، بلکې د تولیدوونکي یا بریډر ریاکټور د اتومي برېښناکوټ سون‌توکي نوي کېدونکي او پایدار ګڼي او وايي چې د مصرف شویو سون‌توکو له میلو څخه د راډیو اکټیو را پیدا شوي ضایعات بیا هم راډیو اکټیو پاتې کېږي او له همدې امله باید په ډېر دقت سره د څو سوه کلونو لپاره زېرمه شي. د جیوترمل انرژۍ (geothermal energy) په څېر د انرژۍ د نورو نوي کېدونکو سرچینو د کارولو پر مهال هم د راډیو اکټیو پر ضایعاتو دقیقې څارنې ته اړتیا ده.[۴][۵][۶]

د فیژن اتومي ټېکنالوژۍ په استفاده کې د سون‌توکو په توګه طبیعي راډیو اکټیو موادو ته اړتیا ده. یورانیم تر ټولو معمول فیژن سون‌توکي دي چې د ځمکې په سطحه کې په نسبتاً کمو غلظتونو موجود دي او په ۱۹هېوادونو کې استخراجېږي. دا استخراج شوي یورانیم د بریډر اتومي ریاکټورونو د سون‌توکو په توګه له یورانیم-۲۳۵ سره کارېږي چې تودوخه تولیدوي او بالاخره د برېښنا د تولید لپاره توربینونو ته ځواک ورکوي.[۷][۸]

اتومي ځواک د نړۍ شاوخوا ۶ سلنه انرژي او د نړۍ له ۱۳ تر ۱۴ سلنې برېښنا تامینوي. د اتومي انرژۍ له تولید سره د خطرناکې راډیو اکټیو ککړتیا خطر مل دی، ځکه چې پر ناپایدارو عناصرو تکیه ده. د اتومي انرژۍ وسایل هر کال په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۲۰۰۰۰۰ مټرېک ټنه د ټيټې او متوسطې کچې ضایعات او ۱۰۰۰۰ مېټریک ټنه د لوړې کچې ضایعات (د هغو سون‌توکو په ګډون چې د ضایعاتو په توګه مصرف شوي دي) تولیدوي.[۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د ځمکې سطحه[سمول]

د ځمکې سطحه هم نوې کېدونکې او هم نه نوې کېدونکې سرچینه بللی شو. ځکه بیاځلي یې کارولی شو، خو نوې ځمکه د تقاضا له مخې نه‌شو رامنځته کولی. پر دې بنسټ ځمکه له اقتصادي نظره یوه ثابته سرچینه ده چې له عرضې سره بدلون نه په کې راځي.[۱۳][۱۴]

نوې کېدونکې سرچینې[سمول]

طبیعي سرچینې چې نوې کېدونکې سرچینې بلل کېږي، په طبیعي چاپېریال کې یې د طبیعي پروسو او پایدارو ځواکونو په مرسته ځای ډکېږي. داسې متناوبې نوې کېدونکې انرژۍ او د بیا جوړېدو وړ مواد شته چې په یوه ټاکلي وخت کې د یوې څرخې په جریان کې کارول کېږي او د ګڼ شمېر څرخو لپاره بیا کار ترې اخیستل کېدای شي.

په اقتصادي سیستمونو کې د محصولاتو د جوړولو له لارې د توکو تولید او خدمات د تولید پر مهال او د مصرفوونکو تر استفادې وروسته ډېر ضایعات رامنځته کوي. وروسته دا توکي یا سوځول کېږي، د ضایعاتو د خښولو په ځای کې خښېږي او یا د بیا کارولو لپاره کار ترې اخیستل کېږي. په بیا کارولو (Recycling) سره هغه توکي پر ارزښتناکو سرچینو بدلېږي چې ښايي پر ضایعاتو بدل شي.

په طبیعي چاپېریال کې اوبه، ځنګلونه، نباتات او حیوانات ټول نوې کېدونکې سرچینې دي، خو په دې شرط چې په کافي اندازه پاملرنه ورته وشي او وساتل شي. پایداره کرنه د نباتي او حیواني توکو داسې کښت ته ویل کېږي چې نباتي او حیواني ایکوسیستمونه وساتي او په اوږد مهال کې د خاورې روغتیا او ښېرازي لا ښه کړي. په سمندرونو کې د کبانو بې درېغه نیونه د دې یوه ښه بېلګه ده چې یو صنعتي مېتود ایکوسیستم ته ګواښ پېښولی شي، نوعې له خطر سره مخامخولی شي او مشخصولی شي چې کب‌نیونه د انسانانو د استفادې لپاره پایداره ده که نه. یو غیر قانوني صنعتي مېتود کولای شي چې سرچینې په بشپړ ډول کمې کړي.[۱۵]

له لمر، باد او څپې څخه نوې کېدونکې انرژۍ پر نوي کېدونکو سرچینو ولاړې دي. نوې کېدونکې سرچینې لکه د اوبو حرکت (د اوبو ځواک، جزر او مدي ځواک او د څپې ځواک)، باد، له جیوترمل تودوخې څخه رامنځته شوې تشعشعي انرژي او لمریزه انرژي ناپایه دي او نه‌شي کمېدای، د هغو نه نوي کېدونکو بېلګو پر خلاف چې که کمه استفاده ترې ونه‌شي شاید پای ته روسېږي.

په ساحلي کرښو کې د بالقوه څپې انرژي د نړۍ د تقاضا پنځمه برخه تامینولی شي. د اوبو برېښنا د نړۍ د ټولې انرژۍ درېیمه برخه اړتیا پوره کولی شي. جیوترمل انرژي زموږ د اړتیا ۱.۵ برابره انرژي تامینولی شي. دومره باد موجود دی چې زموږ سیارې ته ۳۰ برابره ځواک ورکولی شي، باد په یوازې ځان د بشریت ټولې اړتیاوې پوره کولی شي. لمریزه انرژي دا مهال د نړۍ د اړتیا وړ انرژۍ یوازې ۰.۱ سلنه برخه تامینوي، خو دومره انرژي لري چې د بشریت اړتیاوې ۴۰۰۰ برابره پوره کړي، یعنې د نړیوالې انرژۍ ټوله هغه تقاضا چې تر ۲۰۵۰ ز کال پورې یې وړاندوېینه شوې ده.[۱۶][۱۷]

نوې کېدونکې انرژي نور داسې ځانګړې برخه نه ده چې یوازې دولتونه او د چاپېریال پلویان یې ترویج کړي. د پانګونې کچه ډېرېدل او دا چې ډېره پانګه د دودیزو مالي لوبغاړو ده، دا دواړه څرګندوي چې پایداره انرژي د انرژۍ پر اصلي او راتلونکي جریان بدله شوې ده، ځکه چې نه نوې کېدونکې سرچینې کمېږي. د اقليمي بدلونونو اړوندې اندېښنې، اتومي ګواښونه او د راډيو اکټیو ضایعاتو ډېرښت، د تېلو لوړې بیې او له نوي کېدونکو انرژیو څخه د دولتونو د ملاتړ ډېروالی پیاوړی شوی دی. دا هغه عوامل دي چې نوې کېدونکې انرژي سوداګریزه کوي، بازار پراخوي او تقاضا ډېروي، د زړو ټېکنالوژۍ پر ځای نوي محصولات دودوي او شته زېربناوې پر نوي کېدونکو سټنډرډونو اړوي.[۱۸]

سرچينې[سمول]

  1. Earth systems and environmental sciences. [Place of publication not identified]: Elsevier. 2013. OCLC 846463785. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-12-409548-9. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. "Methane hydrates". Worldoceanreview.com. لاسرسي‌نېټه ۱۷ جنوري ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. America's Climate Choices: Panel on Advancing the Science of Climate Change; National Research Council (2010). Advancing the Science of Climate Change. Washington, D.C.: The National Academies Press. doi:10.17226/12782. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-309-14588-6. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. Brundtland, Gro Harlem (20 March 1987). "Chapter 7: Energy: Choices for Environment and Development". Our Common Future: Report of the World Commission on Environment and Development. Oslo. لاسرسي‌نېټه ۲۷ مارچ ۲۰۱۳. Today's primary sources of energy are mainly non-renewable: natural gas, oil, coal, peat, and conventional nuclear power. There are also renewable sources, including wood, plants, dung, falling water, geothermal sources, solar, tidal, wind, and wave energy, as well as human and animal muscle-power. Nuclear reactors that produce their own fuel ("breeders") and eventually fusion reactors are also in this category منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. American Petroleum Institute. "Key Characteristics of Nonrenewable Resources". لاسرسي‌نېټه ۲۱ فبروري ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. http://www.epa.gov/radiation/tenorm/geothermal.html Geothermal Energy Production Waste.
  7. "What is uranium? How does it work?". World Nuclear Association. لاسرسي‌نېټه ۲۸ فبروري ۲۰۱۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)[مړه لينکونه]
  8. "World Uranium Mining". World Nuclear Association. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ ډيسمبر ۲۰۱۸ باندې. لاسرسي‌نېټه ۲۸ فبروري ۲۰۱۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. "The current state of promising research into extraction of uranium from seawater — Utilization of Japan's plentiful seas : Global Energy Policy Research". www.gepr.org. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. "Factsheets & FAQs". International Atomic Energy Agency (IAEA). د اصلي آرشيف څخه پر 25 جنوري 2012 باندې. لاسرسي‌نېټه 1 فبروري 2012. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. World Nuclear Association. Another drop in nuclear generation Archived 7 January 2014 at the Wayback Machine. World Nuclear News, 5 May 2010.
  12. Gill, Gary; Long, Wen; Khangaonkar, Tarang; Wang, Taiping (22 March 2014). "Development of a Kelp-Type Structure Module in a Coastal Ocean Model to Assess the Hydrodynamic Impact of Seawater Uranium Extraction Technology". Journal of Marine Science and Engineering. 2 (1): 81–92. doi:10.3390/jmse2010081. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  14. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  15. "Illegal, Unreported and Unregulated Fishing In Small-Scale Marine and Inland Capture Fisharies". Food and Agriculture Organization. لاسرسي‌نېټه ۰۴ فبروري ۲۰۱۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. R. Eisenberg and D. Nocera, "Preface: Overview of the Forum on Solar and Renewable Energy," Inorg. Chem. 44, 6799 (2007).
  17. P. V. Kamat, "Meeting the Clean Energy Demand: Nanostructure Architectures for Solar Energy Conversion," J. Phys. Chem. C 111, 2834 (2007).
  18. "Global Trends in Sustainable Energy Investment 2007: Analysis of Trends and Issues in the Financing of Renewable Energy and Energy Efficiency in OECD and Developing Countries (PDF), p. 3" (PDF). United Nations Environment Programme. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۲ اپرېل ۲۰۱۶ باندې. لاسرسي‌نېټه ۰۴ مارچ ۲۰۱۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)