نهه کلنه جکړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

نهه کلنه جګړه (۱۶۸۸ – ۱۶۹۷ زکال) چې همدارنګه د لوی اتحاد د جګړې او یا هم د اګسبورګ اتحادیې د جګړې په نوم پېژندل کېږي د فرانسې او لوی اتحاد (د روم د سپېڅلې سترواکۍ، د هالنډ د جمهوریت، انګلستان، هسپانیې او ساوي ائتلاف) ترمنځ جګړه وه. په داسې حال کې چې دغه جګړه یوازې په اروپا کې متمرکزه وه، خو وروسته یې بیا د امریکا لویې وچې، هند او لویدیځې افریقا ته هم پراختیا ومونده او په دې باندې یې د لومړۍ یوازنۍ نړیوالې جګړې نوم هم کېښود. د دغې جګړې په اډانه کې په ایرلنډ کې د ویلیامېټ او همدارنګه په شمالي امریکا کې د پاچا ویلیام جګړې هم شاملې وې.

په ۱۶۷۸ زکال کې د فرانسې او هالنډ ترمنځ له جګړې څخه د فرانسې پاچا څوارلسم لویي د اروپا د تر ټولو ځواکمن پاچا په توګه راڅرګند شو. هغه د تېري، الحاق او شبه قانوني لارو چارو له ترکیب څخه په ګټنې د فرانسې د پولو د پیاوړتیا په موخه لاس په کار شو چې له امله یې له ۱۶۸۳ زکال څخه تر ۱۶۸۴ زکال پورې د بیاځلي اتحاد جګړه (War of the Reunions) اوج ته ورسېده. د راتسبون اوربند دغه نوې پولې د ۲۰ کلونو لپاره تضمین کړې، خو د پروتستانت اروپايي هېوادونو ترمنځ د فرانسې د پراختیا غوښتونکو او پروتستانت ضد سیاستونو اړوند اندېښنو زیاتوالی وموند چې له امله یې د اورنج د ویلیام (د انګلستان دریم ویلیام) په مشرۍ لوی اتحاد رامنځته شو.

بل پلو، څوارلسم لویي د ۱۶۸۸ زکال په سپټمبر میاشت کې دا هوډ وکړ چې له راین سیند څخه تېر شي څو د روم په سپېڅلې سترواکۍ فشار راوړي د هغه د قلمروونو او واکمنۍ ادعاوې ومني. ورته مهال د روم د سپېڅلې سترواکۍ سترواک، لومړي لئوپولډ او جرمني شهزاده ګانو بیا له هالنډیانو څخه د فرانسې د موخو پر ضد ملاتړ وکړ؛ په داسې حال کې چې د ۱۶۸۸ زکال د نومبر میاشتې ځلانده انقلاب (Glorious Revolution) انګریزي منابع او له اتحاد څخه ملاتړ تضمین کړ. په راتلونکو څو کلونو کې جګړې په هسپانوي هالنډ، راینلنډ، د ساوي په دوک نشینه سیمې او همدارنګه په کاتالونیا کې متمرکزې شوې. له دې سره چې دغه نښتې تر ډېره پورې د لویي د پوځ په ګټه وې، خو هېڅ اړخ ونشو کولای له هغو څخه پام وړ ګټه ترلاسه کړي چې له امله یې تر ۱۶۹۶ زکال پورې اصلي برید کوونکي له مالي پلوه کمزوري او هغوی یې مذاکرې ته اړ کړل.

په ۱۶۹۷ زکال کې د ریسویک د سولې د تړون پر بنسټ په ټول الزاس باندې د فرانسې کنټرول په رسمي ډول په رسمیت وپېژندل شو، خو لورن او د راین سیند ښۍ غاړې ته ټول نیول شوي ځایونه بېرته د هغو حاکمانو ته وسپارل شول. له دې سربېره څوارلسم لویي، دریم ویلیام د انګلستان د برحقه پاچا په توګه په رسمیت وپېژنده، په داسې حال کې چې هالنډ بیا په هسپانوي هالنډ کې حائلې قلاګانې د خپلو پولو د خوندیتوب په موخه ترلاسه او همدارنګه یې ورسره یوه ګټمنه سوداګریزه هوکړه ترسره کړه. ورته مهال د سولې د هوکړې دواړو لورو دغه سوله یوازې د جګړې لنډ مهاله پای باله، ځکه چې وه یې نشو کولای څرګنده کړي چې د هسپانیا د ناروغ او بې ماشومه سترواک دویم چارلز پر ځای به څوک د هسپانیا د سترواکۍ واکمن کېږي؛ هغه موضوع چې له ۳۰ کلونو څخه یې د زیاتې مودې لپاره د اروپا سیاست تر خپل اغېز لاندې درلود او له امله یې په ۱۷۰۱ زکال کې د هسپانیا د ځای ناستوب جګړه پیل شوه.

مخینه: ۱۶۷۸ – ۱۶۸۷ زکال[سمول]

د فرانسې او هالند ترمنځ له جګړې (۱۶۷۲ – ۱۶۷۸ زکال) وروسته کلونو کې د فرانسې څوارلسم لویي چې اوس د قدرت په اوج کې و، په فرانسه کې یې د مذهبي یووالي او همدارنګه د خپلو پولو د پراختیا په موخه اقدامات پیل کړل. هغه له دې وړاندې د نویو قلمروونو په نیولو سره شخصي دبدبه ترلاسه کړې وه، خو نوره یې د داسې یوه بې پایه پوځي سیاست د پلي کولو سره لیوالتیا نه لرله چې په ۱۶۷۲ زکال کې یې پلی کاوه. پر ځای یې هغه د فرانسې د ښکاره پوځي برترۍ پر ځانګړې ستراتیژیکې ستراتیژۍ تکیه کوله. ده چې ځان د «لمر پاچا» باله، په دې پوهېده چې نه دی توانېدلی د هالنډیانو پر وړاندې قطعي بریاوو ته لاسرسی ومومي؛ له همدې امله هغه د ښکاره جګړې پر ځای له ګواښولو کار اخیست څو خپل ګاونډیان تسلیمۍ ته اړ کړي او د فتح پر ځای یو سراسري امنیت ته لاسرسی ومومي.

څوارلسم لویي له خپل لوړپوړي پوځي سلاکار، لوفووا؛ د بهرنیو چارو له وزیر کولبر دو کروسي او له خپل تخنیکي متخصص ووبن سره په ګډه د فرانسې دفاعي ستراتیژۍ ته پراختیا ورکړه. ووبن د فرانسې په پولو کې د نه نیول کېدونکو قلاوو د سیسټم ملاتړی و، څو د فرانسې دښمنان د دغه هېواد له پولې لرې وساتي. ورته مهال پاچا د دغه ډول یو ځانګړي سیستم د جوړولو په موخه اړتیا لرله له خپلو ګاونډیانو څخه پریمانه ځمکې ونیسي ځکه چې وکولای شي د فرانسې د پولو په اوږدو کې پیاوړې دفاعي کرښه جوړه کړي. د پولو اړوند دغه منطق یاد اقدامات له سیاسي اړخه په واضحه بڼه تعریف کول، خو دغه پاراډوکس یې هم جوړاوه چې ګویا د لویي وروستنۍ موخې دفاعي دي او هغو ته لاسرسی د تهاجمي وسایلو څخه د ګټنې پر مټ شونی دی. هغه د بیاځلي اتحاد په جګړه کې پام وړ قلمرو ترلاسه کړ، هغه ستراتیژي چې قانون پالنه، استکبار او تېری یې سره ترکیب کړي وو.

وسلې، ټکنالوژي او د جګړې نقشه[سمول]

پوځي پرمختګونه[سمول]

د جګړې موسم په معمول ډول د مۍ له میاشتې څخه تر اکتوبر میاشتې پورې دوام موند. په ژمي کې بیا لښکرکشي په معمول ډول د حیواناتو لپاره د وښو د کمښت له امله نادره چاره وه، خو د خوړو او نورو اړتیا وړ توکو د ساتنې په برخه کې د فرانسویانو لارو چارو هغوی ته پام وړ ګټې ورسولې او دوی ته یې دا وړتیا وربخښله چې له خپلو دښمنانو څخه څو اونۍ وړاندې د جګړې ډګر ته ځان ورسوي. ورته مهال د دغې ۹ کلنې جګړې په اوږدو کې پوځي عملیاتو هېڅ قطعي پایلې له ځانه سره نه لرلې. دغې جګړې بل شکل درلود چې کولای شو هغه «موضوعي جګړه» وبولو – د قلاوو جوړونه، دفاع او د مخالف لوري په قلاوو او پیاوړو کرښو باندې بریدونه. یادې موضوعي جګړې بېلابېل رولونه لرل؛ له قلاوو څخه پلونه او د پوځونو د تلو مسیرونه ساتل کېدل او همدارنګه یې د ګدامونو او زیرمتونونو کار ورکاوه. ورته مهال دغو قلا ګانو د جګړې په ډګر کې د بریا د ترلاسه کولو وړتیاوې هم له ستونزو سره مخ کولې – ماتو شوو پوځونو کولای شول خپلو دوستانه قلاوو ته شاتګ وکړي او په دې سره یې بیا کولای شو د خپلو سرتېرو شمېر له هغو جبهو څخه د سرتېرو په راغوښتلو بېرته پوره کړي چې له لږ ګواښ سره مخ وې. ډیری قومندانانو له دغو نسبتا وړاندوینه کېدونکو او ولاړو عملیاتو څخه هرکلی کاوه ځکه چې کولای یې شو خپلې پوځي تشې پټې کړي. هماغه ډول چې ډانیل ډفو په ۱۶۹۷ زکال کې څرګنده کړه، «اوس دا ډېره تکراري شوې چې یو ۵۰ زره کسیز پوځ خپلې ټولې هڅې په بې ځایه تګ ولګوي – یا هم د هغې مشهورې خبرې له مخې – یوازې یو بل ته وګوري او بیا بېرته ژمنیو سیمو ته حرکت وکړي». په واقعیت کې د دغې ۹ کلنې جګړې په اوږدو کې د ځمکنیو پوځونو شمېر په ۱۹۶۵ زکال کې نږدې ۱۰۰ زره کسانو ته زیاتوالی وموند چې دغه کچې سمندریز ځواکونه له مالي ستونزو سره مخ کړي و، په داسې حال کې چې فرانسویان د خپل پاشل شوي اقتصاد سره لاس او ګریوان وو. ورته مهال یو شمېر قومندانانو لکه دریم ویلیام، بوفلز او لوکزامبورګ د بریالي کېدو اراده لرله، خو د هغوی لارې چارې د پوځونو د شمېر د زیاتوالي، تجهیزاتو رسونې او همدارنګه د ارتباطي ستونزو له امله مختل شوې وې. فرانسوي قومندانان هم د څوارلسم لویي او لوفووا له اړخه چې په میداني مبارزې یې باور نه درلود، له یو لړ محدودیتونو سره مخ شوي و او د مبارزې پر ځای هغوی د قلاګانو د نیولو او همدارنګه د استحکاماتو د زیاتولو په عملیاتو ټینګار درلود.

د پرېکنده اقدام د نشتوالي په برخه کې بل اغېزمن عامل هم د خوندي منابعو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه وه. له پوځونو څخه تمه دا وه چې د دښمن په سیمو او یا هم بې پلوه سیمو کې په خلکو باندې د جګړې د لګښتونو په تحمیل کولو (په سیمه ییزو وګړو مالیات) سره د جګړې په ډګر کې خپلې اړتیاوې پوره کړي. د مرستې ترلاسه کولو په موخه د یوې ځانګړې سیمې په نښه کول له دې غوره ګڼل کېدل چې ماته خوړلې دښمن تعقیب کړای شي او له منځه یووړل شي. له همدې امله د ټولو پوځونو لومړۍ درجې اندېښنې د مالي اړتیاوو او منابعو ته د لاسرسي په برخه کې وې، څو وکولای شوي په دغسې یوه اوږد مهاله تحمیلي جګړه کې دوام راوړي. د دغې جګړې په اوږدو کې یوازنی پرېکنده اقدام د ایرلنډ پر وړاندې ترسره شو چې دریم ویلیام د د دویم جیمز لښکرو ته د بریتانیا او ایرلنډ د کنټرول اړوند د مشروعیت ترلاسه کولو په موخه ماته ورکړه. خو د ایرلنډ پر خلاف د څوارلسم لویي نورې ټولې قاره یي جګړې هېڅکله هم له مصالحې پرته پای ته وه نه رسېدې؛ دغې جګړې یوازې دیپلماتیکو خبرو اترو ته لار جوړه کړه او کومه بله حل لار یې وړاندې نه کړه.

سرچينې[سمول]