ننگرهار ورځپاڼه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ننگرهار ورځپاڼه پر ١٢٩٨ لمريز لېږدي کال تاسيس شوې چې لومړنی نوم یې اتحاد مشرقي او لومړنى پازوال مدير یې الحاج ميرزا شاهرخ خان وو.

دغه راز برهان الدين کشککي، محمد امين خوږياڼی، شمس الدين قلعه ټکي، قيام الدين خادم، گل پاچا الفت، عبدالله بختانی خدمتگار، عبدالروف قتيل خوږیاڼی، عبدالقدوس پرهيز، عبدالجلیل وجدي، داد محمد دلگير، او نور د ننگرهار ورځپاڼې پازوال مديران تير شوي دي.

د ننگرهار ورځپاڼه چې يو وخت د اتحاد مشرقي په نامه خپرېده، په ١٣٢٦ ل ل کال کې د ننگرهار ورځپاڼې په نوم ونومول شوه، چې د سيمې د پښتو ژبو اوسېدونکيو او ويونکو په پام کې نيولو سره يوازې په پښتو خپره شوه، چې اوس هم خپرېږي.

اخځليک[سمول]

۱- د ليکوال لطيف ياد فېسبوک پاڼه.

۲- https://rohi.af/news/3978