نفوس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

نفوس population[سمول]

د population کلمه يوه يوناني کلمه ده چې دخلکو په مانا ده او د populus يوناني کلمې څخه اخستل شوې ده . نفوس دافرادو يا ارګانېزمونو څخه عبارت دى چې دعيني نوعي څخه وي او په يو خاص ځاى په يو خاص وخت کې اشغال کړي .

دنفوسو عمده خصوصيات په لاندې ډول دي:[سمول]

1. کثافت density : دنفوسو کثافت دافرادو دشمېر څخه عبارت دى کوم چې په في واحد ځمکه کې اوسېږي ، لکه په يو کيلومتر مربع ځمکه کې دافرادو تعداد. 2. زېږېدنه natality : دزېږېدنې داندازې څخه عبارت دى کوم چې ديو کال په موده کې پيدا کېږي. دابايد په ياد وساتو چې دزېږېدني په واسطه نوي افراد په ټولنه کې زياتېږي او دنفوسو دزياتوالي سبب کېږي. 3. مړينه mortality : دمړينې داندازې څخه عبارت دى کوم چې ديو کال په اوږدو کې واقع کېږي او دمړينې په وسيله افراد کمېږي. 4. انتشار dispersal : خپرېدنه يا انتشار دمهاجرتو نو څخه عبارت دى کوم چې ديو ځاى څخه بل ځاى ته صورت نيسي او دامعمولً دوه شکله لري.  Immigration : دهغه مهاجرتونو څخه عبارت دى چې ديوې سيمې دننه صورت نيسي يانې په داخل کې ديوې سيمې څخه بلې سيمې ته صورت نيسي.  Emigration  : دهغه مهاجرتونو څخه عبارت دى کوم چې ديو هيواد څخه بل هيواد ته صورت نيسي. 5. دعمر جوړښت age structure : عمر داشخاصو يا افرادو دشمېر او يا دهغوى دفېصدى څخه عبارت دى چې په نفوسو کې دعمر په هره سطحه کې قرار لري. په دې برخه کې هغه عوامل چې دعمر په هره سطحه کې داشخاصو يا افرادو په فېصدى تاثير کوي هغه دښځو دتولد دوره او عمر دى ، په واقيعت کې دښځو لپاره دتولد ښه عمر د ١٥-٤٥ کلونو پورې تعين شوى دى خو بهترينه دوره يې د ٢٠-٢٩ کلونو پورې ده او دسړيو لپاره بهترينه دوره د٣٠-٤٥ کلونو پورې تعين شوې ده، په نړيواله سطحه دڅېړنو له مخې په نفوسو کې دتولد مرحله په لاندې درې ګروپونو ويشل شوې ده.  دزيات تولد څخه مخکې دوره pre-reproductive age : چې دغه مرحله له زېږيدنې څخه تر ١٤ کلنۍ پورې موده په بر کې نيسي ، لاکن دا مانا نه لري چې د ١٤کلنۍ څخه مخکې زېږېدنه صورت نه نيسي ، بلکه داپه دې مانا چې په دې موده کې زېږېدنه کمه صورت نيسي.  دتولد دوره reproductive age  : د١٥-٤٥ کلنۍ پورې موده په بر کې نيسي چې په دې مرحله کې زيات تولد صورت نيسي او د زېږېدنې مرحله ورته وايي  دزيات تولد څخه وروسته دوره post reproductive age  : دغه مرحله د٤٥کلنۍ څخه نيولې تر ٧٥ کلنۍ پورې موده په بر کې نيسي. محيط Environment دژونديو موجوداتو داوسېدو ځاى کوم چې دهغوى چاپېريال دى دمحيط په نوم يادېږي يا په بل عبارت د خارجي عواملو مجموعه چې ديو ژوندي موجود په ژوند اغېزه وکړي دمحيط په نوم يادېږي.په طبيعي محيط کې دوه ډوله عوامل يو پربل اغېزه کوي چې عبارت دي له:  A biotic factors : غير ژوندي عوامل ، لکه خاوره ، هوا ، اوبه ، تودوخه ، رڼا او داسې نورو څخه عبارت دى.  Biotic factors  : ژوندي عوامل چې په محيط اغېزه کوي په لاندې ډول دي: حيوانات ، نباتات او انسان ، چې ددې عواملو له جملې څخه اخيري عامل تر څېړنې لاندې نيسو چې دانسان څخه عبارت دى. انسان تل هڅه کړې ده چې په طبيعي محيطونو کې په لاس وهنې سره دخپل ځان په ګټه تغيرات رامنځته کړي. دڅړځايونو او ځنګلونو په کرنيزو ځمکو بدولول ، دمصنوعي ويالو او نورو منځته راوړل دانسان دهغو کارونو مجموعه ده کوم يې چې دخپل ژوند دبقا لپاره سرته رسولي دي او په دې توګه په خپل طبيعي محيط باندې تاثير کوي يانې طبيعي ايکوسيستم له منځه وړى او پر ځاى يې مصنوعي ايکوسيستم منځته راوړى ، لکه ښارونه ، تعميرونه ، بلډنګونه ، جادې ، هوايي ميدانونه او داسې نور ... دنړۍ پرمختګ سره انسانانو په خاوره ، اوبو او هوا باندې دنيم ميلون څخه دزياتو کيمياوي مرکبونو په علاوه کولو سر ه طبيعي ايکوسيستمونه متضرر کړي دي ،چې ددغه کيمياوي مرکبونو زيات شمېر يې په کرنه او صنعت کې په کار اچول کېږي ، چې دمحيط دخرابوالي او دهوا دککړتيا باعث شوي دي.

دموجوده نفوسو ميلان current population trends[سمول]

دانسانانو دنفوسو وړاند وينه يوه ډېره مغلقه او پېچلې پروسه ده ، ددې دمنظم اټکل لپاره مونږ بايد پوه شو چې دموجوده نفوسو اړيکې د اقتصادي حالت سره څنګه دي. دنړۍ موجوده نفوس تقريباً ٦.٦ بيليون ته رسېږي . داسې اټکل کېږي چې دنړۍ نفوس به د ٢٠٢٥ کال پورې ٨ بيليون په ورسېږي ، دنړۍ دموجوده نفوس تقريباً ٨٢% په افريقا ، اسيا او لاتين امريکا کې شپې او ورځې سبا کوي ، که چيري دنړۍ نفوس همداسې په سرعت سره په زياتېدو وي نو داسيا ، افريقا او لاتين امريکا نفوس به٢٠٢٥ کال پورې ٨٦%ته ورسېږي . دغه براعظمونه نه يواځې دا چې دنفوسو دډېرښت کچه يې لوړه ده بلکې همدارنګه خدمات او وسايل په کې په ډېره کمه اندازه توليدېږي . په پرمختللو هيوادونو کې دوسايلو او خدماتو لوړ توليد او په وروسته پاتې هيوادونو کې دوسايلو او خدماتو ډېر ټيټ توليد په ښه توګه څرګنده کړې چې دپرمختللو هيوادونو دخلکو ژوند دسهوليتونو څخه ډک دى او دوروسته پاتې هيوادونو دخلکو دژوندضرورت لا هم نه دى پوره شوى . او س هم دوروسته پاتې هيوادونو خلک دپرمختللو هيوادونو دخلکو په شان دمعياري ژوند ارزو او اميد لري.

نفوس او دژوند معيارونه[سمول]

دژوند معيار يو پېچلى پرنسيپ دى ،چې دمختلفو کلتورونو او رواجونو دهغوى رويه ، سلوک او احساسات معلوموي. 

دلته مونږ دمختلفو کلتورنو له پلوه ددرې هيوادونو دژوند معيار تر څېړنې لاندې نيسو. 1. متحده ايالات ، چې د پرمختللو او صنعتي هيوادونو دجملې څخه دي. 2. ارجنټاين ، چې دنيمه او متوسطو پرمختللو هيوادونو د جملې څخه دى. 3. زمبابوې ، چې دوروسته پاتې هيوادونو دجملې څخه دى . دپورتني درې هيوادونو دژوند معيار دمختلفو احصايوي توپيرونو له پلوه ډېر فرق لري. متحده ايالات د ارجنټاين په پرتله في نفر تقريباً درې چنده زيات خدمات او مواد توليدوي. او همدارنګه د زمبابوې په پرتله تقريباً پنځوس چنده زيات خدمات او مواد توليدوي. يو امريکايي ديو ارجنټايني په پرتله پنځه چنده زياته انرژي مصرفوي او يو امريکايي ديو زمبابوي په پرتله ١٧ چنده زياته انرژي مصرفوي. همدارنګه دماشومانو د مړينې کچه په زمبابوي کې ډېره زياته ده او په ارجنټاين کې متوسطه ده او په امريکا کې ډېره ټيټه ده او همدارنګه دامريکې دخلکو ژوند دارجنټاين او زمبابوي دخلکو په نسبت ډېر ښه او داږدې مودې پوري وي او د اخري اندازې پورې ورته دتعليم زمينه برابره وي. نسبت ارجنټاين ته دزمبابوي نفوس زيات دى په متوسط ډول دزمبابوي خلک ښه خوراک نه لري ، چې دا د زياتې مړينې او دکم عمرى يو مهم فکتور ګڼل کېږي ، ولې دامريکې او دارجنټاين اوسېدونکي دضرورت څخه اضافه غذا لري اوپه واضح ډول ويلى شو چې دپورته درې هيوادونو دژوند په معيار کې يو غټ توپير ليدل کېږي. ددوى داندازه کولو يوه درجه دهغې په وسيله يو هيواد پر مخ تللى شي هغه ديو هيواد دټول ملي توليد څخه عبارت دى. او دزياتې انرژى دمصرف لپاره هغوى دښه خوارک او غذا څخه کار اخلي. ولې په وروسته پاتې هيوادونوکې دټول ملي توليد اندازه ټيټه وي او ددې هيواد خلک دانرژى دلاسته راوړلو لپاره منابع نه لري او نه شي کولى چې ډېر کار وکړي ، ددې څخه معلومېږي چې دانرژى مصرف دژوند دمعيار سره تړلى دى. که څه هم دصنعت انکشاف (دصنعتي فابريکو په جوړولو سره) ګرد او غبار رامنځته کېږي، خو بيا هم دژوند معيار دصنعت دانکشاف ددرجې سره نېغ په نېغه اړيکې لري ، ځکه چې دموادو او خدماتو دلاسته راوړلو په خاطر دسون مواد او تېل مصرفېږي چې داهم دژوند په معيار تاثير کوي.

نفوس او غربت population & poverty[سمول]

دايو څرګند حقيقت دى چې دنړۍ په کومو ساحو کې چې دانسانانو نفوس په چټکۍ سره زياتوالى مومي په هغو ساحو کې دژوند معيار ډير ټيټ وي. داروپا او شمالي امريکا پرمخ تللي هيوادونه ډېر زيات شتمن دي او هم يې دنفوسو دزياتوالي کچه ډېره ټيټه ده . هغه هيوادونه چې دنړۍ په جنوبي نيمه کره کې موقيعت لري په عمومي ډول ډېر غريب دي او دنفوسو دزياتوالي کچه يې ډېره لوړه ده. هغه ملکونه چې غريب دي په هغې کې نفوس ډېر په سرعت سره زياتېږي ولې په غريبو هيوادونو کې دنفوسو دزياتوالي کچه لوړه وي؟ 1. غريب خلک دتعليم دلحاظه ډېر کمزوري وي او دتعليم سطحه يې ډېره ټيټه وي نه شي کولى چې زېږېدنه کنټرول کړي نو ، ځکه دوى د هغه شمېر ماشومانو څخه چې غواړي يې زيات ماشومان لري. 2. غريب خلک يا کورنۍ پيسو ته ضرورت لري او دپيسو دګټلو لپاره دوى زياتو ماشومانو ته ضرورت لري دوى خپل ماشومان مکتبونو ته نه ليږي او په مختلفو ځايو کې دفارمونو ، فابريکو کې په کارونو ګماري تر څو خپلې کورنۍ لپاره يوه اندازه پيسې برابرې کړي ،ځکه خو بې سواده او بې تعليمه پاتې کيږي. 3. په پرمخ تللو هيوادونو کې اکثره ښځې تعليم يافته او په مالي لحاظ مستقلې وي خو په وروسته پاتې هيوادونو کې زياتره ښځې بې تعليمه او په مالي لحاظ په مېړه او يا د کورنۍ په کوم غړي متکي وي. هغه ښځې چې ازاد عايد ونه لري دوى دزياتو ماشومانو لرلو ته ضرورت لري ، ترڅو دماشومانو په واسطه يوه اندازه عايد تر لاسه کړي ددې موضوع دښه وضاحت لپاره لاندې جدول ته پاملرنه وکړى.


4. Countries with low population Growth Rates Countries with High population Growth Rates





دانسانانو دنفوسو خپرېدنه human population issue[سمول]

ددې وضاحت او څرګندولو لپاره چې دنفوسو زياتوالي دنړۍ دټولو مشکلاتو يو عمده فکتور دى ډېرې طريقې اوجود لري. دانسانانو دکړنو په واسطه په طبيعت کې داسې تغيرات منځته راغلي چې دژونديو موجوداتو محيط ته يې تغير ورکړى. انسانانو دخپل تکامل په پروسه کې لومړى ښکار کولو چې دا هم په غير فني ډول سرته رسېده چې خپله دغه کار دطبيعت دتوازن دخرابوالي سبب کيږي ، ځکه چې وحشي ژوي دطبيعي ايکوسيستم يو جز دى او ددې کړى ماتېدل دټول طبيعت ګډوډوي او حتى تراوسه پورې انسانان ددغه عمل څخه لاس په سر شوي نه دي چې په دې لړۍ کې په سلګونو اقسام دوحشي ژوو له منځه تللي او لا هم دوام لري . دنفوسو په زياتوالي سره خلک مجبور شوي چې دخپلو ضرورتونو داشباع په خاطر په طبيعت کې په افراطي ډول مداخله وکړي او د طبيعت دنظام دخرابوالي سبب وګرځي. چې په دې لړ کې طبيعي ايکوسيستم (څړځايونه او ځنګلونه ) دکښت او کر په خطر تخريب کړي چې ددې وجې يې ډېرې قوي خاورې له منځه تللي او زياتې ساحې يې په دښتو بدلې کړې دي. دصنعت په پرمختګ سره داسې اسباب او وسايل را منځته شوي چې استعمال يې دانسانانو لپاره دسهولتونو ترڅنګ منفي اغېزې هم لري. دمحيط اوبه يې ککړې کړي دي هوا يې کثيفه او چټله کړې ده په نتيجه کې يې ځنګلونه تخريب کړي او څړ ځايونه يې محوه کړي دي. که دنني عصر بيو لوژيکي او کيمياوي اصلحو ته نظر وکړو چې دانسانانو دفعاليتونو او د ساينس او تکنالوژۍ دانکشاف مسله ده چې وژونکى او تباه کوونکى حيثيت لري او استعمال يې دتاريخ په اوږدو کې دمختلفو ژونديو موجوداتو دمرګ باعث شوي دي او غير ژوندى چاپېريا يې داسې تخريب کړى دى چې بېرته جبران يې دانسانانو دتوان څخه وتلى او ناممکن ښکاري. ددغه اصلحو داستعمال په نتيجه کې په سلګونو زره هکتاره ځمکه او په ميلونونو ټنه خاورې تخريب شوي دي ، چې ددغه مقدار خاورو دجوړښت ااو تشکيل لپاره په طبيعي ډول زرګونو کلونو ته ضرورت ليدل کيږي او داقتصاد او وخت دنقطې له نظره يو ناممکن عمل بريښي. ديوه هيواد په منابعو باندې دټولنې دتاثيراتو څو فکتورونه موجود دي. دنفوسو دډېروالي اندازه او ديو هيواد طبيعي منابعو ته دتقاضا زياتوالى. دنفوسو کثافت ، يواځې دنفوسو اندازه يو مهم فکتور نه ګڼل کيږي ، بلکې دنفوسو شمېر په في واحد ځمکه کې يو مهم فکتور ګڼل کيږي ، يانې که چيري يو ميلون وګړي په يوه پراخه ساحه کې ميشت وي دهغوى تاثيرات دهيواد په منابعو باندې نسبتاًً هغه يو ميلون وګړو ته چې په يوه کوچنۍ ساحه کې ميشت وي کم دي. دتکنالوژۍ دپرمختګ درجه : دا هم يو مهم فکتور ګڼل کيږي ، دپرمختللو هيوادونو محيطي تاثيرات اکثره وخت تخمين شوي وي ، ځکه چې دنفوسو اندازه په دغه هيوادونو کې ثابته وي او محيطي شرايط يې ښه برابر وي . دپرمختللو هيوادونو ، لکه شمالي امريکا، جاپان او ځينې اروپايي هيوادونه هغه تاثيرات چې دمحيط دخرابوالي سبب ګرځي په ډېرو ليرو فاصلو کې وي چې دننه په هيواد کې تاثيرات ډېر کم وي. دنړۍ دنفوسو کنترول نه شي کولى چې دنړۍ مشکلات حل کړي بلکې کولى شي چې دمحيطي ستونزو په کچه کې کموالى راولي او کولى شي دزياتو خلکو دژوند کيفيت ښه او اصلاح کړي.

دنفوسو دزياتوالي لاملونه[سمول]

دنورو موجوداتو په څېر انسانان هم دټولنيز ، سياسي ، اقتصادي او اخلاقي فکتورونو په واسطه متاثر کېدلى شي. دنفوسو کنترول ډېره مغلقه او پېچلې پروسه ده ، خو که چېرې علمي او شعوري فيصلې خلکو ته دهغوى دژوند مطابق وړاندې شي ترڅو دزېږېدنې کچه دمړنيې دکچې سره برابره شي او دزېږېدنې کچه بايد کنترول شي ، او هر يو بايد پوه شي چې دزېږېدنې دکچې ټيټوالى ډېر غوره دى دمړينې دکچې دټيټوالي څخه، نو په دې صورت کې به زيات خلک وکولى شي چې درست تصميمونه ونيسي چې په هر حال دايوه ساده خبره نه ده راځۍ چې بيولوژيکي او اجتماعي لاملونه دنفوسودزياتوالى مطالعه کړو.

دنفوسو دزياتوالي بيولوژيکي لاملونه[سمول]

دانسانانو دنفوسو مطالعه دهغوى خصوصيات او هغوى پورې مربوطې پېښې دديموګرافي څخه عبارت دى. ددغه علم پوهان دراتلونکو نفوسو دزياتوالي وړاندوينه دبيولوژيکي نښو په نظر کې نيولو سره کوي. په اوس وخت کې تقريباً دنړۍ په ټولو هيوادونو کې دزېږېدنې کچه دمړينې دکچې څخه زياته ده ، نو ددې وجې دنفوسو اندازه زياتيږي. هغه هيوادونه چې دزېږېدنې او مړينې کچې په کې لوړې وي په دې هيوادونو کې دزېږېدنې کچه دمړينې دکچې څخه په چټکۍ سره زياتېږي ، لکه افغانستان او حبشيه دغه هيوادونه اکثره دماشومانو دمړينې لوړه کچه لري ، ځکه چې زياتره خلک يې سوئي تغذيه او امراض په کې زيات منځته راځي. هغه هيوادونه چې دزېږېدنې کچه يې لوړه او دمړينې کچه يې ټيټه وي دنفوسو اندازه په کې په چټکۍ سره زياتوالى مومي ، لکه ګواتيمالا او سايريا . په دغه هيوادونو کې په منځني ډول دنوي پيدا شوو ماشونو دمړينې کچه لوړه وي . هغه هيوادونه چې دمړينې او زېږېدنې دواړه کچې په کې ټيټې وي په دې هيوادونو کې دنفوسو دزياتوالي کچه ډېره ټيټه وي، لکه سويډن او بريتانيا.دا او نور زيات شمېر پرمختللي هيوادونه دنمونې په ډول دماشومانو دمړينې ډېره ټيټه کچه لري. ديوې ټولنې دنفوسو په زياتوالي کې دماشوم راوړونکو ښځو فيصدي او دهرې ښځې دماشومانو شمېر ډېر رول لري. دنفوسو دزياتوالي په اندازه کې دنفوسو دعمر جوړښت ډېر مهم ګڼل کېږي. که چېرې دنفوس زياته برخه ځوانان وي او يا فاميل ولري او يا به په راتلونکي کې دفاميل خاوندان شي او که څه هم هره کورنۍ ٢ ماشومان ولري بيا هم ددغې ټولنې نفوس زياتېږي.

دنفوسو دزياتوالي اجتماعي لاملونه[سمول]

داڅرګنده ده چې دنړۍ په پرمختللو هيوادونو کې دنفوسو زياتوالى ډېر بطي دى او دزېږېدنې کچه يې ډېره ټيټه ده ، خو په وروسته پاتې هيوادونو کې دنفوسو زياتوالى ډېرد ګړندى دى او د زېږېدنې کچه يې ډېره لوړه ده. داهم واضح خبره ده چې کم نفوس دهرچا په ګټه دى خو بيا هم په نړۍ کې ډېر وګړي ددغې نظريې خلاف دي ، مذهبي، کلتوري، اجتماعي او اقتصادي عوامل ديو شخص دکورنۍ دنفوسو په اندازې باندې تاثير کوي ، هغه اساسي اجتماعي عامل چې ديوې کورنۍ اندازه تعينوي هغه په ټولنه کې دښځو رول او خوښه ده. په هغه کلتورنو کې چيرته چې نارينه په ښځو باندې زيات حاکميت لري دښځو رول په کې د زياتو ماشومانو زېږول او دهغوى پالنه وي. کله کله دښځو دارول دقوي مذهبي عواملو سره يو ځاى شي ، دنمونې په ډول دښځو دتعليم کموالى او وروسته والى دښځو وختي (په کم عمر کې ) واده کول او داسې نور ... په دغه سيمو او کلتورونو کې ښځې په مېړه او بچيانو متکي وي ا و په دغه سيمو کې وختي واده کول زيات رواج لري. دزېږېدنې کچه يې لوړه وي ، ځکه چې دا ښځې په هغه عمر کې واده کېږي په کوم عمر کې چې زيا تولد صورت نيسي. په دې سيمو کې دتعليم کموالي دښځو خوښه او اختيار کم کړى، دوى ددې اختيار هم نه لري چې په خپله خوښه واده وکړي او يا يې دڅه مودې لپاره وځنډوي نو له دې وجې دوى زيات ماشومان راوړي. خو په پرمختللو هيوادونو کې ښځې خپلواکه او تعليم يافته دي او ډېر ژر واده نه کوي محدود ماشومان لري (٢.٣) داسې ويل کېږي چې يواځينى مهم فعاليت چې دنړۍ دنفوسو په کموالي کې مرسته کوي ښځو ته دتعليم ورکول دي. يانې دا په دې مانا که دښځو دتعليم سطحه لوړه شي ښځې به دخپل اختيار خاوندانې شي او په خپله خوښه به واده وکړي ، نو دنفوسو دزياتوالي کچه به ټيټه شي. دملګرو ملتونو ديو راپور له مخې چې ٥٥% افريقايي ښځې ، ٣٧% اسيايي ښځې او ٤٢% دلاتين امريکا ښځې د٢٠ کلنۍ په عمر کې واده کېږي ، ولې په پرمختللو هيوادونو کې ښځې په اوسط ډول د٢٥-٢٧ کلنو په عمر کې واده کېږي او وختي واده کول په کې ډېر کم وي. هغه ښځې چې تعليم يافته وي دزياتې تنخوا وظيفې ولري دوى په مالي لحاظ خپلواکه وي ، کولى شي چې واده وروسته وکړي او ډېر کم ماشومان ولري. همدارنګه تعليم يافته ښځې کولى شي چې دزېږېدنې دکنترول مختلفې طريقې استعمال کړي. په پرمختللو هيوادونو کې د٧٠% څخه زياتې ښځې دحاملګۍ ضد دواګانې او طريقې استعمالوي، خو په وروسته پاتې هيوادونو کې دغه فيصدي ډېره ټيټه ده د٢٠% څخه کمې ښځې په افريقا کې ٦٠%ښځې په لاتين امريکا کې او٤٥% ښځې په اسيا کې (پرته له چين څخه) دحاملګۍ ضد طريقې استعمالوي . په هغه سيمو کې چېرته چې دماشومانو دمړينې کچه لوړه وي داطبيعي ده چې هغوى به لويي کورنۍ لري ، ځکه چې دهغوى زيات ماشومان بلوغ ته درسېدو مخکې خپل ژوند له لاسه ورکوي. په وروسته پاتې هيوادونو کې والدين هغه وخت خپل ځانونه په امن کې بولي څه وخت چې دوى زيات ماشومان ولري. کله چې دوى نهايي عمر ته ورسېږي او دکار کولو توانايي وه نه لري نو ددوى ماشومان دوى سره دضرورتونو درفع کولو په خاطر مرسته کوي. خو دا يواځې په هغو سيمو کې مروجه ده چېرته چې حکومت دټولنيز تضمين پروګرامونه نه لري. په وروسته پاتې هيوادونو کې دماشومانو اقتصادي ګټې ډېرې مهمې دي ، همدارنګه ځوان ماشومان مختلفې وظيفې او کارونه کوي چې دکورنۍ په اقتصاد کې مرسته کوي. په پرمختللو هيوادونو کې زيات شمېر ماشومان ملي سرمايه ده دوى دقانونه په واسطه دکار کولو څخه منعه کېږي ، دوى حتمي او ضروري مکتبونو ته ليږدول کېږي او دکورنۍ زيات مقدار عايد ددوى په تعليم مصرفېږي. (Azizafghan123 (خبرې اترې) 07:09, 8 نومبر 2017 (UTC))