نعیمه غني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


نعيمه غني د عبدالغني لور د وردګو ولايت د سيدآباد په ولسوالۍ کې زیږیدلې.

نعيمې تر اووم ټولګي په ښوونځي کې له هغه وروسته په خپل کور کې زده کړې دي. بیا چې كابل ته راغله، د ښوونكو د روزنې په پروګرام کې یې ګډون وکړ،او په بريالیتوب يې ديارلسم او څوارلسم ټولګي پاى ته ورسول.

نعيمې غني له هغه وروسته د ښوونې او روزنې پوهنتون پیل کړ. خو تر څنګ یې د سید جمال الدین افغان تجربوي ښوونځي کې د افغانو ماشومانو په زده کړو بوخته ده.

ليكوالي:[سمول]

کلونه کیږي نعیمه د مېرمن کلتوري ټوولنیز بهیر غړې ده. له تېرو اتو کلونو راهیسې د یاد بهیر د مشرتابه له غړو ده. دا د میرمن بهیر د ویبپاڼې او ( ځلا) مجلې چې د بهیر لخوا خپریږي مسوول مدیره هم ده. لیکواله ده، شاعري هم کوي او ژباړې یې هم بېلابېلو مجلو او ویبپاڼو کې تر اوسه خپرې شوې دي. په لیکوالي کې نعیمې غني ډېر تمرکز د ماشوم په ادبیاتو دی. دا یا کوچنیانو ته کیسې لیکي، یا هم د هغوی د روزلو په اړه لیکنې او ژباړې کوي. نعیمې غني ګڼ شمېر جایزې او ستاینلیکونه هم تر اوسه پورې ګټلي دي.

جایزې:[سمول]

د اغلې نعيمې غني یوه شعر د ابرار موسسې له خوا د (شعر او عامه پوهاوي) د شعري سيالۍ په پروګرام کې لومړى مقام وګاټه. د ماشومانو لپاره د هغې چاپ شوي كتاب (اتل به ستوري راوړي) ،د كتاب ښار لخوا د (زرې کړکې) جایزه واخیستله. همدارنګه پیغلې نعیمې ته د مېرمن كلتوري ټولنيز بهير له خوا د۱۳۹۱ او ۱۳۹۴كال د غوره فرهنګپالې لقب وركړل شوی.

د (کار خلک) تر عنوان لاندې مډال یې اخیستی دی. د ماشوم د ادبیاتو په برخه کې یې د اطلاعاتو کلتور وزارت لخوا ستاینلیک هم ورکړل شوی دی. اغلې نعيمه دا ټولې جايزې او پیرزوینې له معنوي ارزښته ډکې ګني. د هغې باور دا دی چې دغه ډول جایزې او کار ارزونه ،چې د هېواد دلوړو فرهنګيانو لخوا کیږي هغې ته ورته لیکوالانو ته ستره بریا ده.  

چاپ شوي اثار[سمول]

ا-هغه د باباخبره (د متلونو ټولګه)

۲-اتل به ستوري راوړي ( د ماشومانو د کیسې کتاب)

۳-یو ماشوم یوه نړۍ ( د ماشومانو د روزې په اړه د مقالو ټولګه) له نورو لیکوالانو سره ګډه ده.

۴-د خاورو ښاپیرۍ( د ماشومانو د کیسو ټولګه)

چاپ ته چمتو اثار[سمول]

۱-د لمر له ذاته (د شعرونو مجموعه)

۲-شیبې او تجربې (د لنډو نثرونو ټولګه)

۳-جګړه خو د سولې لپاره (د ماشومانو لپاره ناول)

۴-د ښوونځي څخه مخکې (د ماشومانو لپاره د کیسو ټولګه)

۵-د ماشومتوب خاطرې (ټولګه)

۶-د ماشوم روزنې په اړه د ژباړل شویو او لیکلو مقالو ټولګه