نظري ایکولوژي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

نظري ایکولوژي یا نظري چاپېریال‌پوهنه یوه علمي څانګه ده چې ایکولوژيکي سیستمونه څېړي او د څېړنې لپاره د ساده مفهومي ماډلونو، ریاضیکي ماډلونو، محاسباتي ورته‌والي او د ډېټا د پرمختللي تحلیل په څېر نظري یا تیوريک مېتودونه کاروي. اغېزناک ماډلونه د طبیعي نړۍ په اړه له پوهې سره مرسته کوي او څرګندوي چې د نوعو د نفوس یا جمعیت ډینامیک څه ډول د بیولوژيکي شرایطو او پروسو پر بنسټ ولاړ دی. پر دې سربېره، دا برخه په دې انګېرنې سره چې ګواکي معمولې میخانیکي پروسې د نوعو او ایکولوژيکي چاپېریالونو تر منځ د لیدنې وړ پدیدې رامنځته کوي، د ګڼو تجربوي مشاهداتو د متحدولو موخه لري. نظري یا تیوریکي ایکولوژېستان له بیولوژيکي پلوه د واقعي یا رښتینو انګېرنو پر بنسټ کولای شي چې د طبیعي پروسو په اړه نوي او غیر شهودي لیدلوري څرګند یا کشف کړي. نظري پایلې تر ډېره د تجربوي او مشاهده‌يي څېړنو په مرسته تاییدېږي او په اټکلونو او بیولوژيکي نړۍ کې د نظري مېتودونو ځواک یا قوت څرګندوي.

دا څانګه پراخه ده او تطبیقي ریاضیات، کمپیوټر ساینس، بیولوژي، احصایوي فزیک، جینیټیک، کیمیا، تکامل او د پایښت یا ساتنې بیولوژي په کې شاملېږي. د نظري ایکولوژۍ موخه دا ده چې په طبیعي علومو کې بېلابېلې پدیدې تشرېح کړي چې په دغو علومو کې د نفوس وده او ډینامیک، د کبانو صنعت، تکاملي تیوري، اپيډمیولوژي، د حیواناتو چلند او د ډلو ډینامیک، غذايي شبکې، ایکوسیستمونه، فضايي ایکولوژي او د اقلیمي بدلون اغېزې یادولی شو.

نظري ایکولوژۍ د چټکې محاسبې له ځواک څخه ګټه اخیستې ده او په لویه کچه کې یې د ایکولوژيکي پدیدو د محاسباتي ورته‌والي د تجسم او تحلیل شونتیا برابره کړې ده. تر ټولو مهمه خبره دا ده چې دغه مدرن وسایل پر بېلابېلو ایکولوژيکي پدیدو د انسان له امله د شویو چاپېریالي اغېزو په اړه لږ اټکلونه وړاندې کوي چې په دغو ایکولوژيکي پدیدو کې د نوعو تهاجم، اقلیمي بدلونونه، د غذايي شبکې پر پایدارۍ د کب نیونې او ښکار اغېزې او د کاربن نړیوال دوران یادولی شو.

د ایکوسیستم ایکولوژي[سمول]

ایکوسیستمونو ته د ژوندیو او غیر ژوندیو عناصرو ور وړل ښايي ویجاړوونکې اغېزې ولري. دغه چاره په ځینو مواردو کې د ایکولوژيکي سقوط، غذايي ابشارونو او په ایکوسیستم کې د نوعو د مړینې لامل کېږي. د ایکولوژيکي روغتیا انتزاعي مفهوم هڅه کوي چې د یوه ایکوسیستم د بیا ځواکمنېدو او استحکام کچه اندازه کړي؛ یعنې دا چې ایکوسیستم له خپل ثابت حالت څخه څومره واټن لري. له دې سره سره، ډېری ایکوسیستمونه له یوه ویجاړوونکي عامل څخه بېرته خپل اصلي حالت ته ګرځي. د سقوط یا بیا ځواکمنېدو تر منځ توپیر د ور وړل شوي عنصر په زهریتوب او د اصلي ایکوسیستم په اتجاعیت پورې تړاو لري.

که ایکوسیستونه تر ډېره د داسې تصادفي پروسو په مرسته اداره کېږي چې د هغو له لارې یې راتلونکی وضعیت د اټکل وړ او تصادفي اقداماتو په مرسته مشخصېږي، ښايي د ناڅاپي بدلونونو په نسبت په جلا جلا ډول د هرې نوعې لپاره ارتجاعي بڼه ولري. د طبیعت د تعادل په نشتون کې د ایکوسیستمونو د نوعو په ترکیب کې داسې بدلونونه پېښېږي چې د بدلون له ماهیت سره تړاو لري، خو ټول ایکولوژيکي سقوط ښايي نادرې پېښې وي. په ۱۹۹۷ کال کې «رابرټ اولانوویچ» د معلوماتو د تیورۍ وسایل د ایکوسیستمونو د جوړښت تشرېح کولو لپاره وکارول او په څېړل کېدونکو سیستمونو کې یې پر متقابلو معلوماتو ټینګار وکړ. اولانوویچ پر دغه مېتود او د پېچلو ایکوسیستمونو پر مخکېنیو مشاهداتو په تکیې سره د دې لپاره ځینې تګلارې تصویر کړې چې پر ایکوسیستمونو د فشار کچه وټاکي او د بدلون تعریف شویو ډولونو ته د سیستم د غبرګون اټکلونه وکړي (چې د انرژۍ د جریان ډېرېدل او کمېدل یې د بېلګې په توګه یادولی شو).[۱]

ایکوپات (Ecopath) د ایکوسیستم د ماډل جوړونې سافټوېیرونه دي چې په لومړیو کې د امریکا سمندري او اتومسفیري ملي ادارې جوړ کړل او د کب نیونې په مدیریت کې د هغو پېچلو اړیکو د تجسم او ماډل جوړونې لپاره په پراخه کچه کارول کېږي چې د رښتینې نړۍ په سمندري ایکوسیستمونو کې موجودې دي.

غذايي شبکې[سمول]

غذايي شبکې یو داسې چارچوکاټ وړاندې کوي چې په هغه کې د ښکاري-ښکار د تعاملاتو یوه پېچلې شبکه تنظیمېدای شي. د غذايي شبکې یو ماډل د غذايي ځنځیرونو یوه شبکه ده. هر غذايي ځنځیر له یوه لومړني تولیدوونکي یا اوټوټروف سره پیلېږي او دا د نبات په څېر یو ارګانېزم وي چې په خپله د ځان غذا تولیدولی شي. ورپسې په ځنځیر کې هغه ارګانېزم دی چې له لومړني تولیدوونکي څخه تغذیه کېږي او ځنځیر په دې ډول د پرله‌پسې ښکاریانو د یوې لړۍ په توګه دوام کوي. په هر ځنځیر کې موجود ارګانېزمونه د هغو لېنکونو یا تړاوونو پر بنسټ په تغذیوي کچو کې ډلبندي کېږي چې له لومړنیو تولیدوونکو څخه یې پرې کړي دي. د ځنځیر اوږدوالی یا تغذیوي کچه د هغو نوعو د شمېر اندازه ده چې له نباتاتو څخه ښکاریانو ته د انرژۍ یا مغذي موادو د حرکت پر مهال ورسره مخ کېږي. غذايي انرژي له یوه ارګانېزم څخه بل ارګانېزم ته جریان پیدا کوي او په هره کچه کې څه ناڅه انرژي له لاسه ځي. په یوه ټاکلې تغذیوي کچه کې ښايي یوه نوعه یا د نوعو یوه داسې ډله موجوده وي چې ورته ښکاریان او ښکار ولري.[۲][۳]

په ۱۹۲۷ کال کې «چارلس الټون» له غذايي شبکې څخه د استفادې په اړه یو اغېزناک سنتېز خپور کړ چې له امله یې غذايي شبکې په ایکولوژۍ کې پر یوه اصلي مفهوم بدلې شوې. په ۱۹۶۶ کال کې د مد او جزري ساحلونو په اړه د «رابرټ پین» تر هغې تجربوي څېړنې وروسته غذايي شبکو ته لېوالتیا زیاته شوه چې ویل یې د غذايي شبکې پېچلتیا د نوعو د بېلابېلوالي د ساتنې او ایکولوژيکي پایښت کیلي ده. د «سر رابرټ مې» او «سټوارټ پیم» په څېر ډېری نظري ایکولوژېستان د دغه کشف له امله وهڅېدل چې د غذايي شبکو ریاضیکي خواص وڅېړي. د دوی تحلیل وښوده چې پېچلې غذايي شبکې باید د ساده غذايي شبکو په نسبت کم ثبات ولري. په طبیعت کې د لیدل شویو غذايي شبکو د پېچلتیا او د غذايي شبکو د ریاضیکي ماډلونو د کمزورۍ تر منځ ظاهري پاراډاکس دا مهال د څېړنو او بحث وړ ساحه ده. د دغه پاراډاکس لامل ښايي تر یوه حده د غذايي شبکې د دوام او د غذايي شبکې د تعادلي ثبات تر منځ مفهومي توپیرونه وي.[۴][۵][۶][۷]

د سیستمونو ایکولوژي[سمول]

د سیستمونو ایکولوژي په ایکولوژۍ کې د عمومي سیستونو د تیورۍ کارولو ته ویلی شو. دا د ایکولوژيکي سیستمونو په ځانګړي ډول د ایکوسیستمونو د څېړنې لپاره یوه پراخه او منځ رشته‌يي تګلاره ده. د سیستمونو ایکولوژي د ایکوسیستمونو پر فعالیت د انساني مداخاتو د اغېز له ډول سره سروکار لري. نظري ایکولوژۍ د نورو برخو په څېر د ترموډینامیک له مفاهیمو څخه استفاده کوي او د پېچلو سیستمونو نور ماکروسکوپي تشرېحات پراخوي. د دې تر څنګ په ایکولوژيکي شبکو کې د بېلابېلو تغذیوي کچو له لارې د انرژۍ جریان په پام کې نیسي. د سیستمونو ایکولوژي د ایکولوژيکي اقتصاد هغه بیرونی اغېز هم په پام کې نیسي چې معمولاً د ایکوسیستم په ایکولوژۍ کې پام نه ورته کېږي. په ډېرو مواردو کې د سیستمونو ایکولوژي د ایکوسیستم د ایکولوژۍ یوه فرعي څانګه ده.[۸]

سرچينې[سمول]

  1. Robert Ulanowicz (). Ecology, the Ascendant Perspective. Columbia Univ. Press. کينډۍ:ISBN.
  2. Post, D. M. (1993). "The long and short of food-chain length". Trends in Ecology and Evolution. 17 (6): 269–277. doi:10.1016/S0169-5347(02)02455-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Jerry Bobrow, Ph.D.; Stephen Fisher (2009). CliffsNotes CSET: Multiple Subjects (الطبعة 2nd). John Wiley and Sons. د کتاب پاڼې 283. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-470-45546-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Elton CS (1927) Animal Ecology. Republished 2001. University of Chicago Press.
  5. May RM (2001) Stability and Complexity in Model Ecosystems Princeton University Press, reprint of 1973 edition with new foreword. کينډۍ:ISBN.
  6. Pimm SL (2002) Food Webs University of Chicago Press, reprint of 1982 edition with new foreword. کينډۍ:ISBN.
  7. Paine RT (1966). "Food web complexity and species diversity". The American Naturalist. 100 (910): 65–75. doi:10.1086/282400. S2CID 85265656. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. R.L. Kitching, Systems ecology, University of Queensland Press, 1983, p.9.