نظامي الوتکه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

هره د ثابت یا بې خوځښتو وزرو الوتکه (fixed-wing) او یا هم هر د څرخي وزرو الوتکه (rotary-wing aircraft) کومه چې د پاڅون کوونکي یا قانوني پوځ لخوا د هر ډول عملیاتو او یا خدماتو لپاره کاریږي. پوځي الوتکو کې جنګي او غېرې جنګي الوتکې شاملې وي. کومې الوتکې چې چې د جګړې لپاره نه کاریږي بیا هم د ځان د دفاع لپاره اسلحه پکې موجوده وي. جنګي الوتکې د فعالیت او دندې له مخې په څو ډولونو وېشل شوي لکه جنګ کوونکې الوتکې، د څو موخو لپاره جوړې شوې الوتکې، جنګ کونکې – بم غورزونکې الوتکې، برید کوونکې او بم غورزونکې

دوتنه:نظامي الوتکه.png