نس ناستی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
 د٥-١٠ ميليون ماشومانودمړيني سبب ګرځي ددغي ناروغي دمنځته راتګ سر
ه غربت  دشخصي اوټولنيزي
 حفظ الصحي خرابوالي
  په سمه توګه دفضوله موادونه ځاي په ځاي کول اوداسي نورډيرمرسته کوي.زمونږګران هيوادافغانسښي زياتي اوله کبله يې دمړينوکچه هم ډيره لوړه شوي ده .نوځکه دننګرهارپوهنتون دښووني اوروزني پوهنځي دکيميا اوبيولوژي څانګي له خواراته دنده راکړل شوي پدغه برخه کي يوڅه کيکنه ترسره کړم ترڅوددغي خطرناکې ناروغي عوامل په ډاګه اوله ضررڅخه ټولنه وژغورل شي ا وهمدارنګه دمړينوکچه راټيټه شې .چي دغه ليکنه په پښتوملي ژبه اولاندي عناوين پکښي شامل دي داسهال تعريف ،داسهال ډولونه ،داسهال لاملونه ،داسهال انتاني لاملونه ،داسهال غيرانتاني لاملونه ،اپيديمولوژي ،ديها استادمحمدناصر(همدر د) راته لازمي لارښونې کړي دي چې دزړه له کومي تري مننه کوم اودالله څخه ورته دډيراجرغوښتونکې يم .په پاي کښې خپل سترڅښتن تعالي ته دزيات نه زيات ځله شکروباسم چې ماته يې ددغې ليکنې دبشپړيدتوفيق راکړاو ورته لاس په لپه يم چې زمادغه هڅه بيولوژي پوري داړونده کسانولپاره داستفادي وړوګرځوي .


اسهال(نس ناستي)

     تعرېف :که چېرې دما شوم دغاېطه موادووزن په٢٤ساعتونوکې دلس ګرام په کېلوګرام وزن دبدن څخه اوپه لوېانوکْښى٢٠٠ګراموڅخه زېات شى اسهال نس ناسته بلل کېږى همدارنګه دزېاتومايعاتواوالکترولايتوضايع کيدوته هم اسهال ويل کيږې .ياپه بل عبارت په٢٤ساعتونو

کې ددريويازياتونرمواواوبلنوغايطه موادوخارجيدوته اسهال ويل کيږي په پورتني تعريف کې دغايطه موادو ددفعاتودشميرځيني دغايطه موادوقوام ټنګښت دډير ارزښت وړدي.(١-م م ،١-٢). داسهال ډولونه په عمـــــومي ډول سره اسهــــــال په دريو ډولـــونو ويشـــــل کيږي. چـې عبارت دي له :١:- حاداسهال ٢:- مزمن اسهال ٣:- دوامداره اسهال . ١- حاد اسهالAcute diarrhea: که چيرې دنس ناستي يوه حمله ددووانيوڅخه لږدوام وکړي دحادنس ناستې په نامه ياديږې. ٢-مزمن اسهالChronic diarrhea: که چيري نس ناسته ددووانيوڅخه زيات دوام وکړې اويا ماشوم په تيرو دريو مياشتو کې دنس ناستي دري حمــــــلي تيري کړې وي او انتاني سرچينه ونه لري دمزمن اسهال په نوم ياديږي.چې په ښکاره توګه دسوء جذب اويا سوءجذب څخه پرته دنورو غړود ناروغيو له کبله رامنځ ته شوي وي .



٣-دوام دار اسهال Persistent diarrhea:

    هغه نس ناسته چې احتماﻻ انتانې منشا ولرې په حاده توګه پيل اودڅوارلسو يازياتو ورځولپاره وغځيږي دوام داره اسهال بلل کيږې.که چيري دوام داره اسهال ددريو مياشتو څخه لږ عمر کې رامنځ ته شيInteractablediarrhea infancy په نامه ياديږې داسهال دزياتي څيړنې څخه وړاندې به دکولمودمخاطې غشاء په وظفوي اناتومې باندي لنډ رڼاواچوو(.١-م م،١٠-١٣).

.دکلمودمخاطې غشاء وظيفوي هستولوژي

    دکوچنيو کولمو وظيفوې واحدVillous په نامه ياديږي چې دکولمو دغشاء دجذب اوهضم ساحه ي پراخه کړي دهVilli تر منځ ژوره ساحه دCrypt په نامه ياديږي.

Villous په پورتني برخه کې رسيدلي حجرات ( ( highly differentiatedcel موجوددي چې دجذب دنده په غاړه لري.

په داسي حال کې چې د Crypt په اپيتليم کښي نارسيدلي Undifferentied اطراحي حجرات موجود دي دVilli دپورتني برخي حجرات د ٤-٥ ورځي وروسته د Cryptsدحجراتو څخه نوي کيږي .دVilly دحجراتو په  Brush bordy membra کې هضميږي انزايمونه او انتقالي پروتينونه قرار لري دغه انتقالي پروتينونه دکولمو دمخاطي غشاء څخه دالکترولايتو دتيريدو دنده په غاړه لري . دمعدي په امعاي غشاء کې کوچيني سوري موجود دي چې دکو چينيو کولمودازموتيک بار Loud دتعادل سبب ګرځي. .دکولمو دمخاطي غشاء څخه دالکترولايتو تيريدنه دڅو ميکانيزمونو په واسط صورت نسي .چې په لاندي ډول تري يادونه کيږي .


١- Glucosesodiumco transporter: په دغه ميکانيزم کښي ځني پروتينونه دکولمودمخاطي غشاء څخه دګلوکوز اوسوديم دتيريدودنده په غاړه لري .دغه انتقالي پروتينونه دخپل عمل داجراء لپاره دBrushborder دغشاء په دواړو خواو کې دسوديم تفاضل ته اړتيا لري . چه دغه تفاضل دکولمودحجـراتو Enterocyte دقاعـــــــــــدوي وحشي غشاء Sodium potassium ATP pump په واسطه ساتل کيږي دګـــــــــــلوکوز ګلــکـــــــــــتوزپه ســــوء جذب کې په Glucose glactose cotransportergenzکښې Mutation واقع شوي وي اوهمدغه Mutation له کبله پورتني ميکانيزم خراب اواسهال رامنځته کيږي. ٢- Elctroneutralsodumcholoridecoupleted: په دغهPathway کښې دوه ميکانيزمونه شامل دي چې يو يېChloidebicarbonteڅخه عبارت دي که په ارادي توګه دجيني تشويش له کبله دغه بدلون خراب شي نوپه ارادي ډول دسوديم ياکلورايډ دنه جذ ب له کبله اسهال پيداکيږي. په کولون کښي سوديم د ElectroneutralSodumchloridecupled اوElectrogenicMechanism په واسطه جذبيږي چه دغه ميکانيزمونه دالديسترون په واسطه تنظيميږي (١-م م،٢-٤). داسهال لاملونه داســــهال پـــه منــــځ ته راتلوکښې مختــلف انتانات لکه ويروســـونه .باکترياګاني؛پرازيتونه اوفنګسونه مهم رول لرې خودانتاناتوڅخه پرته بعـــضي نورغيرانتاني لاملونه هم په لاندي توګه دڅيـړني لاندي نيول کيږي .



داسهال انتاني لاملونه ويروسونه: څيړنوښودلېده چې په ماشومانوکښې اسهال پنځوس په سلوکښې دويروسونوله کبله رامنځته کيږي .چې عبارت دي EntericAdenovirus-3Astroviruses-2Rotaviruse-1اوهمدارنګه Calici Viruses نظرنورووېروســــونوته زېات داســهال دمنـــــــځ ته راتلومسؤل ګڼل شوي دي .دپورتنــــــيوڅلوروويروسونوڅخه په لاندي ډول په پراخه توګــه يادونه کيږي. ١-Rota virues :داويروس دGastroenteritisاو Due virus په نامه هم ياى يږي دادې Duble stranded RNA ويروس دې چې تقرېبا ٨٠ملي متره قطرلري اوپه A-B-C-D-E ګروپونواو ١-٢ سب ګروپونوباندي طبقه بندي شوي دي .دAګروپ کوم چې دنورو ګر و پونو سره کوم انتي جينک اړيکه نلري نظر نوروګروپونوته زيات دانسان داخته کيدو سبب ګرځي .دB ګروپ يواځي په چين کښي ما شومان اخته کوي . دC ګروپ هم کله کله ناروغي توليدوي خونور ګروپونه يي په حيواناتو کې ناروغي منځ ته راوړي .داويروس هر کال په نړي کې ١٢٥ ميليون څخه زيات دپنځه کالو څخه کم عمره ماشومان اخته کوي چه هر کال ٦٠٠٠٠ ماشومانو دمړيني سبب ګرځي .روټا ويروس زياتره په ژمي او مرتوب موسم کښې نس ناسته منځ ته راوړي چه دناروغي شدت يي د٣-٢٤ مياشتني عمر ماشومانو کې زيات دي خود دوه کالو څخه پورته عمر کې هم شديده ناروغي منځ ته راوړي شي.دموردپلاسنتا دلاري ماشوم ته دانتي باډي انتقال اوهم دموردشيدو په واسطه تغذيه ماشوم ددريو مياشتو پوري ددغه ويروس دحملاتو څخه ساتي خود Neerotizing اوEnterocolitis په ځينو پيښو Outbreak کې دروټا ويروس ځيني ستيرونونه ليدل شوي دي .هغه ماشومان چې په خوارځواکۍ اخته اويادکولمو ځينې ناروغي.

لکه Shortbowelsyndrom  ولري ددي ويروس له کبله په شديدي نس ناستي اخته کيږي .داويروس په غټانو اونوي زيږيدلوماشومانو کي اسهال منځ ته نشي راوړي . داويروس اوهم نورGastronteritis ويروسونه دخولي غايطي Fecfacooral له لاري انتقاليږي.

٢-Astrovirues: په کم عمره ماشومانوکې دويروسي Gastroeneritis دوهم عمده لامل Strovirues څخه عبارت دي چه په پرمختللي او مخ په وده هيوادونو کې داسهال زياتي پښي دهمدغه ويروس له کبله رامنځ ته کيږي چه دايو Single-Standed RNA ويروس دي چې٣٠ نانـــو متره قطراواته سيروتوپونه لري داويروس په شــــيدي خوړونکو اوکم عمره ماشــــــومانو کې دژمي په موسم کې دخـــفيفي او متوسطــي او اوبلـــــني نس ناستي سبب کرځـي .داويروس Rotavirusپه شان منظره جوړوي خوپه دومره توپيرسره چې ددغه ويروس له کبله منځ ته راغلي اسهال کې اعراض خفيف اودهايدريشن نه واقع کيږې دا ويروس عــــــمومًاپه روغتـــونونوکې داسهال دنـــاڅاپي خپريدوسبب ګرځي . ٣-Entreic-adeno-virues:داهم يو Singel stranded DNA ويروس دي چې٨٠ نانو متره قطر لري داويروس هم ددوه کالوڅخه کم عمره ماشومانو کې دټول کال په موده کې داسهال سبب ګرځي . ددي ويروس سيروتيپونه په غايطه موادو کې موندل شوي خوبيا هم يواځي٤٠ او٤١سيروټيپ يي اسهال منځ ته راوړي خو دغه دوه سيروټيپونه يي تنفسي سيستم نه خرابوي په روغتون کې داناروغــــي دناڅاپي طريقـــي ســبب ګرځي خودAstro اوRota ويروسونو په شان ناڅاپي طريقه منځ ته نشي راوړي . .


٤-Cali virus: داکوچني Single stranded RNA ويروسونه دي چه ٢٧-٣٥ نانومتره قطر اوپه غټوماشومانواوزړوکي دناڅاپي طريقي Out brek سبب ګرځي.دCaliaci اوAstro ويروسونوته کله Small round ويروس هم وايي داويروس په مکتبونو، کشتيو او روغتونــونــوکې په نــاڅاپي ډول نــاروغي منځ ته راوړي دپورتنـــيو ويروسونوبرسيره ځيني نور ويروسونه لکه Crona اوMinirota virues ،Like virues اوHawail virues هــم اســهال منــځ ته راوړي شي. پورتني ټول ويروسونه کوم چې په انسان کې داسهال د منځ ته راوړلومسؤل کڼل شوي دکوچنيوکولموVilliدپورتني برخي دمنتن کيدوتخريب اوهواريدوسبب ګرځي.دغه بدلونونه کيداي شي چې داسهال له بڼي سره ډيره اړه ونلري اوزياتره وخت داسهال د بڼي دښه کيدو وړاندي اصلاح کيږي . ددي سره سره چې اسهال ته Gastroenteritis اصطلاح هم استعماليږي .خوبياهم دمعدي په مخاطي غشاکې کوم خاص بدلون نه ترسترګوکيږي اويواځي دNorwalkويروس پواسطه دمنتن کېدوپه صورت کې دمعدي تخليه وروکيږي پورتني ټول ويروسونه ېاخودکولمودجذب اواطراح دتناسب ترمنځ موازنه خرابوي اويادڅوکاربوهايدريتوخصوصاَ لکتوزسؤجذب منځته راوړي چې زياتره شواهدلمړنۍ نظرتائدوي دوړوکولموويروسي التهاب دکولمودنفوذقا بليت دزياتوالي سبب ګرځي اودکولمو غټ ماليکولونه ورڅخه تيريږي نوفکرکيږي چې کيداي شي همدغه دخوړوسره دحساسيت Food allergyسبب وګرځي.(ا-م م،٤-٢٠).



داسهال غيرانتاني لاملونه ١- خوارځواکي: خوارځواکې په ماشومانوکې داتروفي له کبله دکولمودجذب ساحه کموي اوانتاناتوته لاره برابريږي دصفراوي تيزابوجوړيدل هم کميږي دپانکراس دانزايمونو کموالي دDisaeeharidase انزايم دفعاليت کموالي دکولمودحرکاتوبدلون اودکولمودنارمل فلوار بدلون ټول داسهال په منځته راتلوکې رول لوبولي شي . ٢- دانتي بيوتيک استعمال : هغه ماشومان چې دانتي بيوتيکو په واسطه ددرملني لاندي نيول شوي وي %٦٠ يي په اسهال اخته کيږي ځيني انتي بيوتيکونه په کولموکيې دکاربوهايدريت دانتقال دکمښت اودکولمودLactase داندازي دټيټوالي سبب ګرځي چي دهمدي کبله کيداي شي اسهال رامنځته شي همدارنګه دنارمل فلورا دمنځه تګ اودنورو مايکرو اورکانيزمونو زياته نشونما هم ددغه رنګ اسهال سبب ګرځيداي شي. هغه اسهال چي دانتي بيوتيکو له کبله پيدا کيږي اوبلن وصف لري اود انتي بيوتيکو دبنديدوسره کميږي هغه ماشومان چې انتي بيوتيک استعمالوي خصوصا سفالو سپورينClindamycin او اموكسي سلين د٢-١٠ % پوري پکښي دClostrodiumdeffieciله کبله اسهال رامنځته کيږي چې دانتي بيوتيکو داستعمال څخه تر اتواونيو پوري ددغه باکتريا له کبله دنس ناستي احتما ل شته دي. ٣- خــــــــــــواړه: زيات خوراک زيات خوراک خصوصًا په کوچنيو تي رودونکو کې داسهال سبب ګرځيدلاي شي په شيدو خوړونکوکي دپانکراس Amylase په نسبي توګه کم وي چې دهمدي کبله پکې دنشايسته لرونکو خوړودخوراک وروسته اسهال رامنځته کيږي. دميووجوس خصوصًا که په زياته اندازه فرکتوزاوساربيتول ولري دازموتيک اسهال سبب ګرځيداي شي. دباکترياوو پرته ځيني نورمواد لکه :درانه فلزات هم دتسمم له کبله اسهال رامنځته کوي. ٤- دخوړوسره حساسيت: دبعضي خوړوسره دحساسيت له کبله هم اسهال رامنځته کيداي شي ٢-٣ % ماشومان دعمر په اولنيودريو کلونوکې دغوا دشيدو سره دحساسيت له کبله په اسهال اخته کيږي. ٥- دخوړو تسمم يا زهري کيدل Food poisoning: کله کله خواړه دځيني انتاناتو په واسطه لکه Staphylococcus او Cperferingens منتن کيږي دغه انتانات په خوړوکې توکسينونه توليد وي چې دخوړلوڅخه ورسته په ماشومانوکې داسهال سبب ګرځي دباکترياوو پرته ځيني نورمواد لکه درانه فلزات هم دتسمم سبب ګرځي اواسهال رامنځته کوي داسهال امله په بدنکې فزيولوژيک بدلونونه: دماشوم دبدن (٦٠% وزن دمايعاتو څخه جوړشوي دي چې دغه مايعات په دوه برخو کې قرارلري چې دخارج حجروي اوداخل حجروي برخو څخه عبارت دي .په خارج حجروي مايعاتو کې دوراني وينه بين الخلالي مايعات اوافرازات شامل دي څرنګه چې په اسهال کې خارج حجروي مايع ضايع کيږي نوله همد ي کبله که چيري ناروغ ته دمايعاتو ضرورت پيښ شي نودغه مايع جوړښت چې ناروغ ته ورکول کيږي بايد دخارج حجروي مايع دترکيب په شان وي چې دسوديم اندازه يي په اټکلي ډول زياته اود پوتاشيم اندازه يي بايد کمه وي پښتورګي ددوران څخه دمايعاتو اومتابوليتونو دفلتر کولو غليظ کولورقيق کولو اوددوباره جذب دعمليو په واسطه دخارج حجروي ماحول الکترولايتونه تنظيموي. خوبايد په ياد ولرو چې په ډيرو کم عمره شيدي خوړونکو کې دګوردي وظيفوي قابليت دغټوماشومانو په نسبت ډير پياوړي نه وي داسهال په صورت کې زياته اندازه اوبه اوپه ابوکې منحل غذايي مواد لکه: الکترولايتونهميتابوليتونه اوويټامينونه دبدن څخه خارجيږي دعضويت څخه داوبووتنه دخارج حجروي چاپيريال دمايع دکميدو اوغونجيدوShrinkage سبب ګرځي.داسهال په نيژدي نيمايي پيښوکې په پلازما اوخارج حجروي ماحول کې دسوديم غلظت تقريبا نارمل حالت ک پاتي کيږي meq١٤٠په ليټرکې داسهال په (٤-٤٥% پيښوکې په غايطه موادوکيې په زياته اندازه سوديم خارجيږي چې په دغه صورت کې دسيروم اوخارج حجروي مايعاتو دسوديم اندازه په نسبي ډول کميږي يعني Hyponatrem څرنګه چي سوديم دخارج حجروي مايعاتو دازموتيک فشار په ساتلوکې ډيره ونډه لري نوله همدي کبله دخارج حجروي مايعاتو اندازه ښکته کيږي اودخارج حجروي چاپيريال څخه داخل حجروي چاپيريال ته دمايعاتو دحرکت سبب ګرځي چي دغه کاربه دخارج چاپيريال دمايعاتو دلا کميدو او غـونجـيدو سبب شي څـرنـګه چي په نـورمـال حالت کې د پوستــکـي Turgo اوايلا ستستي دي داوبو اوشحم په واسطه ساتل کيږي نو په Hypo and isotonic dehydration کې به دخارج حجروي اوبو دکموالي له کبله دپوستکې ايلاستيستي خرابيږي اودناروغ پوستکې به دزاړه سړي دپوستکې په شان ګونځي پيداکړي په دغه صورت کې که چيري پوستکي ددوه ګوتو په واسطه کش شي نودبيرته خوريدو لپاره به يي څوثاني وخت په کاروي.داسهال په ٥% پيښو کې خصوصا که ناروغ زيات مالګين مايعات واخلي Skimmed شيدي استعمال کړي دپوښتورګو وظايف خرابوي دپوستکي اوسږودلاري زياتي اوبه ضايع شوي وي اودماشوم اوچاپيريال دحرارت ددرجي زياتوالي چې زياته اندازه اوبه په خوله کې ضايع کيږي. دسيروم دسوديم اندازه په لترکيmeq١٥٠ څخه لوړيږي په دغه ماشومانوکې دخارج حجروي مايعاتو ازموتيک فشارنسبتا لوړوي نوځکه اوبه دحجراتو څخه خارج حجروي مسافرته سرايت کوي چي دهمدي کبله په دپوستکي په ايلاستيکيت کې ډيرکموالي رانشي په دغه حالت کې ترڅوډاکتر ددوران او ګوردو ‌‌وظايفوته متوجه نشي زياتره وخت يوشديد ډيهايدرشن ته دخفيف ديهايدرشن فکرکوي په دغه وخت کښي پوستکي لوند اودڅرمني اوخميري په شان شکل اختياروي دخارج حجروي مايع دحجم دکموالي له کبله دويني حجم کميږي نوځکه دناروغ نبض خفيف فشار ټيټ اواطراف يي يخيږي.دټيټ هايدروستاتيک فشارله کبله دګوردو په ګلو ميرولونو کې په سمه توګه فلتريشن صورت نشي نيولي چې دايوه بده نښه ده ځکه چې پښتورګي دوظيفي دکموالي په صورت کې ميتابوليک بي نظمي نشي اصلاح کولي نوځکه دادارارجريان دناروغي په معلومولو کې ډير ارزښت لري.داسهال دشديدو پيښو په ځاي کې کيداي شي دګوردو عدم کفايه تاسيس وکړي داسهال دناروغانو په غايطه موادوکې په زياته اندازه پتاشيم خارجيږي. که چيري اسهال دڅوورځوڅخه ډير اوږد شي نوپه وينه کې به دپتاشيم اندازه ډيره کمه او Hypokalemia رامنځته کيږي چې دا کار په خوارځواکۍ اخته ماشوما نوکښي ډير پيښيږي . دHypokalemia په صورت کې ماشوم ته دګيډي پړسوب فلجي انسدادد عضلاتو د Tone کموالي تغيرات پيداکيږي. څرنګه چې دکولموافرازات قلوي وي اوپه اسهال کې په زياته اندازه باي کاربونيټ خارجيږي. نوځکه Academia معمولا تاسيس کوي په دغه صورت کې ترڅو قلويت په هرليترکې د ١٢ ملي مول څخه کښته شوي نه وي اعراض تاسيس نه کوي خوکله چي دويني قلويت د١٢ ملي مول څخه کښته شي نودناروغ تنفس سريع اوژورګرځي چي Kussmaul breathing ورته وايي.





اپيديمولوژي: اسهال دتوجه وړ ناروغي ده چې هرکال مخ په وده هيوادونوکې دزياتو مړينو اومعيوبيتونوMorbidity سبب ګرځي ١٠،٥،١ په نړي کې هرکال دپنځه کالو څخه په کم عمره ماشومانو کې ددي ناروغۍ ١٠٠٠ ميليونه پيښي رامنځ ته کيږي. په اټکلي توګه ويلي شو چې هرماشوم په کال کې داسهال د٢-٨ حملي تيروي ددي ناروغۍ له کبله په نړي کې ٥-١٠ ميليونه ماشومان مړه کيږي، ٨٠ فيصده ماشومان چې عمري ددوه کالوڅخه کم وي يواځي په هند کې ددي ناروغۍ له کبله هرکال يونيم ميليون ماشومان مړه کيږي. ددي ناروغۍ حملات د٦-٩ مياشتني په عمرکې فوق العاده زيات دي داسهال ١٧% پيښي تطبيق((Weaning په لمړنيو ورځوکې رامنځ ته کيږي، دروغو ماشومانو په نسبت په خوارځواکې اخته ماشومانو کې ددي ناروغۍ پيښي ٥٧ چنده زياتي وي مخ په وده هيوادونوکې داناروغي دبستر دناروغانو ٣٠ % جوړوي خو په هند کې په اوړي اوباراني موسم کې ٧٥ فيصده ماشومان داسهال له کبله بسترکيږي. په معتدله سيموکې انتانات زياتره وخت دنس ناستي سبب ګرځي خوپه ګرموسيمو کې Rota-virus دکال په ټولو فصلونو خصوصا نسبتا وچو اويخو مياشتوکې اوباکتريايي انتانات په ګرم اوباراني موسم کې زياتره وخت اسهال منځته راوړي.داسهال زياتره پيښي ٣-٥ ورځو زيات دوام نکوي خود ٥-١٥ فيصده پيښي ددوه اونيو زيات وخت لپاره اوږديږي چې په دغه وخت کې داسهال تداوي ډيره پيچلي اود اقتصاد له نظره ډيره درنه تماميږي دااسهال انتاني عوامل دخولي غايطي Feco-oralله لاري انتقاليږي چې ککړوخواړو او اوبو دلاري ديوکس څخه بل کس ته انتقال اواسهال رامنځته کوي.(٢-م م،٤٢-٤٤).


لا ندي عوامل داسهال په منځته راتلوکې رول لري. ١-د بيکاره موادو غير صحي ځاي په ځاي کول. ٢- دفردي اوکورنۍ حفظ الصحي نه مراعاتول. ٣- غلط عادات. ٤- د Waning غلطي لاري. ٥- خوارځواکې. ٦- دمعافيتي سيستم کموالۍ يانشتوالي. ٧- دمعدي دتيزابو داندازي ټيټوالي. ٨- دکولمو دحرکاتو کموالي. ٩- ارثي عوامل. ١٠- شري. ١١- انديميک سيمو ته سفر. ١٢- دمور دشيدو نشتوالي. ١٣- دموردتعليم دکچي ټيټوالي.(٢-م م،٢٥-٢٧).






دهايدريشن داسهال په ګډوډيوکې دټولو څخه بنسټيزه ګډوډي ډيهايدريشن دي.

څرنګه چې داسهال په درملنه کي دډيهايدريشن اصلاح لمړني مقام لري نولازمه ده چي اسهال دتداوي څخه دواړاند په دغه ګډوډي باندي رڼا واچوو:

دديهايدريشن دشدت تعينول

اعراض اونښي خفيف ديهايدريشن متوسط ديهايدريشن شديد ديهايدريشن دوزن ضايع ٣-٥ فيصده ٤-٩ فيصده ١٠ فيصده څخه زيات دناروغ عمومي وضيعت شيدي رودونکي اوکم عمره ماشومان غټ اوکاهلان

بيداره،نا رامه ماشوم تنده لري بيدارنا رام اوياليترجيک وي اودتماس سره مخرش وي ماشوم ليترجيک ياکوماکي وي اطراف يخ اوخوله کوي داطرافو Perfusionخراب اوسيانوزسس موجودوي تنده لري بيداراونارامه وي تنده لري بيداروي اودوضعيت دتغيرسره ي فشار ښکته کيږي معمولا شعورلري خوله کوي يخ اوسيانوتيک وي دلاس اوپښو د ګوتوپوستکي ګونځي وي عضلي دردونه موجود وي. Radul نبض نورمال وي چټک او خفيف وي چټک،خفيف اوبعضي وخت داندازي وړ نه وي تنفس نورمال وي تنفس ژوراوکيداشي چټک وي تنفس ژور اوچټک وي قدامي ليګنده نورمال وي ټيټه وي ليګنده ډيره ټيټه وي دويني سيتوليک فشار نورمال وي نورمال ياټيټ وي اودوضيعت دتغيرسره يي فشارټيټيږي فشارټيټ اوکيداي شي دتعين وړ نه وي دپوستکي ايلاسيستي پوستکي دشوکي وروسته ژر لمړني حالت ته خپريږي پوستکي يي په قراره خپل لمړني حالت ته خپريږي پوستکي ډيرزيات ورو خپل لمړني حالت ته خپريږي سترګي نورمال وي ښکته شوي وي ډيري ژوري اوښکته وي اوښکي موجودي وي اوښکي نه وي ياکمي اوښکي نه وي مخاطي غشا لمده وي وچه وي ډيره وچه وي ادرار نورمال وي مقداريي کم اوتياره وي ادرار نه وي


دTpye له نظره دديهايدريشن طبقه بندي الف- دIsonatremic or Isotonic dehydration: په دغه نوعه ديهايدريشن کي دويني سوديم نورمال وي ازوتونيک ديهايدرشن ددغه ديهايرشن د٧٠-٨٠فيصده جوړوي ب:-: Hyponatramic or Hypotanic dehydrationكله چې داوبو په نسبت دالكترولايتونو ضايع زياته وي په دغه صورت كې دپلازما دسوديم اندازه په هر ليتر كې meq١٣٠څخه ښکته کيږي چې دغه نوعه دهايدرشن ته هايپو تونيک دهايدرشن وايي چې د١٠-١٥ فيصده پيښو کې دغه نوعه دهايدرشن موجودوي . ج:-Hypertonic or Hyponatrmic dehydration: دغه نوعه دهايدرشن هغه وخت رامنځته کيږي چې په اسهال کې دالکترولايتو په نسبت زياتي اوبه ضايع شوي وي دويني دسوديم اندازه په دغه نوعه دهايدريشن کې meq١٥٠ څخه زياته وي . (٢-م م، ٤٥-٥٥).






جدول په دي شکل سره Criteria ازوتونيک دهايدريشن هايپوتونيک دهايدريشن هايپرتونيک دهايدريشن دپوستکې رنګ خړ وي خړوي خړ وي حرارت ناروغ يخ وي ناروغ يخ ياګرم وي ناروغ يخ وي دپوستکې Turgor ضعيف وي بد نه وي ډيرضعيف وي جس پوستکې وچ وي ډبل وي لوندوي کباب شوي وي کمه لمده وي سترګي سترګي ننوتلي اونرمي وي ننوتلي وي ننوتلي اونرمي وي قدامي ليګنده ښکته وي ښکته شوي وي ښکته شوي وي حثيت اوشعور ناروغ Drowsy وي ډيرمخرش وي ناروغ کوما کې وي نبض چټک وي متوسطه اندازه چټکه وي چټک وي دويني فشار ټيټ وي متوسطه اندازه ټي ډيرټيټ وي ٤-٥

داسهال اختلاطات ١- کانګي: داسهال په حالت کې کانګي دديهايدريشن انتان دکولمو تخريش دکولمو دوظيفوي بندش سيستيميک انتاناتو اودخولي دلاري دمايعاتو دسريع تطبيق له کبله پيداکيږي. ٢- دګيډي پړسوب: دغه اختلاط دهايپو کليمياEnteroditits , N eerotizing اوSeptieemia له کبله رامنځته کيږي.

٣- هايپو کليميا: دپتاشيم اندازه په هرليترکې meq٣-٥ څخه کمه وي که چيري داسهال په جريان کې ضايع شوي پتاشيم دوباره معاوضه نشي دغه اختلاط رامنځته کيږي په دغه ناروغانوکې دګيډي پړسوب دکولمو فلجي انسداددعضلاتو ضعيفي دريفلکسونوضعيفوالي بي علاقه ګي دګوردي تخريب اودزړه بي نظمي رامنځته کيږي ٤- Convulion: دحاد اسهال په ترڅ کې جټکي دمختلفو عواملوله لکه تبه دسوديم داندازي زياتوالي اوکموالي،هايپو ګلسيميا Cavernousinus , Eneephalitis, Meningitis دترومبوزاود Hypokalemia داسيدوسس داصلاح لپاره دباي کاربونيټ دورکولو وروسته هايپوکليسيميا رامنځته کيداي شي. ٥- ميتابوليک اسيدوسس: په غايطه موادوکې دباي کاربونيت دزياتي ضايع له کبله ميتابوليک اسيدوسس پيداکيږي دټيټ فشار اوانسا جوته دويني د Perfusion دکموالي له کبله لکتيک اسيدوسس اودغذاد کمي اخيستني له کبله کيتوسس رامنځته کيداي شي که چيري ناروغ دزړه بدوالي،کانګي،سردردي اودګيډي درد ولري ضعيف اسيدوسس ته فکر پکاردي خود شديد اسيدوس په صورت کې ناروغ ژور اوچټک تنفس کوي Kussmaul breathing چې وروسته ناروغ Confuse drowsy او Stopur حالت ته ځي ددي امکان هم شته چې داسيدوسس له کبله په ناروغ کې دمحيطي رګو توسيع اوشاک رامنځته شي.



٦-تبه: تبه زياتره په هغه نس ناسته کې چي دسجلا له امله وي اوهمدروتاويروس په اسهال کې ليدل کيږي په عومومي توګه ويلي شوچې تبه هغه وخت رامنځته کيږي چې دکولمومخاطي غشادسببي عامل دحملي لاندي راشي خوکه چيري اسهال دکوم توکسين لکبله رامنځته شوي وي لکه کولرا په دغه صورت کې تبه موجوده نه وي کله تبه دديهاريشن سره يوځاي رامنځته کيږي اوکله چې ديهايدريشن اصلاح شي تبه له منځه ځي ٧-دنورمالي اندازي څخه زيات ديهايدريشن :Overhydration کيدايشي چې په هغه ماشومانوکې چې زياته زياته اندازه مايعات اخلي اذيمارامنځته شي دسترګوپړسوب دزياتومايعاتوداخستلويوه ښه نښه ده دزياتومايعاتوداخستلوله کبله ناروغ ته دسږواذ يماهم پيداکيدايشي دغه اختلاطات زياتره وخت دوريدي مايعاتودتطبيق له کبله پيداکيږي ٨-هايپونتريميادويني دسوديم اندازه چي د١٣٠ملي مول في لترڅخه کمه وي: داسهال داسهال په ٤٥-٤٠فيصده دناروغانوپه په غايطه موادوکې په زياته اندازه سوديم خارجيږي چې دهمدي کبله هايپونتريمياته لاره برابريږي خودهايپونتيريميا په منځ ته راتلوکې داسهال په دوران کې درقيقومايعاتواويواځي اوبوچښنه ډيررول لري دغه ناروغان خوبجن حالت کې وي اوکله کله پري اختلاجات هم راځي په سوتغذي اخته ناروغانوکې دنس ناستي په صورت کې زياتره وخت هايپونتريمياتاسس کوي دIsonatremic dehydration په نسبت دهايپونتيريمک ديهايدرشن دکبله دمړينوکچه ډيره زياته ده.



٩- هايپرنتريميادويني دسوديم اندا.‌‌زه د١٥٠ملي مول څخه زيا ته وي: دمالګينومايعاتواوSkimmed شيدواستعمال دګردي دوظايفو خرابوالي دپوستکې اوګوردودلاري داوبوزياته وتنه اودماشوم اوچاپيريال ذحرارت ددرجي زياتوالي ذغه اختلاطه لاره برابره وي دغه اختلاط زياتره وخت هغه ماشومانوکې چې عمري ديوکال خوصوصا‌ًدشپژومياشتوڅخه کم وي ليدل کيږي په دغه ماشومانوکې دکانګو تبي اوخوړواومايعاتودنه خوړلوتاريخچه مثبت وي داسهال په دوران کې دزياتوقندي مايعاتوچښنه هم ددغه اختلاط سره مرسته کوي دديهايدريشن څخه پرته هايپرنتريماپه هغه نوزيژيدلوماشومانوکې ليدلي شوچې داسهال دودريدووروسته ورته هم په زياته پيمانه ORSورکول شوي وي. ١٠- داثناعشردمخاطي غشاتخريب اودلکتوزنه زغم: داسهال په ځيني ناروغانوکې داثناعشرمخاطي غشاتخريبيږي اوپه ماشوم کې دشيدودقندسره عدم تحمل پيداکيږي کله کله دغه نه زغم ډيرشديداوماشوم داسهال څخه څواوني وروسته هم دشيدودهضميدوتواناي دلاسه وکوي که چيري اسهال دکوم بل ميکانيزم له کبله رامنځ ته شوي وي نودلکتوزدعدم تحمل له کبله به داسهال ازموتيک ميکانيزم هم ورسره يوځاي شي .دغه اختلاط زياتره وخت په هغه ماشومانوکې ليدل کيږي چې دغوادشيدوپه واسطه تغذيه کيږي کوم ماشوم چې دلکتوزعدم تحمل پيداکړي اوشيدي ورکول کيږي لا ندي مشکلات به رامنځ ته کړي.

    الف- دغا يطه موادودحجم زياتوالي .

ب :- ماشوم وزن نه اخلي اودديهايدريشن علايم سختيږي ج‌- هغه موادچې په بدن کې په کميدووي په غايطه موادوکې په زياته اندازه خارجيږي .


١١- دګلوکوزنه زغم: دغه اختلاط ډيرنادروي زياتره وخت دانتاني اسهال سره ځيني وخت نورعوامل لکه خوارځواکې يوځاي کيږي اوپه نتيجه کې دګلوکوزسؤجذب رامنځ ته کيږي دګلوکوزدسؤجذب په صورت کې د ORS ورکول هم داسهال دزياتوالي سبب ګرځي . ١٢- دګردوعدم کفايه : دديهايدريشن اوشاک له کبله کله دګردوعدم کفايه رامنځته کيږي . ١٣- خوارځواکې: . په نس ناسته کې خوارځواکې دلا ندي دلا يلوله امله پيداکيږي. الف- دکلمودجذب خرابوالي له کبله په غايطه موادوکېMicro and macroneutrint لکه Zinc خارجيږي. ب- دانتان له کبله کتا بوليزم زياتيږي . ج- ځيني Nutriant لکه Vita-A په تشوميتيازوکې خارجيږي . د- داسهال دناروغانواشتهاخرابه وي . ه- دغلطوعقايدوله کبله مورګاني داسهال په دوران کې اوهم داسهال څخه

 وروسته په ماشوم باندي دخوړومحدوديتونه .

١٤- Nerotizing enterocolitis : دغه اختلاط زياتره وخت په قبل الميعادماشومانوکې پيداکيږي . ١٥- ثانوي باکترياي انتانات: برانکونمونيما دمتوسط غوږالتهاب دبولي لارومنتن کيدل اودپوستکي انتانات هم داسهال په وخت کې رامنځته کيداي شي ١٦- هايپوګليسيميا. ١٧- مزمن اسهال. ١٨-دDurra څخه لاندي دمايعاتوتجمع چي په وروستني ژوندکې ددماغي تاخرسبب ګرځي. ١٩- Coayulo pithy. ٢٠- د ADH د Inapproprriate اطراح سندروم . ٢١- توکسيک ميګاکولون. ٢٢- ديهايدريشن Dehydration (٣-م م،١٤١-١٤٧). . دمايعاتوورکړه دوريدله لاري Intr venous flaid therap ټول هغه ناروغان چې شديدديهايدريشن ولري هغه ناروغان چې خفيف ديهايدريشن ولري هم په لاندي حالا توکې وريدي مايعاتوته اړه وي . ١- که دتغوط ددفعاتوتعداددومره زيات وي چې دخولي دلا ري مايعاتوپه واسطه دناروغ دديهايدريشن څخه مخنيوي نشي کيداي. ٢- دوامداره کانګي (استفراق). ٣- کله چې ماشوم څښاک نکوي. ٤- دګلوکوزسوء جذب موجودوي ځکه چې پدي حالت کې ناروغ دګلوکزله کبله ORS نشي استعمالولي. ٥- وړاندي هم ذکرشوه چي دشديدديهايدريشن ټول ناروغان دوريدي مايعاتودتطبيق پواسطه تداوي کيږي چې د W H O ددرملني دپلان څخه استفاده پکي کيږي. که چيري ناروغ ته دوريددلاري مايعات ورکول کيداي شي ناروغ ته بايدژرترژره وريدي مايعات تطبيق شي خودسيروم دتطبيق دوخته پوري بايد ماشوم ته دخولي دلاري ORS ورکولوته ادامه ورکړل شي په شديد دهايدريشن کې ناروغ ته دوريد دلاري سل ملي ليتره په کيلوګرام وزن دبدن Ringer Lactate 100ml/kg محلول ورکووخوکه چيرې Ringer Lactate نه وي پرځاي نارمل سلاين هم استعمالولي شو.


دمايعاتودورکولولاري عمر لومړي٣٠ملي ليتر په کيلوګرام وزن دبدن وروسته ٧٠ملي ليترپه کيلو ګرام وزن دبدن تي رودونکي١٢مياشتوڅخه کم يوساعت پنځه ساعتو غټ ماشومان ١٢مياشتوڅخه زيات نيم ساعت دوه نيم ساعتو

که چيري دماشوم عمر ددولسومياشتوڅخه کم وي نودپورتنيومايعاتو څخه ٣٠فيصده ورته په يوساعت اوپاتې ٧٠فيصده مايعات ورته په پنځه ساعتوکې ورکول کيږي خوکه چيري دماشوم عمرددولسومياشتوڅخه کم يازيات وي نو٣٠فيصده مايعات ورته په نيم ساعت کې اوپاتي ٧٠فيصده مايعات ورته په دوه نيم ساعتوکې ورکول کيږي .

که چېري دپورتني مايع دورکولوسره دماشوم Radial( نبض) دحس وړ نه وي اوياډيرخفيف حس کيږي په دغه صورت کې ورته په همدغه اندازه نوموړي مايع دوباره ورکول کيږي ناروغ بايددهر١-٢ ساعته وروسته ارزيابي شي . که چيري دناروغ په دهايدريشن کې ښه والي نه راځي بايدچې مايعات په تيزي سره ورکړل شي . کله چې ناروغ دچښلوتوانائي پيداکړه نوډيرژربايدورته په تي رودونکوکې د٣-٤ ساعته اوپه غټوماشومانوکې د١-٢ ساعته وروسته دخولي دلاري په هرساعت کې ٥ ملي ليتر په کيلوګرام وزن دبدن دORS محلول ورکړل شي . په تې رودونکوکې شپږ ساعته اوپه غټوماشومانوکې دري ساعته وروسته بايدماشوم وکتل شي . که چيري ناروغ په ٣٠دقيقوکې دمايعاتودتطبيق ساحي ته نشي رسيدلاي نوآياناروغ ته Nasogastric Tube تيرولاي شى ؟ که چيري ناروغ ته Nasogastridc Tube تيرولاي شى نوناروغ ته نوموړي تيوب دلاري دشپږوساعتوپوري هرساعت ٢٠ ملي ليتره په کيلوګرام وزن دبدن ORS ورکړي چې په شپږوساعتوکې به ١٢٠ملي ليتر په کيلوګرام وزن دبدن مايعات ورکړل شي ناروغ دهر١-٢ ساعته وروسته بايدوکتل شي که چيري ناروغ دوام داره کانګي کوي اوياناروغ ته دګيډي پړسوب پيداشو نوپورتني مايع بايدورکړل شي . که چيري په ٣ساعته کې دناروغ په ديهايدريشن کې ښوالي رامنځته نشي نوناروغ دوريدي مايعاتودتطبيق ساحي ته بايدوليږدول شي . شپږساعته وروسته بياناروغ بايدوکتل شي اودتداوي مناسب پلان ورته وکتل شي خوکه چيري ناروغ ته Nasogastric tube نشي تيرولي نوبايدلاندي لارښوني عملي کړي. ١- که چيري ناروغ مايعات څښلي شي نوناروغ ته دخولي دلاري دORSمحلول ٢٠ملي ليتره په کيلوګيرام وزن دبدن هرساعت وروسته دشپږوساعتولپاره ورکوچې مجموعي مقداري ١٢٠ملي ليترته رسيږي. ٢-ناروغ هر١-٢ساعت وروسته وګوري که چيري کانګي موجودوي مايعات ورو ورو ورکړي که چيري هايدريشن کې دري ساعته وروسته ښه والي رانغي نوماشوم دمايعاتودتطبيق ساحي ته ورسوي. ٣-که ناروغ چښاک هم نشي کولاي نوبايدچې ډيرژردوريدي مايعاتودتطبيق ساحي ته اوياد N.G tube لپاره مناسب ځاي ته واستولشي.(٣).




عمومي تدابير. ١- فردي اواجتماعي حفظ الصحه بايدمراعات شي ددي هدف دلاسته راوړلولپاره بايدمورګاني دخوړودتيارولواوخوراک په وخت کې لاسونه پريمينځي اواوبه بايددامکان ترحده جوش شي اوخواړه اواوبه بايددمچانوحشراتواوګردونوڅخه وژغورل شي دميوي اوسبزي پريمينځل داستعمال څخه وړاندي ضروري خبره ده. ٢- هغه ماشومان چې په صحي توګه تغذيه کيږي بايدمورته ي لارښوونه وشي چې دشيدوورکولوسامان په سمه توګه پاک وساتي. ٣- مورګاني بايدوهڅول شي چې خپلي دسيني شيدي ماشوم ته ورکړي . ٤- دنس ناستي په دوران کې بايددتغذي ددفعاتوشميرزيات شي ترڅودخوارځواکي مخه ونيول شي. ٥- عواموته بايدصحي تعليمات ورکول شي. ٦- دنس ناستي په وخت کې بايدماشوم ته په کافي اندازه مايعات ورکړل شي . ٧- مورګانوته بايدپه کورکې داو ار اس دجوړولولياري وروښودل شي. ٨- دنس ناستي په هره پيښه کې بايدانتي بيوتيک استعمال نشي. ٩- موربايدوپوهول شي چې دضرورت په وخت کې دناروغي ددرملني په هکله دډاکترلارښووني ترلاسه کړي. ١٠-په معياري توګه بايددښارونوپه شان په اطرافوکې هم دوريدي مايعاتوتطبيق عموميت پيداکړي (٤)




اخځليکونهReferences: ١-اسحاق زي ،صميم .(٢٠٠٥م).داسهال لاملونه .دکابل طب پوهنتون. ٢-چارديوال ،همايون .(١٣٨٤ه ش).دکوچنيانواسهال.دافغانستان دودي کلتوري ټولنه جرمني. ٣- .جبارخيل ،عبدالناصر.(١٩٩٦هـ ش ). ديهايدريشن.دانش مطبعه .کابل . ٤- WWW.IRTE-2011-1-5








لــــــــــــــوړو زده کـــــــــــــــــړو و زا رت نــــــــــــنــــــګرهــــارپـــښـــــوهنتـــــــــــون ښــــــــــوونــــي اوروزنــــــي پوهنـــــــځي کــــيميااوبــــيــــالـــــــــوژي څــانــــــګـــه




ترتيب کوونکي : محمدعابد (عزيزي)

لارښـــوداســــتاد:   پوهنمل محمدناصر(همدرد)


کال : ١٣٩٠ل ل




لړليک

شماره   سرليک                                                                               مخ
   ١ -  داسهال تعريف…………………………………..١
  ٢ -  داسهال ډولونه …………………………………..١
  ٣ -  دکولمودمخاطي غشاوظيفوي هستولوژي 2…………
  ٤-  داسهال لاملونه …………………………………..٣
  ٥-  داسهال انتاني لاملونه ……………………………٤
 ٦-  داسهال غيرانتاني لاملونه ……………………….. ٧
 ٧-  داسهال له امله په بدن کې فزيولوژيک بدلونونه …… ٨
 ٨-  اپيديمولوژي 11…………………………………..
 ٩-   هغه عوامل چې داسهال په منځته راتلوکې رول لري .. ١٢

١٠- ديهايدريشن ........................................................١٣ ١١- دTPYله نظره دديهايدريشن طبقه بندي .....................١٤ ١٢- داسهال اختلا طات..................................................١٥ ١٣- دمايعاتوورکړه دوريدله لاري......................................١٩ ١٤- عمومي تدابير..........................................................٢٢. ١٥- اخځليکونه................................................................٢٣