نسوار

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

نسوار د تمباکو يو ډول نشيي توکی دی چې د نشې پخاطر کارېږي. نسوار د خولې او پزې له لارې اچول کېږي. نسوار د يو شمېر ناروغيو سبب هم گرځي چې په دې کې د خولې او ستوني سرطاني ناروغيو تر څنگ د هظمي نظام گډ شمېر بې نظمۍ رامېنځ ته کوي. نسوار د افغانستان، پاکستان، هند او ايران د هېوادونو تر څنگ په سويډن او يو شمېر نورو اروپايي هېوادونو کې هم جوړېږي او هم گڼ شمېر خلک ورباندې روږدي دي.