Jump to content

نرښځک (هرمافروډایټ)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په بیاتولیدي بیولوژۍ کې نرښځک یا هرمافروډایټ هغه موجود ته ویل کېږي چې د مثل د تولید لپاره دواړه ډوله غړي لري او کولای شي د نرینه او ښځینه جنسونو اړوند دواړه ګامېټونه تولید کړي.[۱][۲][۳]

د حیواناتو د ډلبندۍ یا ټکسونومۍ ډېری ګروپونه (تر ډېره بې‌شمزۍ یا غیر فقاریه حیوانات) جلا جلا جنسیتونه نه‌لري. په دغو ګروپونو کې نرښځکوالی یا هرمافروډایټېزم یو طبیعي حالت دی او د مثل د جنسي تولید داسې بڼه ممکنوي چې په هغې کې هر یو لوری د نرینه یا ښځینه په توګه عمل کولی شي. د بېلګې په توګه ډېری ټونیکاټونه، سږي لرونکي تن‌پوستي، اوپیستوبرانچیا، د خاورې چینجي او د سلګ په نامه یو ډول حلزون هرمافروډایټ دي. هرمافروډایټېزم د کبانو په ځینو نوعو او په لږه اندازه په فقاریه یا شمزۍ لرونکو موجوداتو کې لیدل کېږي. ډېری نباتات هم هرمافروډایټ دي. هغه حیواني نوعې چې د نرینه او ښځينه متفاوت جنسونه لري، ګورنوکوریک بلل کېږي چې د هرمافروډایټ برعکس دي.[۴][۵][۶][۷]

په وروستیو کلونو کې چې هرمافروډایټ اصطلاح د انسانانو په برخه کې کارول کېږي چندان توجه یې نه ده جلب کړې، ځکه چې د نر او ښځې په ډول د انسان د مثل د تولید هېڅ کوم مشخص مورد نه دی لیدل شوی. ځینې بیولوژېستان وايي چې هرمافروډایټېزم په انسان کې نه رامنځته کېږي. د انټرسېکس فعالانو د «انټرسېکس» اصطلاح غوره بللې ده، ځکه چې هرمافروډایټ کلمه یو ډول پېغور یا بدنامي بلل کېږي، له علمي پلوه غولوونکې او له کلینیکي پلوه ستونزه جوړوونکې ده.[۸]

په تي لرونکو او الوتونکو کې هېڅ کومه هرمافروډایټي نوعه نه‌شته. «ډېوېډ بي رایورز» وايي چې په حشراتو کې د هرمافروډايټېزم په اړه د نظر اختلاف موجود دی او ځینې کارپوهان په دې باور دي چې په حشراتو کې هرمافروډايټېزم نه رامنځته کېږي. ویل کېږي چې هرمافروډايټېزم د حشرو په یوه یا دوو نوعو کې رامنځته کېږي.[۹][۱۰][۱۱][۱۲]

حیوانات

[سمول]

متسلسل هرمافروډایټونه

[سمول]

متسلسل هرمافروډایټونه (ډیموګامي) په هغو نوعو کې رامنځته کېږي چې په هغه کې فرد د یوه جنس په توګه زیږېږي خو وروسته کولای شي مخالف جنس ته بدل شي. دا له هغو هم‌مهاله هرمافروډایټونو سره په ټکر کې حالت دی چې په هغه کې ښايي یو فرد داسې نرینه او ښځینه تناسلي الې ولري چې په بشپړ ډول فعالیت ولري. متسلسل هرمافروډایټېزم په کبانو (په ځانګړي ډول په هډوکي لرونکو کبانو) او ګسټروپاډونو او ځینو ګل لرونکو نباتاتو کې معمول دی. متسلسل هرمافروډایټونه یوازې یو ځل کولی شي چې خپل جنسیت بدل کړي. متسلسل هرمافروډایټېزم د چلندي ایکولوژۍ او همدا راز د تکاملي ژوند د تاریخچې د تیورۍ له نظره په ډېر ښه ډول درک کولی شو، لکه څرنګه چې د لومړي ځل لپاره «مایکل ګیسلین» وویل چې که د یوه ځانګړي جنس اړوند شخص د خپل بیاتولید په بریالیتوب کې ټاکلې اندازې ته تر رسېدو وروسته په پام وړ ډول زیاتوالی راولي، هغه جنس ته بدلون به د هغه په ګټه وي.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

نباتات

[سمول]

هرمافروډایټ په بوتاني یا بوټي پېژندنه کې هغه ګل ته ویل کېږي چې هم نرینه (ګرده تولیدوونکې) برخې لري او هم ښځینه (تخمې تولیدوونکې) برخې لري.[۱۷]

مانوسي

[سمول]

هغه ګل لرونکې نباتي نوعې چې په ورته فرد کې جلا جلا نرینه او ښځینه ګلونه لري، مانوسي بلل کېږي. نباتي مانوسي عموماً هرمافروډایټ دي، ځکه چې هم نرینه ګامېټونه تولیدوي او هم ښځینه تولیدوي. له دې سره سره، منفرد ګلونه ځکه هرمافروډایټ نه دي چې یوازې یو جنس لري. مانوسي یوازې په شاوخوا ۷ سلنه انجیوسپرم نوعو کې رامنځته کېږي. غوټۍ نیوونکي نباتات یا مخروطونه کابو ټول مانوسي دي، خو ۶۵ سلنه جیمنوسپرم نوعې بیا ډایشس دي. ځینې نباتات کولای شي د خپل ژوند په اوږدو کې خپل جنسیت بدل کړي. دغه پروسه متسلسل هرمافروډایټېزم بلل کېږي.[۱۸][۱۹][۲۰]

انډرومانوسي

[سمول]

په انډرومانوسي نوعو کې ګلان بشپړ (هرمافروډایټ) ګلونه او له یو بله داسې جلا ګلونه تولیدوي چې د نرینه په څېر عمل کوي خو د ښځینه په څېر عقیم یا شنډ دي. انډرومانوسي د ګل لرونکو نباتاتو په شاوخوا ۴۰۰۰ نوعو کې موجود دي (چې د ګل لرونکو نباتاتو ۲ سلنه کېږي).[۲۱][۲۲]

انسانانو ته د دې اصطلاح کارېدنه

[سمول]

له تاریخي پلوه هرمافروډایټ اصطلاح په قانون کې هغو کسانو ته کارول کېده چې جنسیت یې په شک کې و. «ډیکریټم ګاټیاني» په دوولسمه پېړۍ کې وویل: "دا چې هرمافروډایټ د وصیت‌لیک شاهد کېدای شي که نه، په دې پورې اړه لري چې کوم جنسیت یې غالب دی". په همدې توګه په اوولسمه پېړۍ کې انګرېز حقوق‌پوه او قاضي «اډوارډ کوک» د انګلستان د قوانینو په انستېتیوت کې د میراث د قوانینو په اړه ولیکل: "هر وارث یا نر دی، یا ښځه ده او یا هم هرمافروډایټ دی چې هم مذکر یا نرینه او هم مؤنث یا ښځینه وي. او هرمافروډایټ (چې انډروجینوس هم بلل کېږي) وارث کېدای شي، هر جنسیت یې چې غالب وي هماغه ته په کتو سره به یا د نرینه په ډول او یا هم د ښځینه په ډول وارث کېږي".[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

د ویکتوریا په دوره کې لیکوالانو او ډاکټرانو هڅه وکړه تر څو څرګنده کړي چې ایا انسانان هرمافروډایټ کېدای شي که نه او دغې اصطلاح ته یې یو دقیق بیولوژيکي تعریف هم رامنځته کړ. له هغې دورې راهیسې د یوویشتمې پېړۍ تر لومړیو پورې هغه انټرسېکس یا جنسیت‌منځي اشخاص هرمافروډایټ بلل کېدل چې د جنسي غدو نسج به یې د بیضو او تخمدان نسجونه لرل. که بېرونی اړخ (فنوټایپ) به یې د جنسي غدو له معمول جنسیت سره توپير درلود، نیمه یا داخلي هرمافروډایټ بلل کېدل. دغه ژبه د ناسمو تصوراتو، له دغو اصطلاحاتو سره د اړوندو ناوړه معناوو او د جینیټیک له مخې په نوم اېښودنو کې د بدلون له امله له منځه تللې ده.[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

تکامل

[سمول]

انیسوګامي تکامل ښايي د هم‌مهاله هرمافروډایټېزم او متسلسل هرمافروډایټېزم له تکامل سره مرسته کړې وي، خو له ۲۰۱۶ کال راهیسې مشخصه نه ده چې ایا انیسوګامي تکامل لومړی هرمافروډایټېزم رامنځته کړ او که ګونوکورېزم. ښايي هرمافروډایټېزم له ګونوکورېزم څخه تکامل کړی وي یا هم برعکس وي. د تکامل په اړه یې ډېری څېړنې پر نباتاتو متمرکزې دي او په حیواناتو کې یې تکامل تر ۲۰۱۷ کال پورې نامشخص دی.[۳۲][۳۳][۳۴]

هم‌مهاله هرمافروډايټېزم چې په انحصاري ډول د ځاني القاح له لارې مثل تولیدوي، څو څو ځله یې په نباتاتو او حیواناتو کې تکامل کړی دی، خو ښايي له تکاملي پلوه ډېر وخت دوام ونه‌کړي.[۳۵]

سرچينې

[سمول]
  1. Fusco G, Minelli A (2019-10-10). The Biology of Reproduction (په انګليسي). Cambridge University Press. pp. 111–113. ISBN 978-1-108-49985-9. Archived from the original on 1 April 2021. نه اخيستل شوی 29 March 2021.
  2. Lehtonen J, Parker GA (December 2014). "Gamete competition, gamete limitation, and the evolution of the two sexes". Molecular Human Reproduction. 20 (12): 1161–8. doi:10.1093/molehr/gau068. PMID 25323972.
  3. Avise JC (2011-03-18). Hermaphroditism: A Primer on the Biology, Ecology, and Evolution of Dual Sexuality (په انګليسي). Columbia University Press. pp. 1–7. ISBN 978-0-231-52715-6.
  4. "hermaphroditism". Encyclopædia Britannica Online. Archived from the original on 8 March 2013. نه اخيستل شوی 9 April 2013.
  5. Mantovani B, Cesari M, Luchetti A, Scanabissi F (May 2008). "Mitochondrial and nuclear DNA variability in the living fossil Triops cancriformis (Bosc, 1801) (Crustacea, Branchiopoda, Notostraca)". Heredity. 100 (5): 496–505. doi:10.1038/hdy.2008.3. PMID 18285812. S2CID 23743639. While the latter comprises parthenogenetic females with an all-female progeny (thelytoky), the former can be either gonochoric, with distinct female and male individuals, or hermaphroditic with individuals producing both male and female gametes (Trusheim, 1938; Longhurst, 1955; Wingstrand, 1978; Zaffagnini and Trentini, 1980; Fryer, 1985; Eder et al., 1996; Engelmann et al., 1997; Scanabissi and Mondini, 2002; Scanabissi et al., 2005).
  6. Kerr AM, Baird AH, Hughes TP (January 2011). "Correlated evolution of sex and reproductive mode in corals (Anthozoa: Scleractinia)". Proceedings. Biological Sciences. 278 (1702): 75–81. doi:10.1098/rspb.2010.1196. PMC 2992726. PMID 20659935. For example, the cnidarian class Anthozoa (corals and anemones) is mainly کينډۍ:Sic gonochoric (separate sex) brooders or spawners, while one order, Scleractinia (skeleton-forming corals), appears to be mostly hermaphroditic spawners. Here, using the most complete phylogeny of scleractinians, we reconstruct how evolutionary transitions between sexual systems (gonochorism versus hermaphrodism) and reproductive modes (brooding versus spawning) have generated large-scale taxonomic patterns in these characters.
  7. Holub AM, Shackelford TK (2020). "Gonochorism". In Vonk J, Shackelford TK (eds.). Encyclopedia of Animal Cognition and Behavior (PDF) (په انګليسي). Cham: Springer International Publishing. pp. 1–3. doi:10.1007/978-3-319-47829-6_305-1. ISBN 978-3-319-47829-6. S2CID 240938739.
  8. Fusco G, Minelli A (2019-10-10). The Biology of Reproduction (په انګليسي). Cambridge University Press. pp. 133–135. ISBN 978-1-108-49985-9.
  9. Majerus ME (2003). Sex Wars: Genes, Bacteria, and Biased Sex Ratios (په انګليسي). Princeton University Press. p. 50. ISBN 978-0-691-00981-0.
  10. Rosenfield KA (2018), "Hermaphrodite", in Vonk J, Shackelford T (eds.), Encyclopedia of Animal Cognition and Behavior (په انګليسي), Cham: Springer International Publishing, pp. 1–2, doi:10.1007/978-3-319-47829-6_329-1, ISBN 978-3-319-47829-6
  11. Phelan J (2009-03-02). What Is Life?: A Guide to Biology w/Prep-U (په انګليسي). Macmillan. p. 243. ISBN 978-1-4292-8079-2.
  12. Mills A (2018-01-01). Biology of Sex (په انګليسي). University of Toronto Press. p. 309. ISBN 978-1-4875-9337-7.
  13. Barrows EM (2001). Animal behavior desk reference: a dictionary of animal behavior, ecology, and evolution (2nd ed.). Boca Raton, Fla: CRC Press. p. 317. ISBN 978-0-8493-2005-7. OCLC 299866547.
  14. Pandian TJ (2 September 2011). Sex Determination in Fish. CRC Press. ISBN 9781439879191. Archived from the original on 7 November 2017 – via Google Books.
  15. Warner RR (June 1988). "Sex change and the size-advantage model". Trends in Ecology & Evolution. 3 (6): 133–6. doi:10.1016/0169-5347(88)90176-0. PMID 21227182.
  16. Ghiselin MT (June 1969). "The evolution of hermaphroditism among animals". The Quarterly Review of Biology. 44 (2): 189–208. doi:10.1086/406066. PMID 4901396. S2CID 38139187.
  17. Soni, N. K. (2010-04-01). Fundamentals Of Botany (په انګليسي). Tata McGraw-Hill Education. p. 87. ISBN 978-0-07-068177-4.
  18. Glover, Beverley (February 2014). Understanding Flowers and Flowering Second Edition (په انګليسي). Oxford University Press. pp. 138–139. ISBN 978-0-19-966159-6.
  19. Molnar S (17 February 2004). "Plant Reproductive Systems". Evolution and the Origins of Life. Geocities.com. Archived from the original on 2009-10-22. نه اخيستل شوی 12 September 2009.
  20. Walas Ł, Mandryk W, Thomas PA, Tyrała-Wierucka Ż, Iszkuło G (2018). "Sexual systems in gymnosperms: A review" (PDF). Basic and Applied Ecology. 31: 1–9. doi:10.1016/j.baae.2018.05.009. S2CID 90740232.
  21. Vallejo-Marín M, Rausher MD (February 2007). "The role of male flowers in andromonoecious species: energetic costs and siring success in Solanum carolinense L". Evolution; International Journal of Organic Evolution. 61 (2): 404–12. doi:10.1111/j.1558-5646.2007.00031.x. PMID 17348949. S2CID 781464.
  22. Kouonon LC, Jacquemart AL, Bi AI, Bertin P, Baudoin JP, Dje Y (November 2009). "Reproductive biology of the andromonoecious Cucumis melo subsp. agrestis (Cucurbitaceae)". Annals of Botany. 104 (6): 1129–39. doi:10.1093/aob/mcp196. PMC 2766191. PMID 19671577.
  23. Decretum Gratiani, C. 4, q. 2 et 3, c. 3
  24. "Decretum Gratiani (Kirchenrechtssammlung)". Bayerische StaatsBibliothek (Bavarian State Library). February 5, 2009. Archived from the original on December 20, 2016.
  25. E Coke, The First Part of the Institutes of the Laws of England, Institutes 8.a. (1st Am. Ed. 1812).
  26. Greenberg J (1999). "Defining Male and Female: Intersexuality and the Collision Between Law and Biology". Arizona Law Review. 41: 277–278. SSRN 896307.
  27. Reis E (2009). Bodies in Doubt: an American History of Intersex. Baltimore: Johns Hopkins University Press. pp. 55–81. ISBN 978-0-8018-9155-7.
  28. Dreger AD, Chase C, Sousa A, Gruppuso PA, Frader J (August 2005). "Changing the nomenclature/taxonomy for intersex: a scientific and clinical rationale" (PDF). Journal of Pediatric Endocrinology & Metabolism. 18 (8): 729–33. doi:10.1515/JPEM.2005.18.8.729. PMID 16200837. S2CID 39459050. Archived from the original (PDF) on 20 December 2016. نه اخيستل شوی 27 July 2016. {{cite journal}}: More than one of |archivedate= و |archive-date= specified (help); More than one of |archiveurl= و |archive-url= specified (help)
  29. Georgiann D (2011). McGann PJ, Hutson DJ (eds.). "DSD is a Perfectly Fine Term": Reasserting Medical Authority through a Shift in Intersex Terminology". Sociology of Diagnosis (Advances in Medical Sociology). Advances in Medical Sociology. 12: 155–182. doi:10.1108/S1057-6290(2011)0000012012. ISBN 978-0-85724-575-5.
  30. Holmes M (2011). "The Intersex Enchiridion: Naming and Knowledge in the Clinic". Somatechnics. 1 (2): 87–114. doi:10.3366/soma.2011.0026.
  31. Androgen Insensitivity Support Syndrome Support Group Australia, Intersex Trust Aotearoa New Zealand, Organisation Intersex International Australia, Black E, Bond K, Briffa T, Carpenter M, Morgan, Cody C, David A, Driver B, Hannaford C, Harlow E, Hart B, Hart P, Leckey D, Lum S, Mitchell MB, Nyhuis E, O'Callaghan B, Perrin S, Smith C, Williams T, Yang I, Yovanovic (March 2017), Darlington Statement, archived from the original on 2017-03-22, نه اخيستل شوی March 21, 2017
  32. Schärer, Lukas (2017). "The varied ways of being male and female". Molecular Reproduction and Development (په انګليسي). 84 (2): 94–104. doi:10.1002/mrd.22775. ISSN 1098-2795. PMID 28032683.
  33. Kliman, Richard (2016). Encyclopedia of Evolutionary Biology. Vol. 2. Academic Press. pp. 212–224. ISBN 978-0-12-800426-5. Archived from the original on 2021-05-06. {{cite book}}: Unknown parameter |تاريخ الوصول= ignored (help)نگهداری یادکرد:ربات:وضعیت نامعلوم پیوند اصلی (link)
  34. Sasson DA, Ryan JF (December 2017). "A reconstruction of sexual modes throughout animal evolution". BMC Evolutionary Biology. 17 (1): 242. doi:10.1186/s12862-017-1071-3. PMC 5717846. PMID 29207942.
  35. Leonard JL (2019-05-21). Transitions Between Sexual Systems: Understanding the Mechanisms of, and Pathways Between, Dioecy, Hermaphroditism and Other Sexual Systems (په انګليسي). Springer. ISBN 978-3-319-94139-4.