نجيب محفوظ
لطفاً د دې ليکنې په غځولو سره دا ليکنه پياوړې کړۍ. د دې ليکنې په اړه نور مالومات تاسې د خبرواترو مخ کې موندلی شی. |
نجیب محفوظ ابن عبدالعزیز بن ابراهیم احمد پاشا د ۱۹۱۱ کال د ډسمبر په ۱۱ نېټه د مصر په پلازمینه قاهره کې نړۍ ته سترگې وغړولې، له اولس کلنۍ یې لیکوالۍ ته مخه کړې او د ښوونځي له پای ته روسولو ورسته یی د فلسفې لیسانس د قاهرې له پوهنتون څخه ترلاسه کړ. هغه د یو دولتي کارمند په کور کې وزېږېده، لومړۍ دنده یې د اوقافو په اداره کې واخیسته او وروسته د هنر ادارې د سانسور مدیر شو او بالاخره له سینما د ملاتړ ادارې مشر شو دغه راز د خپل کار په پای کې د کلتور وزارت د سلاکار په توگه هم پاتې شوی دی، هغه لسگونه داستاني کتابونه لیکلي او په ۱۹۸۸ کال یې د نوبل د ادبیاتو جایزه اخیستې. لومړني ناولونه یې له لرغوني مصر څخه خبرې کوي خو کله چې په خپل ستر اثر بوخت شو د مصر مدرنې ټولنې ته یې پام واړاوه. په وروستیو کارونو کې یې د لرغوني مصر په پاچايي رژیم منتقدانه لیکنې کول، د انگلستان استعمار ته یې پام واړاوه او د ښځو او سیاسي بندیانو د حالت په گډون یې ټولنیز مسایل هم له یاده ونه ویستل. نجیب محفوظ په خپل اوږده عمر کې یواځې دوه ځله له خپله هېواده بهر سفر کړی او په ناولو او نورو کیسو سربیره یې څو سناریوگانې هم لیکلې. دمحفوظ مشهور او ښه اثر زموږ د چم هلکان یا اولاد حارتنا چې په ۱۹۵۹ کال یې بشپړ کړ په هغه کلونو کې د مذهبي مشرانو لخوا پرې بندیز ولگېد، له بلې خوا د هغه د ځینو لیدتوگو په اړه په عربي نړۍ کې د هغه په کتابونو هم بندیز لگېدلی وو. نجیب محفوظ په انسان دوستۍ د زیات باور له امله ناول لیکنې او سناریو لیکنې ته مخه کړه او د عربي مدرنو ادبیاتو له بنسټگرانو بلل کیږي که څه هم د عربو نوي ادبیات لسگونه کاله د کیسه لیکنې د ژانر تر اغیز لاندې وو خو د نورو عربي هېوادونو په اپوټه په مصر کې له ۱۹۴۰ کاله وروسته په لیکوالو کې ناول لیکنې ته کږلون زیات شو او حتا د کلتور وزارت لخوا د ښه ناول لپاره کلنۍ جایزه هم غوره شوه. د نجیب محفوظ په آثارو کې اسلامي فلسفې دوه مقولې جبر او اختیار کابو تل له یوبل سره د جگړې په حال کې دي. په عین حال کې نجیب محفوظ خپل د ځوانۍ ژوند د شهید سید قطب پوروړی بولي او خپله هم وايي چې سید قطب د عربي هېوادونو تر ټولو لومړی او مشهور ادبي کره کتونکی دی، شهید سید قطب په وروستیو کې د اخوان المسلمین په گوند کې د غړیتوب او د جمال عبدالناصر د پرځونې د اقدام له امله په ۱۹۶۶ کال اعدام شو.
هغه د مړینې پر مهال په ادبیاتو کې د نوبل جایزې تر ټولو زوړ گټونکی وو، هغه د ۲۰۰۶ کال په جولای میاشت کې د ډاکټرانو تر نظر لاندې شو او بالاخره د ۲۰۰۶ کال د اگسټ په ۳۰ نېټه ومړ.
ليکلي آثار[سمول]
د هغه په پنځونو کې لاندې آثارو ته اشاره کولای شو.
- مصر القديمة/ لرغونی مصر/ ۱۹۳۲
- همس الجنون/ د لېونتوب چیغه/ ۱۹۳۸
- عبث الأقدار/ د برخلیک لوبه/ ۱۹۳۹
- رادوبيس/ رادوبیس، د فرعون مینه/ ۱۹۴۳
- كفاح طيبة/ سپېڅلې جگړه/ ۱۹۴۴
- خان الخليلي/ ۱۹۴۵
- القاهرة الجديدة/ مدرنه قاهره/ ۱۹۴۶
- زقاق المدق/ د مدق کوڅه/ ۱۹۴۷
- السراب/ سراب/ ۱۹۴۹
- بداية ونهاية/ پیل او پای/ ۱۹۵۱
- ثلاثية القاهرة : د قاهرې درې کیسې
- بين القصرين/ د دوه ماڼیو ترمنځ / ۱۹۵۶
- قصر الشوق/ د هیلو ماڼۍ/ ۱۹۵۷
- السكرية/ مستي/ ۱۹۵۷
- اولاد حارتنا/ زموږ د چم هلکان/ ۱۹۵۹
- ليلة القدر/ د قدر شپه/ ۱۹۵۹
- اللص والكلاب/ غل او سپي/ ۱۹۶۱
- السمان و الخريف/ ۱۹۶۲
- دنياالله/ ۱۹۶۲
- الطريق/ لاره/ ۱۹۶۴
- الشحاذ/ سوالگر/ ۱۹۶۵
- بيت سيء السمعة/ ۱۹۶۵
- ثرثرة فوقالنيل/په نیل لامبو وهونکی / ۱۹۶۶
- ميرامار/ ۱۹۶۷
- خمارة القط الأسود/ ۱۹۶۹
- تحت المظلة/ تر خېمه لاندې/ ۱۹۶۹
- شهر العسل/ ۱۹۷۱
- المرايا/ هېندارې/ ۱۹۷۱
- حكاية بلا بداية ولا نهاية/ بې سر او پایه کیسه/ ۱۹۷۱
- الجريمة/ جنایت/ ۱۹۷۳
- الحب تحت المطر/ ۱۹۷۳
- الكرنك/ / ۱۹۷۴
- حكايات حارتنا/ زموږ د چم کیسې/ ۱۹۷۵
- قلبالليل/ ۱۹۷۵
- حضرة المحترم/ ۱۹۷۵
- ملحمة الحرافيش/ ۱۹۷۷
- الشيطان يعظ/ ۱۹۷۹
- الحب فوق هضبة الهرم/ ۱۹۷۹
- عصر الحب/ ۱۹۸۰
- أفراح القبة/ ۱۹۸۱
- ليالي ألف ليلة وليلة/ ۱۹۸۲
- الباقي من الزمن ساعة / ۱۹۸۲
- رأيت فيما يرى النائم/ ۱۹۸۲
- أمام العرش/ ۱۹۸۳
- رحلة ابن فطوطة / ۱۹۸۳
- التنظيم السري / ۱۹۸۴
- العائش في الحقيقة/ ۱۹۸۵
- يوم مقتل الزعيم/ کله چې د قوم مشر ووژل شو / ۱۹۸۵
- حديث الصباح والمساء/ د شپې او ورځې کیسه/ ۱۹۸۷
- صباح الورد/ ۱۹۸۷
- الفجر الكاذب/ ۱۹۸۸
- قشتمر/ ۱۹۸۸
- أحلام فترة النقاهة / ۲۰۰۴