Jump to content

نجوم پوهنه او علم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

نجوم پوهنه (فال لیدنه) له ګڼ شمېر داسې باوري سیسټمونو څخه جوړه ده چې څرګندوي د نجومي ښکارندو او شخصیتي پېښو یا توصیفاتو ترمنځ اړیکه شتون لري. نجوم پوهنه د علمي ټولنې له خوا رد شوې ده ځکه چې هېڅ ځواک د نړۍ د توصیف لپاره کومه توضېح نه لري. ورته مهال علمي ازموینو د نجومي سنتونو د ادعاوو د اغېزو یا مقدماتو څخه د ملاتړ په موخه لا هم کوم شواهد نه دي موندلي. [۱]

په هغو ځایونو کې چې نجومیانو ابطال کېدونې وړاندوینې کړي وي، د جعل امکانات هم په کې شتون لري. په دغه برخه کې تر ټولو مشهوره ازموینه د شاون کارلسون په مشرۍ ترسره شوه چې په هغو کې د پوهانو او همدارنګه د نجومیانو کمېټو شتون درلود. دغې ازموینې دا پایله وړاندې کړه چې د زیږون د فال لیدنه له چانس څخه غوره رول نه لري.

فال لیدنې په کنټرول شوو مطالعاتو کې کوم اغېز له ځانه نه دی ښولی او کوم علمي اعتبار نه لري، همدا ده چې د یوې شبه علمي چارې په توګه په پام کې نیول کېږي. ورته مهال هېڅ داسې کوم عملي وړاندیز شوی مېکانېزم شتون نه لري چې وښيي د ستورو او سیارو موقعیت او حرکات کولای شي د ځمکې پر پېښو او وګړو هغسې اغېز ولري په داسې توګه چې ستورپوهان یې اړوند څرګندونه کوي او همدارنګه د ژوند پوهنې او فیزیک له اساسي درک شوو مواردو سره په تضاد کې وي. [۲][۳]:85[۴]:249[۵]

د نجوم پوهنې اړوند معاصرې علمي څېړنې په لومړۍ درجه کې د فال لیدو د دودونو او په انسانانو کې د موسمي زېږونونو د اغېز ترمنځ د اړیکو په ترسیم تمرکز لري. [۶][۷][۸]

له ستور پوهنې سره تاریخي اړیکه[سمول]

په نجوم پوهنې کې د ګټنې وړ نظرياتي جوړښت بنسټونه بابلیانو ته اړوندېږي، په داسې حال کې چې د هلنېستي دورې تر پیل پورې هغه مهال چې لوی سکندر یونان خپل کړ، له هغو څخه پراخه ګټنې شتون نه درلود. بابلیان نه پوهېدل چې فلکي انځوریز جوړښتونه (په فارسي: صورت فلکي) د آسماني کرې پر مخ نه دي او له یو بل څخه ډېر لرې دي؛ ورته مهال یو بل ته د هغو نږدې ښکاره کېدن وهم دی. د دغو جوړښتونو ترمنځ کره پوله ټاکنه کلتوري چاره ده او د تمدنونو ترمنځ توپیر لري. د نجوم اړوند د بطلیموس چارې تر ډېرې کچې له لېوالتیا سرچینه اخیسته؛ د هماغه مهال د نجوم پوهانو د چارو په څېر چې هڅه یې کوله سیاروي حرکتونه په آسانه توګه محاسبه کړي. پیلنۍ لویدیځې فال لیدنې د لرغوني یونان د لوی او کوچني عالم (عالم صغیر و کبیر) د مفاهیمو پر بنسټ عمل کاوه له همدې امله طبي نجوم پوهنه په سیارو او نورو آسماني اجرامو کې هغو پېښودونکو چارو ته اړوند وه چې طبي مواردو ته اړوند وې. دغې چارې د نجوم د مطالعې لپاره د انګېزې په زیاتوالي کې مرسته وکړه. بطلیموس په داسې حال کې چې لا یې د فال بینۍ له چارو دفاع کوله، څرګندوله یې چې د سیارو او نورو آسماني اجرامو د حرکت اړوند د نجومیانو د وړاندوینې قدرت د ستورپوهانو له وړاندوینو څخه زیات دی. [۹]:73[۱۰]:62[۱۱]:344

د طلایي اسلامي دورې پر مهال د ستورپوهنې په برخه کې دومره کار وشو چې د لمر د مدار له مرکز څخه د تېښتې په څېر هغه نجومي پارامترونه چې د بطلیموسي موډل اړتیا وړ و، په کافي دقت سره محاسبه کېدلای شو. په ۱۱۲۰ زکال کې د فاطمي خلافت د وزیر په څېر ډېری هغو کسانو چې واک یې په لاس کې درلود د رصدخانو د جوړولو لپاره یې بودیجه برابره کړه څو وکولای شي د سیاروي اطلاعاتو پر مټ کره وړاندوینې وکړي. له دې امله چې دغه رصدخانې د نجومي وړاندوینو په برخه کې د مرستې په موخه جوړې شوې وې، ډېر لږ شمېر دغو رصدخانو په اسلام کې د فال لیدو د ممنوعیت له امله دوام وموند او ګڼ شمېر یې له کوم ځنډ پرته ونړول شوې. [۱۲]:55–56[۱۳]:57

د ستورپوهنې په اثارو کې د فال لیدنې ښکاره رد د ۱۶۷۹ زکال پر مهال د «La Connoissance des temps» کلني اخبار په چاپ سره پیل شو. د لویدیځ پر خلاف په ایران کې د لمر مرکزیت د نظریې رد تر شلمې پېړۍ پورې دوام درلود، تر یوه بریده هم له دې وېرې چې دغه چاره په ایران کې ستور پوهنه او اسلامي کاینات پوهنه تضعیف کوي. [۱۴]:10[۱۵]:220[۱۶]:17–18

ارواه پوهنه[سمول]

ویل شوي چې تائیدي تمایل داسې یو اروايي عامل دی چې په فال لیدنې باندې له باور سره مرسته کوي. تائیدي تمایل بیا د معرفتي تېروتنې ډول دی. [۱۷]:344[۱۸]:180–181[۱۹]:42–48[۲۰]:553

د ادبیاتو له مخې په فال لیدنې باندې باور لرونکي کسان لېوالتیا لري هغه وړاندوینې چې سمې ختلې دي او یا هم ناسمې دي په انتخابي ډول په یاد وساتي. د تائیدي تمایل یو بل ډول یې بیا بل رول لري چېرې چې په هغو باورمن کسان د هغو د پیغام اړوند په دې کې پاتې راځي چې ځانګړې وړتیاوې له ځانه وښيي او یا هم هېڅ څه ونکړي. [۲۱]:180–181

له همدې امله د تائیدي تمایل دوه توپیر لرونکي ډولونه شتون لري چې په ترتیب سره د نجومي باورونو په توګه تر څېړنو لاندې دي. [۲۲]:180–181

د بارنوم اثر (Barnum effect) داسې یو تمایل څرګندوي چې یو کس د ځان هغه توصیف ته د کره توب لوړه نمره ورکوي چې په ښکاره ډول هغه ته طراحي شوی وي، خو دا په واقعیت کې دومره کافي او کلي ډول لري چې ګڼ شمېر کسانو ته کارول کېدونی وي. که چېرې د فال لیدو لپاره زیات اطلاعات وغوښتل شي، خلک بیا له مقابل لوري د منلو وړ ډېرې پایلې ترلاسه کوي. [۲۳]:344

[۲۴]:344په ۱۹۴۹ زکال کې برترام فورر په خپل ټولګي کې په زده کړیالانو یوه شخصیتي ازموینه ترسره کړه. هر زده کړیال ته د فردي ارزونې یوه پاڼه ورکړل شوه، خو واقعیت کې د ټولو پاڼې یو ډول وې. د شخصیت اړوند توضیحات هم د نجوم پوهنې له یو کتاب څخه اخیستل شوي وو. هغه مهال چې له زده کړیالانو وغوښتل شول د دغې ازموینې د سم والي اړوند نمرې ورکړي، څه باندې ۴۰ سلنو یې هغو ته له ۵ لوړې نمرې ورکړې او د ټولو امتیازاتو منځنۍ کچه یې ۴.۲ وه. د دغې څېړنې پایلې بیا په ډېرو نورو څېړنو کې هم تکرار شوې. [۲۵]:134, 135[۲۶]:382

[۲۷]:382د بارنوم/ فورر د اغېز څېړنې د جعلي فال لیدنې او جعلي شخصیتي فروفایلونو د منلو په کچې تمرکز درلود. د دغې شخصیتي ارزونې ونډه والو د رایجو شخصیتي او غیر معمول توصیفونو ترمنځ کوم توپیر نه و موندلی. په هغه څېړنه کې چې د پاول راجرز او جانیس سول له خوا په ۲۰۰۹ زکال کې ترسره شوه او د دغې چارې اړوند له پخوانیو څېړنو سره مطابق وه؛ څرګنده شوه چې په فال لیدو باوري کسان د شک لرونکو په نسبت د بارنوم مشخصاتو ته د اعتبار ورکولو لپاره مستعد دي. [۲۸]:383[۲۹]:393

د هغه بهیر پر بنسټ چې د خپل اختیار په توګه پېژندل کېږي، ګڼ شمېر څېړنو ښوودلې چې وګړي د فال لیدنې له پوهې سره لېوالتیا لري څو خپل شخصیت د لمریزو نښانو سره د برابرو ځانګړنو پر بنسټ توصیف کړي. دغه اغېز هغه مهال زیاتوالی مومي چې وګړي د خپل شخصیت له توصیف څخه د فال لیدنې د بحث لپاره ګټنه کوي. هغه وګړو چې له فال لیدنې سره بلدتیا نه لرله، دغه ډول لېوالتیا یې نه لرله. [۳۰]

ټولنپوهنه[سمول]

په ۱۹۵۳ زکال کې ټولنپوه تئوډور ډبلیو. آډورنو د لاس انجلس اخبار په یوه کالم کې د نجوم پوهنې اړوند یوه څېړنه د هغې پروژې د برخې په توګه ترسره کړه چې په کپېټلېستي ټولنه کې یې عامه کلتور ارزوه. اډورنو باوري و چې رایجه فال لیدنه د یوې وسیلې په توګه تل د داسې څرګندونو لامل ګرځي چې انطباق هڅوي – همدا دی چې فال لیدونکي د داسې جملو له کارونې سره مخالف دي چې په کاري چاپېریال او نورو برخو کې یو کس له خپلو چارو زړتوری کړي او هغه د خپلې دندې د له لاسه ورکولو له ګواښ سره مخ کړي. اډورنو دې پایلې ته ورسېد چې فال لیدنه د سیستماتیکې غیرعقل پالنې پراخه بیانونکې ده او په هغو کې چاپلوسي او نور مبهم موارد په ډېر ماهرانه ډول خلک دې باور ته رسوي چې کالم لیکونکي مستقیم هغوی ته خطاب کړی. اډورنو د کارل مارکس د اثر د خلکو د افیوم عبارت په همدې نظر راخیستی و او په هغو یې داسې تبصره کړې وه چې «غیب پالنه او متافزیک روږدي کوونکي دي». [۳۱][۳۲]:326[۳۳]:327[۳۴]:329

سرچينې[سمول]