نجات لړۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مخینه[سمول]

دا د بغلان ادبي بهیر یوه څانګه ده، چې تېر کال یې هم د جدید الشمولو شاګردانو د نوم لیکنې لپاره وړیا سهولتونه رامنځته کړي وو، سږ کال هم د نجات لړۍ د نوي تعلیمي کال سره برابر بیا ځلي فعالیت پیل کړ او د ادبي بهیر رهبري غړو په مشوره یوه ډله ددې لړۍ دوام لپاره د ۱۴۰۱ لمریز ـ د حمل ۱۳مه ـ د شنبې په ورځ د مرکزي بغلان لرو پرتو سیموته ورغلل او د لومړي کاري ورځې په سمون لس ښوونځۍ یې تر سروې لاندې ونیول، تر څو هغو ماشومانو ته په ښوونځیو کې د ګډون زمینه برابره شي چې له ښاره لرې واټن کې اوسي.

د بغلان ادبي بهیر ګرځندوی ټیم د کار سرعت او وسعت له مخې د تېر کال په پرتله د هر ښوونځي مدیر او یا هم سرښوونکي ته یوه سپینه ټوټه د عکس اخیستو بګرونډ لپاره، یو میموري کارټ او د تګ راتګ کرایې پیسې ورکولې،څو په خپل ښوونځي کې د هغو ماشومانو عکسونه واخلي چې غواړي نوي ښوونځیو کې د زده کړو په موخه شاملشي.

وروسته له هغه یاد میموري کارټ چې د جدیدالشموله ماشومانو عکسونه پکې خوندي دي، هیله مطبعې ته سپاري اوهیله مطبعه یې د بغلان ادبي بهیر سره د شوي هوکړه لیک له مخې ( انځور او د جدید الشمول ورقې) ورته چاپوي اوپه یوه دوسیه کې په ټاکلي ورځ مسوول کس ته یې په وړیا توګه جوړ مواد سپاري.

فعالیتونه[سمول]

د سږ کال سروې شوي ښوونځیو فعالیت

د هغو لرو پرتو سیمو ښوونځۍ چې د بغلان ادبي بهیر سیار ټیم له خوا سروې شوي او د یاد ښوونځیو له مدیرانو اوسرښوونکو سره یې لیده کاته کړي دي:

۱ـ د قاضي کلي ابتدائیه ښوونځۍ

۲ـ د کوکچنار سیمې متوسطه ښوونځۍ

۳ـ د ششکپو سیمې ابتدائیه ښوونځۍ

۴ـ د منګلو سیمې د هلکانو او انجونو متوسطه ښوونځۍ

۵ـ د قیصرخېلو سیمې لېسه

۶ـ د خدای دادخېلو سیمې متوسطه ښوونځۍ

۷ـ د خلازیو او چهلغوري سیمو ابتدائیه ښوونځۍ

۸ـ د علاو الدین سیمې ابتدائیه ښوونځۍ!

۹ـ د ګلزاده او تیموریانو سیمې ابتدائیه او متوسطه ښوونځی

۱۰ـ د کهنه قلعه سیمې ښوونځۍ

موخه[سمول]

زموږ موخه دا ده، چې د تعلیم عامولو په برخه کې سهولتونه رامنځته کړو، تر څو واټنونه را کم شي او تعلیم چې دهر ماشوم حق دی، ترې برخمن شي. موږ داسې سیمو کې ماشومان ولیدل چې لا تراوسه یا د غربت له وجې او یا د پلرونو غفلت له امله په ښوونځیو کې شامل نه وو نو د بغلان ادبي بهیر د نجات لړۍ همدا تګلاره ده چې داسې ورته ماشومان په ښوونځي کې شامل کړي.